روهینګيايي مسلمانان څوک دي؟/ژباړه: زیرک یوسفي

روهینګيا مسلمانان د نړۍ تر ټولو ځورول شوی او ربړول شوی قومي اقليت دی. دوی داسې يوه مسلمانه توکميزه ډله ده چې له پيړيو راهيسې په ميانمار (برما) چې يو اکثريت بودايي هيواد دی اوسيږي. اوسمهال په نوموړي هيواد کې چې د آسيا په سويل ختيځ کې موقعيت لري، ۱.۱ ميليون روهینګيايي مسلمانان اوسيږي. په روانيګا ژبه چې د راخين آيالت د نورو ژبو څخه يو څه په لهجه کې توپير لري، خبرې کوي. په ميانمار کې په رسمي بڼه ۱۳۵ توکميزې ډلې شتون لري خو له ۱۹۸۲ کال راهيسې روهينګيايان په رسميت نه دي پيژندل شوي او له همدې امله دغه مسلمان توکمه خلک بې هيواده او بې تابعيته پاتې شوي دي. نږدې ټول روهينګيايي مسلمانان د ميانمار هيواد په لويديځ ساحلي ښار راخين کې اوسيږي او د حکومت له اجازې پرته له هغه ځايه نه شي وتلای. دا د هيواد له بيوزلو ولايتونو څخه دی چې د کورونو پر ځای پکې د پنډغالو په څير هستوګنځي شتون لري چې آن لومړنۍ آسانتياوې او فرصتونه هم پکې شتون نلري. د څو لسیزو راهیسې د روان تاوتريخوالي او ځورونې له امله سلګونه زره روهينګيايان ګاونډيو هيوادونو ته د ځمکې له لارې تښتيدلي دي.

روهینګيايي مسلمانان په اصل کې د کوم ځای دي؟

دغه توکميزه مسلمانه ډله له دولسمې ميلادي پيړۍ راهيسې په برما کې اوسيږي. د اراکان ملي سازمان په وينا روهينګيايان له تاريخي پلوه دا اراکان يا راخين په سيمه کې له پيړيو راهيسې چې پيل يې چا ته څرګند نه دی اوسيږي. د بريتانيا د سل کلن حاکميت په دوران کې (۱۸۲۴-۱۹۴۸) ګڼ شمير خلک له هغو سيمو څخه چې اوس د هندوستان او بنګله ديش پورې اړه لري د کارګرو په توګه برما ته کډه شوي دي.  څرنګه چې انګريزانو پر برما د هندوستان د يو ولايت په توګه حکومت کاوه نو دغه ډول مهاجرت ته د بشر د حقونو د څار سازمان لخوا د کورنيو بې ځايه شويو په توګه کتل کیدل. خو د کارګرانو دغه ډول کډوالي د ځايي اکثريت اوسيدونکو له منفي غبرګون سره مل وه.  له خپلواکۍ وروسته، میانمار هغه مهاجرت چې د انګريزانو په وخت کې رامنځته شوی و ناقانونه وباله او د بشر حقونو د څار سازمان د راپور د ۲۰۰۰ کال د راپور پر اساس له همدې امله اکثريت روهينګيايانو ته تابعيت ورنکړل شو. په دې سره ډيری بودايانو روهينګيايان بنګالي وګړي ګڼل او د روهينګيا اصطلاح او نوم يې نه مانه او ويل يې چې دغه نوم نوی جوړ شوی او رامنځته کيدل يې يوه سياسي موضوع ده.

