د شينوارو له درنو غمځپلو عزيزانو سره خواله (تسليت)

0 107

سيد حسين پاچا

ستاسې د ولسي لاريون و پرلت دغه بېرحمه وژنې او بوږنوونکې پېښې ته د غندنې هېڅ توري نه لرم

انا لله وانا اليه راجعون

د يو افغان ومسلمان په توګه په هر افغان او ټولو مسلمانانو په هکله چې کله ناکله د دوی د مرګ ژوبلې خبر په رسنيو کې لولم خورا سخت ځورېږم او خواشينی کېږم، خو کله مې چې د خپلو عزيزانو دغه بېرحمه او ظالمانه بوږنوونکې پېښې خبر ولوست چې ساعت پر ساعت به زياتېده، نو ډېر زيات خواشينی شوم چې يو څښتن تعالی پرې پوهيږي. ستاسې په درد او خپګان کې ځان شريک بولم.

زه د خپلې کورنۍ په شمول او دلته د افغانانو ټولنې په استازيتوب ټولو ته خپله خواخوږي او تسليت وړاندې کوم. څښتن تعالی دې شهيدانو ته جنّة الاعلی ((جنة الفردوس)) ور په برخه کړي او ټپيانو ته عاجله شفا او ښه صحت (روغتيا) او ورثه وو ته دې يې څښتن تعالی صبر جميل ور په برخه کړي.

زه خو هر هغه چا ته چې په دغه خونړۍ بوږنوونکې پېښه کې يې هر ډول مرسته کړې د غندنې هېڅ توري نه لرم. البته د دوی له وحشي کرېکټره به همدا تمه کېده چې څنګه دوی د يو بېګناه مسلمان و انسان وينه تويونې ته لېواله وي. هغه که د حکومت له اړخه وي که د مخالفينو او يا هر بيروني اړخه، جنت پر داسې کړنو نه ترلاسه کيږي او نه دا د اسلامي ارزښتونو سره سمون خوري. په يوه ټولنه ناسم پوهاوی وي او ټولنه کې پوهه نه وي، نو هغوی بيا تل د منطق واستدلال وتفکر پر ځای له همداسې وحشت وبربريته خوند اخلي.

د څښتن تعالی پر وړاندې هغه څوک ښه دی چې خلکو ((ولس)) ته يې خير ښېګڼه رسيږي نه يې دغسې پېرحمه وژنه. خپل ولس په خېټه مړول او خړوبول او امن راوستل ورته ستر جهاد دی.

خير الناس عند الله وأحبهم إليه أنفعهم للناس

او همداسې :

وعن أبي هريرة -رضي الله عنه- قال: قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: (إِنَّ اللهَ -عَزَّ وَجَلَّ- يَقُولُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ: يَا ابْنَ آدَمَ مَرِضْتُ فَلَمْ تَعُدْنِي، قَالَ: يَا رَبِّ كَيْفَ أَعُودُكَ؟ وَأَنْتَ رَبُّ الْعَالَمِينَ، قَالَ: أَمَا عَلِمْتَ أَنَّ عَبْدِي فُلانًا مَرِضَ فَلَمْ تَعُدْهُ، أَمَا عَلِمْتَ أَنَّكَ لَوْ عُدْتَهُ لَوَجَدْتَنِي عِنْدَهُ؟ يَا ابْنَ آدَمَ اسْتَطْعَمْتُكَ فَلَمْ تُطْعِمْنِي، قَالَ: يَا رَبِّ وَكَيْفَ أُطْعِمُكَ؟ وَأَنْتَ رَبُّ الْعَالَمِينَ، قَالَ: أَمَا عَلِمْتَ أَنَّهُ اسْتَطْعَمَكَ عَبْدِي فُلانٌ، فَلَمْ تُطْعِمْهُ؟ أَمَا عَلِمْتَ أَنَّكَ لَوْ أَطْعَمْتَهُ لَوَجَدْتَ ذَلِكَ عِنْدِي، يَا ابْنَ آدَمَ اسْتَسْقَيْتُكَ، فَلَمْ تَسْقِنِي، قَالَ: يَا رَبِّ كَيْفَ أَسْقِيكَ؟ وَأَنْتَ رَبُّ الْعَالَمِينَ، قَالَ: اسْتَسْقَاكَ عَبْدِي فُلانٌ فَلَمْ تَسْقِهِ، أَمَا إِنَّكَ لَوْ سَقَيْتَهُ وَجَدْتَ ذَلِكَ عِنْدِي؛ (رواه مسلم).

