د ابن خلدون المقدمه:/ واحد فقیري

عبدالرحمن بن محمد ابن خلدون یو ستر مورخ، سیاست پوه، او د تاریخ فیلسوف وو.  ابن خلدون په ۱۳۳۲ م کي په یوې اشرافي عرب کورنۍ کي په تونس کي وزېږېد. د هغه کورنۍ په سیاسي چارو کي ښکېله وه، او د شمالي افریقا او اندلس په علمي حقلو کي ئې شهرت لاره.

ابن خلدون ابتدايي تحصیلات په خپل کور کي د خپل پلار سره وکړل، خو نور عالي تحصیلات يې د تونس او اندلس په نورو ښارونو کي وکړل، او د خپل وخت په ممتازو علمي موسساتو کي يې درس ووایه.  د خپل ژوند او سفرونو په جریان کي، ابن خلدون  ته د دې فرصت برابر سو چي د خپل وخت له نومیاليو استادانو سره وګوري، او تبادل نظر سره وکړي.

ابن خلدون په خپل ژوند کي زیات سفرونه کول، او تل ګرځنده وو.  د زیاتو خلګو سره ئې پېژندل، او د مختلفو نظریاتو سره اشنا وو. هغه پراخ نظر لاره.  په سیاست او ژوندانه کي تنګ نظره نه وو. د هغه فکري افقونه پراخ ول. خو البته د خپل وخت او زمان ځيني نژادپاله نظریات ئې لرل.

پراخه تاریخي مطالعه يې درلوده. د خپل وخت تاریخي او سیاسي انکشافات یې په غور مطالعه کول. د مختلفو فکري مکتبونو سره اشنا وو.  او د خپل وخت د علومو په ډیرو څانګو کي منل سوی استاد او ماهر وو. البته زیاتره تاریخي مطالعه ئې تر ډیره حده د اسلام او عربو تاریخ ته محدوده وه. د هند، چین، یونان، او روم په برخه کي ئې مطالعه کمه وه. ټول تمرکز ئې د عربو او اسلام پر تاریخ باندي وو.

د ژوند ډیره برخه ئې په دربارونو او سیاستونو کي تېره سوه. له همدې امله په ځینو دربارونو کي په سیاسي دسیسو کي لتاړ سو. د سلطانانو او وزیرانو مشاور سو. له ځینو ځایونو څخه په وتلو مجبور سو، او تل ئې هڅه کوله چي یو فیلسوف شهزاده پیدا کړي.

په ۱۳۶۲ کي، ابن خلدون اروپا ته واوښت، او په ګرینادا کي یې د عربو په یوازنی مستقل ریاست کي کار پیل کړ. پدې وخت کي، ابن اخلدون د ګریناډا د حاکمانو لخوا سخت ونازول سو، خو وروسته له څه وخت څخه د سیاسي حسادتونو او رقابتونو په خاطر له سیاسي ستونزو سره مخامخ سو.

په ۱۳۸۴ کي، ابن خلدون له یوه ستر فامیلي غم سره مخامخ سو. د هغه ټوله کورنۍ په سمندر کي غرقه سوه. هغوی له تونس څخه د مصر الکزاندرې ښار ته په کښتۍ کي سفر کاوه. ابن خلدون په ۱۳۸۷ کي حج ته ولاړ، او له حج را وروسته په قاهرې کي میشت سو، او هلته ئې ژوند او تدریس کاوه. په ۱۴۰۰ کي ئې دمشق، بیت المقدس، بیت الحم، او نورو ځایونو ته یو لړ سفرونه وکړل.

ابن خلدون د خپلو سفرونو په ترڅ کي یو ځل بیا دمشق ته ولاړ. دا وخت دمشق د تیمورلنګ لخوا محاصره سوی وو، او پدې نادره تاریخي سفر کي ابن خلدون د تیمورلنګ سره ملاقات وکړ. او له لدې ملاقات څخه ئې جالبي خاطرې یادداشت کړي دي.

ابن خلدون شخصا یو فطري دپلومات وو. د اشرافي کورنۍ په ادابو کي را ستر سوی وو، او زیات خلګ ئې پېژندل. شخصي ارتباطات ئې پراخ ول، او د عصر له زیاترو علمي شبکو سره ئې تړاو لاره. تل د خپل ښار په علمي حلقو کي ښکېل شخص وو. علم، سیاست، او تحقیق ئې شوق او ذوق وو.

ابن خلدون په اجتماعي علومو کي د پراخي مطالعې خاوند وو. د تاریخ د فلسفې یو منل سوی استاد وو. د تاریخ په فلسفې کي د خاص نظر او دریځ خاوند وو. د تاریخ د فلسفې په باره کي ځانګړی موقف لري. د تاریخ د فلسفې پېزندل سوی عالم ارنولډ ټوینبي د ابن خلدون په باب وايي: ابن خلدون د تاریخ د فلسفې یو بې ساري مفسر دئ.

