د تاریخ له پاڼو / راټولونه: نورالله زهیر‎

*کلتوري ارزښتونه او دودونه ټولنه کنټرولوي او د اجتماع د چلند، ادابو، لرليد، او رويې په جوړېدو او دغه راز د سياسي او اقتصادي غورځنګونو په زيږېدو او جوړېدو کي برخه اخلي.
*د تاريخ په بهير کي سياسي، اقتصادي، اواجتماعي ځواکونه د ټولني جوړښت بدلوي چي ورپسې نوي کلتوري ارزښتونه او دودونه زيږوي.
*دا د تاريخ يو درس دی  چي واکمنان او حکومتونه بايد د خلکو شکايات واوري او د دولت جوړښت  د وخت له غوښتنو سره سم وي وغوي دا  شی دولت باثباته ساتي.
*د مختلفو تمدنونو د طلوع و غروب مطالعې مورخان پوهولي دي چي د هر تمدن د زيږېدو،  ودي او  زوال لاره بېلـه ده.
*تاريخ راته وايي چي له هري لويي واقعې، له هري داخلي جګړې، ثبات بايللو  وروسته نه يوازي کلتوري او اجتماعي ارزښتونه بلکي سوله او نېکمرغي هم برباديږي او د نظم و قانون  لاسبري ختميږي، او ګډوډي راځي.
*تاريخ چمتو دی چي يو څه  رازده کړي خو سوال دا دی چي ايا  موږ څه  زده کولو ته تيار يو؟
*که هره اداره ټولي واګي په خپلو لاسونو کي رراغونډي کړي او له ځانه تر ګردو لوی قدرت جوړ کړي نو  د دې ادارې ملا به تر خپل  دران هبار لاندي ماته شي.
*له خپلو ملي ژبو  د استفادې په برکت د اروپايي ملتونو د خلاقيت مخي ته ولاړ خنډونه ليري شول او د هر ملت د بېلولو هويت کلچر لا غوړېدو ته مخه  پرانيستل شوه.
*تاريخ شاهدي راکوي چي غوړه مالي د خپل مخاطب سترګي ړندوي او پر غلطو لارو ئې   سموي د دې وضيعت د  دوام نتيجه زوال او ناکامي وي.
*لټون د نويو دنياګانو د موندلو سبب کيږي او له  نويو نظريو مو خبروي.
*لټون د پېړيو- پېړيو زاړه دودونه او تاريخ تېر  ارزښتونه بې اعتباره کولای شي.
*کله چي د زوال وخت راشي نو نه يوازي بېوزلي خلک بلکي واکمني او زوروري طبقې هم تحقير، بېوزلي او بدمرغي احساسوي.
*موږ له تاريخه دا درس اخلو چي خلک سوله او سوکالي غواړي که د  دوى خپل واکمن سوله او سوکالي ورنه کړي ، دوى د ځان ژغورلو لپاره د خارجيانو هرکلى کوي.
اخذ:
د تاريخ ننداره
ليکوال: ډاکټر مبارک علي
ژباړه : اسدالله غضنفر

Categories: بېلابېلې مقالې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.