علي عبدالله صالح له شپونتوب تر ولسمشرۍ /نجم شینواری

د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح د شپونتوب نه تر ولسمشرۍ ..او بیا تر مرګه ..
عبدالله صالح په ۱۹۴۲ میلادې کال د پلازمینې  صنعا نه بهر د سنحان په بیت الاحمر قریه کي زیږدلی دی، صالح د ژوند په پيل کي شپون وو، د خپل کور کلي ګډې بزې يي پيولې، ښوونځی یي ډیر کم لوستی دی.  په ۱۶ کلنۍ کي د یمن پوځ ته لاړ، صالح د شاهي نظام ضد وو، او په ډیرو عسکري پاڅونونو کي شریک وو، ان د صنعا د کلابندې د افسرانو نه یو و ، دغه وخت صالح ته پوځي رتبه ورکړل شوه، د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو کې صالح په پوځ کي پياوړی رول پیدا کړ، چي کله په ۱۹۷۹ کال کي د یمن د هغه وخت ولسمشر ابراهیم الحمدي ووژل شو، ورپسې کال کې د هغه ځای ناستی احمد غشمي هم ووژل شو، نو یو ناڅاپه صالح لوړو ته وخوت، يه یوه میاشت کي دننه دننه صالح د یمن د دولت د مشرتابه د لوړې شورا غړی شو، ورپسي دغې شورا په اکثریت د یمن ولسمشر وټاکه، صالح دغه وخت ۳۸ کلن وو، ده وکړل شو، د یمن ټولې اداري تر خپل واک لاندې کړې، ده د یمن پوځ ، استخبارتي او امنیتې ادارې د خپلې کورنۍ د غړو نه ډکې کړې، د حساسو ادارو مشري صالح خپلو ځامنو او ورونو او د ورونو بچیو او نورو خپلوانو او د قبیلې غړو ته ورکړې، صالح وتوانید په یمن کې ټولي جنګي ډلې وځپې ، صالح په ۱۹۹۰ کال کې جنوبې یمن هم تر خپل واک لاندې کړ، او دی د یوه متحد یمن لومړی ولسمشر شو، صالح تر ۲۰۰۴ کال پوري په بشپړ کې یمن واک درلود، په ۲۰۰۴ کال د حوثیانو خوځښت د بدرالدین الحوثي په مشرۍ پيل شو، نو صالح د حوثیانو د ځپلو لپاره جدې ګامونه پورته کړل، صالح د حوثیانو ضد شپږ جګړې د ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۱۰ کال پوري کړې، په دې لړ کې د حوثیانو مشر بدرالدین الحسین الحوثي هم ووژل شو، چې د حوثیانو د حرکت مؤسس و، خو حوثیان کرار نه شول. مګر د دولت سره یي د یو تړون له مخي ډزبندې وکړه.
په ۲۰۱۱ کال چي کله په عربې دولتونو کي د دکتاتورانو ضد ولسي پاڅونونه د تونس نه پيل شو، مصر، سوریا، لیبیا او یمن ته یی لمبې ورسیدلې، صالح په ټول قوت د دغه اور مخه نیول غوښتل، خو ونه توانید، په دې ترڅ کې صالح د صنعا په یوه مسجد کي د چاودني له کبله سخت ټپې هم شو، خو له مرګه وساتل شو، خو په ۲۰۱۲ کال يي د خلیجي هیوادونو په طرحه عمل وکړ او واک نه ګوښه شو،
د یمن نوی ولسمشر عبدالرب هادې شو، هادي کوښښ وکړ، تر څو په پوځ کې د صالح نفوس راکم کړې، هادي د جمهوریت ساتونکي ځواک ړنګول اعلان او دا حساسه اداره یي په پوځ کې شامله کړله، دغه اداره د صالح تر ټولو پياوړي وفاداره ځواک وو، د ړنګیدو روسته هم د دې ادارې اکثرو افسرانو د صالح ملاتړ کاوه، صالح د دوو کالو روسته یوځل بیا د یمن په سیاسي دګر کې را ښکاره شو، ده د ده د وخت د جمهوریت ساتونکو افسرانو په پوځ کنټرول ترلاسه کړ، هلته حوثیانو د دولت ضد وسلوال بریدونه پيل کړل، صالح او په پوځ کې لوې برخي د حوثیانو سره ایتلاف وکړ، په ۲۰۱۴ کال دغه ایتلاف د یمن پلازمنه صنعا او نور ګڼ ښارونه ونیول، په یمن کي حساس ځایونه د صالح او حوثي ځواکونو تر واک لاندې شول، دوي په ګډه د یمنې دولت سرمشریزه شورا جوړه کړه ترڅو د هیواد چاري پر مخ یوسي، عبدالرب هادي سعودی ته وتښتید، او له هغه ځایه یي چاري پر مخ بیولي، په ۲۰۱۵ کال د سعودي په مشري د خلیجي هیوادونو پوځي ایتلاف په یمن هواي بریدونه پيل کړل، د هادي ملاتړو ځواکونو د عدن ښار ونیو او هادي خپله موقته پلازمینه عدن ښار وګرځاوه.

صالح د حوثیانو سره ۳ کاله ګډ ایتلافي حکومت کي وو، ۶ میاشتي مخکي د سعودي یوې ورځپانې په راپور کې ویلې وو، چې د دواړو ډلو ترمنځ اختلافات پیدا شوي، او صالح ګومان کوي چي حوثیان يي د وژلو اراده لری، دوه اونۍ مخکي د دواړو ډلو ترمنځ رسنیز جنګ پيل، او تیره اونې په پلازمینه صنعا کي د دواړو ډلو ترمنځ وسلوالي نښتې پيل شوي، د تیرې شنبې په ورځ صالح په یوه تلوزیوني مرکه کي د یمني ولس نه د حوثیانو ضد د پاڅون غوښتنه وکړه، چي حوثیانو په ځواب کي وویل، صالح ډیره خطرناکه لوبه پيل کړه، چي د ده سر پکي تللی شي، جګ زور واخیست او د صالح په کور هم توغندې ولګیدل، صالح غوښتل د صنعا نه بهر خپل پلارني کلي سنحان ته پنا یوسي.. لار کی د حوثیانو په کمین ورپښ شوای ، هغوي يي موټر په درنو وسلو ویشتی او بیا یي د موټر نه راښکته کړی او په سر يي په ډزو ویشتی .. علي عبدالله صالح د ژوند کیسه داسي ورختمه شوه……… عرش نه فرش ته لاړ ..

Categories: بېلابیلې مقالې,سیمه او نړۍ