ابن خلدون د تاریخ د تحقیق یوه داسي لاره او طریقه په میراث پرې ښودله چي هدف ئې تاریخي حقایق له افسانو او اشتباهاتو څخه ساتل دي. د هغه تحقیقاتي میتود انتقادي او تحلیلی دئ. ابن خلدون په تحقیقاتي مسایلو کي انتقادي برخورد تشویقوي. هغه وايي چي مورخین باید د ارقامو په یادولو کي غور او احتیاط وکړي. مبالغه و نه کړي. غیر واقعي او مبالغه امیزه شمېرې درج نه کړي.   هغه لیکي چي المسعودي او نور مورخین لیکي چي حضرت موسی د اسرایلو عسکر په دښت کي راغونډ کړل، او ټول هغه د اسرایلي ځوانان ئې حساب کړل چي په عمر شل کلن ول. المسعودي کاږي چي د حضرت موسی جنګیالي ۶۰۰۰۰۰  (شپږ لکه) نفرو ته ورسېدل. ابن خلدون لیکي چي المسعودي دا واقعیت مد نظر نه نیسي چي ایا مصر او سوريې کولای سوای چي په اندازه عسکر ولري؟ ایا دا امکان لري چي په یوه مځکه کي دونه عسکر سره راغونډ سي؟ (۱۲-۱۳).

ابن خلدون وايي چي یو مورخ باید د خپلي موضوع تاریخي او فرهنګي چوکاټ په نظر کي ونیسي (۱۱).  د هغه وخت شرايط او حالات په غور وګوري. د تاریخي وقایعو په اړه د هغوی په اجتماعي او کلتوري عقایدو باندي ځان اګاه او خبر کړي.  کلتوري محدودیتونو ته ئې پام وکړي. هره تاریخي پدیده او حادثه د هغې پدیدې په زماني چوکاټ کي مطالعه کړي. هغه وايي چي زماني چوکاټ د یوې سیاسي او اجتماعي پدیدې د درکولو لپاره ضروري دئ.

په بل عبارت، یو محقق او مورخ باندي خپل د عصري فرهنګي او عقیدتي ارزښتونه پر نورو تاریخي دورو باندي و نه تپي. د خپل عقیدتي چوکاټ په محدوده کي نور تاریخي مسایل تحلیل او تفسیر نه کړي. بلکي تل کوښښ وکړي چي زماني چوکاټ مد نظر و نیسي، او د هغه وخت ارزښتونه ته پام وکړي.

ابن خلدون وايي چي تاریخ یو داسي علم دئ چي د تحقیق خورا زیاتي طریقې لري. د تاریخ لیکل ډیرو اسنادو او راز راز پوهي او مهارتونو ته اړتیا لري. د تاریخ لیکل ښه تحلیلي دماغ ته ضرورت لري. هر اړخیز علم او مطالعې ته اړتیا لري. دا ټول یو مورخ له اشتباهاتو څخه په امان وي، او حقیقت ته ئې سیخ وي.

ابن خلدون وايي چي مورخ باید تاریخي اسناد دقیق ارزیابي کړي. ثقه او جعلي اسناد سره بېل کړي. اول لاس او دوهم لاس شواهد سره جلا کړي. د هغه وخت سیاست، اجتماعي جوړښت، او تشکیلات په نظر کي ونیسي. محقق باید تل احتیاط وکړي. ارقامو او اعدادو ته د شک په سترګه وګوري. د راوي له بیوګرافي سره ځان بلد کړي. د راوي په انګېزې ځان خبر کړي. د راوي په سیاسي عقایدو باندي ځان اګاه کړي. او بالاخره شواهد او اسناد د عقل په تله کي وتلي.  هر څه په پټو سترګو و نه مني.

یو محقق باید هر اړخیز او جامع علم او معلومات ولري. خپله موضوع له هري زوايي څخه مطالعه کړي. د خپلي موضوع په باب پوره غور وکړي. زماني چوکاټ ئې د نورو همعصرو حادثو سره مقایسه کړي. د هغه زمان اقتصادي او سیاسي شرایط په غور مطالعه کړي. ځکه حالات بدلېږي، ټولني بدلېږي، او ګرده جهان تغیر کوي.

ابن خلدون وايي اجتماعي او سیاسي حالات او خلګ تغیر کوي. په جهان او ټولنه کي هیڅ شی پر خپل حال باندي نه پاته کېږي (۲۵). زمان بدلېږي. او هر څه تغیر کوي (۳۰). همدا وجه ده چي یو محقق باید د زمان او حالاتو بدلېدل مد نظر ونیسي. ابن خلدون راته وايي چي د حوادثو په درجولو او روایت کي باید پوره احیتاط وکړو. د مسایلو سره باید انتقادي او تحلیلي برخورد وکړو. او پخپل علمي تحقیق کي باید تل پر تحلیلي او انتقادي روش باندي ټینګار وکړو.

ابن خلدون په ۱۴۰۶ کي په ۷۴ کلنی کي په قاهره کي مړ سو.

