عبدالکبير محمودي ته يو اړين سپيناوی/سيد حسين پاچا

عبدالکبير محمودي ته يو اړين سپيناوی:

له علم و له عالم سره دښمني ښه خبره نه ده

هغه هم داسې علم و عالم چې ستا ژبه ، فرهنگ او تاريخ يې له افسانو څخه راوکېښ! او بيا درته وايي:

يه د بېټ نيکه زوزاته، نوره نړۍ پرځای پرېږدئ،

له خپلو نژدې تربورانو خو يو لوست واخلئ! (زيار)

 

ما د ښاغلي عبدالباري جهاني پر ليکنه تبصره نه ده کړې.

ستا دا خبره: (( زه زيار له ډېره راهيسې پېژنم او هر ځل چې ورسره غږېدلی يم، قواله يې راته له جېبه رايستلې)) دا راډاگيزوي چې وار له مخه دې ورسره په بد نيت خوله راگډه کړې او کج بحثۍ دې دېته اړ کړی چې د اثارو پرځای دې خپله ډېگري په سترگو کې درننه باسي او خپل گرانبيه وخت درسره هسې خوشې تېر نه کړي. او دا پلا هم اړوتی، ستاسې دواړو او نورو کمپوهو پلويانو د پوهاوي لپاره، ځان ته د نوې او بيا پښتو ژبپوهنې يوازېنی (ټيکه دار) ووايي!

داچې استاد زيار بېشمېره شاگردان او په دې لړ کې څو هاشميان او پاچايان يې د علم په پار دفاع کوي. خو دا چې د کوم بل پاچا پر ځای دې ماته گوته نيولې، نو دېته دې اړ يستم، د هماغه پاچا خبرې درته لا ښه ترا دروغځوم . نه يوازې د خپل نژدې نوميالي کليوال او بيا شخصي دېرشکلنو راشو درشو او ناستو پاستو، بلکې د نورو بې پرې بهرنيو او کورنيو قلموالو، بايوگرافانو او کره کتونکيو په حواله د پوهې او فرهنگ مينوالو، او په ترڅ کې ستاسې او مؤکل ته د هېواد دغه کمساری عالم له يوه لنډ او کوټلي ژوند ليک سره دروپېژنم چې څنگه له يوې بېوزلې او بې ليکلوستې کليوالې کورنۍ څخه د څو بشري علومو لوړ ترين سند جوگه کېږي او بيا پر جهاني، سيمييز او هېوادني کچ د يوه ډېرکاري او هر اړخيز ژبپوهاند، آريانپوهاند، توکمپوهاند، ادبپو هاند… په توگه څه له پاسه نيمه پېړۍ د هېواد دننه او بهر په څو پوهنتونو کې د تدريس تر څنگه علمي-مسلکي څېړنې او هممهاله د کره کتونکی، ژباړونکي، شاعر، کيسه ليکوال ، ناولېست ، ژورنالېست … په توگه، ادبي- فرهنگي هستو نې د رېکارډ تر کچې رسولي دي؟

 

ستاسې د لا پوهاوي په پار چې مو ويلي چې زيار يوازې ژبپوهنه لوستې د پوها ند دوکتور م ا.زيار لنډ ژوندليک چې د ۲۰۱۷ ز کال د اپرېل پر پېنځمه يې په ننگرهار کې د اتيايمې زېږکاليزې نمانځغونډې ته اورول شوی وو دلته ولولئ :

 

 

 

 

 

ښاغلی عبد الکبير محمودي !

ستا بې مسؤوليته غبرگون داسې رالنډوم :

(۱) د يوې عمومي معياري ليکنۍ پښتو د هر راز لنگوېستيکي خوځښت ادلون بدلون، سرڅڼې او سيالۍ ښاغلي جهاني د پټو سترگو دفاع په موخه د استادانو استاد زيار پر وړاندې ستا ټول تورونه او تومتونه ځکه بې سروبوله (بی سروپا) دي چې اثار دې نه دې ورلوستي، که نه د (مريد) په توگه به دې يو هسې دوگم او او خودخواه (پير) دومره پورته پورته نه الوځولای؟

 

