پـلورالـیزم + سیـکــولـریزم = د اســلام پــرمـخــتیـا -د دسـتـورالـمـدیـنـې په رڼـا کې / ډاکتر رحمت ربی ځـیرک یـار

 

پـلورالـیزم + سیـکــولـریزم = د اســلام پــرمـخــتیـا                

 د دسـتـورالـمـدیـنـې په رڼـا کې    

                        ډاکتر رحمت ربی ځـیرک یـار

 

نېـټه: ۱۶ سپتمبر ۲۰۱۸/ ۲۵ وږی ۱۳۹۷/۵محرم  ۱۴۴۰

 

لومړۍ برخه           

 

سیکولریزم د آزادۍ او آزادي د سیکولریزم او دواړه د ولسواکۍ لپاره لکه نوک او ورۍ دي. سیکولر(خاورین)انسانان غیر دیني دي، خو د دین په ضد نه دي. که دین او ساینـس(علـم) څنګ په څنګ ودروو، ساینس به د سیکـولـریـزم په خوا کې ودرېـږي.

امریکایي خطیب او آزادفکره شخصیت رابرټ ګرین اِینګرسُـل سیکولریزم د «روښانفکرې خپلواکۍ اعلامیه» ګڼي – هغسې اعلامیه چې انسان د زورزیاتي،  ضعف، ناپوهۍ، ناروغۍ او غربت له منګولو نه راوېستلی شي.

سیکولریزم ته خاورین بشریت هم ویلی شو. یو څه هغـه مهال سیکولـر وي چې عـبادت یې نه کېـږي، بې پـردې وي، عـوض کـېـدا، نیـوکه او قضاوت مني. سیکـولـریزم د اتلسمې زییـزې پېـړۍ له روڼفکرۍ نه الهام واخیست چې د دولت،  ټولنې، او اخلاقو په موضوعـګانو یـې ټينګار کاوه. سیکولـر کلچـر په تـنوع ولاړ وي، نه په ځانګـړتیا! په سیکولر کلچر کې دیني عـقېـدې د سیکولر عـقیدو(سیاسي، اقتصادي، فلسفوي) په وړانـدې کوم امتیاز نـلـري او له عامه نیـوکې نه ځان مصون نـشـي ګـڼـلی.

لـړلـیـک     

یو څو تخنوونکې خبرې………………………………….

پـلـورالـیـزم یـانې څـه؟…………………………………………..

د دین په اړه کمیتي او قضاوتي معلومات      ……………………….

نـنـتوځ:علم او سیکولریزم د شیطان لوښی               ……………………………….

څلور کتابونو ته لـڼـډه کتنه                        ………………………………………..

ولې په سیکولر(غېـردیني/خاورین) دولت بحث وکړم                …………………….

د مسلمان سر د خېټې لاندې شوی دی                          …………………………..

ټکنالوجي جغرافیه له مینځه وړي خو فکرونه نږدې کوي         ……………………..

د سیکولریزم لومړی تعریف        ……………………………………………….

فلسطینیان ټروریستان وو او افغانان مجاهـدین            ………………………………

روڼ آندتیا(تنویر) انسان دعـقل لارې ته سیخ کړ       …………………………….

انسانان ټول بې له دینه زېـږېدلي دي             ……………………………………

(الف) باچاخان د ناپوهۍ تورتم ته د پوهې ډيوه ولګوله      …………….

(ب) د آزادۍ الهیات په لاتین امریکا کې         ……………………..

د دین او سیکولریزم ګیلې او نانـدرۍ    …………………………………………

په کاناډا کې د یوې سرپټې اومخلوڅې عالمې مسلمانې مېرمنې چغه    …………..

دوه مسلمان مېرمنود سیکولرمسلمانانوپه خوځښت پسې ملا تړلې ده    ………………

د سیکولریزم نظریه اوتمایل:«مهربان اونوع دوست زوزات»      …………………

سیکـولریزم د خراساني/افغان شکور زردشتیان له نظره     ………………………..

په اسلام کې د دولت اوجومات په مینځ کې لیکه نشته      …………………………..

سیکولر(دُنیوي) دولت د اسلام په ډکون کې      …………………………………….