 

د ابن خلدون د المقدمې اصلي موضوع:

 

د ابن خلدون مقدمه یوه داسي فکري هڅه ده چي غواړي د انسانانو په سیاسي او اجتماعي ژوند کي یوه عمومي قاعده کشف کړي. د انساني ټولني تکاملي بهیر تر یوه حده پوري تعین او وټاکي. د ابن خلدون میتود انتقادي او تحلیلي دئ. د تاریخ فلسفې ته یو نوی نظر دئ. ابن خلدون خپله څو ځایه په صراحت وايي چي دا یو نوی علم دئ. نوې جهانبیني ده. یوه نوې مستقله علمي څانګه ده (۳۸).

ابن خلدون وايي د دې کتاب اصلي موضوع د انساني تمدن، اجتماعي تشکیلاتو، او ټولنیز نظام د جوړېدو پروسه ده (مخ ۳۹). ابن خلدون لکه نور سیاسي او اجتماعي فیلسوفان په اول سر کي دا سوال مطرح کوي چي ولي انسانانو اجتماعي ژوند اختیار کړ؟ ولي جامعه تشکیله سوه؟ ولي انسانان سیاسي حاکمیت مني؟ ولي حکومت ضروري دئ؟ او بالاخره ولي په انارشي کي تمدن او جامعه نه سي جوړېدلای؟

ابن خلدون لکه ارسطو باور لري چي انسانان په «فطرت کي اجتماعي» دي. انسانان له جامعې او ګډ ژوند څخه بهر ژوند نه سي کولای. ځکه انسانان په یوازي سر خپل ټول ضروریات نه سي پوره کولای. ابن خلدون باور لري چي انسانان مجبوره دي چي په جامعه کي ګډ ژوند وکړي (مخ ۴۵). په اجتماعي ژوند کي خلګ متقابلي همکاري ته اړتیا لري. خلګ یو بل ته ضرورت لري.  د ابن خلدون په ګومان هره ټولنه یو اجتماعي نظام او تشکیلاتو ته ضرورت لري، او سیاسي نظام د انساني ژوند یو مبرم ضرورت دئ.

لکه ارسطو، ابن خلدون باور لري چي پرته له ښاري او اجتماعي ژوند څخه بله چاره نه سته. ښاري ژوند د  تمدن لویه برخه ده. متمدني ټولني مغلق سیاسي او اقتصادي نظامونه لري. پېچلي حقوقي او قضايي سیسټم لري. پراخي اجتماعي شبکې او طبقاتي تشکیلات لري.

ابن خلدون باور لري چي په ټولو ژوندي موجوداتو کي د «تیري» او «تجاوز» فطري غریزه پرته ده. هر سیاسي او اجتماعي نظام مجبوره دئ چي د خلګو تر مینځ همدا ورانونکې غریزه مهاره کړي. څو اجتماعي نظام قایم سي، او د بنیادمانو تر مینځ د تجاوز او زور فطري کشش راکنټرول سي.  اجتماعي انډول او بلانس برقراره سي. او سیاسي ثبات قایم سي.

ابن خلدون وايي چي باثباته اجتماعي نظام د انساني ژوند لپاره ضروري دئ، ځکه انسانان له دایمي جنګ، تجاوز، او تیري څخه راګرځوي. څه چي واقعا انسانان له تجاوز او تیري څخه راګرځوي، هغه سیاسي حاکمیت او حکومت دئ. سیاسي حاکمیت د دې قانوني صلاحیت لري چي عدل او انصاف قایم کړي، او متجاوز مجازات کړي. د ابن خلدون په عقیدې د مشروع سیاسي حاکمیت اصلي معنی او مفهوم همدا دا دئ چي عدل او انصاف بر قراره سي (۴۷).

ابن خلدون باور لري چي سیاسي حاکمیت د انسانانو ذاتي او فطري خصوصیت او کوالټي ده، او د انساني ټولني د تکامل لپاره حیاتي اهمیت لري. د سیاسي علومو فیلسوفان وايي چي سیاسي حاکمیت حتی په حیواناتو کي هم سته. حیوانات هم یو سلسله مراتب لري (مخ ۴۷).

ابن خلدون وايي چي ټول انسانان قانون، مقررارتو، او یو راایسارونکي صلاحیت ته ضرورت لري. انسانان اخلاقي، مدني، او دیني مهارکونکي قانون ته اړتیا لري. ابن خلدون وايي همدا وجه وه چي الله پاک د بنیادمانو لپاره الهي قوانین وضع کړل. ځکه بنیادمان حقوقي چوکاټ او موسساتو ته اړتیا لري. قاضي او پولیس ته اړتیا لري.

ابن خلدون کاږي چي په ټولنه کي د قانون موجودیت په خلګو کي د «تجاوز» روحیه راکنټرولوي (مخ ۹۷). جامعه باثباته کوي. او څرنګه چي په اسلام کي بینادمان پر مځکه باندي د خدای خلیفه ګان دي، نو ځکه باید په ټولنه  کي مشرتوب او سیاسي حاکمیت موجود وي (مخ ۱۱۷). حکومت او سیاسي امامت موجود وي.

