د افغان  وژنې د وروستيو خونړيو پېښو په اړه – د ملي محور ګوند اعلاميه

بسم الله الرحمن الرحيم

د افغان  وژنې د وروستيو خونړيو پېښو په اړه

د  ملي محور ګوند اعلاميه

کابل، ۱۳۹۶/۶/۹

په ډېرې خواشينۍ سره چې پدې وروستيو وختو کې د افغان وژنې څپې بيا زور اخېستی دی او د افغانستان دښمنانو په خپلو پرله پسې بريدونو کې په سلګونو بې ګناه افغانان ووژل، د لوی اختر په درشل کې يې زموږ د هېوادوالو خوښي په غم واړوله او زموږ په زرګونو کورنۍ يې د وير په ټغر کښېنولې. که له يوې خوا د پنجاب تورزړي اجيران زموږ په جوماتونو او عامه ځايونو کې پرعامو او بېدفاع وګړو وحشيانه بریدونه کوي، له بلې خوا د امريکايي بې پيلوټه الوتکو په وحشيانه بمباريو او ړندو برېدونو کې زموږ بېګناه او نا خبره کليوال، ښځې او ماشومان د اور او باروتو خوراک ګرځي.

له بده مرغه داسې ښکاري چې د افغانستان دښمنانو ټولو لاسونه سره يو کړي چې څنګه پر افغانانو ژوند حرام کړي او نه پوهېږو چې د کومو عقدو زور دی، چې غواړي بړاس يې دلته وباسي. له یوې خوا د افغانستان لپاره د ډونالډ ټرامپ د نوې ستراتيژۍ له اعلان سره د امريکايي بې پيلوټه الوتکو ړندو بمباريو زور اخېستی دی او د څو ورځو په  توپير يې له کندزه نيولې تر شينډنډ او لوګر پورې زموږ په لسګونو بېګناه کليوال چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي، په شهادت ورسول. له بلې خوا د پنجاب اجيرانو ملکي اهدافو ته مخه کړې ده، له يوې خوا هڅه کوي پر عامو افغانانو د ژوند دايره راتنګه کړي او له بلې خوا په لوی لاس غواړي د افغانانو تر منځ د نفاق اور او جګړو ته لمن ووهي. موږ د دې تر څنګ چې هر ډول نامسوولانه، ړانده، وحشيانه او خصمانه بریدونه چې د هر چا له خوا وي په کلکه غندو، لاندې ټکي د خپل دريځ په توګه اعلانوو:

