جرمن پېغلې ته د علامه اقبال عشقي لیکونه

علامه محمد اقبال له ایما ویګي ناسټ سره لومړی ځل د نیکر ‘ سیند پر غاړه سمسور کلي هایډل برګ ‘کې لیدلي و. هغه مهال اقبال او ایما دواړه ځوانان وو.

حیراني دا نه ده، چې یو هندی شاعر څنګه پر ایما مین شو، د حیرانۍ خبره به دا وه، چې اقبال له دې عشقه بې برخې پاتې شوی وای.

اقبال په د نیکر سیند پر غاړه، هایډل برګ کې ‘ نومي نظم کې خپله جذبه څرګنده کړې ده.

ایما ویګي ناسټ ته د محمد اقبال له هغو لیکونو چې په جرمن ژبه لیکل شوي یوه کې داسې لولو:

زه ډېرې خبرې نه شم کولای او نه یې هم لیکلای شم، خو ته تصور کولای شې چې زما پر روح او روان څه تېرېږي. زه نه پوهېږم څه وکړم. هغه انسان له تا پرته ژوند نه شي کولای چې تا سره یې دوستي کړې وي. لطفاً د هغه څه لپاره مې وبښه چې تا ته مې لیکلي دي. ”

د اقبال زړه کې د ایما لپاره څه ډول جذبه وه، د هغه یوه بل لیک کې یې داسې وینو:

لطفاً خپل هغه دوست مه هېروه، چې تا په خپل زړه کې ساتي او هېڅکله دې نه شي هېرولای. هایډل برګ کې زما د اوسېدو شپې د یوه خواږه خوب په څېر رایادېږي او غواړم دغه خوب تکرار شي، ایا داسې کېدای شي؟ ته خو ښه پوهېږې. ”

دغو لیکونو کې یو بل اقبال وینو. له هغه اقباله مختلف سړی چې له لومړي سره یې د نصاب په کتابونو کې معلومات لولو.

دغه اقبال هغسې نه ښکاري چې د علامه اقبال ځانګړې ورځې په مناسبت یې په ویناوو کې معلومات راکول کېږي، څوک یې حکیم الامت ‘ بولي او څوک یې مفکر پاکستان ‘ بلکې دغه اقبال داسې یو څوک ښکاري، چې د یوه ځوان په حیث د عشق جذبې لاندې کړی دی.

اقبال د ۱۹۰۸ کال د جنورۍ پر ۲۱ ایما ته له لندنه په یوه لیک کې داسې کاږي:

فکر مې کاوه، نه غواړې ماته کوم لیک ولیکې او یا یې زه درته ولیکم، له دې کبله ډېر خواشینی وم، خو اوس چې ستا یو لیک راته ورسېد، ډېر خوشحاله یم. زه تل ستا په هکله فکر کوم او زړه مې تل له ښایسته فکرونو ډک وي. له یوه بڅرکي لمبه پورته کېږي او له یوې لمبې لوی اور جوړېږي، خو ستا چلند سوړ دی، بې پرواه یې، هر څه چې دې زړه غواړي کوه یې، زه به هېڅ نه وایم، تل به صابر او شاکر یم. ”

اقبال هغه مهال واده کړی و او دوه بچي یې هم درلودل، خو له خپلې مېرمنې کریم بي بي سره یې واده ځکه خوښ نه و، چې مور پلار یې په ۱۸ کلنۍ کې ورته پخپله خوښه کړی و. نوموړی یوه لیک کې کاږي:

خپل پلار ته مې ولیکل چې حق نه لري ما ته واده وکړي او هغه هم داسې حال کې چې نه مې غوښتل دغسې بندیزونه ومنم. زه د یوه انسان په توګه چمتو یم هغه وپالم، خو نه غواړم له ځانه سره یې وساتم او خپل ژوند په یوه عذاب بدل کړم. د یوه انسان په توګه حق لرم، خوښ واوسم او که ټولنه یا قدرت نه غواړي دغه حق راکړي، له دواړو بغاوت کوم. اوس یوازینۍ لاره دا ده، چې د تل لپاره له دغه بدمرغه هېواده بل لور ته لاړ شم یا بیا شرابو کې پناه وموموم، چې ځان وژنه اسانه کوي. ”

اقبال
د انځور حقوقALLAMAIQBAL.COM
Image captionد فلسفي پر ځای ځوان شاعر اقبال

برتانیا کې ځېرک اقبال د ځینې ښځو پام ځان ته کړ، چې یوه پکې د هغه مهال بمبۍ او اوسنۍ ممبۍ د یوه سوداګر حسن افندي لور عطیه فیضي هم وه. عطیه وروسته په یوه کتاب کې د هغه مهال پر اقبال غږېدلې ده او په برتانیا او جرمني کې یې د هغه ژوند پرتله کړی دی.

ځینې کسان په دې باور دي، چې عطیې له اقبال سره عشق درلود، خو زه فکر کوم د عطیې او اقبال تر منځ دوستي د فکر تر حده وه او دوی به پر فلسفې بحثونه کول.

که هغه لیکونه سره پرتله شي، چې عطیې او ایما ته د اقبال له لوري لیکل شوي دي، توپیر یې د ځمکې او اسمان په څېر څرګند دی.