قـیـامت کـبـری تـېـر سو          ……………………………………………………

د اسلام پـېغامبراو سیکولر نظام په ۶۲۲م(۱ هجري)کې          ……………………

سیکولر(غېردیني) دولت، نه دیني دولت      ………………………………………..

د لس زره کلن تاریخ په تله کې              ………………………………………….

«قـرآن د الله حـدیث دی»         ……………………………………………………

ټـنګـټـکور(موسیقي) په سعودي عربستان کې       ………………………………….

اساما بن لادن هـم له ټنګټکورنه خوند اخیست      ………………………………  سيکولریزم په پښتو او فارسي شعر کې                               ………

(الف) سیکولریزم په پښتو شعر کې           …………………………………..

(ا) لڼـډۍ د پښتو شعر او سیکولریزم مور ده      ………………………..

(۲) سیکولریزم د امان الله سېلاب په «کـڼـډولي» کې     …………………

(۳) غـني خان او سیکـولـریزم     ………………………………………..

(۴) خوشحال خان خټک  بابا او سیکولریزم           ……………………..

(۵) د اجمل خټک په شعرونو کې طنزي توکي         …………………….

(۶) د حمزه شینواري په شعرونو کې طنـزي توکی       ………………….

(۷) محمد امین ملنګ جان او سیکولریزم       …………………………..

(۸) عـبدالله غمخـورپه ټول افغانستان مین شاعر      ……………………..

(۹) د استاد جهاني په شعرکې د سیکولریزم اوناموس بېلګې            …….

(۱۰) مطیع الله تـراب او سیکولریزم       …………………………………

 

(ب ) سيکولـريـزم په ايـران کې           ……………………………………

(۱) د ایران د غـټو پېـښـو لړلیک        ……………………………………..

(۲) ايـډیولوګان د ټولـنې مهندسان             …………………………………

(۳) د ایران په اسلامي انقلاب د یو سني تنقید         ………………………..

(۴) سیکولریزم د ایراني شاعرانو په شعر کې         ………………………..

(الف) سعدی شیرازی د ملګرو ملتونو د مفکورې مخکښ      …………

(ب) عمر خیام        ……………………………………………………

(پ) حافظ شیرازی         ………………………………………………

مصري-امریکایي ډاکتر حامد د جهاد او افراطي اسلام په دننه کې       ……………

د سیکولـریـزم توضیح            ……………………………………………………

پـایـله          …………………………………………………………………….

 

 

یو څو تخـنـونکې خبرې

 

د کابل پوهنتون استاد، شاعر، دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر او صدر اعظم محمد موسی شفیق(کامه ۱۹۳۲تر ۱۹۷۹ پلچرخی زندان) لکه چې په افغانستان کې مخکې له مخکې د اسلامي ګوندونو اوډلو کرغېـړنوسیاستونو ته پام و او د اسلام پېغامبر یې داسې مخاطب کړی وو:

 

درنه ځارشم سرراپورته کړه یوځلې……..په اشنا جاموکې ورک یې ستا پېغام کړ

په اسانه پکې سا وېستل محال دي………..هومره تنګ یې ستا هغه پراخ نظام کړ

ډاکتر رحمت ربی زیرکیار(راوېستونکی)، ملنګ جان: د بې درباره ملي ژبې ملي شاعر. خپرندوی: ټول افغان. سانتا باربرا،کلیفورنیا: کب ۱۳۷۳لمریز/فبروري ۱۹۹۵/۱۴۱۵ روژه.

 

د یو«ضعیف» حدیث له مخې:«د عالِم په قلم کې رنګ د شهید له وینې ډېرسپېڅلی دی». خو بنسټګرو(افراطي) اسلامي سازمانونو په قلم کې د رنګ په ځای، ډېرې وینې وبَیـَولې!ولولئ:

Prof. of History Rudolph Ware, “Timbuktu: The Ink of the Scholar and the Blood of the Martyrs,” (huffingtonpost.com Aug 31, 2012) [27 November 2017]. Islamweb.net calls the hadith “weak.”

