خبرتیا: د کابل د اوسیدونکو له پاره په انلاین ډول د الکترونیکي تذکرو نوملیکنه

وطنوالو ته د لا اسانتیا برابرولو په موخه، دا دی د الکترونیکي تذکرو غوښتوونکو لپاره، د نوملیکنې کورنۍ او انفرادي فورمې په انلاین ډول د کابل ښاریانو ته وړاندې کېږي.

تاسو کولای شئ یادې فورمې د لارښوودونو سره ډونلوډ کړئ او کمپيوټر پواسطه یې ډکې او پرېنټ کړئ. دا فورمې به د کورنۍ مشر، دوه هغه افغانان چې د تابعیت تذکره ولري تایید کړي، چې یو یې باید د دولت برحال کارکوونکی یا هم د ګذر وکیل وي، چې برحالي یې باید اړونده اداره یا ناحیه تایید کړي. د ډکولو وروسته دې نوموړې فورمې د ضمایمو سره د الکترونیکي تذکرو د نوملیکنې او وېش یوه نږدې مرکز ته وسپاري.

یادونه: د نفوسو د احوال ثبتولو د مرکزي ادارې کارکوونکو یا د نوملیکنې مرکزونو ته د ډکوشوو فورمو د سپارلو وروسته دې ګران وطنوال د نوملیکنې او الکترونیکي تذکرې اخيستو لپاره، د ادارې لخوا ټیلیفوني اړیکې ته په تمه اوسي!

تاسو کولای شئ د لا ډېرو معلوماتو او دفورمو سپارلو لپاره لاندې مرکزونو څخه یو مرکز ته مراجعه وکړئ!

۱. د الکترونیکي تذکرو د نوملیکنې او وېش مرکز، کارتې چهار، د اړیکو شمېرې:
(079499596) – (0729193017) – (0766681771) – (0778073490) (077749545) – (078991313)
۲. د الکترونیکي تذکرو د نوملیکنې او وېش مرکز، احمدشاه بابا مېنه، اړیکو شمېرې:
(0788212567) – (0778343628) – (0700932635) – (0707199873)

۳. د الکترونیکي تذکرو د نوملیکنې او وېش مرکز، دشت برچي، اړیکو شمېرې:
(0770208971) – (0765557807) – (0773564353) – (0775598001)

۴. د الکترونیکي تذکرو د نوملیکنې او وېش مرکز، خیرخانې مېنه، اړیکو شمېرې:
(0794877155) – (0787700199) – (0786845530) – (0794717173) – (0786909799)
http://www.accra.gov.af/

Categories: خبرتېاوې او پیغامونه