ابن خلدون باور لري چي انارشي انسانیت تباه کوي. تمدن او ښاري ژوند بربادوي. انارشي د انسانانو هستي تباه کوي. نو بنا د بشریت د دوام لپاره سیاسي حاکمیت او ثبات ضروري دئ. د اجتماعي ژوند دوام یوازي هله ممکن دئ چي په انساني ټولنه کي ډاډمن امنیت موجود وي، او د اجتماعي ژوند د دوام لپاره شرایط برابروي (مخ، ۱۱۹).

ابن خلدون پدې باور دئ چي پرته له سیاسي نظام او حکومت څخه بشریت سقوط کوي. تمدن محوه کېږي. او اجتماعي نظام ګډوډ کېږي. ځکه انسانان طبعا په انارشي کي ژوند نه سي کولای. انارشي له انساني فطرت  سره اړخ نه لګوي (مخ ۱۵۲).

ابن خلدون وايي همدا علت دئ چي بدوي اقوام حکومت او قانون نه خوښوي. هغوی د ښاري ژوند او تمدن سره ذاتي دوښمني لري. چور او لوټ یې خوښېږي (مخ ۱۱۹).

 

عصبیه:

د ابن خلدون په المقدمه کي د «عصبیه» توری کلیدي اهمیت لري. عصبیه عربي لغت دئ، او ګډ ګروپي اتحاد، ګډه همکاري، فرا –فردي ګډ احساس، او ګډ ګوندي احساس ته ویل کېږي. التبه باید په سر کي وویل سي چي د ابن خلدون د عصبیې مفهوم پراخ او سیاسي دئ، او کله نا کله د حزبي ګډ آرمان او سیاسي اجنډا د پر مخته وړلو معنی هم لري.  د ګوندي اتحاد معنی هم لري.

ابن خلدون عقیده لري چي د تمدن، حکومت، او سیاسي حاکمیت د جوړولو او تثبیتولو لپاره «عصبیه» درلودل حیاتي اهمیت لري.  ابن خلدون باور لري چي د تمدن او حکومت د جوړولو په پروسه کي باید داسي اخلاقي او روحي قوه موجوده وي چي یو ګروپ، یو قوم، یوه سیاسي قوه، او یا د یوې سمي خلګ دېته وهڅوي چي تر خپلو شخصي ګټو جمعي  منافعو ته ترجیح ورکړي. یوازي شخصي ګټي مد نظر و نه نیسي. بلکي اجتماعي ګټو ته لومړیتوب ورکړي. په بل عبارت، د یوې سیاسي ټولني افراد فرا – فردي عمل وکړي.

ابن خلدون وايي هر هغه څوک چي قوي سیاسي عصبیه ولري، هغه ډله حکومت او سیاسي حاکمیت جوړوي.  ابن خلدون لیکي هغه ډله چي عصبیه يې غښتلې وي، د ګډ احساس قوه یې قوي وي، هغه ډله حکومت جوړوي. ځکه د ګډ احساس درلودل تر فردي احساس ستر وي، او ګډ احساس خلګو ته د قرباني او ایثار توان ورکوي، ځکه ګروپي احساس او عواطف تر شخصي منافعو لوړ وي. همدا احساس د یو قوم او یا یوې حاکمي طبقې د غړو تر مینځ د اتفاق او همکارۍ ګډ شعور لا غښتلی کوي. خلګ سره یو موټي کوي. متقابل اتحاد لا پیاوړی کوي. او په ټولنه کي عمومي ګډ وجدان غښتلی کوي.

ابن خلدون وايي ځیني وختونو کي سیاسي عصبیه په وینو کي وي. د ګډ پلار او نیکه په  درلودلو کي وي. د سلطانانو سلسلې عموما د یوه ګډ پلار څخه راشروع کېږي (مخ ۹۸). عموما شاهي سلسلې یو موسس لري، او ټوله شاهي کورنۍ ځانونه هغه شخص ته منسوبوي. شاهزاده ګان د همدې موسس پلار زامن وي.

د ابن خلدون په سیاسي ترمینالوژي کي عصبیه راز راز معناوي لري. عصیبه کېدای سي چي مذهبي وي، او خلګ د یوه مذهب پر محور متحد کړي. مذهب او دین د خلګو د اتحاد او ګروپي احساس باعث ګرځي.  عصبیه کېدای سي چي پر قومي او نشنلسټ محور باندي خلګ راغونډ کړي. د یوې سیمي یا قوم خلګ سره متحد کړي. دغه راز عصبیه کېدای سي چي سلطنتي وي، او یوه کورنۍ د یوه شخص پر محور باندي سره راغونډه کړي.