 

د ۱۹۹۲زییزکال په اپرېل کې چې په افغانستان کې پرولـیتاریات لاړ، ځای یې مُـلاتاریات ونیواو په کابل کې یې شرعي فتوه راووېستله: «د ښځو مکتبونه د زنا مـرکـزونه». ورپسې چې طالـب تاریات برلاسی شو،هـرڅه به یـې په خـپـلــو زیـړو کتابونوکې لټول؛ عملا حمام د مېرمنو لپاره حرام واو بې ږیـرتـیا د سـړي لپاره.

 

بیا به وګورې په لمرکې به دې کوروي….که خدای خلاص کړې کمربند اوله ټوپکه! سعود بنګښ: لرافغانستان، مارچ ۲۰۱۸

 

«عوام دین حقیقـي ګڼي، پــوه خلک یې غلط، او واکمنان یـې ګټـور.»ـ رومن فـیلسوف، دولتـمـدار او ټــوکي سینیکا(۴قبل المیلاد تر ۶۵ میلادي).

 

«ماته داسې برېښي چې اسلام،عیسویت او یهودیت ټول یو خدای لري خو هغه [هسک څښتن] هر یو ته بل څه واي.»ـ بیلي کانُولي:سکاتلندی ټوکي او هنرمند.

 

«په افریقا کې یوه مشهوره قیصه ده چې هلته د [غـربي] عـیسوي دیني مبلغـینو په راتګ راڅرخي: هغوی[عیسوي دیني مبلغینو] انجیل لاره، او موږ بومي محلي خلکو زمکه لرله. هغوی وویل:٫٫راځئ چې دُعا وکړو٬٬ او موږ په ښه نېت سره خپلې سترګې پــټې کـــړې. کله مو چې  سترګې وغــړولې،هغوی همدغه مهال زموږ د زمکې خاوندان شوي وو، او موږ د انجیل.»ـ دیسموند مپیلو ټـوټـو په سهیلي افریقا کې نامتو تور پوټکی مشرعیسوي مولوي،هلته د مدني حقوقولارښود، د نژادي تبعیض په وړاندې مبارز شخصیت، او د بې غـږه ولس غـږ و او دی!

 

«موږ[امریکې] سیکولر[خلکي]نظام او د مېـرمنو حقوق په افغانستان کې ړنګ کړل، بیا مو  [په اکتوبر۲۰۰۱کې] په  نوي رژیم جنګ تحمیل کړچې د مېرمنوحقوق تامین کړي. د امریکې امپراتورۍ ته ښه راغلاست.»

Larry Kumar  fabiusmaximus.com (20 November 2009)

[18 November 2017].

 

Uranium munitions victims: spontaneous abortion

د امـريکې د یرغـل په لومړیو شېبـو کې د یـورانیم داستعمال له امـله د ختیـز افـغانستان پـه تـوره بـوره غـرونو کې د جبري/ناڅاپي انـقطاع نمونه: بلاربې میرمنې او بـزې وروسته له ۳تـر۴ میاشتو خورا معـیوب زوزات زېـږوي. دا

ده د جنګ د جنایتونو څرګنده نمونه!

Uranium munitions victims: spontaneous abortion

 

«هـغـه ایـمان/عـقـیده چې قــدرت تـه ډډه لـګـوي، ایـمان نـه دی. پـه قـدرت اعـتـمـاد د دیـن نـزول تـلي.»ـ امریـکایي ویـنـا وال، شـاعـر او لـیکــوال رَلـف  والـدو اِمرسـن ( ۱۸۰۳ تـر ۱۸۸۲)

Ralph Waldo Emerson

 

عیسی(ع) «مړي ژوندي کړل اوړانـده یې بینا کړل. خو سره له دې، بې عقلان یې

عاقـل نشـوکړلی .»-خوشحال خټک بابا

 

پـلـورالـیـزم یانـې څـه؟

 

