له پوهې لرې او په جګړه کې ښکېل ولس!/ نجیب الله پاڅون

دا ښکاره خبره ده چېرته چې جګړه وي هلته به د پوهې راتګ ناشونی وي. جګړه، ناامني، بې اتفاقي، تاوتریخوالی، تشدد، زورواکي، او ناپوهي هغه شومې او ناوړه پدېدې دي، چې پښتون ولس ورسره مخ دی. دغو بدبختیو پښتون ولس په خپلو لومو کې راګیر کړی او هر څه یې ترې اخیستي. د خواشینۍ ځای دا دی چې په زیاتو بې اتفاقیو او ناامنیو کې په خپله د ځینو پښتنو لاس دی او دوی د پردیو بادارانو د خوشاله کولو په موخه خپل ولس تورتم کې ساتلی دی. که چېرته موږ خپل چاپېرچل ته وګورو د پښتنو په سیمو کې به داسې پېښې ووینو، چې ډېرې به یې د حیرانۍ وړ وي. د پښتنو په ځینو کورنیو کې له ښځو سره تاوتریخوالی، مذهبي افراطیت، خپل منځي شخړې، بې اتفاقي او زور زیاتی هغه څه دي، چې تر اوسه یې ځینې کورنۍ د غم په ټغر کېنولي دي. نور قومونه تل د پوهې، تعلیم، پرمختګ او هوساینې په لټه کې دي؛ خو پښتانه بیا د جګړې، جهاد او افراطیت شوقیان دي .له ښاریه و څخه لرې سیمې په کومو کې چې پښتون قام میشت دی، دوی اوس هم په دې فکر کې دي، چې د ملي اردو عسکر، سیمیز پولیس به شهید وي او که مردار؟  که هر څومره دې ولس ته وویل شي او د پوهې د ښېګڼو په اړه ورته لکچرونه واورل شي؛ خو د دوی به بیا هم هماغه حال وي. زه کله ناکله د یو رپوټ په خاطر د بلخ لرې پرتو ولسوالیو ته زم کله چې  د دې ولسوالیو امنیه قومندانۍ، جنایي، حقوق او نورو دولتي څانګو ته ورشئ مراجعین به یې ټول پښتانه وي، یو به وايي چې زما لور خپل خاوند وهلې او لاس یې  مات کړی بل به وايي، چې زما کښت د فلاني مالونو خوړلی. او بل به وايي، چې زما د زوی سر یې مات کړی. مشر سړی به وي د حقوقو په اداره کې به ټوله ورځ د دې لپاره ناست وي، چې خور او یا هم کوم بل میراث خور پرې عریضه کړې، تر څو د دوی حق ورکړي؛ خو ده به قسم کړی وي، د یوې ولیشتې ځمکې لپاره به سرماتوي. که چېرته د ولایتي مراکزو محبس خونو ته سر ورښکاره کړئ. اکثره به په کې غټې لونګۍ والا  پښتانه ناست وي. دغه عالیجنابان به په څه بندي شوي وي؟ یوه به یې خپله مېرمن وژلې وي، بل به یې خپل ورور وژلی وي. بل به یې وسله په لاس نیول شوی وي او بل به یې د ځمکې په سر خپل تربور وژلی وي.!!!