روهینګیایان څنګه او ولې ځورول کيږي؟ او ولې په رسميت نه پيژندل کيږي؟

په ۱۹۴۸ کال کې د ميانمار له خپلواکۍ سره سم، حکومت د تابعيت د اتحاديې يو قانون منظوره کړ چې د روهينګيا پرته ټول توکمونه پکې د برما د اتباعو په توګه په رسميت وپيژندل شول. د بشري حقونو د څار د نړيوال کلنيک د راپور له مخې چې د انګلستان د يل پوهنتون لخوا په ۲۰۱۵ کې جوړ شوی و، روهينګيان په دغه قانون کې نه و شامل شوي. خو د نوموړي قانون له مخې ټولو هغو وګړو چې دوه نسله په ميانمار کې اوسيدلي و اجازه درلودله چې د تابعيت د تذکرې لپاره غوښتنليکونه وسپاري. د همدې قانون پر بنسټ په لومړيو کې د نوموړي قانون د عمومي احکامو سره سم روهينګيايانو ته هم تذکرې او حتی تابعيت ورکړل شول او په پارلمان کې يې د استازو په توګه هم څو دورې څوکۍ درلودلې. د ۱۹۶۲ کال د پوځي کودتاه وروسته، د روهينګيايانو په وضعيت کې په ډراماتيکه توګه بدلون راغی. ټولو اتباع مکلف شول چې د ثبت ملي کارتونه ترلاسه کړي، خو روهينګيايانو ته يوازې د بهرنيو په توګه پيژندپاڼې ورکړل شوې چې د کاري او تعليمي فرصتونو له نظره ورباندې ډير محدوديتونه لګول شوی وو.

په ۱۹۸۲ کال کې بيا د تابعيت قانون هم منظور او توشيح شو چې په رسمي توګه روهينګيايان بې هيواده اعلام کړل شول. د دې قانون پر بنسټ روهينګيايانو ته يو ځل بيا د ۱۳۵ توکميزو ډلو ترمنځ رسميت ورنکړل شو. دغه راز د قانون پر بنسټ اتباعو ته په دريو سطحو کې تابعيت ورکړل شو. که چيرې چا د طبيعي تابعيت د اخیستو غوښتنلیک سپاره، بايد داسې ثبوت یې وړاندې کړی وای چې کورنۍ يې د ۱۹۴۸ کال ترمخه په ميانمار کې اوسيدلې ده، د میانمار په يوه رسمي ژبه خبرې وکړای شي. په دې برخه کې روهينګايانو دغه ډول اسناد نه درلودل او يا ورته نه و ورکړل شوي.  د دې قانون سره سم د زده کړې، کار، سفر، واده، د مذهبي آزادۍ او روغتيايي خدماتو ته لاسرسی پر دوی محدود کړل شو. دوی ته د رأی ورکولو حق هم ورنکړل شو خو که کوم يو به يې د تابعيت له آزموينې څخه بريالی هم ووت د روهينګيا په نوم نه بلکې د طبيعي اوسيدونکي په توګه پيژندل کيدل او بيا هم ورباندې ځينې محدوديتونه وضع او ځانګړو مسلکونو لکه طب، حقوقو او انتخاباتي پوستونو ته نه شول تللای.   له ۱۹۷۰ راهيسې د راخين پر ولايت ګڼ شمير دولتي بريدونه ترسره شوي چې سلګونه زره روهينګيايان يې بنګله ديش، ماليزيا، تايلند او نورو سويل ختيځو آسيايي هيوادونو ته په تيښته مجبور کړي دي. په دغه بريدونو کې اکثره کډوالو د جنسي تيريو، ربړونو او سوځولو په اړه راپورونه ورکړي جې د ميانمار د پوځ لخوا ورسره ترسره شوي و.