په پېل کې بایــد په «پـلورالـیـزم»( د بـیلابـېـلوخـلکو او عـقـیدوپه هـمـژونـد تـیـا) وګـړېـږم: پلورالـیزم له ډېر پخوا راهیسې شته وځکه د سولې او پرمخـتګ لپاره ګـټورو.پلورالـیزم روغې همزیستۍ ته لار هواروي. غـټه دینپوهه برتانوي مېرمن  کارېن ارمسټـرانګ وایي:«لومړی څه چې زما پام یې پـلورالـیـزم ته راوګرځولو، اسلام و. واقعیت دا دی چې اسلام د تېروخت د ټولوغټو پېغامبرانو ستاینه کوي.» په هيند کې مسلمان مغل امپراتور جلال الدین محمد اکبر(۱۵۵۶تر۱۶۰۵م واکمن) به د هیندوانو او نورو دیني شخصیتونو سره مشوره کوله. هغه هڅه وکړه چې ګڼ کلتوري او بین الـدیني دولت جوړکړي. اکبر له زغم او تحمل نه اخوا لاړ او هڅه یې وکړه چې دیني اختلافـونه لرې کړي او دهـیند لپاره یو بل دین راوباسي. اکبر

یو «عبادتځای» جوړ کړ او هلته به یې د نورو دینونو عالمان رابلل. ډېرو خلکو به «مرتد» ګڼلو. په ۱۵۷۹م کې د یو «مظهر»(اعلامیې) له لارې اکبر ته د دې اختیار ورکړل شو چې د مُلایانو په ځای پخپله دیني قوانین تفسیر کړي. په ۱۵۸۲   کې یې د «دین الهي» په نوم یو نوی آیـین راووېـست او په هغـه کې یې د ډېـرو دیـنونو عناصر راغـوڼـډ کړل. اکبر د دغه ډول دیـن معـنوي مشـر و، خو په دې بریالی نشو چې ډېـر پـيروان مینده کړي. امپراتور جلال الدین محمد اکبر د خپلې زمانې په شـرایطو کې پلورالیست مفکر اوعملګر و.  ولولئ:

“Akbar the Great,” biography.com (2 April, 2014) [31-8-2018].

پـلورالـیزم یو ټـولنیـز تنظیم دی چې بېلابېل نژادي، قومي، دیني او کلتوري ډلې پکې یوبل زغمي. په ۶۲۳ کلنه عثماني امپراتوری (۱۲۹۹تر۱۹۲۲م) کې هم د غـیراسـلامي دیـني او قـومي لـږکـیانـو سـره لـږوډېـر سیکـولـر سلوک شـوی و.

 

 

د دین په اړه کمیَـتي او قـضاوتي معلومات

 

د «ادهېرېنتس»(پيروانو) د غیردیني،خپلواک سازمان د معلوماتو له مخې په نړۍ کې نږدې ۴۳۰۰ دینونه شته دي. ټول یې بېلابېلې اندازې اوشمېرنې لري. د نړۍ نـږدې ۷۵٪ خلک د ۵ خورا متنفـذو دینونو له ډلې نه، یو دین غوره کوي: یهودي، عیسوي، اسلامي، بودایي، هیندویي. اسلام او عیسوي دینونه د نړۍ په ډېرو برخو کې خپاره شوي دي، او د نړۍ له نیمایي نه زیات خلک پرې عقیده لري.

که ټول غیردیني انسانان په يو دین راټول شي، نو د نړۍ دریم غټ دین به جوړ کړي. د غیردیني(سیکولر، اَګنوستیک، اَتییست) شمېر یوعشاریه یو(۱،۱) بیلیون ته رسېــږي. په نړۍ کـې ۴۳۰۰ دینونه او ۶۸۰۰ ژبې شته دي.

Stephen Juan, Ph.D., What are the most widely practiced religions of the world? theregister.co.uk (October 06, 2006), [ July 16, 2018].

په ۲۰۷۰زیـیـز کال کۍ به اسـلام د نـړۍ ترټـولو دینونوسـتر دیـن وي اوعـیسویت بـه دوهـم غـټ دیـن وي.

 

په نړۍ کې له ۵،۴ بیلیون ډېـر انسانان دین ته منسوب دي، او ۱،۱ بیلیون یې غیردیني دي. د «پوسټ – سیکولر» لفظ په ټولنـپـوهنه(سوسیالوجي)، سیاسي تیوري، دیني او ادبي مطالعو کې کارول کېـږي. د پوسټـسیکولر اصطلاح په رواجولو کې جرمن مفکر پوهاند یُورګېـن هـابرماس رول لوبولې دی[ما ځیرکیار د پوهاند هابرماس سره د جرمني په ګویتې پوهنتون کې د «سیاسي سوسیالوجی» یو کورس ښایي په ۱۹۶۸/۱۹۶۹م کې بشپـړ کړی و).

