د کرېميا ـ کانګو تبه / ډاکټر ظهير

د ناروغۍ شالید
د کرېمیا – کانګو وینه‌ بهوونکې تبي ته په انګرېزي ژبه کې Crimean Congo Hemorrhagic Fever (CCHF) ویل کېږي. کرېمیا – کانګو یوه برېښیونې (حاده) تبجنه او وینه‌بهوونکې ناروغي ده چې د منګوړو (خسکو، کنو او وراسکو) له خوړلو یا هم د ککړو څارویو له ویني، ترشحاتو او جسد سره د اړیکې له کبله را منځ ته کېږي.

دا ناروغي لومړی ځل ۱۲ پېړۍ وړاندي په تاجکستان کې تر سترګو شوې وه. وروسته د اوکرايین کرېمیا ته د دویمې نړېوالې جګړې په پای کې د روسي پوځیانو له ورتګ سره وپېژندل شوه او د کرېمیا وینه‌بهوونکي تبې نوم یې پر کېښود. په ۱۹۵۶ کې په کانګو کې دې ته ورته یوه ناروغي ولیدل شوه او په ۱۹۶۹ کال کې مالومه شوه چې د کرېمیا او کانګو هغې یوه ناروغي ده؛ نو ځکه یې Crimean Congo Hemorrhagic Fever ونوموله. د ناروغۍ وژنکچه په دویمه اوونۍ کې له ۱۰ تر ۵۰٪ ده.

د ناروغۍ لامل (ایټولوژي)
دا یوه وایروسي ناروغي ده چې د ابربو ویراسو له ډلې سره تړاو لري. کورنۍ یې بونیاورېډې (Bunyaviridae) او جنس یې نایرو وایرس (Nairovirus) دی چې د هیالوما (Hyalomma) منګوړو په مټه لېږدي.

خپورپېژندنه (اپیډمیولوژي)
د CCHFF وایروس د هیالوما منګوړ په مټه لېږدېږي. غوايي، پسونه، سویان او وزې په خپل وار سره د هیالوما ارزېرمي (اصلي مخزنونه» دي. د ناروغ څاروي له ویني، ترشحاتو او جسد سره اړیکه د وایرس لېږد او د ناروغۍ چټکي او پراخي خپرېدا ته لار پرانیزي. قصابان تر بل هر چا ډېر له ګواښ سره مخ خلک دي.

دا ناروغي تر ډېره د افریکا په دښتي سیمو، ختیزه اروپا، منځني ختیځ، عراق، هند، پاکستان، ایران، چین او افغانستان کې تر سترګو شوې ده. همدا ډول، د کال په تاوده موسم کې چې د منګوړو پيدایښت او وده ډېره وي، دا ناروغي رامنځ ته کېږي. قصابان، د روغتونونو کاروکونکي، بزګران، شپانه/غوبانه او په ټوله کې هغه کسان چې له څارویو سره نیژدې وي؛ تر بل هر چا په دې ناروغۍ زیات اخته کېږي. ناروغ څاروي کومه نښه نلري. پرته له اوښمرغي (شترمرغه) نور ټول الوتونکي د ناروغۍ په وړاندي مقاوم دي.

د ناروغۍ د لامل ځانګړنې
لکه وړاندې (د ناروغۍ په ايټولوژي کي) چې یادونه وشوه، دا یوه وایروسي ناروغي ده چې د آبربو ویراسو له ډلي سره تړاو لري؛ او کورنۍ یې بونیاورېډې (Bunyaviridae) او جنس یې نایرو وایرس (Nairovirus) دی. د وایرس پېړوالی nm100 – 85 او د RNA یوستوې رښته لري. وایرس پروټیني پوښ لري او د تودوښي په وړاندي ډېر ټینګ نه دی؛ ۵۶˚C تودوښه یې په ۳۰ دقیقو کې وژني، یانې په پخه شوې غوښه او پاسټوره شویو شیدو کې له منځه ځي. په وینه کې په ۴۰˚C تودوښه کې ۱۰ ورځي ژوندی پاتېدای شي. ټاک چاپېریال (اسیدي محیط)، Phenolic میکروب وژونکي او ۱٪ Hypochlorite او همدارنګه محلول ۲٪Glutaraldehyde یې ژر له منځه وړي. صابون یې نه وژني خو غیر فعالوي یې. که غوښه په له منفي ۱ تر منفي ۴˚C تودوښه کې کنګل (فریز) شي؛ وایرسونه یې وژل کيږي.