ابن خلدون کاږی چي د سترو امپراتوریو د ایجادولو لپاره باید یوه روحي او اخلاقي انګېزه موجوده وي. څو د یوې جامعې خلک ایثار، همکارۍ، ریسک اخیستلو، او ګډ کار ته وهڅوي. همدا محرکه قوه او انګېزه عصبیه ده. کله چي په یوه ملت کي قوي لمسونکې انګېزه موجوده وي، ویاړن تمدن ایجادېږي. حکومت او ثبات ایجادېږي. ځکه سیاسي عصبیه په یوه ګروپ کي د ایثار او قربانۍ یوه داسي ورحیه روزي چي تر فردي ګټو اوچته وي (مخ ۱۰۱).

ابن خلدون باور لري چي مذهب هم سیاسي عصبیې ته ضرورت لري. ځکه پر پرګنو باندي د ځینو ګډو اجتماعي کارونو  د کولو لپاره ګډ احساس او ګروپي اتحاد ته ضرورت سته. مسلمانان هم ګډ ګروپي اتحاد او عصبیې ته اړتیا لري (مخ ۱۶۰).  اسلام عصبیه تاییدوي (مخ ۱۶۱).

ابن خلدون وايي چي ګډ احساس یا عصبیه مختلف اشکال لري. په ځینو خلګو کي همدا د اتفاق احساس خورا غښتلی وي، خو په ځینو نورو خلګو کي بیا دا ګروپي احساس دونه قوي نه وي. په هر قام کي چي ګډ احساس او عصبیه قوي وي، هغه پر نورو باندي حکومت کوي (مخ ۱۵۲). ابن خلدون وايي چي سیاسي قدرت په ګډ سیاسي اتحاد او ګروپي احساس باندي ترلاسه کېږي (مخ ۱۵۱).

ابن خلدون وايي د قدرت د نیولو په لومړي پړاوونو کي یو قوم یا حاکمه طبقه باید داسي منلي مشران تولید کړي چي د عامو خلګو باور ترلاسه کړي. دا مشران باید تکړه او اعتمادي کسان وي. هر سیاسي حرکت د پرګنو حمایت ته اړتیا لري، او د پرګنو ملاتړ پرته له عصبیې څخه ممکن نه دئ.  ابن خلدون وايي چي هر سیاسي حاکمیت د سیاسي اتحاد له لاري ترلاسه کېږي (۱۲۵).  بنا هر سیاسي اقدام ګروپي اتحاد ته ضرورت لري (۱۲۷).  هر ولسي سیاسي حرکت یو ګروپي اتحاد او احساس ته اړتیا لري. ستر سیاسي نهضتونه عصبیې ته ضرورت لري (۱۲۶). که چیري په یوه ملت کي عصبیه موجوده وي، په هغه ملت کي به خامخا سیاسي مشرتوب هم موجود وي (۱۱۴).

لنډه داچي ابن خلدون باور لري چي هر سیاسي حرکت عصبیې ته ضرورت لري.

 

د سیاست ضرورت:

ابن خلدون سیاست داسي تعریفوي چي سیاست هغه علم دئ چي د یوه کور او ښار اداره د وخت د اخلاقي ایجاباتو سره سم پر مخ بيايي. د ابن خلدون په ګومان د سیاست اساسي هدف دا دئ چي پرګنې دېته وهڅول سي چي خپل نسل وساتي، او په عین زمان کي آباد او ازاد ژوند ولري (۳۹). ابن خلدون  سیاست د اجتماعي ژوند د ارتقا او تکامل لپاره اړین ګڼي. انساني ټولڼه په خپل بطن کي سیاسي ده، او تل سیاسي مشرتوب ته ضرورت لري.

ابن خلدون اعتراف کوي چي سیاسي حاکمیت د نظامي قوې په زور تر لاسه کېږي. نظامي قوه د مالیاتو په ذریعه جوړېږي، او تمویلېږي. مالیات په زراعت، تجارت، او عمومي عمراني ترلاسه کېږي. زراعت او عمراني په عدالت تامین ېږي. عدالت په پاکو او متقي چارواکو اجرا کېږي. د دولت د مامورنیو پاکوالی او موثریت د وزیر په سیاسي بصیرت پوري اړه لري، او دا ټول د یو مشر په شخصي کوښښ پوري اړه لري چي د خپل رعیت غم غوري، اقتصاد ئې ور ښه کړي. عمراني ئې ور زیاته کړي. هغوی ته د تعلیم او پر مختګ لا زیات فرصتونه برابر کاندي (۴۰-۴۱).  ابن خلدون وايي چي سیاسي ليډرشيپ هغه موسسه ده چي نظامي قوت ئې حمایت کوي. نظامي قوه پیسې او خرڅه غواړي. پیسې له رعیته د مالیاتو له لاري ترلاسه کېږي. رعیت هغه بېشماره خدمتګاران دي چي عدالت ئې خوشحاله کوي. د ابن خلدون په سیاسي فلسفه کي عدالت یو اشنا مفهوم دئ چي د دې جهان ژوند او اجتماعي نظام ته انرژي او قوت ورکوي. ابن خلدون په اخر کي وايي چي دا اته پورتنۍ جملې د سیاسي حکمت شیره ده (۴۱).

