د تاريخ پای؟ ډاکټر فرقان احمد توقير

دري پنځوس کاله يې په يوه وزارت کې دنده تر سره کړې، د نيمې پېړۍ ډېری برخه يې د دې وزارت په دوو څانګو محاسبه او کنټرول کې خدمت کړی، نه د جهاد تلوسې په کډوالي او هېواد پرېښودو اړ کړی، نه د خپل‌منځي جګړو لمبو له خپل وطنه په وتلو مجبور کړی او نه هم طالباني اختناق د هېواد په پرېښودو اړولی دی.
که نه زما په ګډون څوک داسې را ښوولای شئ چې په دغو بېلابېلو وختونو کې يې د پاکستان، ايران دسترخوان ته پلتۍ نه وي وهلې؟
له ۵۳۳ کلن خدمت سره ده په کابل کې د مېشتېدو جونګړه و نه‌شوای موندلای. د هېواد نه پرېښودو او د پاکستان، ايران، غرب دسترخوان ته د ګونډې نه وهلو صله يې دا ومونده چې د طالبانو له سقوط وروسته له دغو هېوادونو، د جهاد، مهاجرت، مقاومت او بلا نورو نومونو راغلي ښاغلي پر ډالري معاشونو ولګېدل، خو دی هماغه د اوو اتو زرو افغانيو معاش ته کېنول شو.
تښتېدلي او بګوړګان پر ډالري معاشونو ونازول شول او د تېښتې بې‌خرته مکافات او امتيازات يې په پچه ورسېدل.
څو کاله وروسته يې دی تقاعد کړ، د ده له تقاعده يې د نوې محاسبې له امله درې صفره وګرځول، تر نيمې پېړۍ زيات خدمت په مقابل کې يې يوولس زره افغانۍ تقاعد ورمنظور کړ چې د ده په خبره، د ملکې ټيکری يې کړ.
تر اختر وروسته يې له کلي کابل ته په راتلو ما ته ټليفون وکړ، زه يې د ليدو تږی او ډېره موده يې له ديدنه بې‌برخې وم.
ده ته مې د غرمنۍ وويل، لومړی يې نه، نو کړه، خو ما ورته کړه د دومره اوږده بېلتانه کيسه له غرمنۍ پرته نه‌شي بشپړېدای.
موږ دواړه د ښوروا يوې کاسې ته کېناستو، ښوروا اوس زموږ ښاريانو له دسترخوانه کډه کړې، خو يو وخت ترخه ښوروا، د جمعې ورځې د ملګريو د مېلمستياوو يوازېني د خوند خواړه پېژندل کېدل، ان چې د اشرافو، وزيرانو او غټانو پر دسترخوان يې هم ځای او مقام جوت و.
مرحوم انيس خان که کوم بل وزير چې کله کله به يې د خپل ملګري وزير غالباً مجروح صاحب په ملتيا د جمعې غرمنۍ پر استاد خليلي اړوله، يوه ورځ مجروح صاحب انيس خان ته کړه؛ پام دې وي جمعه مو له خليلي سره ده. ده په ټوکه ورته کړه؛ گم‌اش کو کت امو شوروای چرکش… خبره استاد خليلي ته ورسېده، بله ورځ يې په ګيله د انيس خان تر غوږ ورتېره کړه. انيس خان ورته وايي، ما داسې نه دي ويلي، ما ويل کت امو شوروای چرگش…
د محاسبې په برخه کې زما دغه دوست له پراخې تجربې سره لوړ تحصيلات لري او زما غوندې د غوايانو «څارويو» ډاکټر نه دی.
ده خپله دنده د مطبوعاتو له مستقل رياسته پيل کړې، له علامه سلجوقي تر سيد قاسم رشتيا، خالد روښان، محمدهاشم ميوندوال، محمدابراهيم عباسي، استاد بېنوا، صباح الدين کشککي، ډاکټر عبدالرحيم نوين او نورو وزيرانو سره د کار دومره خاطرې لري چې هره يوه يې زموږ د تاريخ شمله هسکه ساتلای شي.
ده تر ټولو وړاندې مرحوم ميوندوال ياد کړ چې د ورپېښې ناروغي له امله د غرمنۍ له‌پاره دوولس نيمې بجې کور ته روانېدو، پاو کم دوې بجې به بېرته دفتر ته راورسېده چې بيا به د ماخيستن تر لسو بجو په دفتر کې و.
وايي د ده تر وخته وزير د مامورينو له قانونه مستثنی و، خو ده دا دود مات کړ، نوم يې د ټولو مامورينو په پای کې په حاضري کې وليکل شو.
د ده په خبره د وزيرانو د تېلو لګښت له هماغه فلټره تېرېده چې د وزارت د خدمتي موټرانو له‌پاره په پام کې نيول شوی و.
وزير پرېږده چې صدراعظم هم بې‌پلېټه موټر نه‌شوای کارولای، د تورو هيندارو خو چا نوم نه و اورېدلی.
خو اوس د اقتدار او سرکاري زور يوه نښه دا ده چې موټران يې بايد بې‌پلېټه چې په نوره نړۍ کې پر مافيا دلالت کوي.
د وزير د موټر يوازېنۍ نښه دا وه چې «الف» به ورسره کښلی و، يوازېنی امتياز دا چې له بانټ سره ښي اړخ ته به يې ملي بيرغ لګېدلی و. د صدراعظم د موټر د بانټ دواړو غاړو ته ملي بيرغونه رپېدل.
ملي بيرغ خپل حرمت او قانون درلود. طول، عرض، د کارونې مواقع، موارد او مقامات يې څرګند وو، دا چې څوک په کومه رتبه او مقام په کومه کچه څه ډول هغه پر مېز ږدولای او کارولای شي، پرتوګ، کميس او د غاړې دسمال چا نه‌شوای ګرځولای.
دوست مې چې د ثور اتمې ته ورسېده، ته به وايې د خاطرو ماشين يې جام شوی وي. نور يې نو له خولې سوڼ نه‌شوای ختلای، لکه همدا د تاريخ پای وي. همدلته د تاريخ ارابه درېدلې وي او زما دوست د تاريخ پر واټ د تړل کېدو له لوحې سره مخامخ شوی وي.
د اطلاعاتو او کولتور يا نورو وزارتونو اوسني مامورين او کارکوونکي به له خپل تقاعد وروسته د خپلو وزارتي لويانو دغسې خاطرې ولرلای شي؟ دا به ډېر مفلس نسل وي چې د خپلو مشرانو له دغسې خاطرو يې حافظه تشه اوسي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: بېلابیلې مقالې

Pin It on Pinterest