له ګواښ سره مخ خلک
• د څارویو د روغتیا ډاکټران
• شپانه/غوبانه
• کوتونکي (قصابان)
• د ناروغانو د کورنۍ غړي او کاري ملګري
• بزګران
• هغه خلک چې له غوښو سره سر او کار لري
• روغتیايي کارکوونکي
• د لابراتور کارکوونکي
لېږدلار
لکه وړاندي چې مو وویل؛ د CCHFF وایرس په چاپېریال کې د هیالوما منګوړ په مټه لېږدېږي. مګر نوري لاري، د بېلګي په توګه، د هګۍ له لاري لېږد (Transovarion Transmission) او د بلوغ په بېلابېلو پړاوونو (Transstadial Survival) کې د لېږد وړ دی.

که نابالغه منګوړ وړوکي شمزي لرونکي څاروي وخوري؛ منګوړ د عمر تر پایه ککړ (مصاب) پاته کېږي او د ځوانۍ په پړاو کې همدا ککړ منګوړ لوی شمزي لرونکي څاروي لکه غوا، پسه، ګوره خر او نور په ناروغۍ اخته کوي. که ککړ منګوړ انسان وخوري؛ ناروغي رامنځته کېږي. سوی، غوا او پسه د ناروغۍ په خپرېدنګ کې ستر رول لوبوي. د افریکا په سویل کې د CCHF وایرس انټي باډي د زرافې، کرګدن، ګوره خر او سپیو د ویني له سېروم څخه تر لاسه شوي.
په کورنیو څارویو کې د ناروغۍ هیڅ نښه نه وي. د کوتلو (حلالولو) پرمهال یا تر کوتلو (حلالېدا) لږ وروسته یې د خپرېدو خطر ډېر زیات وي. که انسان د ککړ څاروي له ویني، خوشایوو، متیازو، ناړو او خوړلیو سره په تماس کې شي، په ناروغۍ اخته کېږي.
په روغتون کې بستر ناروغان شدیداً د نورو کسانو د ککړېدا لامل ګرځي.

نښې نښانې
۱۱. پټ پړاو: دا پړاو بدن ته د وایرس د ننوتلو له لاري سره تړاو لري. د منګوړ تر خوړلو وروسته معمولا پټ پړاو له ۱ تر ۳ ورځو او حد اکثر ۹ ورځو ته رسېږي. که وایرس بدن ته د منګوړ د خوړلو له لاري نه بلکې د ککړ څاروي له پوستکي یا هم ویني سره د اړیکې له کبله بدن ته ننوتلی وي؛ بیا پټ پړاو ۶ ورځي وخت اخلي خو کله نا کله دا پړاو تر ۱۳ ورځو هم اوږدېږي.

۲. تر وینې بهېدنې وړاندې پړاو: د ناګهاني نښو پيل له ۱ تر ۷ ورځو پورې (په منځنۍ توګه ۳ ورځې) وخت نیسي. ناروغ ته د سر شدید خوږ، تبه، لړزه، ګیجتوب، د غاړي درد او شخي، د غړو په تېره بيا د ملا او پښتیو خوږ، د سترګو خوږ، له روښنايي وېره (د روښنايي په وړاندي حساسیت) پیدا کېږي. کېدای شي چې ناروغ د زړه بدوالی، خوا ګرځېدنګ، بې لوهېتوب (بې‌اشتهايي) د ستوني خوږ، اسهال او د نس خوږ ولري. تبه له ۳ تر ۱۶ ورځو دوام کوي. د بدن په تېره بيا د غاړې او ټټر پاړسوب او سوروالی، د ستوني سوروالی په نقطوي ډول د تالو د ځینو برخو د نساجو مرګ. د وینې فشار کمېږي، د زړه دربا کمښت مومي، په وینه کې د سپینو ژونکو کمښت (لکوپنيا) او ټرمبوسیټوپین (په وینه کې د ټرمبوسایټونو کمښت) په تېره بيا د پلاکټو شمېر په هر ملي مټر مکعب کې تر ۱۵۰،۰۰۰ کمېږي.

