د حکومتي مسولينو دپام وړ؛ دزابل ټولي ولسوالۍ بې ولسواله دي !

د حکومتي مسولينو دپام وړ؛
دزابل ټولي ولسوالۍ بې ولسواله دي !

#زابل چي ۱۰ ولسوالۍ لري، داکثريت ولسواليو #ولسوالان يي دتير يوکال راپديخوا ددولتي اصولو خلاف پر #کور معاش اخلي او خپلي دندي (ولسوالۍ) ته نه ځي او دولسواليو خلګ دملکي ادارې په نوم هيڅ نه پيژني چې ددولت دې کړنې دحکومت او ملت ترمنځ ستر #واټن رامنځ ته کړې او #عام خلګ خپل ډيری کارونه ددولت په وسله والو #مخالفينو حلوي.

#بدبختانه؛
داختر #دلومړۍ ورځي راپديخوا دکلات #دوالي بسم الله په ګډون دارغنداب، شاه جوی، شهرصفا او شينکۍ ولسواليو ولسوالان کندهار ته په #تفريحي سفر لاړل او دميزاني او نوبهار ولسوالان بيا داختر په ۲۲ ورځ#کلات ښار ته په رخصتي راغلل خو داټغر، دايچوپان او شملزي ولسوالۍ بيا دتير څو مياشتو راپديخوا #بېولسواله دي خو يوازي يي په نوم ولسوالان شته چې پر کور #معاش اخلي.
#دخاکي افغان ولسوالۍ هم ولسوال لري خو هغه دتير #يو_۱ کال راپديخوا په جلال اباد کې ناست دی او دوالي په شفقت کور ته ۵۰٪۵۰۰٪ #معاش ورروان دی.

#اتلس_۱۸ مياشتي وړاندي ديوې معاملې پر بنسټ #مرکزي دولت زابل ته #دبسم الله په نوم يو متعصب، فاسد او بې کفايته #والي / ډالۍ راوليږل چې په راتګ سره يي لومړی دزابل ټولي ملکي اداري فلج شوې او دهري ورځي په تيريدو سره #دخلکو او حکومت ترمنځ واټن زياتيږي او حالت ددولت دوسله والو مخالفينو په ګټه تماميږي.

#زابليانو!
دخدای لپاره نور دخوبه راپورته او ترشخصي معاملو تيرشئ، پرعامو وګړو رحم وکړئ او ددې فاسدي کړۍ/ ځنځير په وړاندي خپل دمظلوميت او محروميت چيغه راپوته کړئ کنې دارزګان په شان به په بدبختيو اخته شئ؟

#ملګرو؛
موږ دبسم الله نوم دفاسد او بې کفايته والي سره هيڅ ډول شخصي ستونزو نلرو، زموږ ولايت يي راخراب کړ، دشيطان په څير يي زموږ درانه مشران او ځوانان پرډلو ويشلي دي چې داحالت موږ دزغملو او منلو وړندی او خپله مبارزه به جاري ساتو.

#يادونه: زابل کې ځيني فعال ولسوالان لکه وزيرمحمدجوادي او ملاظريف هم شته خو دکلات والي دبې کفايتی ، بې ځايه مداخلو او غيرقانوني غوښتنو له امله وظيفي ته زړه نه ښه کوي.

مننه؛
سرحدي ـ زابل

Categories: خبرتېاوې او پیغامونه