ننګرهار ولایت د دوربابا په سیمه کې د پاکستان د لمسونو او تجاوزاتو په هکله اعلامیه

0 56

‎د ۲۰۲۰ کال د جولای ۲۴

پاکستاني پوځیانو يو ځل بيا د ډيورنډ کرښې په اوږدو ، دا پلا د دوربابا په سيمه کې د ملکي وګړو د تصفیې په موخه د توغندیو په توغولو پيل کړى دى تر څو ډيورنډ پر کرښې دفزیکي موانعو جوړولو کار ته دوام ورکړي چې ددې عمل په پایله کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شويدي .
د اغزنو تارونو، خندقونو، د څارنې برجونو او بندری دروازو په شمول د پاکستاني پوځ له خوا د ډیورنډ لاین دڅه دپاسه ۲۶۰۰ کیلومتره کرښې په امتداد د یوه دیوال جوړول ظاهرأ هغو نیوکو ته د ځواب په توګه چې ولی افغانستان ته دتروریستانواوطالبانو د ننوتلو مخنیوی نه کوي بهانه نیول کیږي ، په داسی حال کې چې داخنډونه په هیڅ وجه افغانستان ته دتروریستانو اوطالبانو دنفوذ دمخنیوی لپاره ندي ډیزاین شوي، ځکه تروریستان او طالبان د پاکستان د پوځ په بشپړملاتړ د افغانستان خاوري ته رااستول کیږي . په واقعیت کې د دې موانعو او خنډونوپه جوړولو سره پاکستان غواړي په لوېدیز نړۍ باندې دا درواغ ومني چې ګواکې هغه هیواد د ترهګرۍ قرباني دی، نه د ترهګرو د روزنې مرکز. له بل لوری د دې موانعو په جوړولو سره پاکستان هڅه کوي چې ډیورند کرښه د پاکستاني پوځ له خوا په یوه مدیریت شوی سرحد واړوي .
افغانستان له ډیورند د کرښې نه ها خوا د پښتنو او بلوڅو دخود ارادیت د حق څخه د ملاتړ ترڅنګ هیڅکله د پاکستان لپاره د یوه جدي امنیتی ګواښ په توګه ندی څرګند شوی. له هند سره د پاکستان په تیرو دریو جګړو کی افغانستان تل د مثبتې بیطرفۍ سیاست ساتلی دی. سره له دې چې د ډیورند کرښې دپښتنو او بلوڅو قومونه په دوو برخو ویشلې دي ، خو د خپل موجودیت په ۱۳۰ کلونو کې له بریتانوی هند سره او بیا له ۱۹۴۷ کال څخه را پدیخوا د پاکستان سره هیڅکله د یوه امنیتی ګواښ په توګه نده لیدل شوې.
هره ورځ د دواړو خواوو په زرګونو کسان د سرحدی مقرراتو پرته له دې کرښې تیریږی. د اغزن تارغزولو، خندقونو او دڅار د برجونو او بندري دروازو په جوړولو سره د پاکستان د پوځ تر وروستیو اقداماتو اوښکاره تیریوپورې مونږ معتقد یو چې د ډیورند د کرښې ۱۳۰ کلن «ستاتوس کوو» ، د اروپایی اتحادیی د خلاصو پولو په شان د افغانستان او پاکستان دخلکو په ګټه او د دواړو هیوادو ترمېنڅ د سوداګرۍ او راکړې ورکړې دآزادی لپاره اغیزمن دی. دا هغه کرښه ده چې پاکستانی پوځ ته باید د هغې په هکله هیڅ ډول اندیښنه نه وي .
د دې اعلامیې په صادرولو سره په بهرکې دافغانانو دپیوستون شورا دننګرهار په دوربابا کې د پاکستانی پوځ هغه لمسونې چې د توغندیو دګوذارونو له امله یی بیګناه خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه رسیدلي په کلکو ټکوغندي او د بهرنیو ځواکونو دوتلو او د سولې دخبرواترو دپېل په درشل کې دا ډول لمسونې یوې باثباته او عادلانه سولې ته درسیدو او په سیمه کې د ترینګلتیا د مخنیوی په لاره کې ستره زیانمنونکې اغیزه لري.
دملګروملتونو اوپه څانګړي توګه دامنیت شورا، اروپایی اتحادیی، دبشری حقوقو او نورو نړیوالو سازمانونو څخه په کلکه غوښتنه کوو ترڅو په دې برخه کې څغره لازم مناسب او هراړخیزه اقدامات وکړي او د پاکستاني پوځ دا کړنې چې دنړیوالو حقوقو او نورمونو سره په مغایرت کې دي وغندي او مخنیوی يې وکړي.

داکتر نوراحمد خالدی
په بهرکې د افغانانو د پیوستون د شورا رئيس
برزبن، استرالیا

Comments
Loading...