۳. د وينې بهېدنې پړاو: لنډ پړاو دی خو په چټکتیا سره را منځ ته کېږي چې ډېری وخت د ناروغۍ له ۳مي تر ۵مي ورځې پیلېږي او له ۱ تر ۱۰ (په منځنۍ کچه ۴ ورځې) دوام کوي. په مخاطي غشاګانو وینه بهېدنه او تر پوستکي لاندې نقطوي وینه ټولېدنه په تېره بيا د بدن په پورتنیو برخو لکه تخرګونو، په ښځو کې تر تیو لاندې او ورنو کې را منځ ته کېږي. تر نقطوي وینې ټولېدنې وروسته کېدای شي په دغو او نورو ځایو کې هماټومونه (د وينې غټ کیسټونه) را پیدا شي. ملنا (په ډکو متیازو کې وینه) او هماچوریا (په تشو متیازو کې وینه)، له پوزي وینه راتلل، د ویني ګرځول، له ځېلانځي د ویني بهېدنګ او له غوږونو د ویني راتګ هم په ناروغ کې لیدل کېږي. کله نا کله خو یاده وینه بهېدنه دومره شدیده وي چې ناروغ ویني اخیستني ته اړ کېږي.

په ځینو ناروغانو کې یواځي نقطوي وینه ټولېدنه (هغه هم ۱۵٪) لیدل کېږي. په ۱۰٪ ناروغانو کې د وینه بهېدونکې پنومونیا په وجه سایزي (تنفسي) ستونزي رامنځ ته کېږي. په هرو دریو کسانو کې توری او ینه د ناروغۍ له ۶مي تر ۱۴مي ورځي غټوالی مومي. په سیروم کې د بیلوروبین کچه لوړېږي. هغه کسان چې د مرګ کومي ته لوېږي؛ پکي د ناروغۍ نښي له لومړيو ورځو بدلون مومي.
د ویني کمښت، مغزي وینه بهېدنه، د بدن د اوبلنتوکیو کمښت او د رګونو اُزیما د ناروغ مرګ ته لار پرانیزي.

په اتوپسي (تر مرګ روسته د کالبد پرانیستل، کتني، ازمویښتونه او ارزوني) د مړه شوي کس په ټولو غړو او د ګېډي (معدې) او کلمو په بافتو کې په بېلابېلو شدتونو سره وینه بهېدنه تر سترګو کېږي.

۴. د رغېدني پړاو: ناروغان له ۱۰مي ورځي وروسته چې د پوستکي ستونزي یې مخ په لږېدا شي؛ ورځ تر بلي ښه کېږي. د ناروغۍ له ۳مي تر ۶مي اوونۍ وروسته ډېری ناروغان د رغېدا پر لور ځي او له روغتونه رخصېږي. البته چې د ویني او متیازو لابراتواري ازمویښت پایلي یې نارمل اکر (حالت) ته را ګرځېدلي وي. د رغېدني د پړاو ځانګړنه دا ده چې ناروغ د یوې اوږدې مودې لپاره کمزوری لیدل کېږي چې ځیني وخت یوه میاشت یا تر میاشتي ډېر وخت اخلي. کله نا کله د بدن ټول وېښتان توېږي ( ۴ یا ۵ میاشتي وروسته بېرته سمېږي). داسي هم شونې ده چې د یوه یا ډېرو عصبو پاړسوب تر څو میاشتو پاتي شي.

د ناروغۍ پټ پړاو په منځنۍ توګه ۴ ورځي او حد اکثر اوږدوالی یې ۱۲ ورځو ته رسېږي. تر ۴مي ورځي له ویني بهېدني پرته ځیني نښي لکه تبه، د سړو احساس، د غړو ستړیا، د سر خوږ، د ویني د ډېرښت له کبله د بدن سوروالی، د سترګو سوروالی، استفراق او د ګېډي دردونه لیدل کېږي. د ویني بهېدني نښي له ۴مي ورځي وروسته پیلېږي چې د ویني راټول شوي ټکي خولي په مخاط او پوستکي څرګندوي. د بدن د نورو غړو په پرتله له پوزې، ګېډي، ځېلانځي، لېنګو او مړوندو وینه بهېدنه ډېره وي.