  • امريکا بايد سمدستي خپلې ړندې بمبارۍ ودروي، د وروستیو پېښو عاملين دې ژرتر ژره د محاکمې لپاره معرفي کړي او د قربانيانو کورنيو ته د نړيوالو معيارونو له مخې خونبها ورکړي.
  • د ملکي خلکو پر وړاندې د امريکايانو نامسووله چلند د افغانانو دا شک ورو ورو په يقين بدلوي چې د افغانانو وينه نه يوازې د دوی لپاره کوم ارزښت نه لري، بلکې افغان وژنه او د افغانانو د وينې تويونه د دوی موخه ده. موږ خبرداری ورکوو، چې د افغانانو صبر او حوصله نور د زغم تر کچې اوښتې ده او که چېرې د امريکې ړندې بمبارۍ په راتلونکې کې بيا هم دوام کوي، نو دا به له افغانانو سره د جنګ او څرګندې دښمنۍ په مانا واخېستل شي او افغانان به اړ شي چې له خپلې خاورې او له خپلو خلکو څخه د دفاع لپاره پر نوې ستراتيژۍ فکر وکړي. موږ په بشپړ ډاډ دا اعلانوو چې که چېرې يو ځل افغان ملت د مخالفت پرېکړه وکړه، بيا به هېڅ ځواک له هېڅ ډول ستراتيژي سره له شرموونکې ماتې ونه ژغورل شي.
  • موږ د افغانستان پر حکومت هم کلکله نيوکه کوو، چې نه يوازې يې د امريکې د ړندو بمباريو او افغان وژنې پر وړاندې ګونګه روژه نيولې ده، بلکې پخپله يې هم د امريکايي ځواکونو کانې پيل کړې او د بريدونو پر مهال يې بې پروايۍ ته مخه کړې ده. د امريکايي جنايتونو پر وړاندې چوپتيا او د خپلو بريدونو پر مهال بې پروايي به د ولس تر منځ د حکومت انځور ته ډېر زيان ورسوي، د ولس تر منځ به د حکومت د مشروعيت، خپلواکۍ او مسووليتونو په اړه جدي پوښتنې راپورته شي، له ولس سره به د حکومت واټن لا زيات شي او د افغانستان دښمنانو ته به موقع په لاس ورشي چې د نظام پر وړاندې بغاوت وپاروي او خپلې ليکې لا پياوړې کړي. موږ پر حکومت غږ کوو، چې نور د امريکايي او ناټو ځواکونو د سرغړونو او بشري جنایتونو پر وړاندې ګونګه روژه پايته ورسوي، هره سرغړونه په جدي ډول تعقيب کړي، عاملين يې د شفافې محکمې تر ميزه ورسوي، د قربانيانو لاسنيوی وکړي او د دوی په حق کې بشپړ عدالت تامين کړي.
  • موږ پر طالبانو او نورو هغو وسله والو مخالفينو چې ځانونه افغانان ګڼي غږ کوو، چې د دښمنانو له دسيسو ځانونه وساتي او د خپل هېواد او هېوادوالو د ژوند پر وړاندې مسوولانه چلند خپل کړي. موږ دوی ته په زغرده وايو، چې روانه جګړه يوه پردۍ لوبه ده او له دوی نه پدې لوبه کې د خپل هېواد پر وړاندې ناوړه ګټه اخېستل کېږي. موږ له دوی نه هيله کوو، چې ځانونه د افغانستان دښمنانو له يرغمله خلاص کړي، په لومړي پړاو کې دې جګړه له ملکي سيمو نه بهر وباسي، پر غير نظامي اهدافو دې له بريدونو کلکه ډډه وکړي او بيا دې د سولې پر يوه عادلانه او آبرومندانه ميکانېزم فکر او کار وکړي.
  • له بده مرغه جګړه اوس د افغانستان ګوټ ګوټ ته رسېدلې ده او جګړه د هر وطنپال افغان تر ټولو جدي اندېښنه ده. موږ په هېواد کې د ننه پر ټولو سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو، قومي مشرانو او شوراګانو غږ کوو، چې نور دې لاسونه سره ورکړي او د جګړې پر ضد دې يوه سوله ييزه ملي اجماع رامنځته کړي. د هر جنايت پر وړاندې چې د هر چا له خوا وي، د ملي يووالي په روحيه کلک غبرګون وښيي او د هغو کړيو دسيسې دې شنډې کړي چې هڅه کوي په افغانستان کې د قومي او مذهبي جګړو اور ته لمن ووهي؛ له جناتيکارانو سره دې پرېکون اعلان کړي او د خپلو حقوقي بنسټونو له لارې دې هغوی تر ملي او نړيوالو محکمو تعقيب او مجازات کړي.
  • موږ پر نړيوالې ټولنې هم غږ کوو، چې که تاسې په رښتيا غواړئ له ترهګرۍ سره مبارزه وکړئ او ځانونه په خپلو کورونو کې له ترهګرو او ترهګريزو بریدونو خوندي کړئ، نو بايد چې د ترهګرۍ د اصلي قرباني په توګه د افغان ملت لاسنيوی وکړئ؛ په خپلو سياستونو، پاليسيو او کړنو کې له بشپړ مسووليت سره نړیوال اصول او بشري حقونه رعايت کړئ او د افغانستان د کليو پر ځای له افغانستان څخه بهر د ترهګرو ځالې په نښه کړئ. که د تېر په څېر بيا هم د جګړې د  اصلي عواملو او ترهګرو د اصلي ملاتړو پر ځای د افغانستان پر خلکو فشار راوړئ نو ډاډه اوسئ چې په سيمه کې به هېڅکله سوله رانشي او تاسې به هم په خپلو کورونو کې آرامه خوب ونه لرئ.

و ما علينا الالبلاغ

Categories: خبرتېاوې او پیغامونه