د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په مياشت کې کله چې د میانمار هیواد ۹ سرحدي پوليس ووژل شول، پوځ د راخين د سيمې  پر کليو خپل عمليات پيل کړل. پوځ د نوموړې پيښې پړه د روهينګيا پر يوه جنګيالۍ ډله واچوله. په دغه عملياتو کې د پوځ سرتيري د بشري حقونو څخه په سرغړوونو تورن شول چې له محکمې پرته وژنې، جنسي تيري او سوځونې پکې شامل وې، خو پوځ دغه تورونه په کلکه رد کړل.  د ۲۰۱۶ کال د نومبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو يو پلاوي حکومتي ځواکونه د روهينګيا پر توکميز چاڼ يا قومي تصفيې تورن کړ. دا لومړی ځل نه و چې داسې تور لګول کيده، بلکې د ۲۰۱۳ کال په اپريل کې د بشري حقونو د څار بنسټ داسې يو کمپاين ترسره کړ چې ميانمار غواړي د روهينګيا مسلمانانو قومي چاڼ ترسره کړي. حکومت په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.  د تيرې آګسټ مياشتې په پای کې پوځ هغه مهال عمليات پيل کړل چې د پوليسو يوه پوسته او د پوځ يوه  قرارګاه تر بريد لاندې راغله. عيني شاهدانو او فعالانو راپورونه ورکړي چې پوځ پر روهينګيايي بې وسلې مسلمانانو په بې توپيره توګه ډزې کړي چې نارينه، ښځې او ماشومان هم پکې شاملې وي. خو حکومت بيا ادعا درلودله چې لږترلږه سل کسه پوليس او د پوځ سرتيري د اراکان د روهينګيايي مسلمانانو د ژغورنې د پوځ- چې يوه روهينګيايي وسله واله ډله ده- په بريد کې وژل شوي دي. د تاوتريخوالي له پيله په راخين کې د روهينګيايي مسلمانانو لس سيمې سوځول شوي او له ۵۰۰۰۰ څخه زيات خلک له سيمې تيښتيدلي او زرګونه نور په سرحدي سيمو کې بند پاتي دي. د ملګرو ملتونو په وينا ډيری ملکيانو چې غوښتل يې بنګله ديش ته واوړي د سرحدي ګزمو لخوا يې مخنيوی شوی دی. ډيری دغه راز کډوال نيول شوي او بيرته ميانمار ته استول شوي هم دي.

څومره روهينګيايان له ميانمار څخه په تيښته بريالي شوي او چيرته تللي دي؟

د ۱۹۷۰ کلونو راهيسې نږدې يو ميليون روهينګيايي مسلمانان. له ميانمار څخه د پراخې توکميزې ځورونې او ربړونې له امله تيښتيدلي دي. د ملګرو ملتونو د وروستيو ترلاسه شويو شميرو پر بنسټ چې د روان کال د می په مياشت کې خپرې شوې، د ۲۰۱۲ کال راپه ديخوا ۱۶۸۰۰۰ کسان له ميانماره په تيښته بريالي شوي دي. د کډوالو د نړيوال سازمان د شميرو له مخې د تير کال د تاوتريخوالي د پيل راهيسې يعنې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر څخه د ۲۰۱۷ کال د جولای تر مياشتې  له ۸۷۰۰۰ څه ډير بنګله ديش ته کډه شوي دي. ډيری روهينګيايي مسلمانانو دغه راز خپل ژوند ماليزيا ته په کښتيو کې د بنګال د خليج او د آدامان د سمندر  له لارې هم په خطر کې اچولی دی.  د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ ۱۱۲۰۰۰ کسانو دې له ګواښه ډک سفر ته زړه ښه کړی دی.  ملګري ملتونه وايي چې تر اوسمهاله ۴۲۰۰۰۰ روهينګيايان د سويل ختيځې آسيا هيوادونو ته کډوال شوي دي. دغه راز ۱۲۰۰۰۰ د برما دننه هم بې ځايه شوي دي. د رويټرز خبري آژانس د راپور له مخې چې له ملګرو ملتونو څخه يې شميرې ترلاسه کړي، د ميانمار په شمال لويديځ کې د تاوتريخوالي له پيله چې د تيرې مياشتې راهيسې پيل شوی دی، ۲۷۰۰۰ کسان بنګله ديش ته اوښتلي دي په داسې حال کې چې شل زره نور د هيوادونو د پولو ترمنځ سرګردانه دي.