پوسټ -سیکولر(وروسته له سیکولر) يو ډول جوړجاړی دی، یا یو ډول سوله ییز ډیـالوګ دی د دین او منطق په مینځ کې. پوهاند هابرماس ټینګار کوي چې دواړه خـواوې (دیني او سیکولر خلک) دې د یو بل له مخـنیوي نه ځان لرې وسـاتي او له یوبل نه دې په سـړه سـیـنه زده کـړه وکړي.

کله ناکله پانګـوالۍ، کمونـیزم ، انارښيـزم، نازیــزم، فاشـيزم او نیشنـليزم ته «سیکولردین» هم ویل کېـږي. په اتلسمه زییزه پېړۍ کې فرانسوي مفکر ژان-ژک روسو(۱۷۱۲تر۱۷۷۸م) ویـلي وو چې ټـولـنې دیـن ته اړتیا لــري چې انسانان غبرګ/متحد وساتي. دا چې عیسویت انسانان له مادي-دنـیوي موضوعګانو نه لرې کوي، روسـو د «مدني دین»(سـېـول رېـلیـجین) مفکوره راووېـسـتله چې وګړي د دولت په سیاسي اتحاد راچاپېر کړي. په ۱۸۴۳زییز کې ځوان جرمن فېلسوف او اقـتصاد پوه کارل مارکس(۱۸۱۸تر۱۸۸۳م) «دین د خلکواَپين» ګڼلی و. په سویس کې پروټېـسټانټ مولوي ادولف کېـلَر(۱۸۷۲تر۱۹۶۳م) داسې استدلال وړاندې کړی و چې مارکسیزم په پخواني شوروي اتحاد(۱۹۱۷تر۱۹۹۱م) کې په سیکولر دین اوښـتی و. فرانسوي ټولنیز فیلسوف رېموند أرُن(۱۹۰۵تر۱۹۸۳م) کمونیزم ته د روڼ انـدانو د «اپـیـن» په سترګه کتل. ښایي هغه به ژوند له مفکورې نه لوړګڼلو؟

Raymond Aron, The Opium of the Intellectuals. London: Secker & Warburg, 1957, pp. 265-294.

 

نـنـتـوځ 

عِـلم او سیکولــریـزم د شـیطان لـوښـي!

زما دا کتاب د نورو مفکریـنو او څـېــړونکو د نظریو او څېـړنو یو لــڼـډه هـڅــه ده چې لوستونکوته د هغــوی دریځ او استـدلال وړانـدې کوي. نږدې ۲۰۰۰کالونه وړاندې رومي سیاستـوال او حقوقـپـوه سـیسرو(۱۰۶ق.م. تر ۴۳ میلادي) ویلي وو:«له هغه څه نه غافل پاتی کېـدل چې ستا له زېـږېـدنې وړانې پېـښ شوي وو، دا معنا لري چې ماشوم پاتی شـې.» نـږدې ۲۰۰۰کالونه وروسته نامتو انګرېـز لیکوال جورج اُوروېـل(۱۹۰۳تر۱۹۵۰م) داسې ویلي وو: «د خلکـو د تباهـۍ لـپاره خورا اغـیـزمـنه لار دا ده چې هغــوی د خـپل تــاریخ لـه پــوهـېـدلو نه محـروم کـړئ.»

زه غــواړم چې ټـول (لـر او بـر) افـغـان ملت ماشـوم او له تاریـخ نـه مـحـروم پـاتـي نـشـي.