(۲) د استاد زيار په وينا د هندواروپايي کورنۍ او بيا آرياني څانگې، له انگر ېزي رانيولې تر پارسي پورې د هرې معيارې ليکنۍ ژبې بنسټ پر دوو زرينو ژبپوهنيزو اصولو ټيکاو موندلی دی: (الف) د اطراد او انتخاب له مخې د ټولو لهجو پر گرامري توحيد يا(يو رنگۍ)او (ب) لغوي تکثير يا (رنگارنگۍ)، هغه هم له څلور گوني انډول سره: (۱): د ټولو لهجو ژوندۍ متداوله پانگه، (۲) په متونو کې راپاتې زړه پانگه، (۳) د اشتقاق او ترکيب له لارې نوې رغولې پانگه او (۴) مستعاره پانگه. داسې چې دغه هره يوه پانگه بايد تر وسې وسې له ٪۲۵ سلنې تېری ونه کاندې، نوکه دغه انډول په پام کې ونه نيول شي، اړوندې ژبې، د (فرانسي- هسپانيي) گډوله پتوا، (هندي- پارسي تورکي- عربي…) اُردو، او زموږ يو شمېر کنډيباغي وزمه ژبې ( لکه د جلال اباد او شاوخوا، د کندهار ښار د شيعه وو او نورو ښارونو پښتو- پارسي ) هغو غوندې گډوله (hybrid) کېږي؛ په دويم پړاو کې له خپلې ټولنې پردۍ کېږي او په درېيم پړاو کې گړ سره له منځه ځي.

 

نو پوهاند صاحب له (پښتو مرکې) تر (پښتو ټولنې) د زړو لارو چارو ((رای گيرۍ او لاس جگونې)) پرځای له نيمې پېړۍ راهيسې همدا ازمايلې علمي لاره د (يوې- يوازېنۍ- کره ليکنۍ پښتو)) د ستر تاريخي او وسمهالې پښتني ملي معضلې د حل لار پر مخ اخېستې چې له عملي برياوو ( لاسته راوړنو) يې په لره بره پښتو نخواکې، له تاسې گوتشمېر هومره مغرضينو او له يوه مسلم علم (ژبني ساينس) منکرينو پرته، بل هېڅ پښتون او ان بې تعصبه پارسيوان او نور ورونه توکمونه ټبرونه نټه انکار نه شي کولای [پوهاند زيار دکره پښتو ليکلارښود او د عبد النافع همت تر ليکه پورې، بېشمېره ليکونه، ليکنې، لارښودونه].

 

(۳) دا تور دې هم بېځايه دی چې استاد زيار دې د(يوې- معياري ليکنۍ پښتو په تړاو) د (خپل ننگرهاري گړدود مدافع) بللی، ځکه تر ما پورې يې پر موږ ټولو ننگرهاري ليکوالو، پوهانو او رسنوالو همېشه سپارښتنه کړې، له ۵۶غږونو څخه چې د لوی ننگرهار په گډون، گردې شمال ختيزې ډلې له جلال اباد دوسرکې تر اباسين او ان مارگلۍ کنډوه، له لاسه ورکړي، لکه (څ، ځ، ژ، ږ، ښ) لږ تر لږه په ليکدود کې سم وليکو، دغسې د (مونږ-زمونږ) پرځای هم بايد (موږ-زموږ) وليکو او همداسې قلبونه، د (ورځ، غږ، اروېدل…) په استثنأ ،لکه (ښکته، ښکل، سوکړک ، سولاغه، سخا، اوسېلی، څولېښت، موږی…) پرځای د  سوېل لوېديزې او منځنۍ پښتو غوندې (کښته، سوړسک، سلواغه، خسا يا خوسا، اسوېلی، څلوېښت، مږوی…) وکاږو!