ابن خلدون باور لري چي دا جهان یو باغ دئ، او مالیار ئې سیاسي ليډرشیپ دئ. هغه وايي چي سیاست د یوې جامعې عمومي جهت او پرمختګ ټاکي. هغه وايي سیاسي حاکمیت د یوې ټولني لپاره یو ساتونکی دیوال دئ. یو محافظ چوکاټ دئ. یوه اداره کونکې قوه او حدود او اربع ده. د ابن خلدون په ګومان سیاسي حاکمیت هغه صلاحیت دئ چي اجتماعي ژوند او اخلاق سمي لاري ته برابروي. یو سیاسي مشر ته پکار دي چي ښه او مناسب اجتماعي اخلاق خپله پالیسي وګرځوي، او باید تل کوښښ وکړي چي جامعه هغه طرف ته سوق کړي.

ابن خلدون وايي چي حکومت هغه قوه ده چي د ښارونو او کلیو تر مینځ د متقابل تیري ګډ احساس راکنټرولوي (۹۷). ابن خلدون عقیده لري چي د صحرا خلګ تل غواړي چي ښار چور او لوټ کړي. حکومت مجبوره دئ چي د صحرايي خلګو د راکنټرولو لپاره د ښاریانو حفاظت وکړي. د ابن خلدون په سیاسي فلسفه کي د ښار او کلي جدل او دیالکتیک ته زیاته توجه سوې ده. هغه وايي چي ښار تل د صحرا په واسطه محاصره وي، او یو قوي مرکزي حکومت باید تل همدا تشنج ته توجه وکړي. د صحرا د تجاوز مخه ونیسي، او د ښارونو د پراخېدو لپاره باید زمینه برابره کړي.

 

ابن خلدون او ښه حکومتوالي:

 

ابن خلدون وايي چي په حکومت کي د ښو مامورینو انتخاب عدالت دئ. د مامورنیو او خلګو په ټاکولو کي انصاف مراعات ول عدالت دئ (۱۱۳). کار اهل کار ته سپارل عدالت دئ (۱۱۳). هغه پدې باره کي څو ځایه سخت ټینګار کوي.

د ابن خلدون په نظر ښه حکومتوالي په اعتدال کي ده. د خلګو سره په ښه سلوک کي ده. ځکه که چیري خلګ وډارول سي، هغوی بیا رشتیا نه وايي. استبداد په خلګو کي  فریبکاري زیاتوي.  خیانت ډیروي. او عمومي بې اعتمادي ایجادوي.

خو ابن خلدون وايي چي ښه حکومتوالي خلګو ته ډاډ ورکوي. ښه مشر خپل خلګ ساتي، او د هغوی سره په احترام او نرمښت چلن کوي. د حکومت نرمښت او عدل د حکومت او رعیت تر مینځ اعتماد ډیروي، او فاصلې رالنډوي.

د ابن خلدون په نظر ښه حکومتوالي دا ده چي سیاسي مشران دخلګو په حالاتو ځان خبر کړي، او د خپلو وطنوالو په ورځني ژوند کي محسوسه علاقه وښيي (۱۵۳). د هغوی ستونزي او اندېښنې واروي.

ابن خلدون وايي څرنګه چي دولت – حکومت د یوې ټولني په اقتصادي او سیاسي چارو کي مهم نقش لوبوي، نو بنا د دولت – حکومت اساسي وظیفه د جامعې سوکالي او ښه سیاسي اداره ده. ابن خلدون وايي چي د دولت – حکومت وظیفه دا ده چي د اقتصادي ودي او انکشاف لپاره مناسب او تشویق کونکي قوانین وضع کړي. خصوصي ملکیت وساتي. تجارتي لاري امن کړي. او عمومي اقتصادي انکشاف وهڅوي.

ابن خلدون کاږي چي سیاسي لیډرشیپ یوازي د غلبې او تسلط په حالت کي ترلاسه کېږي. سیاسي غلبه په قومي – ګوندي اتحاد او عصبیې پوري اړه لري. نو بنا پر نورو خلګو باندي حکومت کول باید دننه په کور کي قومي – حزبي- او ګروپي اتحاد تر شا ولري. داسي ګروپي ګډ اتحاد چي فرا – فردي طرز تفکر ولري (۱۰۱).  د ابن خلدون په سیاسي فلسفه کي ليډرشیپ باید د ګروپي او جمعي ګټو ساتونکی وي، نه د شخصي او یا فامیلي ګټو.

ابن خلدون وايي ښه او محبوب مشران عموما سخي وي. مېلمه پاله وي. پر خپلو وعدو باندي وفا کوي. خدعه او فریب نه کوي. د کمزوري خیال ساتي. د غریبو خلګو سره په محبت چلن کوي. د هغوی احترام کوي. د کمزوري حق ورکوي. د خلګو پر اشتباهاتو باندي سترګي پټوي. د کړاونو او تکلیفونو پر وخت لکه هسک غرونه دنګ او متین ولاړ وي. د خپل عزت د ساتلو لپاره تر پیسو تېر وي (۱۱۲).