د روهينګيايانو په اړه د ميانمار ولسمشره آنګ سانسوچي او حکومت څه وايي؟

آنګ سانسوچي چې په يو ډول په عملي توګه د حکومت د مشرۍ چارې ورترغاړې دي د روهينګيايي مسلمانانو پر موضوع او ستونزو له بحث څخه ډډه کړې ده. نوموړي ويلي چې حکومت د روهينګيا په نوم کومه توکميزه ډله په رسميت نه پيژني او په راخين کې يې تاوتريخوالی او ورپسې د پوځيانو د عملياتو پړه پر روهينګيايانو چې تروريستان ورته وايي، اچولې ده.  نوموړې چې د نوبل د سولې جايزې ګټونکې هم ده پر پوځ کنټرول نلري خو له دې امله ورباندې نيوکه کيږي چې د پوځ لخوا  د زور زیاتي کارول نه غندي او د روهینګیايي مسلمانانو د حقونو لپاره چې له یو میلیون څخه زیات وګړي دي، نه ده ودریدلی. حکومت دغه راز په تکراري توګه د ناوړه چلند ادعاوې او تورونه رد کړي دي. د ۲۰۱۷ کال د فبروري په میاشت کې ملګرو ملتونو داسې یو راپور خپور کړ چې په قوي احتمال سره  حکومتي ځواکونو د نویو عملیاتو په ترڅ کې چې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په میاشت کې بیا پیل شوي دي، بشري ضد جرایم ترسره کړی. دي. په ورته وخت کې حکومت په مستقیمه توګه د راپور د موندنو په اړه هیڅ ډول اقدام نه دی کړی او ادعا یې درلوده چې ګواکې “په قانوني توګه له هیواد څخه د تروریستي فعالیتونو پر وړاندې دفاع کوي، او دا ادعا یې هم کوله چې کورنۍ څیړنې په دې اړه کافي دي”. په اپریل میاشت کې، آنګ سانسوچي له بي بي سره په یوه مرکه کې وویل چې قومي تصفیه یو ډیره پیاوړې اصطلاح ده او د راخین د وضعیت په اړه باید و نه کارول شي. نوموړې وویل زه فکر نه کوم چې دغه ډول کوم عمل دې جریان ولري، او دغه ډول اصطلاح کارول د هغه څه په اړه چې په راخین کې ترسره کیږي باید و نه کارول شي.

د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر په میاشت کې آنګ سانسوچي د ملګرو ملتونو پر پخواني سرمنشي کوفي عنان باور وکړ ترڅو په سیمه کې د دغه اوږدمهالې ستونزې ته د حل لارې ومومي. سره له دې چې ډیری خلکو د نوموړي کمیسیون د جوړیدو او د راپور د موندنو چې د آګست په میاشتې کې خپرې شوې هرکلی وکړ، خو عظیم ابراهیم، د نړیوالۍ پالیسۍ د مرکز مشرغړي وویل چې دا یوازې د آنګ سانسوچي پر وړاندې د نړیوالو نظریاتو او اعتراضونو د آرامولو یوه هڅه وه او په دې سره یې غوښتل چې نړیوالې ټولنې ته وښيي چې نوموړې هر هغه څه چې امکان ولري ترسره کوي. کوفي عنان ته د بشري حقونو د تیري د څیړنو په اړه پوره واک نه و ورکړل شوی مګر د اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ، زده کړو او روغتیايي خدماتو د پلټنو په اړه ورته واک ورکړل شوی و. کله چې کمیسیون جوړیده، د آنګ سانسوچي حکومت وویل چې دوی به موندنو ته بشپړه توګه رسیدګي وکړي. کمیسیون حکومت ته توصیه وکړه چې د روهنیګیايي مسلمانانو په سیمه کې بریدونو او عملیاتو او پر خلکو د سفر محدودیتونو ته د پای ټکی کیږدي. د نوموړي راپور له خپریدو وروسته حکومت د کمیسیون د سپارښتنو هرکلی وکړ او ویې ویل چې سپارښتنې به په پوره ډول د عیني شرایطو په پام کې نیولو سره، پلې کړي. حکومت په جدي توګه د راخین د ولایت شمالي سیمو ته د ژورنالیستانو او مرسته کوونکو ورتګ څخه مخنیوی کړی دی. د آنګ سانسوچي دفتر دغه راز مرستندویه ډلې په دې تورنې کړي چې ګواکې د تروریستانو سره مرسته کوي. د جنوري په میاشت کې – یانګي لي-، د میانمار لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور لیکونکي وویل چې دې ته د راخین سیمې ته د تګ لپاره اجازه نه ده ورکړل شوي او دغه راز اجازه نه ده ورکړل شوې چې د هغو روهینګیایانو سره هم خبرې وکړي چې مخکې ورته د حکومت لخوا ورپيژندل شوي و. دغه راز د ملګرو ملتونو هغه پلاوي ته چې غوښتل یې سرغړونې وپلټي، ویزې هم نه دي ورکړل شوي.