 

مسلمان امریکایي، د اسـلام عالــم او د «زیـتونـیه» کالج ګډ مشرشیخ حمزه یـوسف(۱۹۵۸تر…) د «اسلام او سیکولریزم» په اړه داسې وینا اورولې ده: «د سړکونو جوړول ستاسې د مذهب سره هـېڅ ربط نـلـري….د اسلامي تاریخ خورا غټې برخې نسبتاَ سیکولر[خاورین/دُنـیوي] دولـتونه لرل…د اسلامي دولت ټول تصور د ډېـرو نوو اسلامیستانیانو په ذهن کې یو تخیل دی….پوسته خانه یو اسلامي تفکر نه دی….د دولت غټه  برخه د دین سره اړه نلري…کــه د آتمې پېـړۍ د سوریې او فلسطین خلک په اوسنۍ نـاروې کې ځای په ځای شی، دغه خلک به   فکر وکړي چې د عُــمر ابن عبدالعـزیز په خلافت کې به وي، ځکه هلته [په ناروې کې] عـدالـت موجود دی ځکه چې سیکولر دولت لري….که د غلولاسونه غوڅ شي، ستړی مشی به څنګه کوو؟» واورئ د شیخ حمزه یـوسف وینا:

Shaykh Hamza Yusuf, “Secularism and Islam,” youtube.com (May 22, 2014) [1 Oct. 2017].

 

پخوا به فکر کېده چې زمکه د یونیورس(عالَـم/جهان) مرکز دی. خو د عِــلم د پرمختګ په برکت معلومه شــوه چې زمکــه  د عالَـم یوه ډېره کوچنۍ برخه ده. لمریز نظام تقریبا ۳۶  بیلیــون  ځلې  له زمکې غټ دی. پخوا به دین د فلسفې او عِلم سره اړخ نه  لګاوه؛ باید له مینځه وړل شوي وای. د خلکو فکر د کلیسا په ولکه کې و، او عیسویت د دولت رسمي دین و. که څوک به په رسمي دین کې نه و شامل، مرتــد به ګڼل کېده. پوهان او مفکران د زغملو وړ نه وو. ټول کتابونه او مفکورې مردودې وې. د مسلمان له نظـره پوهـه (عِـلم او سیکولریزم) د شیطان لوښي ګڼل کېدل. دیني موسسه (کلیسا) [اوجومات] به د خپلو پېـروانو لپاره فکرکوي او پیروان به یې  کلک اطاعت کوي. خو سَوکه سَوکه(ورو په ورو) خلک د تخنیکي او فکري پرمختګ په چاپېـریال کې راویـښ شول[جرمن پښ/آهنګر یوهانېـس ګوتینبـېـرګ د ۱۴۴۸م په شاوخوا کې لاسي چاپي ماشین راووېست. دغې اختراع د جرمن اعتراضچي/پروټېــسټانټ عیسوي مولوي مارتین لوتر(۱۴۸۳تر ۱۵۴۶م) کار اسان کړ چې انجیل ګـړندی چاپ کړي او له کاتولیک عیسویت نه بېـل شي].

 

په  اروپا کې خلک په کلیسا پسې راپاڅېدل او محدوده یی کړه.[په امریکا کې د واکمنۍ مشروعیت د ولس له ارادې نه راووت، نه له دین نه]. دین په لویدیزه نړۍ کې شخصي موضوع وګرځېدله، نه دولتي. دغه عمل د انسانانو د فکر خپلواکۍ ته لار هواره کړه او دین د انسان د شخصي ژوند برخه شوه. د دین  په ځای عِـلم (ساینس) ودرېد چې د ژوند د اسانتــیا لپاره اختراعات کوي. موږ خدای[ج] نشو لیدلی،روح نشو لیدلی؛ د  تعـویز او دَمَـوَلو په ځای ساهـپوهـنه(سایکالوجي) راغله. دین په جنت، دوزخ او په بـیــا ژوند غـږېـږي. خو هیچا خدای[ج] ، جنت، یا دوزخ  نه دی لیدلی. سیکولریزم په  دې نړۍ کې اهمیت لري:ژوند، خـوَند، دنیوي تعلیم…او نوی فکر په سیکولریزم کې شته دي. د ۱۸ زییزې پېـړۍ په وروستیو لسیزو کې په امریکا او فرانس کې سیکولر انقلابونه او سیکولر اساسي قوانین رامینځته شول. دغو سیاسـي اوسیکولر سـندونو د هېوادوالو(اتباعو) حقوق تثبیت کړل. هغه څه چې عامه(پبلیک) وي، عبادتځایونه پکې ګوتې نشي وهلی. دغو انقلابونو د فکر آزادۍ  ته لار پرانیستله. سیکولریـزم له دین نــه بـېل شو، خـوعِـلم او سیکـولریـزم غـبرګ شول. واورئ د نعمان علي خان وینا(نوموړی مسلمان امریکایي دی، د «باینه»اِنسټیټوټ موسس او مشر دی او هلته عربي ژبه او قرآني مطالعات تدریسوي. دا چې ځان «خان» معرفي کوي، د لر افغانستان (پښتونخوا پښتون)افغـان بـــه وي.

