د متفقو علماو د ټولنی اعلامیه!

0 56

بسم الله الرحمن الرحیم

د متفقو علماو د ټولنی اعلامیه!

 (( إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ )) سوره بقره آیه 277

متدینو هیوادوالو:

 لکه څنګه چې لیدل کیږي ترهګري ډلي چې ځان ته د طالب نوم ورکوي او د پردیو له لوري د افغان وژني په موخه ګمارل شوي نه یوازي داچې په ترهګریزو بریدونو سره زموږ بیګناه او بی دفاع ولس له منځه وړي بلکه له بیلابیلو لارو او چارو هڅه کوي ترڅو افغانان له ستونزو او ناخوالو سره مخ کړي، کله د لارو په اوږدو کي مسافرین له موټرو ښکته کوي،، کله هم په جوماتونو او دینی علماو باندې بریدونه کوي، کله هم په روغتیایی او عامه ځایونو او ملکي وګړو باندې بریدونه کوي، کله هم په زده کوونکو بریدونه کوي او کله هم ښوونځي سوزوي او کله هم خلک د عشر او ذکات ترنامه ګواښي په زور او فشار یې اړ باسي ترڅو دخپلو مالونو عشر او ذکات دوی ته ورکړی، د مالونو د ذکات ورکول شرعی مسله ده  خو د اسلام مقدس دین د عشر او ذکات د فرضیت دلیل د مستحقو او اړو کسانو مالی ملاتړ بللی نه هغو ډلو او ټپلو ته چې د پیسو په بدل کې انسان وژونکې وسلي او مهمات ترلاسه او بیا د مظلوم ولس پر وړاندی وکاروی.

 درنو هیوادوالو !

 عشر او ذکات او د ورکړي موارد یې د اسلام په سپیڅلي دین کې واضح او څرګند دی نو د دغو الهی دساتیرو پر بنیاد یاغیان او باغیان چې په یوه ټولنه کې د بی ثباتئ او ناامنی لامل وی د ذکات اخستلو هیڅ راز صلاحیت نلری او هغه څوګ چې بیا هم د خپلو مشروع مالونو ذکات دغه شان ترهګرو ډلو ته ورکړي نو ښکاره ده چې ذکات یې د الله (ج) په حضور کی نه قبلیږي .

پدی اړوند د افغانستان د متفقو علماو ټولنه د افغانستان د مسلمان ولس نه په درنښت هیله او غوښتنه کوی ترڅو دخپلو مالونو د ذکات په ورکولو کې الهی احکامو ته پوره پاملرنه وکړی او اجازه ورنکړی ترڅو ددوی له حلالو مالونو نه یاغیان او باغیان د بیګناه انسانانو په وژلو اوټولګټو شتمنیو په ورانولو کې ګټه واخلي.                                                                                         

                                       و من الله التوفیق

Comments
Loading...