ابن خلدون وايي د بشر په تاریخ کي د اجتماعي ژوند د پیلېدو سره سم سیاسي حاکمیت ته اړتیا پیدا سوه. ځکه د بشر په فطرت کي د تیري او تجاوز غریزه پرته ده، د همدې حیواني او متجاوزي قوې د مهارولو لپاره حکومت ضروري دئ. د همدې متجاوز احساس د راایسارولو لپاره یوې داسي قوې ته اړتیا سته چي (الف) مشروع وي، او (ب) داسي موثره قوه وي چي خلګ له تجاوز څخه وساتي (۴۷). متجاوزه غریزه په ټولو ژوندي موجوداتو کي سته (۴۶).

 

انارشي:

ابن خلدون د انارشي سخت مخالف دئ. ابن خلدون باور لري چي انارشي د انساني فطرت او نظام مغایر حالت دئ. هغه وايي انسانان طبعا په انارشي کي ژوند نه سي کولای (۱۵۲). ځکه خو سیاسي حاکمیت د انسان په سرشت او فطرت کي دئ (۱۵۱).

ابن خلدون وايي بدوي خلګ انارشي خوښوي، ځکه قبایل ذاتا له تمدن سره دوښمني لري. د هغوی مقررارت او انسجام نه خوښويږي. د بدوی خلګو غارت او لوټ خوښېږي. د هغوی فطري غوښتنه دا ده چي د نورو خلګو ملکیت خپل کړي. په بدوي جوامعو کي خلګ په بې قانوني کي ژوند کوي.

ابن خلدون وايي انارشي یو ملت تباه کوي. یو تمدن محوه کوي. ځکه خو سیاسي حاکمیت او حکومت د انسان فطري خصوصیت دئ. نظام او حکومت د بشریت د دوام او بقا تضمین کوي (۱۱۹-۱۱۸).

 

بې عدالتي:

ابن خلدون وايي بې عدالتي د یوه تمدن او سیاسي نظام تباهي تضمینوي. هغه لیکي د خلګو پر خصوصي ملکیت باندي تجاوز په یوه ټولنه کي د تجارت او ثروت د پیدا کولو انګېزه وژني. پداسي حالت کي عامه خلګ دا ګومان کوي چي که چیري پانګه واچوي او په اقتصادي ژوند کي برخه واخلي د هغوی همدا ثروت به بالاخره د حکومت لخوا ضبط سي، او له دوی څخه به په زور واخیستل سي.

ابن خلدون وايي بې عدالتي یوازي دا نه ده چي د خلګو خصوصي ملکیت په زوره ترې واخیستل سي، بلکي بېګاري، بې مزده خدمت، او نور شاقه کارونه هم بې عدالتي ده. بې مورده او بې سببه مالیات هم لویه بې عدالتي ده. ابن خلدون وايي بېګاري لویه بې عدالتي ده، ځکه کار سرمایه خلقوي. او کار او شخصي انرژي د بنیادمانو ذاتي سرمایه ده.  دغه راز، له خلګو څخه د هغوی شیان په ارزانه رانیول او بیا بېرته هغه شیان پر هغوی باندي په ګرانه خرڅول ستره بې عدالتي ده (۲۴۰-۲۴۱).

ابن خلدون لیکي پر پرګنو باندي زیات مالیات حواله کول د حکومتونو د رانسکورېدو سبب ګرځي. په داسي حکومتونو کي عموما د مالیاتو راجمع کونکي فاسد سي. مستفیان رشوت خوره سي. ابن خلدون وايي په هره اندازه چي د حکومت مصارف زیاتېږي، او په حکومت کي اسراف ډیرېږي، په هماغه اندازه مالیات جګېږي، څو بالاخره جګ مالیات د حاکم حکومت د زوال سبب ګرځي (۲۴۸-۲۴۹).

ابن خلدون وايي کله چي د یوې حاکمې طبقې عصبیه کمزوري سي، د هغې ډلي سیاسي حاکمیت ورو ورو زوال کوي. اول، پدې ډول نظامونو کي سیاسي مشران له خلګو څخه منزوي کېږي، او په وژلو پیل کوي. د حاکم همدا استبداد د حاکمې طبقې عصبیه لا کمزورې کوي. د وخت په تېرېدو سره  اول په هیواد کي لیري پرتي سیمي له مرکزه جلا کېږي. په وطن کي  مسلح ملیشاوي ډیرېږي. په غرنیو سیمو کي مخالفان راغونډېږي، او کرار کرار نوي خلګ ورجلبېږي. او بالاخره همدا ناراضه ډلي مستقل ریاست تشکیل وي (۲۴۷).

په سیاست کي د قلم او توري ارزښت:

ابن خلدون لیکي «توره او قلم» د یو سیاستوال لپاره ښه وسایل دي، او باید کار ترې واخلي. خو د یو دولت د تاسیس په لومړي پړاوونو کي د قلم په پرتله د توري اهمیت زیات وي. کله چي یو ځوان رژیم ځان تثبیتوي، او خپله سلطه خوروي، هله قلم باید د توري په خدمت کي وي. ابن خلدون وايي د یوې سلسلې په اخرو وختونو کي هم توري ته زیاته اړتیا وي، ځکه هله لومړیتوب د حاکم نظام ساتل وي.