Nouman Ali Khan, ”Secularism in Islam”,(youtube.com)  6 February 2017)[2 October  2017].

 

[یــو پاکستاني دیني عالم ډاکتر اسرار احمـد په سیکولریزم باندې د «دجالیت» ټاپه وهــلې ده او «د خدای په وړاندې غټ بغاوت»یې ګڼلی دی. یو بل عنوان یی داسې غوره کړی دی:«په قرآن کې د پاکستان ذکر»(«پاکستان کا ذکرقرآن مین»].ولولئ او واورئ:

Dr. Israr Ahmad, Secularism The Most Powerful Form of Dajjaliyat(13 August 2013)[11 October 2017]; “Pakistan Ka Zikr Quran Main”(youtube.com August 13, 2016)[6 October 2017].

 

پاکستان بې له تاریخي  ډکـون نه د دلال دولت(کُمپرادور سټـېـټ) په حیث د انګریزد ګټو لپاره راتـوږل شوی دی او د انګریزانو په امريې د افغانستا په خاوره خېټه اچولې ده. د کیوبا له ولسمشرفیډل کاسټرو(۱۹۲۶تر ۲۰۱۶ز)نه واورئ: د امریکې ولسمشر بارک اُباما «په هېڅ ډول نــشي پټــېدلی چې اُساما بن لادن دخپلو ماشومانو او میرمنو په مخ کې په اسلامي پاکستان کې ووژل شو [۲۰۱۱]….د پاکستان په قوانینو تیری وشو،او ملي عزت او دیني عنعنه یې سپک شول.»-دي ګارډیین.کام(۵-۵-۲۰۱۱)[ ۹ اکتوبر ،۲۰۱۷ ].

غـیر دیني چارپوهان په دې عقیده دي چې سیکولریزم په جریان او بدلون کې دی، خو دین په ځان مېـخونه وهلي دي؛ په سیکولریزم کې د نړۍ پرله پسې معلومات او بــدلـون اهمیت لري، خوپـه دیـن کې د خدای(ج) او آخـرت معــلومات جګ مقـام لـري. ځما(ځیرکیار) په فکـر، د دواړو اړخـونـو چارپوهان باید په متـقابل درناوي

سره د یو بل استدلال ته په سړه سینه غوږ ونیسي. اوس به د «دستورالمدینه»په موضوع سریز بحث وکړم.

 

د «دستورالمدینه»(۶۲۲زییز=اهـجري) په ډکون کې ګډه مفکوره له وینې اوعـقـيدې نه لوړه ترسیم  شوې ده او فردي مسولیت پکې اهمیت لري. دستورالمدینې ته د جمهوري نظام  لیکلی  اساسي قانون هم ویلی شو. دستورالمدینې ته صحیفه المدینه، میثاق المدینه او وثيقه المدینه هم ویل کـېــږي. دغه ورته نومونه په اجـتـهاد ولاړ وو، نه په وحې. د مدینې اساسي قانون شپـږ پېـړۍ د انګریزانو له «مَګنا کارتا»(فرمان،منشور،اساسنامې:۱۲۱۵م)  نه، نږدې ۱۲ پېـړۍ د امریکې (سپتمبر ۱۷۸۷)او فرانسې(سپتمبر ۱۷۹۱) له اساسي قوانینو نه، او څه د پاسه ۱۳ پـېــړۍ (۱۹۴۸م) د بشر د حقوقو له اعلامیـې نه وړاندې په لیکلي ډول رامینځته شوی و. ولولئ په الجزایر کې د یو محصل د ماسټرې تېـزس:

 

Bouziane Mounira, Comparison between the Constitution of Medina and the Constitution  of the United States of America.( Master Degree: 2013-2014) at Larabi Ben M’Hidi University, Oum El Bouaghi.