مانا يې دا ده چې له دغه پلوه شمال ختيځه پښتو په معياري پښتو کې هېڅ ونډه نه لري او يوازې په نوره غږپوهيزه (فونولوژيکي) برخه، يو شمېر گرامري قاعدې او لغوي پانگه کې يوه برخه بنډه اخېستای شي؛

 

(۴) که د پخوانو استادانو يا دوديزو پوهانو په سپکاوي يې تورنوې او اثار يې د ده په سترگو کې ننه باسې، هېڅ توجيه کېدای نه شي. استاد زيار يې همدغه اثار انتقادوي او هغه د دوه نيم زرکلن  طب غوندې ور ردوي چې عربو هماغه مهال ځنې د (صرف و نحوې) په نامه را ژباړلي او خپل کړي او بيا زموږ زړو استادانو له څه ادلون بدلون سره پر پښتو تطبيق کړي دي. د خواشينۍ وړ همد ا ده چې که تا د هغو تر څنگ د استاد زيار نوي ساينتېفيک دا هم لوستی وای او ورسره دې پرتله کړی وای، دا پته به درلگېدلې وه، چې رښتيا هم تر دغه منځ توپير هماغو مره دی، لکه (د ښکر لگولواو نورو ټوټکو) دوه نيمزرکلن يوناني طب او اوسنی (کمپيوټري او د لېزر وړانگو)  طب تر منځه؛ پوهاند زيار په دغه تړاو تل د ارسطو مشهوره خبره را غبرگوي چې ويلي يې ول: ((خپل استاد افلا طون راباندې گران دی، خو علمي واقعيت راباندې ډېر گران دی))!

 

استاد د استاد رشاد زړه دوديزه (ټبرپوهنه يا شجرة النسب) پر نوې توکمپوهنه (ethnology)اړولې چې د ((پښتو او پښتنو)) ژبتوکميز تاريخ يې يوه ټولمنلې بېلگه ده او دويم غځېدلی چاپ يې دانش ټولنې تېر کال خپورکړی، همداسې يې د استاد رشاد زړه دوديزه لغوي څېړنه (فقة اللغة) پر وسمهالې علمي آرپوهنه (اېتېمولوجۍ) او عربي عروض (مفاعيل) يې له (poetics-on basis of phonetics) يانې د غړپوهنې- شعرپوهنې په تلفيق سره يې پښتو سېلاب-تونيک سېستم رامنځته کړی دی چې لا د لومړي چاپ په خپراوي ترې  استاد رشاد استاد گيله من شوی وو!

 

زه به يې درته له خپلې تجربې ووايم: ما عربي گرامر (صرف و نحو) يا پښويه تر استاد رښتينه ډېره راخپله کړې، او تر نجم المدارس راروسته له څو لسيزو راهيسې تراوسه پکې د السلام انستيتوت (www.alsalam.ac.uk) تر چتر لاندې تر المغرب و سعودي د نورو معقولو او منقولو علومو تر څنگ زده کړې کوم، خو باور لرم چې په پرمختللو عربي هېوادو، لکه مصر او سوريه کې هغو چې له امريکا،انگليستان،فرانسې يابل لوېد يز هېواده د وسمهالې ساينتيفيکې ژبپوهنې او گرامر سندونه راوړي، هرومرو د استاد زيار غوندې هغه د دوديزې (صرف و نحوې) ځايناستې کړې او لا کوي يې!

 

استاد زيار وايي چې پارسي نوې رغولې علمي، فرهنگي او تخنيکي پانگه ميلينونو ته رسېدلې او پښتو دا له درو – څلور زرو تېری نه کوي. د دې مقايسې (پرتلې) لپاره د نومَونو (نامواژه ها، دانشواژه ها) يا ترمينالوجيو د مقايسې يا پرتلې لپاره يو غير قابل انکار جوت مثال راوړي چې پارسي د مايکروسافټ کمپنۍ له سپارښت سره سم د کمپيو ټر ساينس ټول ۶۲۶ زره اصطلاحات رغولي او پرکار اچولي؛ خو د مخابراتو د کمپيوټر څانگې لپاره پوهاند زيار او استاد محمد آصف صميم ايله درې زره ورغولې او هغه هم د جهاني صاحب غوندې د کرزي يو بل پلوي يا فرهنگي سلاکار يې د عامولو او کارولو مخه نيولې او پښتانه ځوانان يې ايراني هغو ته اړېستلي؛ ځکه په کمپيوټري کورسو کې ايراني اصطلا حات ورزدکول کېږي، لکه د پښتو (کړکۍ، دوتنه…) پر ځای پارسي (پنجره، پرونده…). بلخوا ځوان پښتني کمپيوټري پښت (نسل) په خپل نوښت تراوسه لږ تر لږه تر څو سوو رسولې، لکه: (انټرنېټ-نړيجال ، سوشل مېډيا- ټو لنيزې رسنۍ يا خواله رسنۍ، کورپاڼه، ډاونلوډ- راکښته کول، اېمېل-برېښنا ليک يا برېښليک… او داسې نور.

