غواړې یو څه ولیکې؟/ زین الله احمدي

پوهېږم غواړې یو څه ولیکې، خپل او د نورو افکار، کردار، رویه او ټولنیز ژوند منعکس کړې، په زړه کې دې هم له لیکلو او لیکوالي سره مینه ګړندۍ څپې وهي، ذوق او مینه دې ورځ تر بلې زیاتېږي، هره ورځ ټولنیزو پېښو ته په کتو غواړې هغه درک او د قلم په ژبه یې نورو ته ورسوې، له لیکلو سره ځان بلدول غواړې چې د ژوند هره لحظه د یوې خاطرې په ډول ثبت او په راتلونکي کې حال او ماضی پرتله کړې، د مینانو د عشق د کیسې، د مظلومانو د مظلومیت، د کونډې او یتیم د اه، د ظالمانو او خونکار د ظلم او جفا رسوا کول دې تر هغو پورې رسول هدف دی چې د زړه په غوږونو دا هر څه اوري، د خپل فرهنګ د بقا، ژوندي کولو، خپرولو او خوندي کولو لپاره له قلمي ځواک څخه ګټه اخیستل دې ارمان دی، د ګړندۍ قافلې حال او احوال راتلونکو نسلونو ته او د هغو ژوند د یوې تجربې په ډول نورو ته رسول غواړې، خلک د خپل انفرادي ژوند په راز او نیاز پوهول، د دوی خویونه، فکرونه، عملونه او نیتونه ورته په ډاګه کول ستا هیله ده، د ولس د حقیقي سعادت لپاره کار کول، د حقایقو له مخې پرده لرې کول، ښو ته ښه او بدو ته بد ویل، د هر انسان د زړه د خوښۍ، احساس، ادراک او فریاد په ډاګه کول ستا سپېڅلې موخه ده، هغه د استاد غضنفر خبره، غواړې د ټولنې د ذهنیت ارام ډنډ ته تیږه ور خطا کړې او اوبو وخوځوې، ملتونه د یو بل د اړتیا د پوره کولو لپاره نږدې او یو د بل په اړتیا او غوښتنو یې خبر کړې.

خو څنګه؟

ستا احساس سپېڅلی دی، د دغو ټولو کارونو د کولو ستر ارمان لرې، خود به یې کوې، ځکه د دغو ټولو کارونو مسوول او تر سره کوونکی ته یې، موږ ټول پر تا باوري یوو، اړینه دا ده چې ته هم پر خپل ځان باوري شې.

دا کار کول خو څه جادو نه دی، ستا لوړ باور، قلمي ځواک، ذهني پیاوړتیا، ارام فکر دا ټول کارونه کولای شي. مه وېرېږه قلم په ګوتو او له پخې اردې سره لاس په کار شه، نور د نه یې شم لیکلای منفي فکر د هر څه لیکلای شم په مثبت فکر بدل کړه.

ته دا فکر کوې چې لوی لیکوال او لیکونکي به په یو ځل دا قلمي ځواک خپل کړی وي؟

کله هم نه، ته تېروتنه کوې او خلاصې دروازې په خپل مخ تړې، هغوی هم ستا په شان یو وخت وېرېدل، خو تمرین او ځان هڅونې نن هغوی د لویو لیکوالو په کتار کې درولي، هغوی نن ورځ په خپلو لومړنیو لیکنو پورې خاندي، ځکه بې‌دریغه هڅو او مطالعې د لوړ استعداد، پوهې، درک او تحلیل خاوندان کړل، اوس په لویو او هر اړخیزو موضوعاتو لیکل کوي، په لومړیو کې یې خپل ژوندلیک نه‌شوای لیکلای.

په دې اړه به خپله کیسه درته وکړم، درې کاله وړاندې مې له ملګرو سره د چکر پر مهال انځورونه واخیستل، ما هم سمدلاسه پر خپله فیسبوک‌پاڼه خپاره کړه، په هغو وختونو کې مې له لیکوالي سره مینه نوې پیل شوې وه، له انځورونو سره مې د ملګرو او ملګرتیا د ارزښت په اړه څه نا څه ولیکل، هغه وخت د خپلې لیکنې په اړه زما نظر دا و چې زرینې کرښې مې لیکلې، ډېر کسان به یې ولولي، و به هڅول شم، افرین به راکړي، ځان مې نور هم هڅاوه، مګر دا چې په اړه به یې نورو څه فکر کاوه، هغه وخت نه، خو اوس پوهېږم. سږ کال بیا هغه پوسټ زما پر فیسبوک‌پاڼه تازه شوی و، په ټولګي کې ناست وو چې ملګري مې هماغه انځورونه راته وښوول، ويل دا مو کله او چېرته اخیستي؟ خدای خبر چې د هغه پوسټ له ښوولو به یې هدف څه و، زما چې د انځورونو پر سر لیکنې ته پام شو، د هغه ځواب را نه پاتې او له ټولګي دباندې ووتم، سمدستي مې فیسبوک را خلاص کړ، هغه انځورونه او لیکنه مې ترې پاکه کړه، ځکه داسې څه مې لیکلي وو چې اوس یې ما ته هم د ویلو ارزښت نه درلود.

زما له اوسني فکر، استعداد، غوښتنې او وړتیا سره یې جوت توپیر درلود. ته یې هم له صفره شروع کړه، خیر که نن څوک ستا لیکنه نه لولي، مګر که وغواړې داسې ورځ هم راتلونکې ده چې نړیوال به ستا لیکنې ته د انتظار شېبې شماري او د ښه ژوند کولو او ښه اوسېدلو چل به ځنې زده کوي. هیڅوک هم په لومړیو کې ټول‌منلی نه وي، ته هم خپله اروا په دې مه ځوروه چې ته باید ټول‌منلی دې يې. ته مخالف او رقیب هم لرې، هغوی باید ستا د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي، په پراخه مطالعه او مثبتو کړنو هغوی مات کړه، ستا د قلم په شور ویده ذهنونه ویښېږي او پرمختګ ته هڅول کېږي.

تل د الهام په تمه مه کښېنه، ځکه بیا په لټۍ روږدی کېږې، د الهام یوه منبع مثبت او منفي احساسات دي، په نه‌شتون کې یې هم لیکل کېدای شي.

موسمي بادونه د ونو د ګلانو د غوړېدو لاملونه دي، بې‌سببه بویه ګلان و نه غوړېږي، ستا استعداد او وړتیا هم همداسې ده، د غوړېدو لپاره سبب او محرک غواړي چې سبب یې هم تکرار او هیله‌من کېدل دي. بېړه او مایوسي مه کوه، مګر مه هېروه چې فرهنګي قاتلان ورځ په ورځ ستا د فرهنګ د له منځه وړلو لپاره قلم چلوي، مه پرېږده چې ستا فرهنګ د هغو ظالمانو د قلم ښکار شي.

نور نو څه ته په تمه یې، قلم او کتابچه راواخله، نن چې احمد کومه کیسه درته وکړه هغه درسره یادښت کړ.

Categories: بېلابېلې مقالې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.