ځینې داسې پېښې هم شته چې یو انسان یې په لیکلو شرمېږي. د روژې په میاشت کې یو پښتون یو پلار دوه زامن او یوه مېرمن په دې خاطر ووژل، چې د ده په ځای کې ولې یخ خرڅوی او ده هلته نه پرېښودل. یوه دوه وېشت کلنه نجلۍ په بلخ ولسوالۍ کې په داسې حال کې ووژل شوه، چې ښوونځي ته روانه وه او د روژې مبارکه میاشت وه، د دغې نجلۍ ګناه دا وه، چې له خپل خاوند څخه یې طلاق اخیستی  و، یو ځوان په چهاربولک ولسوالۍ کې په داسې حال کې ووژل شو چې ده خپله خور د خاوند د وهلو څخه ژغورله؛ خو د خور خاوند یې راپورته شو او دغه ځوان یې د چره یي په ګولۍ په مخ ووېشت. د همدې ولسوالۍ په بله سیمه کې یو تنکی ځوان په داسې حال کې وسله والو طالبانو ونیوه، چې خپلې نا واده کړې مېرمنې سره د کور تر څنګ ولاړ و او دوی ونیوه. طالبانو دغه ځوان په ډېرې بې رحمۍ سره شهید کړ له دغه ځوان څخه یې د بدن بېل، بېل اعضا غوڅ او تش کالبوت یې په دښته کې غوځار کړ. د همدې ولسوالۍ په یوه سیمه کې د سیمیزو پولیسو په جسدو باندې مرداری کول او د دوی بدنونه لوڅول او سپکاوی یې کول هیڅ د ویلو نه دي. د یو کلاشینکوف په خاطر دوه ځوانان په یو ځای کې وژل او له دوی څخه وسله وړل دا هم د مېړانې کار!!!. که چېرته داسې پېښې زه دلته بیان کړم له دې لیکنې نه به کتاب جوړ شي؛ خو اوس خبره داده چې تر څو به دغه بدبختۍ زمونږ په سیمو کې روانې وي؟ تر څو به خوار پښتون له خپله لاسه وژل کېږي، زورول کېږي او سپکول کېږي؟

زه کله د خپل ولایت دولتي سیمینارونو او غونډو ته زم زیاتره دغه غونډې په مزارشریف ښار کې ترسره کېږي او هیڅ مثبته پایله نه لري. دوی په ښار کې ناست وي او د ولسوالیو د هغو ښځو غم خوري چې تاوتریخوالی ورسره کېږي. په دې سیمینارو کې یوه غټه او مهمه خبره دا وي، چې د ښځو د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د جوماتونو ملاصایبان ډېر رول لري؛ خو دوی له دې څخه خبر نه دي، چې د ښځو د تاوتریخوالي اصلي لاملین همدا خلک دي، دوی په جوماتو کې په ښکاره ډول دا چغې وهي، چې ښځه د کور لپاره ده نه د بېرون لپاره، دا ښکاره خبره ده ، چې کله ښځه د کور شي نو بیا هغه بېچاره چېرته ښوونځی لوستی شي؟ په ځینو جوماتو کې په ښکاره ډول ویل کېږي او له ناستو پښتنو څخه غواړي چې که چېرته غواړئ خپله پرده وکړئ، نو لورانې مو په پرده کې وساتئ. د تاجکو، عربو او ازبکو له کلیو څخه هر کال په لسګونو نجونې له دولسم څخه فارغېږي، خو پښتون مشر خپله لور په دې خاطر ښوونځي ته نه پرېږي، چې بیا خلک ورته بېغیرت وایي.

نوي او تنکي ځوانان بیا د جنت او د حورو غم نېولي وي، کله چې دوی پلرونه دیني مدرسو ته ولېږي، بس د دوی همدا خبره وي، که ځانمرګی مې وکړ خدای به دومره حورې راکړي او که یو امریکايي مې ووژلو خدای به دومره اجرونه راکړي، د مدرسې ملا صایب بیا د دې پر ځای چې دوی وطندوستۍ ته وهڅوي ټوله ورځ ورته د وطن د اشغال او د جهاد د فضلیتونو تشې خبرې اوروي. همدا ځوان چې کله له ملي امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې مړ شي بیا یې مور او پلار په سرو سترګو ورپسې ژاړي، ځینې وخت یې لا پلار لېونی او یا یې مور په سترګو ړنده شي. دلته بیا د مدرسې ملا صایب د دغه وړکې جنازې ته صرف سر ورښکاره کړي او دغه تبلیغ ورته بیان کړي، چې دا خو شهید سو، خدای ورته شهادت ورکړ ، پلار او مور ته یې وایي چې تاسو غم مه کوئ ځوی مو په جنت کې مست ګرځي . نعوذ بالله لکه دی، چې له جنت څخه دې دنیا ته راغلی وي.