 

ښاغلي جهاني له خپلې لنډې تنگې شيروشکر منظومې او منثورې وييپانگې پرته، د نورو گړدودونو څه چې ان د خپل کندهاري او کاکړې گړدود د ډېرو سوچه وييونو له کارونې ډډه کوي، او پارسي يې ځايناستي کوي، او د نورو لهجو پر هغو خو ملنډې وهي، چې يوه بېلگه يې (ويی) دی چې د (ارت و بيرت، سرڅڼې…) تر څنگ د خيبر پښتونخوا ژوندی او متداول لغت دی (هممانيز يې هم د سوېلي پښتونخوا او بيا کاکړو (گای) دی، او ستر احمد شاه بابا د کلمې طيبې په توگه هم کارولی ، لکه په دې حمديه شعر کې: ((دا ويی د تنعم دی لااله الا الله))؛ په دې توگه ښاغلي جهاني خدای مه کړه اگاهانه يا نااگاهانه له مبارکې اسلامي کلمې طيّبې هم چورلټ (نټه) انکار او لا سپکا وی کوي او ملنډې پرې وهي چې له مذهبي (عقيدوي) پلوه خبره لا پسې خرابيږي!

 

ولې تاسې دواړه او دغه نور نا مسلکي سيمه پال دا اخلاق نه را خپلوئ، چې د ده نه، بلکې د علمي څانگې د درناوي پرځای د لاسوهنې (مداخلې) لاره پرمخ اخلئ د دې پر ځای چې د ژبې او ژبپوهنې په تړاو اښتنې پوښتنې ورسره شريکې کړئ چې در ځواب يې کړي. حال.دا چې پارسي ژبې ليکوال خپلې ژبنۍ ربړې (مسألې) له ده سره هواروي، چې له پښتنو او په ځانگړي ډول ستاسې مؤکل او بيا يې ستاسې غوندې د پټو سترگو سيمه پالو پيروانو سره دغه توپير رازبادوي.

 

پرمختللي لوېديځوال په کار ځايونو، دفترونو او کارخونو کې خلکو ته دا وايی :

If you don’t know, ask someone to help you.

 

خو موږ لا دا کولتور نه دی راخپل کړی او ستاسې ډله تر لاسوهنې ماورأ د استاد زياراو ژبپوهنې توهين اوسپکاوی هم کوئ او بيا مثبته سيالي او رقابت هم درته گړسره يو پدل،تحريم (تابو) ښکاري چې اوسني او راتلونکي بشري پرمختگونه ورسره غوټه دي!

 

موږ ته خپل پارسي ژبي هېوادوال پېغور راکوي او وايی چې ستاسې ژبه لا محلي (local language) ده او يوه نه ده. دا څومره د شرم خبره ده چې موږ ورسره مخ يو. له وړکتونه تر پوهنتونه د دوی واحده معياري ژبه او ليکدود له نوې رغولې علمي او اداري اصطلاحاتو سره تدريسيږي او چلېږي، خو تاسې(څو ميلوني گړدودي ډلې له دغو نورو پنځوس ميلونو ويونکو سره د يوې يوازېنۍ-معياري ليکنۍ پښتو) په خاطر د دوه ياوو ((ې-ي)) تش ليکدودي توپير ته غاړه نه ږدئ او د پېغور پروا هم نه کوئ!؟

هماغه د پاچا خان خبره بايد هېره نه کړو:

((ليا به يو کيږو،گنې ورکيږو)).!