وړانديز :

ښه به دا وي چې په راتلونکې کې له دا ډول لاريونونو نه ډډه وشي. د لاريون و پرلت پر ځای که نورې لارې چارې ولټول شي دا به ښه وي. د امکان په صورت کې که د لروبر شينوارو په کچه يوه سمه قوي قومي جرګه يا قومي تړه وشي او له پورې هغه غاړې شينوارو  سره پرې خبرې وشي او بيا له آخوا ورکزيو او اپرېديو سره پرې د منګل باغ قمبرخېل، حافظ سعيد ورکزي او نورو ترهګرو ډلو په تړاو ان د کشميري حافظ سعيد ډلې چې که کسان يې په دې سيمه کې له دې قومونو سره پرې خبرې وشي او له دې سيمې ويستل شي. کشميريان، چيچنيان او داسې نور نور حق نه لري چې زموږ له سيمې او وربوي څخه ناوړه ګټه پورته کړي او زموږ سيمه ناارامه کړي.

ځينې وخت حکومتي د ديپلوماسۍ رياکارانه او غولوونکې خبرې هم ګټه نه کوي چې وعدې يې ډېرې، خو په عمل کې بيا هېڅ نه وي. زه پوره باور لرم چې د قومي تړې له مخې به منګل باغ وحافظ سعيد ډله به يوې لارې ته غاړه کښيږدي. دا به ښه وي چې د يوې لوی قومي تړې په رڼا کې د پنجاب له دغه روزل شويو سپيو نه ځانونه بېغمه او له خپله ټوله سيمه وژغورو. البته دومره ده چې هر اړخيز سياسي ملاتړ ته اړتيا شته چې له دې پرته نه کيږي. طالب و داعش او داسې نور بايد په دې سيمه کې پرې نه ښوول شي. که ولس ځای ورنه کړي شلوبری قمبرخېل او ورکزی دلته ټينګېدای نه شي. هر څوک بايد خپل خلک له دې وحشيانو او درنده وو نور تېری راستانه او راوګرځوي.

که دغسې تړه د ننګرهار له نورو درنو قومونو لکه مومندو، خوګياڼيو او احمدزيو سره هم وشي، نو لږ تر لږه خو دغه خپله ټوله ختيځه سيمه تر جمروده پورې ساتلی شو. ايا موږ زموږ د هزاره اهل تشيعو وروڼو نه هم بدتر يو چې هغوی د نورو په ملاتړ له طالبانو او نورو ترهګرو او وحشي درنده ګانو ساتلې ده. دوی خو دې هلته څه وکړي چې ايران يې هلته په تهران کې پر کونه سوټی ورننباسي او کنه؟ پنجشيريان خپله سيمه ساتلی شي ايا موږ يې نه شو ساتلی؟ اوس موږ له هغوی هم بدتر شو؟

د جمروډ د کارخانو له مارکيټونو راواخله تر ثمرخېلو دا سيمه زموږ، مومندو او د اپرېديو شريکه ده. بايد په ګډه يې ساتنه وشي. که موږ د قومونو په کچه وغواړو، نو بيا کولای شو چې دغه ډول د پرديو نالوستي و داړه ور روزل شوي سپي له ځانه کورې کړو او دا زموږ حق دی.

په درنښت

Comments
Loading...