لوړې او منځنۍ زده کړې/الحاج ګل عباس

د لوړو او منځنيو زده‌کړو په باب زما نظريات.
زموږ معارف ته د څلويښت کلن جنګ په پايله کې لوى زيان ورسيدو خو اوسنۍ دولت چې د بن د پريکړو وروسته رامنځته شو بې له شکه معارف او لوړو زده کړو ته توجه وکړه، بې شمیره مکتبونه يا ورغول شول او يا له سره اباد شول، په بېساري ډول د لوړو زده کړو په برخه کې پرمختګ وشو خو په داسې ډول چې د څرنګوالي (کيفيت) او څومره والي (کميت) تر منځ انډول د منځه تلو په حال کې دی.
ايا څوک په دې باره کې فکر کوي؟
زه مخامخ موضوع ته ورځم. او په لاندې پوښتنې سره خپل نظر در سره شريکوم.
اوس په افغانستان کې د هر ولایت په کچه څو پوهنتونونه جوړ،چې هر کال په سوونو فارغان ټولنې ته وړاندې کوي، ايا د دې فارغانو د تعلیم او تحصیل سطحه څومره د ډاډ وړ ده؟
په هر څه نيوکه ماته ته منفي ګرايي ښکاري، خو وايم چې زموږ ځوان کدرونه ښه سويه نلري. د مکتبونو حال هم همداسې دی.
د دې سره چې دولت په دې برخه کې ډيرې پيسې ولګولې خو پايله لکه څرنګه چې غوښتنه ؤه، لاسته نه ده راغلي. نو موږ د کومو چيلنجونو سره مخامخ يو؟.
1- د فارغانو د ټيټې علمي سطحې سره.
2- په دولتي دستګاه کې ددوي د جذب عدم ظرفیت.
3- د فارغانو د کميت د پاړسوب رامنځته کيدل.
فارغان په ډيرې خوښۍ سره د خپل فراغت مراسم تجلیلوي، او په زياته اندازه پيسې هم مصرف کوي، خو څو مياشتې وروسته د کار د نه موندلو په پاى کې مايوسه او له دولت څخه په شکايت پيل وکړي، په کلي او کوڅو کې عام خلک وايي چې دا دومره بې کيفيته دولت دئ، چې د پوهنتون فارغ ته کار او دنده نشي ورکولی،دا سمه ده چې دولت ټول فارغان په کار نشي ګمارلی او که ګمارلی يې هم شي نو اطرافو او ليرې پرتو سيمو ته نوى فارغان نه ځي.
څه بايد وشي؟
اول په ښوونه او روزنه کې.
1_-د اوسني نصاب بدلون.
له نيکه مرغه کابل ته د راتګ سره سم مې د ښوونې او روزنې د وزرات مشاور سره وليدل او هغه راته وویل چې انشاالله ډېر ژر به موږ د نوي تعليمي نصاب څښتن شو، او وزرات په همدې کار مصروف دی، زه ورته برياليتوب غواړم. دا سمه ده چې نصاب به بدل شي خو څومره چې ماته معلومه ده زمونږ ښوونکي ډېر ضعیف دي، ايا دوي به دا نوئ نصاب تدریس کړئ شي؟
2- د خلکو د همکارۍ جلبول د معارف سره.
دولت ډير کارونه کولي شي، خو ټول کارونه نشي کولئ، دا چې څرنګه د خلکو همکاري جلب شي، لوى بحث دئ چې په دې ليکنه کې نه ځاييږي ددې په باب به زه خپل نظر په بيله ليکنه کې وړاندې کړم.
3- په صنف کې د تدريسي موادو لکه نقشو، پوسترو، مارکرو او…. نور برابرول زه دې خپلې تجربې له مخې وايم چې دا ټول کارونه دولت نشي کولائ تر څو د خلکو همکاري نه وي.
4- زموږ معارف باید ښه معلم ولري چې لږ تر لږه په خپل مضمون حاکم وي. د معلم نه دې امتحان واخیستل شي او وروسته له هغه صنف ته واستول شي.
5- د زده کوونکو مور او پلار بايد د خپل اولاد په تربيه کې د مکتب د ادارې سره دوامداره اړيکې ولري او دا اړيکې باید ايجاد شي.
6-په معارف کې عمر خوړلي استادان او ددولسم ټولګي فارغ معلمين د تقاعد ته سوق شي.
دوهم : د لوړو زده کړو په باب. زه خپل فکر په دې پوښتنه وړاندې کوم.
ايا موږ دې ته ضرورت لرو چې زموږ ټول ددولسم فارغان باید ضرور څلور کاله نور لوړ تحصيل وکړي ددې ځواب به د چا په نظر هو وي او د چا نه.
زه هم په دوهم ځواب کې ځان بولم. موږ باید د نورو ملکونو له تجربو هم ګټه واخلو زما په فکر موږ تر ډېره اوس متواسط مسلکي کدر ته اړتيا لرو او ددې وخت رارسيدلی دئ، چې تخنیکي او مسلکي کدر ورزو، ضرور یې نه بولم چې ټول ليسانس شي او بیا په کليو او کوڅو کې بې کاره وګرځي او حکومت تخريب کړي او دوی هم مايوسه وي.
که موږ غواړو چې ټولنه مو صنعتي شي، نو د صنعت دپاره د مسلکي تخنیکي کدر شتون ضرور دئ. کله کله په کليو کې د خلکو تر منځ پر دولت داسې نيوکه کيږي، وايي چې ولې خاريجيان موږ ته درندې فابريکې نه راکوي چې زموږ ځوانان مصروف کړي او خپل تولیدات ولرو.
زه اکثره دداسې پوښتنو سره مخامخ کيږم، بيا چې ورته ووايم اوس د کمپیوټر زمانه ده ايا زموږ د پوهنتون فارغ التحصيل د يو ميخ د ټک وهلو قابليت لري؟
معلومدار ده، چې نه يې لري. قناعت خو وکړي مګر بل بديل نه ويني. په اروپا کې مې د يوه څلرويشت کلن ځوان اينجينر سره چې تازه فارغ ؤ ملاقات وشو. او په خپل نوي کور کې يې کار کولو، ما ترې وپوښتل چې : ددې تعمیر د انجينري نقشه چا جوړه ده، ده ويل چې ما کړيده. د مهندسي، برق، کاناليزاسيون او… نقشې چا کړيدي، ده ويل چې ټول ما او د هر مسلک کار يې هم ما خپله کړی دی. نجاري، ويلډينګ، فلز کاري ټول ما کړي دي خپل دوهم ورور په هغه وخت کې را غواړم چې کوم دروند وزن نشم پورته کولائ.
زموږ اينجينر خو کچيري نقشه جوړه کړي، مګر د ځمکې پر مخ يې نشي تطبيقولی. نو څه بايد وشي؟
1-د کيفيت د لوړولو وخت دئ.
2- مسلکي، تخنکي متواسط مکتبونه باید جوړ او زيات شي.
3- د کانکور شرايط او سوالونه د نوى نصاب په برابر جوړ شي.
4- په ښوونه او روزنه او لوړو زده کړو کې فساد د زغم وړ نه دی، باید مخنیوي يې وشي.که اراده، عمل او همکاري موجوده شي هر مشکل حل کيدونکئ دئ.

Categories: بېلابیلې مقالې