موندنه یا تشخیص:
د ناروغۍ د لومړۍ اوونۍ په تبجن پړاو کې وایرس له ویني او همدارنګه د ناروغ له ځیګر، توري، پښتورګو او لنفاوي مرغېړو (غدو) څخه تجرید کولای شو.
د بیزو له بډوګو چمتو شوې ژونکیزه کرنه د وایرس د کرلو لپاره کارېدای شي. د RCR (Polymerase Chain Reaction) ازمویښت په مټه وایرس په سرچپه نمونه اخیستنه (Reverse Transcriptase) کې لیدلی شو. همدا ډول، د سیرومونو له ازمویښتونو لکه ELISA، IFA (Immunofluerescense Antibody) او خنثی کولو څخه هم ګټه اخیستلای شو.

درملنه
د ناروغي په کابو کولو کې ملاتړي درمل او د ناروغ د بدن د اوبو او الیکټرولیټونو سمبالښت خورا ارزښتمن دی. څانګپوه (متخصص) ډاکټر دي ناروغ ته وایرس-بډي (anti-virus) درمل؛ ریباوېرین ورکړي.

واکسینېشن
له ۱۹۷۰۰مي لسیزي را په دې خوا د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د دې ناروغۍ په وړاندي ډول ډول واکسینونه وکارول شول خو د لوړ زهرجنتوب له کبله یې پایلي او اغېزمنتیا په زړه پوري نه وه. یوې تورکۍ څېړنیزي ډلي په ۲۰۱۱ کال کې په بریالیتوب سره وتوانېدل چې نازهرجن واکسین جوړ کړي. یاده دي شي چې دا واکسین تر اوسه په ازمېښتي پړاو کې دی.

مخنیوی:
1. په CCHFF مشکوک کس باید له کورنۍ او روغتون له کارکوونکو بېل شي. ټول هغه اوزار لکه ماسک، لاسماغو، پېش بند، مخ پوښ او بل هر هغه شی چې د ناروغ له ترشحاتو سره په تماس کې شوي وي؛ باید وسوځول شي.

2. د منګوړ وژلو په موخه کورونه او غوجلي باید د څارویو له ډاکټر سره په مشوره زهرپاشي شي.

3. د څارویو منګوړ په لوڅ لاس و نه وژل شي.

4. که مو لاسونه ټپونه لري؛ څاروي مه حلالوئ او له ټوک ټوک کولو یې ډډه وکړئ.

5. که څاروی حلالوئ یا ټوک ټوک کوئ؛ چاړه په خوله کې مه نیسئ.

6. د نیم خامې غوښي، ځیګر او توري له خوړلو ډډه وکړئ.

7. تشنابونه او د ناروغ په وینه او ترشحاتو ککړ چاپېریال باید ضد عفوني شي.

8. دا چې له بده مرغه ناروغ څاروی کومي ښکاره نښي نه لري؛ نو د څاروي غوښه باید تر حلالېدو وروسته د یوې ورځي لپاره په له منفي ۱ تر منفي ۴˚C تودوخه کې کنګل شي تر څو وایرس ووژل شي.

9. که د روغتیايي کارکوونکیو کوم غړی د ناروغ له پوستکي، مخاطي غشاوو، ویني، اوبلنتوکیو او یا هم ډکو متیازو سره په تماس کې کېږي؛ باید سمدستي هغه غړی په اوبو او صابون ومینځل شي.

10. یواځي باید د روغتیايي اورګانونو له لوري تصدیق (ټاپه) شوي غوښي وپېرل شي.

11. هغه روغتیايي کارکوونکي چې د بدن کوم غړی یې د ناروغ له پوستکي، ویني او ترشحاتو سره په تماس کې شوی دی؛ باید د دوو اوونیو لپاره تر کلکي څارني لاندي ونیول شي او هره ورځ یې د بدن تودوښه وکتل شي. که د ناروغۍ کومه نښه پکي ولیدل شي، باید ژر یې درملنه پیل شي.

Categories: بېلابیلې مقالې,روغتیا