د اقبال د زړه ارمان بل و او ښايي هغه شکي و، چې دغه ارمان به یې کله پوره هم شي که نه.

اقبال خپله یو ځای لیکلي، چې له زړه راوتلې خبره زړه ته رسېږي، ځکه یې جرمني کې دعا ومنله شوه او ښايي د ایما په بڼه یې هغه غمی وموند، چې پسې ګرځېده.

اقبال دوه کاله مخکې انګلستان ته تللی و.

هلته یې کیمبرج پوهنتون کې بي اې سند واخیست او (ایران کې ما بعد الطبیعیات) مقاله یې ولیکله.

وروسته د خپل استاد پروفیسر ارنلډ په لارښونه پر همدې مقاله له میونیخ پوهنتونه د دکتورا یا پي ایچ ډي لپاره ۱۹۰۷ پسرلي کې جرمني ته لاړ.

اقبال دغه سفر کې لومړی ځل له ایما سره ولیدل.

ایما د جرمني هایلبرون کې د ۱۸۷۹ کال د اګست پر ۲۶ زېږېدلې وه، دوه وروڼه او درې خوېندې یې درلودې.

د دوی لیدو پر مهال اقبال ۲۹ کلن و او ایما ترې دوه کاله کشره و، خو ونه یې د هغه پرتله یو انچ دنګه وه.

د ایما یوازیني تصویر کې چې موږ وموند هماغه شریره موسکا لیدل کېږي، چې د اقبال ګم ګشته دستانه ‘نومي یوه ناچاپ نظم کې یې څرک وینو.

د ایما مورنۍ ژبه جرمن وه، خو یوناني او فرانسوي ژبې یې هم زده وې. ایما له شعر او ادبیاتو سره هم مینه درلوده او ښايي همدا یې له اقبال سره د ذوقي اشتراک وجه وي.

عطیه فیضي د اقبال د انګلستان او جرمني ژوند پرتله کړی
ATIYA FYZEE
عطیه فیضي د اقبال د انګلستان او جرمني ژوند پرتله کړی

هغې له لوړو زده کړو وروسته بهرنیو محصلینو ته جرمن ژبه ورزده کوله او بدل کې یې وړیا مېشت ځای او خواړه ورکول کېدل.

اقبال هند ته له ستنېدو وروسته غوښتل د خپل مشر ورور هغه پور پرې کړي، چې د زده کړو لپاره یې ترې اخیستی و.

نوموړي ایما ته یوه لیک کې یادونه کړې:

څه موده وروسته به یو څه پېسې یو ځای کړم، بیا به پاتې ژوند اروپا کې تېروم، ارمان او تصور مې همدای دي او هیله من یم چې دغه ارمان به مې پوره شي ”

خو دغه ارمان یې پوره نه شو او اقبال له اقتصادي او مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان و.

دې سره هم اقبال و نه توانېد د ایما یادوونه له زړه وباسي. یوه لیک کې کاږي:

یاد مې شي، چې موږ داوړو به په ګډه د ګویته شعرونه لوستل او هیله من یم چې تا ته به هم هغه وختونه یاد وي، چې موږ دواړه یوه بل ته دومره نژدې وو. ډېر څه نه شم لیکلای، ته پوهېږې چې پر روح او روان مې څه تېرېږي، ډېر لوی ارمان مې دی، چې یو ځل بیا یو ځای شو. ”

د ایما ویګي ناسټ یو یادګار تصویر
FRAU EDITH SCHMIDT-WEGENAST
د ایما ویګي ناسټ یو یادګار تصویر

له لومړي ځل لیدنې ۲۴ کاله وروسته اقبال په ګردي میز کنفرانس کې د ګډون لپاره لندن ته لاړ. ده هغه مهال هم هڅه کړې وه، له ایما سره وویني، خو ډېر ناوخته و، ځکه تر دې مهاله اقبال دوه نور ودونه کړي وو او اولادونه یې ځوانان وو، ځکه یې له ایما سره لیدنه و نه شوه.

هایډل برګ کې د اقبال اوسېدو یادګارد انځور حقوقDURIYA HASHMI
هایډل برګ کې د اقبال اوسېدو یادګار

اقبال په خپل یوه بیت کې له معشوق سره د عشق انتها ته رسېدل، خپله ساده ګي بولي او ښايي دا یې رښتیا هم ساده ګي وه، چې هند ته له ستنېدو وروسته یې هم له ایما سره د لیدو خوبونه لیدل.

هغه مهال د هوايي سفر خبرې د راتلونکې زمانې بلل کېدې او له هنده تر جرمني پورې سمندري سفر میاشتې وخت نیو، ځکه نو د متل په توګه نه بلکې رښتیا هم د اقبال او ایما تر منځ غرونه، سمندرونه پراته وو او د دوی دواړو وصال ناممکن پاتې شو، خو ایما د اقبال د شاعري لپاره (میوز) شوه او د نوموړي شعر کې یې هغه درد پیدا کړ چې برالا محسوسېږي.

د نوموړي ډېر نظمونه د هغه مهال یادګارونه دي.

Categories: بېلابېلې مقالې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.