 

هغه مهال په عربستان کې کاغــذ موجــود نه و؛ بلکې په ځای به یې د مطالبو د ثبت لپاره  د څارویو او خرما پوټکي کارول کـېدل. مدینه بین الـقومي ټولنه  وه او دستورالمدینه یې لیکلی اساسي قانون و چې په مساواتو ولاړ و، نه په امتیازونو. دستورالمدینه د «محّمد ابن عبدالله»له خوا لاسلیک شوی و، نه د محّمـد «رســـول الله» لــه خواــ ځکه چې په «مــدني ټــولنه کې یــو هـم ځای نــلـري.» همـدغــه اثـر: ۱۲۶ مخ. یثـرب د فساد او تهمت معنا لرله.

له دې امله محّمد(ص) د دغه نوم په ځای «مدینه»غوره کړ. یثرب ۳ ځلې په دستوالمدینه کې ذکرشوی و او مـدیـنـه (ښار) یو ځلې په اخره ماده کې (۸۲ مخ).

مــدیـنه بین الاقـوامي ټولـنه وه او دستورالمدینه یی رسمي اعلامیه او اساسي قانون و ځکه چې د وګړو حقوق او مسولیتونه پکې خـونــدي شوي وو. په دغه لاسوند(سند) کې د خپلې زمانـې ژور سیاسي،  قانوني، ټولنـیز، عسکري او اداري کفایــتونه پراته وو او د ګـډ ســولیـیز ژوند چاپېـریال  یـې جـوړ کـړی و. زما[ځیرکیار] په اټکل وروسته له دستورالمدینې، د امریکې د خپلــواکې د اعــلامیې (۴ جـولای۱۷۷۶زییز=۱۴چنګاښ۱۱۵۵لمریز=۱۷جمادل اولا  ۱۱۹۰هجري سپومیز) متن انساني وږمه لري: «ټول انسانان مساوي خلق شوي دي او د خپل خالق له خوا پرې پـېـرزویـنـه شوې ده چې ځینې ثابت حقوق ولري لکه ژوند، آزادي او د خوښۍ تعقیب. د دغو حقوقود خوندي کولو لپاره د  انسانانو په  مینځ  کې واکمنۍ [حکومتونه] جوړ شوي دي چې خپل مشروع قــدرت د هـغـوی[اتباعو] له توافـق نه لاسته راوړي….دا د اتـباعو حق دی چې مطلق العنان حکومتونه رانسکور کړي.»

 

په قــرآن مجید کې راغــلـي دي: الـذی عـلَمَ بالقــلَمِ:الله خلکو  ته په قـلــم ښودنه کــوي[نه په ځان چاودنه]! جرمن مولوي یوهان فریدریـښ څـولنر خپل هـېـوادوال فیلسوف ایمانوېــل  کنټ (۱۷۲۴تر ۱۸۰۴) پوښتلی و چې روڼ آنــدتيـا(تنویر) څه  ته وایي؟ کـنـټ داسې ورغبرګه کړه: «روڼ آنــدتیا په ځان د تحمـیل شوي عـدم بلـوغ څخه د بشر د نوعې آزادي ده.»

“Aufklaerung ist der Ausgang des Menschen aus seiner selbstverschuldeten Unmuendigkeit.”

په امریکا کې یو مشهـور  طنزلیکونکي اُرورکی «د فاحشو پارلمان»  په سرلیک یو کتاب لیکلی و. دغـه لیکوال لـرافغانستان(پښتونخوا) ته ځي چې جـهـاد  له نـږدې وویني: افغـانستان «یـومنـور»(پوهانـد بهاالــدین مجـروح) لاره، خـو هـغـه هـم  ووژل شو.

  1. J. O’Rourke, Parliament of Whores: A Lone Humorist Attempts to Explain the Entire U.S. Government. Grove Press: January 7, 2003

(نـور بیـا)

 

 

Categories: بېلابېلې مقالې

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.