لوی اختر مو مبارک شه

حبیب الله غمخور

0 28

دلوي  اختر په مناسبت ددوستی فرهنگی ټولنې دمبارکی پيغام

وطنداران متدين وشرافتمند  !

حلول عیدسعید قربان رابه همه شماوسایرمسلمانان جهان از صمیمقلب تبریک وتهنیت عرض نموده،از بارگاه ایزدمتعال یک افغانستان باامن ومرفع استدعامينمایم .

اجازه راکړی په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب ، تاسو شرافتمندو افغانانو،ستاسو درنوکورنيواوټولواړوندانو ته د لوي اختر د را رسیدو امله  په  هېواد او نړۍ کې اوسېدونکو افغانانو او ټول مسلمان امت  ته  د زړه  له  کومي  مبارکيواونيکو هيلوپه  وړاندي کولوسره د لوي  اوبې نياز خداي  ( ج )  له ستر  دربارنه غواړو د اختر د بختورو ورځو په  برکت  پدې جگړه ځپلې وطن کي ورانۍ ،دويني توئيدنې ، ورور وژنى ،زورونې،لوږى اوټولي  بشری ناندری پاي ته ورسيږى ،داله هرڅه محروم ولس  دسولي او سوکالي له نعمت نه برخمن شي .

سره له دې چي په افغانستان کښي سوله او ثبات  درک نلري اوهيوادوالو موله بي شمېره ټولنيزو اوسياسي ناخوالوسره مخامخ دي،موږ هيله مند يو چي يوه ورځ ددې غمځپلي ولس دکور نودروازه دخوښيو اوسوکاليو زيری وروټکوي .

هيله مو دادسه  چې داختر ونودپيداېښت له عالي  فلسفې او ارزښت نه چي دخوښۍاو پخلاينې  ورځې دي په عبرت  اخيستلو سره په جگړه کي  دواړې ښکېلې خواوي  بايدله جګړې،ورور وژنې اوخپل هېوادله ورانولوڅخه لاس  په سرشي.

درنوهيوادوالو!

دلوې څښتن له دربارنه غوښتنه کووچي زموږ اوستاسي جگړه ځپلي هيوادکي دايمی سوله اوثبات ددې غمځپلې اودجگړوپه اورکې سوځېدلي ولس په نصيب سي .

الله تعالی دې ددې مقدسو او پربرکتی ورځو اودلوي اختر دعباداتو په برکت افغانستان او زموږ مظلوم ولس ددې زورونکی اوبوږنوونکی ژوندڅخهنجات ورکړي .

په دې هيله چې دغه اختر دټولو لپاره دسولي،خوښۍ، ورورګلوۍ، او صميميت له ولولونه  ډک يو اختر اوسي اوداختر ورځي  لکه چې له نامه څخهئې څرگندېږي دمينې،يواوبل ته دورورگلوی بخښنې او پخلايني اختر وي .

دلوي اختر دمبارکو ورځوپه وياړ اوخاطر دافغانستان له ټولو اوسېدونکوڅخه دا هيله لروچې د ورورۍ اويواوبل ته دغوږ نيولواودرناوی  په روحيه دويجاړ افغانستان دبياجوړونې اودڅولسيزوپر زخمونوددرملنې په موخه د پېوستون لاسونه سره ورکړي،خپل  ولس اوهېواد دهرکورني اوبهرني  ښکيلا ک اوتېری نه وژغورئ ، تر څودا وياړلی ملت ددې امکان تر لاسه کړي چي په نړيواله کچه د سيالانو سره  سيال او دنړېوالې ټولنې  له کاروان سره په ګډه د پرمختګ  اوانساني سوکالی په لورکوټلې ګامونهاوچت کړي .

پدې هېله چي ددې وطن هر وگړۍ اختر ولري اونور زموږ دهيواد په کليو اوکوڅوکي دويرچغې  اودجنازو پورته کولو اواز وانه ورېدل سي  . په ټولهيوادکې  دملي يوالي اوسراسري سولي په هيله .

ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور

Comments
Loading...