د بریا لپاره دغه ۱۰ ننګونې باید په ژوند کې وګالئ

ژباړه: حضرت عثمان نوري  

تاسې په خپل محیط کې څومره بریالي کسان پیژنئ؟ که د بریالېو اشخاصو ژوند لیکونه وګورئ، هله به پوه شئ چې دوی په اسانه دې ځای ته نه دي رسیدلي؛ ځکه دوی هر ډول ننګونې او خنډونه په ژوند کې ګاللي او بیا خپل هدف ته رسیدلي دي.

 ډیری خلک د دې په لټه کې وي چې بریاوې ترلاسه او ځان د بریالېو اشخاصو په دله کې شامل کړي؛ نو موږ هم دلته د دې لپاره د یو شمېر ننګونو او خنډونو یادونه کوو چې عمومي دي، که تاسو د دې ننګونو سره مخامخ یاست؛ نو مبارزه ورسره وکړئ.

لومړی: وېره (ډارېدل) هېر کړئ

که تاسو غواړئ بری ترلاسه کړئ، باید پوه شئ چې لومړی په څه ډول خپله وېره له مېنځه یوسئ.  ډارېدل ستاسې د هدف لاره بنده وي او د مخته تګ مخنیوی مو کوي. که تاسې د وېرې پر وړاندې مبارزه ونه کړئ، له لومړۍ ننګونې سره مخ کېږئ، چې پېل به مو قوي اراده په شکست او ماتې بدله کړي.

دوهم: هر سهار وختي پاڅېږئ

که تاسې ټوله ورځ کار کوئ، دا سمه ده چې ټوله ورځ کار خسته کن وي، خو باید ګهیځ (سهار وختي) هم له خوبه بېدار شئ. که وغواړئ د بریالیتوب په لاره پلي شئ؛ باید په اونۍ کې پینځه ساعته اول ټېم (زیات) کار وکړئ، ځکه که تاسې زیاته انرژي مصرف کړئ، دا ستاسو په ګټې تمامیږي. 

دریم: نن سبا کول (ځنډ کول) پرېږدئ

قناعت کول کولای شي ستاسې د بریالیتوب امکانات په جدي توګه له منځه یوسي. که تاسې وخت ته ارزښت ور نه کړئ؛ خپل شهرت، باور، فرصتونه، امکانات او پېسې له لاسه ورکوئ. که تاسې وغواړئ چې دا پورته ذکر شوي شېان له لاسه ور نه کړئ، نو پریږدئ چې ستاسې زحمتونه بریالیتوب جبران کړي.

څلورم: څه چې کوئ، دوامداره یې ترسره کړئ (توقف مه کوئ)

که تاسې وویاست چې “وخت صحیح نه دی،” یا “زه چمتو نه یم”؟ دا منفیات او چټیاټ دي؛ تاسو باید هر وخت چمتو اوسئ او له بهانو ځان وساتئ.  هېڅکله مه ودرېږئ او د خپل هدف پر لور دوامداره ګامونه پورته کړئ.

پینځم: خپل مثبت بدلون درک کړئ

تاسې د بریاوو ډک ژوند ته د رسیدو لپاره بدلون ته اړتیا لرئ، ځکه مثبت بدلون کولی شي تاسې غوره ثابت کړي؛ ځکه خو یې مقاومت مه کوئ بلکې هرکلی یې وکړئ! د بدلون درک کول خورا مهم دی؛ ځکه دا په منطقي بڼه د خپل ځان ارزول دي. که څه هم دا ستونزمنه ده چې د ځان ارزیابي وکړئ او بیا یې ومنئ، مګر که خپلو موخو ته رسېدل غواړئ؛ باید مثبت بدلون وکړئ.

شپږم: هدف مو کوچنی نه، ستر وتاکئ

دا ناممکنه ده چې لومړی په سیند (دریاب) کې لامبو ووهو، ځکه لومړی باید په کوچنېو سیندونو او حوضونو کې لامبو زده کړو، بیا په سیند ور ګډ شو. که تاسې د هغو اشخاصو له ډلې یاست چې په ځان پوره باور لرئ، نو هدف مو کوچنی نه بلکې ستر وټاکئ او خپلې هیلې او اهداف خیال مه بولئ؛ ځکه د عادي او غیر معمولي یواځینۍ توپیر دا دی چې تاسو په دې کې لږ څه زیاتې هڅې ترسره کوئ.

اووم: له بدبینه (بدنیته) خلکو سره ناسته پاسته پرېږدئ

ممکن ډ‌ېر کم خلک وګورئ، چې تاسو تشویق کړي، او که مرسته یې له وسې پوره وي، لاس نیوی به مو وکړي، خو که بدبینه (زهرجن) خلک له تاسو سره په یو دفتر او کار ځای کې وي، ددې پرځای چې ستاسو لاس نیوی وکړي، خپل منفي نظریات او چټایاټ به ستاسو مخ کې وايي، دا ځکه زهرجن خلک فشار او د نظریاتو ټکر رامنځته کوي. دا چاره ستاسو په فعالیتونو منفي آغېزه کولی شي او د داسې وګړو له ناستې پاستې ډډه وکړئ.

اتم: تشویق ته لېواله اوسئ

هغه فعالیتونه چې ترسره شوې وي، د کتونکو لپاره آسانه ښکاري، خو دوی له دې خبر نه دي، چې دا سخت کار دی. تاسې باید کار کوونکي وهڅوئ، ځکه په تشویق او هڅونې سره د هغویو روحیه او هوډ قوي کیږي، او ددې ځواک پېدا کوي څو په شته امکاناتو لا تمرکز زیات او ډېر کار وکړي.

نهم: ځان ته مو یو اغېزمن پلان جوړ کړئ

تاسو د بریالیتوب لپاره اړتیا لرئ چې باید یو منظم پلان ولرئ، که تاسو له پلان استفاده نه کوئ؛ بیا تاسې نه پوهیږئ چې چیرته ځئ؟ د څه لپاره ځئ؟ او څه وخت واپس بیا راځئ ؟ دا او داسې نورې پوښتنې ستاسې اغیزمن پلان ته اړتیا لري. د پلان نه شتون د بریالیتوب امکانات کمزوری کوي.

لسم: د دې اندېښنه مه کوئ چې زما په اړه به خلک څه وايي؟

دا ستونزمن کار دی چې د نورو خلکو تبصرو او نظرونو ته اجازه ورنکړو، بریالي اشخاص په دې پوهیږي چې داسې فکر کول چې زما په اړه به خلک څه ډول نظریات لري، د وخت او انرژۍ ضایع کول دي. تاسې یواځې له هغه خلکو سره مُسکا وکړئ؛ چې پرې شکمن یاست او فعالیتونه مو ښه نه ارزوي، نور یې پریږدئ او خپل حرکت ته دوام ورکړئ.

پایله: ستاسو بریالیتوب ستاسو د فکر له مخې پرمخ ځي. د نظم او تمرکز پرمټ تاسو کولی شئ؛ ډاډه شئ.  ددغه خنډونو او ننګونو سره ستاسې احتمالي بریا له ګواښ سره مخ کیدلی شي، که ورسره مبارزه وکړئ، تاسې بریالي کیږئ.

Categories: بېلابېلې مقالې