د پاچا زوی احسان الله «د افغانستان» د جنازې او فاتحې خبرتیا

درنو هېواد والو!

د غازي امیر امان الله خان د لور اغلې ناجیه جان په حواله د هغې ورور پاچا زوی ډاکټر احسان الله خان د هغه ناروغی له کبله، چې ورپېښه وه، تېره جمعه د ۱۳۹۶ل کال د زمري د میاشتې ۶ مطابق ۲۷ د جولای ۲۰۱۷ز کال د سهار په اوو بجو د سویس هېواد د ژنیو ښار په یوه روغتون کښې ځان حق ته وسپاره.
د پاچا زوی جنازه راتلوونکې د جمعې ورځ ۴ د اګسټ د سهار په لسو بجو د ژنیو ښار د مسلمانانو په هدیره کښې خاورو ته سپارل کیږي.

د فاتحې مراسم په سبا یې د شنبې ورځ د ماسپښین له دریو تر پنځه بجو د ژنیو ښار په جامع جومات کښې اخستل کیږي.

Categories: خبرتېاوې او پیغامونه

Pin It on Pinterest