خپلې لیکنې ولې د نورو له خبرو پیلوو؟/ فهیم بهیر

اوسمهال یو شمېر تیوریکي اثار او بېلابېلې لیکنې خپرېږي، چې په ډېرو برخو کې د  لیکوال خبرې د نورو بهرنیو لیکوالو د تیوریو په اساس وي. زما په اند د دې کار یوه ستره ګټه دا ده، چې زموږ د ادبیاتو اړونده مسایل د یوې داسې تیورۍ په اساس څېړل کېږي، چې مخکې یې بېلګې زموږ په ژبه او ادب کې کمې وې، نو په پایله کې نوې معلومات د لیکوال په لیکنه کې رامنځته کېږي، د ده لیکنه د لوستونکو  لپاره نوې او په زړه پورې وي. په دې اړه ځینې نورې خبرې هم شته، چې زما په اند د ځوانو لیکوالو لپاره د لیکوالۍ او ادب په پرمختک کې  خنډونه رامنځته کوي:

۱ ـ  اوسمهال ډیری لیکوال د خپلې لیکنې په پیل کې خبره د بهرني لیکوال یا عالمانو له قوله پیلوي. زما په اند کله کله خو داسې هم کېږي چې دا کار لیکوال ته د موضوع  د لیکلو لاره پرانیزې او له همدې زوایې خپله لیکنه پیلوي او خپلې نورې خبرې ور سره نښلوي. که چېرې دا لړۍ ډېره شي، نو په دې طرز روزل شوی لیکوال به هیڅکله د خپل ذهن خبرې له خپلې زوایې را بهر نه کړي، کله چې دا ځانګړنه په یو لیکوال کې نه وي؛ نو هغه پرمختګ هم نه شي کولای.

۲ ـ  که چېرې موږ هره لیکنه د یوناني فیلسوف له وینا پیلوو، نو دا معنا هم لرې، چې تر هغې دمه تر دې وخت په دې برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او دا لړۍ غیرې متحرکه ده. که په دې برخه کې له یوناني عالمانو پرته نور ډېر پیاوړي کسان تېرې شوې وي د هغوی په حق کې مو هم بې انصافې کړې ده، چې هېر مو دې یا یې په دې اړه هیڅ کار نه دی کړی او دا طرز هم لوستونکي ناهیلي کوي، چې کیدای شي وروسته تر دې هم دا بهیر پرمختګ ونه کړي.

۳ ـ  که چېرې موږ په تکراري ډول د خپلو تجربو او تیوریو سرچینه د نورو له کشفیاتو پیلوو، ایا موږ به پرمختګ وکړو؟ که دا داسې معنا لري، چې موږ د نورو رڼاو ته ناست یو. که چېرې موږ نوي څه رامنځته کوو یا یې نظریه لرو نو ولې د نورو له تیوریو سره یې تړو؟

۴ ـ ایا زموږ هغه لیکوال چې د دوی اثار د نورو له تیوریو مالامال وي، دا لیکنې زموږ د ژبې، ادب او د لیکوالو مهم اثار ګڼل کېدای شي کنه، چې د خپلې ژبې او ادب د پرمختګ په اړه پرې حساب وکړو؟

۵ ـ   اوسمهال ډیری محصلان او د ادب مینه وال هغه اثار خوښوي، چې د بهرنیو لیکوالو تیوریو یادونه په کې شوې وې یا یې ویناوې راوړل شوې وي، ایا دا کار مو محصلان او ادب مینه والو کې داسې روحیه ونه روزي چې د خپلې لیکنې لپاره ښایست او ښکلا همدا توکي وګڼي لکه یووخت چې د شعر د ارښت له پاره یوازې ادبي صنعتونه او د لفظونو ښکلاو ارزښت درلوده.

۶ ـ که موږ د خپلې ژبې او ادبیاتو تاریخ لرو، ځانګړې ادبي دورې ولري او هرې دورې څو پېړۍ طی کړې وي بیا هم خپلې لیکنې د نورو د ویناو او نظریاتو په اساس لیکو، ولې د خپلو لیکوالو او پوهانو له انده اشاره ورته نه کوو. کیدای شي د دې معنا دا هم وې چې زموږ په ژبه او ادب کې هیڅ تیوریسن او مفکر نه دی تېر شوی او تر دې دمه مو ادب تاریخ کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

Categories: بېلابېلې مقالې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.