بنګله دیش د روهینګیا په اړه څه وايی؟

په بنګله دیش کې تقریباً نیم میلیون روهنیګایان په لاسونو جوړو شویو پنډغالو کې اوسیږي چې ډیری یې هیڅ ثبت شوي هم نه دي. هغوی چې بنګله دیش ته د پولې هاخوا وراوښتلي دي، بنګه دیش یې غیرقانوني کډوال بولي او تل یې هڅه کړې ده چې د روهینګیايي کډوالو له وراوښتلو څخه مخنیوی وکړي. د جنوري په میاشت کې بنګله دیش داسې یو پلان جوړ کړ چې روهینګیايي مسلمان کډوال لیرې جزیرو ته چې سیلابونو پکې ډیر راځي ولیږدوي. د حقونو فعالې ډلې وايي چې دغه سیمې د اوسیدو وړ نه دي. د دې پلان پر بنسټ چې په ۲۰۱۵ کال کې جوړ شوی دی، ځايي چارواکو ویلي دي چې له سند پرته میانماري کډوال به د تینګړچار سیمې ته د بنګال په خلیج کې ولیږدوی. د حقوقو د دفاع ډلو پر دغه وړاندیز نیوکه کړې او ووايي چې د مونسون په سیمه کې دغه سیمې په بشپړه توګه د سیلابونو لاندې کیږي. ملګرو ملتونو دغه په جبر لیږدونه پیچلې او لانجمنه ګڼلې ده. په دې وروستیو کې بنګله دیش د راپورونو سره سم د میانمار حکومت ته وړاندیز کړی دی چې غواړي په مشترکه توګه د راخین په سیمه کې د وسله والو جنګیالیو پر وړاندې عملیات ترسره کړي. د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویره ښودلې ده چې کیدای شي د تاوتریخوالي نوې څپه د نورو کډوالو د راتګ لامل هم شي ترڅو د بنګله دیش له پولو راواوړي.