 

ډېری دوستان  په خواشيني سره وايی ((جهاني اوس هغه پخوانی جهاني نه دی)). ډېر منفي بدلون پکې راغلی. په دې ډول د ښاغلي جهاني ليکنه په ځواب نه ارزي، ځکه چې هغه د خپلې ليکنې په لومړي، دويم او درېيم پاراگراف کې خلاصه کړې ده:

 

[[که زما په څېر اويا کلن سپين ږيری د هغه په ليکنه پوه نه سي نو زه نه پوهېږم چي دا ارتي بيرتي به يې د چا لپاره ليکلي وي.]]

 

دا څو خبرې افاده کوي :

تر هرڅه  لومړی دا چې  دی لا تر اوسه له خپلې لنډې تنگې لغوي پانگې راوتلی نه دی او د پنځوس ميليونو نورو پښتنود يو ټکی زغملای نه شي، لا ملنډې پرې وهي، پاتې لا د زړې او نوې او بيا علمي ترمينالوجۍ پوهېدنه اوکارونه او په دې لړکې لنگوېستيکي دا؛

  • دويم يې اگاهانه يا نااگاهانه ( تجاهل)

تاسې وگورئ چې خپل ځان يې خپله تعريف وتشخيص کړی او له کوم حالت (سپين ږيروالي) يې کوم حالت (ماشوم) ته رارسولی؟ لويان، سپين روبي خو يو د بل خبرو ته غوږ دي، قناعت کوي او ماشومان برعکس.

 

دويم پاراگراف :

دويمه منښته

[[دا لومړی ځل دی چي زه د داسي يوه سړي، په تېره بيا پوهاند، سره مخامخ کېږم چي هغه خپل ځان د يوه بشپړ علم ټيکه دار معرفي کوي.]]

 

ښاغليه،ستا مؤکل (جهاني) خپله په دوه ټکو کې ”زه د داسې يو سړي“ او ”په تېره بيا پوهاند زيار“ سره مخامختيا کې خلاصه کړې چې دی د هغه علمي آکاډميک او مسلکي انډول (سيال) نه دی. دی ښاغلي جهاني خپل شخصيت، حيثيت او پرستيژ خپله تعريف کړی. کلام فصيح بيا دا سپارښتنه کوي چې له ناپوه سره بحث مه کوئ.

 

درېيم پاراگراف :

درېيمه منښته

زما له زيارصېب سره نور اړنگ بړنگ ځکه نسته چي په مضمون يې سم پوه سوی نه يم او که يې بيا ولولم هم باور لرم چي پرې پوه به نه سم.

 

تاسې وگورئ چې مکرر يعنې په تکراري تاکيدي ډول [په لن تاکيديه، تابيديه، نافيه – ناصبه] يې منلې چې په مضمون يې ”سم پوه سوی نه يم“ او که يې بيا ولولم هم باور لرم چې ”پرې پوه به نه سم“. دا سمه ده چې د ښاغلي جهاني فطري وړتيا (استعداد) او ذهنيت د دې جوگه يا قابل  نه دی چې هغه دې د پوهاند زيار په علمي-اکاډميکو يا تحقيقي څېړنو او ليکنو  او اړونده مسلکي  پانگه پوه شي لکه څنگه چې د بيالوجۍ يافيزيک په اصطلاحاتو نه پوهېږي!

يو شاعر او نامسلکي ليکوال د هېواد ديوه يوازيني علمي اکاډميک او مسلکي ژبپوهاند، هغه هم د روسي ياامريکايي يو اړخيز سېستم  نه، بلکې د لوېديزې اروپاد څواړخيز سېستم (ب ډاکتر) پر وړاندې (په مقابل کې) په داسې  ملنډو، مسخرو او ښکنځلو سپکې ليکنې او له  بې ادبه ژبې کارونې سره د هغه قليل الادب او عارية الاخلاق ښکارندويي کوي. خپل ځان يې پخپله سپک کړی دی!.

 

دی د ”سليم عقل“ خبره کړې. عجيبه داده يو څوک چې پخپله وايی ((او که يې بيا ولولم هم باور لرم چي پرې پوه به نه سم)) ، نو بيا خو دی پخپله له عقلي زوال سره لاس وگرېوان دي!

په درنښت

سيد حسين پاچا

Categories: بېلابېلې مقالې

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.