خپل منځي بې اتفاقي، جنګ جګړې په پوله او پټي مړي کول دومره ډېر دي، چې دلته به یې لیکل بې ځایه وي.

ځان ته به ډېر ننګي او باتور وايي؛ خو د یوې وړې ځمکې په سر به یې خپل ورور او یا هم تربور د بېل، چاقو او یا هم په کومه بله وسله وژلی وي. بیا به دغه مشر په محبس کې شپې او ورځې تېروي او خوار اولاد به یې د پردیو مزدوري کوي.

د پښتنو واړه ماشومان له هر څه نه ډېر زورویګي. دوی له ډېر وړوکوالي څخه یتیم او بې پلاره پاتې شي، بیا ټول عمر د پردیو مزدوري کوي او یا هم په بهر هېوادو کې مړ شي. زه داسې ډېرې کورنۍ پېژنم چې پلرونه یې د وسله والو مخالفینو طالبانو په لیکو کې وژل شوي او ځوانه ښځه یې له څو وړو ماشومانو سره کونډه پاتې . اوس دغه کونډې په ډېر بدحالت کې دي ټوله ورځ په دوزخ کې ژوند کوي، د پردیو لاس ته ګوري او خپل واړه ماشومان د مال څرولو او یا یې هم په نورو شاقه کارونو مصروف کړي. داسې کورنۍ هم شته، چې دوه او یا هم درې ځامن یې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې وژل شوي او کورنۍ د خوراک لپاره څه نه لري.

یو څه ته چې پښتون ځوان ډېر تیار دی هغه د کفر ټاپه لګول دي. خواشینونکې خبره خو داده، چې دغه کارونه زیاتره هغه پښتانه ځوانان کوي، چې لوړې زده کړې یې هم کړي وي.

همدې جګړې، ناامنۍ، افراطیت، تشدد د پښتنو اکثره سیمې د تعلیم، پرمختګ او هوساینې له سیوري څخه محرومې کړې دي. په دې کار کې د مافیایي کړیو او همدا راز په خپله د پښتنو پوره لاس دی. د ښار څخه لرې د تاجکو کلي هم شته؛ خو کله چې یې کلي ته ورشې، برېښنا، د اوبو زېرمه، ښوونځی، روغتیايي کلنیک، جومات، سړک او پاخه پلچکونه به ووینې، خو کله چې د پښتنو کلي ته ورشې سړکونه یې خام، پلونه یې خراب، ښوونځی یې کنډوالې، روغتیايي کلنیک خو په سترګو نه وینې، یواځې چې یو څه به په کې وي هغه به مدرسه وي، بس نور هیڅ هم نشته!!!

زما موخه له دې لیکنې څخه دا ده چې لګ تر لګه دې پښتون نني عصر ته وګوري او بیا دې خپل ګرېوان کې سرښکته کړي. دا خپل منځۍ شخړې، زور زیاتی، ټوپکماري، په ښځو تاوتریخوالی او افراطیت راتلونکی نه لري بیا به د نورو قومونو لاس ته محتاج وي لکه اوس چې محتاج یو. زه دا نه وایم، چې مونږ دې مدرسه نه لولو، پکار خو داده، چې هم دې مدرسه ولوستل شي او هم دې ښوونځی لکه نور قامونه چې دغه کار کوي. که چېرته ترکمن،تاجک او عرب قومونه وګورئ دوی هم مدرسه لولي او هم ښوونځي دوی په راتلونکي کې په هره برخه کې دنده اجرا کولای شي؛ خو زموږ پښتون صرف مدرسه لولي او پاتې نور خدای مل.

په وروستیو کرښو کې بیا هم وایم، چې موږ جګړه نشي ګټلی همدا جګړه او ناامني ده، چې موږ پښتانه یې له هر څه بې برخې کړي یو. که چېرته په یوه سیمه کې امن او سوکالي وي، هلته به ژوند، هوساینه، خوشالي او سوکالي شتون ولري.

د پښتون قام د بېدارۍ په هیله.!

0