نړیواله ټولنه د روهینګیا په هکله څه وايي؟

نړیوالې ټولنې روهینګیايي مسلمانانو ته د ترټولو زیاتو ځورول شویو لږکیو نوم ورکړی دی. ملګرو ملتونو او نورو حقوقي ګروپونو لکه د عفوې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان په دوامداره توګه د روهینګیايي مسلمانانو سره د میانمار د حکومت او ګاونډیو هیوادونو د حکومتونو پر چلند نیوکه کړی ده. ملګرو ملتونو په وار، وار ویلي دي چې پوځیانو په پیاوړي احتمال په راخین کې د بشري حقونو پر ضد ناوړه جرایم ترسره کړي دي چې حتی کیدای شي د جګړې له جرمونو سره معادل وبلل شي. دغه ادعاوې حکومت په شدیده توګه رد کړي دي. په مارچ میاشت کې ملګرو ملتو یو پریکړه لیک لاسلیک کړ چې په ترڅ کې یې یو خپلواک او نړیوال ماموریت جوړ شو ترڅو د اړوندو ادعاو تحقیقات او پلټنې ترسره کړي. خو ملګرو ملتونو ونشو کړای چې د تحقیقاتو کمیسیون چې د ملګرو ملتونو لوړپوړی ارګان دی جوړ کړي. د ملګرو ملتونو پلټونکي، باید په شفاهي توګه په راروان سپتمبر کې خپل راپور وړاندې کړي او باید راتلونکی کال خپل لیکلی بڼه راپور او موندنې ملګرو ملتونو ته وسپاري. د حقونو د دفاع ډلو د میانمار پر حکومت له دې امله نیوکه وکړه چې د ملګرو ملتونو پلټونکي یې و نه منل. د بشري حقونو د څار ډلې د میانمار حکومت ته ګواښنه وکړه چې د رټل شویو هیوادونو لکه شمالي کوریا او سوریې په  کتار کې به یې وشمیري که چیرې یې ملګرو ملتونو ته د تورونو  څیړنې لپاره اجازه ورنکړي.  په دې وروستیو کې دغه راز د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریس وویل چې په راخین کې د روان تاوتریخوالي په اړه دوي ډیر اندیښمن دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو رئیس ښاغلي زید رعد وویل چې دغه پیښې د غندنې وړ دي. دغه پیښې د وړاندوینې او د مخنیوي وړ وې او زیاته یې کړه چې د لسیزو دغه د بشري حقونو سرغړاوی او تاوتریخوالی او د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر د میاشتې راهیسې د بریدونو پر ضد  شدید امنیتي غبرګونونه د تاوتریخوالي او افراطیت په پرمختګ کې ونډه لري چې ټولې خواوې به پایله کې بایلونکې و اوسي.  د ملګرو ملتونو مشرانو د کوفي عنان د مشورتي کمیسیون د موندنو هرکلی کړی او حکومت ته یې سپارښتنه کړې ده چې دغه سپارښتنې په جدي توګه پلې کړي.

د اراکان د ژغورنې پوځ  یا (Arakan Rohingya Salvation Army (ARSA ) څه ډول یو سازمان دی؟

د اراکان د ژغورنې پوځ چې پخوانی نوم یې د الیقین دیني تحریک و، د ۲۰۱۷ کال په مارچ میاشت کې په نوي نوم خپل تشکیلات اعلان کړل او ویې ویل چې د روهینګیا د خلکو ساتنه او ژغورنه پر دوی واجب ده. د میانمار حکومت دغه ډله تروریستي ډله ګڼي. دغه ډله غواړي چې د خپلو ټولو وړتیاو په کار اچولو سره خپل حقونه د نړیوالو قوانینو په پام کې نیولو سره ترلاسه کړي او له خپلو ځانونو څخه د مشروع دفاع اصولو ته په پام سره دفاع وکړي. دوی دا هم زیاته کړه چې د هیڅ ډول نړیوالې تروریستي ګروپونو سره اړیکه نلري او هیڅ ډول تروریستي کړنې نه ترسره کوي. دوی په خپله بیانیه کې دغه راز وویل چې زموږ بریدونه یوازې د برما ظالم حکومت د رژیم پر وړاندې دنړیوالو حقونو په پام کې نیولو سره ترسره کیږي، ترڅو خپلې غوښتنې ترلاسه کړو. دغه ډلې په راخین آیالت کې د پولیسو او اردو پر پوستو د بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستلی او د دولت د راپورونو له مخې په دغه بریدونو کې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي چې ډیری یې د اراکان د ژغورنې د پوځ غړي و. د حقونو د دفاع ډلې بیا وايي چې سلګونه ملکي کسان هم د امنیتي ځواکونه په بریدونو کې وژل شوي دي.

د الجزیرې د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر د میاشتې د ویمې نیټې د راپور ژباړه

Who are the Rohingya Muslims?

Categories: بېلابیلې مقالې,د مسئول مدیر په خوښه