مګر د یوه سیاسي نظام په پخوالي کي قلم او فرهنګ ته زیاته توجه باید وسي. ځکه پدې پړاو کي سیاسي نظام پوخ، مصون، او مطمین وي. د ابن خلدون په ګومان پدې وخت کي باید مالیات منظم راغونډ سي، او تعلیم او تربیې ته زیاته پاملرنه وسي. تعلیم عام سي او په پرګنو کي خور سي. اقتصاد غښتلی سي. او پدې زمانه کي قلم زیات موثر وي (۲۱۳).

په قوم کي نامیدي:

ابن خلدون کاږي کله چي یو قوم اسیر او غلام سي، په هغه قام کي ناامیدي ډیره سي. کله چي په یو قوم کي امید ختم سي، په هغه قوم کي بې اتفاقي زیاته سي. ګروپي او جمعي احساس په کي کمزوری سي. عصبیه يې ضعیفه سي. د ماتو ملتونو جمعي احساس او اتحاد د پوځي شکست په خاطر کمزوری سوی وي. کله چي په یوه قوم کي عصبیه کمزورې سي، د هغه قوم اقتصاد، تمدن، او تاریخ حایشه سي (۱۱۹).

تمدن او بدویت:

ابن خلدون باور لري چي د ښار او بدویت تر مینځ به تل جدل روان وي. هغه وايي د ښار او کلي تر مینځ تل یو ډول تشنج موجود وي. هغه وايي چي ښاري او کلیوالي ډلي د انساني تکامل طبیعي پرمختللي ډلي دي.  هغه وايي چي ښاري او کلیوالي ژوند هر یو ځانته جلا جلا اجتماعي نظامونه لري.

ابن خلدون وايي چي بدوي خلګ دا نه سي زغملای چي ښاري خلګ ارام ژوند ولري، او په عین وخت کي دوی په صحراوو کي له هر څه څخه محروم وي.  مدام په تکلیفونو کي ژوند وکړي. هغه باور لري چي د تاریخ په مختلفو پړاوونو کي بدوي خلګ پر ښارونو باندي بالاخره هجوم ور وړي، او ښارونه فتح کوي. ځکه د بدوي خلګو جنګي روحیه قوي وي. د ځان په ساتلو کي یوازي پر ځان باندي تکیه کوي، ځکه په صحرا کي دوی تل یوازي وي، او مجبوره دي چي پر خپل ځان باندي اتکا وکړي، او د ځان دفاع خپله وکړي.

خو د ښار خلګ پر حکومت او پولیس باندي تکیه کوي. د ښاري خلګو جنګي روحیه کمزورې وي. په ناز او سوکالي کي ژوند کوي. ابن خلدون وايي د صحرا خلګ باور لري چي د ښار خلګ «بې همته» دي.  بدوي خلګ باور لري چي  ښاریان درواغجن او بې ننګه دي. د ځان د ساتلو توان او جرات نه لري. همدا وجه ده چي په تاریخ کي بار بار کلیوالي خلګو ښارونه تسخیر کړي دي، او نوي حکومتونه یې ایجاد کړي دي. د ښاري ژوند په وجه بیا همدا صحرايي خلګ د وخت په تېرېدو سره ښاري سوي دي، او بیا یوه بله صحرايي ډله له صحراوو څخه راوځي، او زړه حاکمه ډله پسي اخلي. او سیاسي قدرت ترې نیسي. د ابن خلدون په باور په تاریخ کي همدا دایروي سایکل مدام دوام لري. تل نوي اقوام زاړه پسي اخلي. تل نوي سیاسي قوې زړې ماتوي.

ابن خلدون وايي چي په بدوي خلګو کي د ننګ او ناموس خبره خورا ګرمه وي. خلګ یو بل پېژني، او د شرم او پېغور مسله ډیره جدي وي. په بدوي خلګو کي ساده ګي او پاکي زیاته وي. وعدې ئې پخې وي. خلګ طبیعت ته نژدې وي. او د ادمیت او طبیعت تر مینځ واټن زیات نه وي. د هغوی اقتصاد پر مځکه او حیواناتو باندي راڅرخي. او اقتصادي منابع ئې محدودي وي.

ابن خلدون وايي د خلګو تر مینځ متفاوت شرایط د هغوی د متفاوتو عایداتو د لاسته راوړلو نتیجه ده (۹۱).  د کلیوالي سیمو اقتصاد پر زراعت او مالداري باندي تکیه لري. د ښارونو اقتصاد پر تجارت او کاروبار باندي تکیه لري. ابن خلدون وايي چي د ښارونو او کلیوالي سیمو په کالیو، خواړو، دودونو، او فرهنګ کي توپير وي.

کلیوالي ژوند سخت او ساده وي (۹۲). تولیدات کم وي، او د بخر نه میر ژوند وي. کلیوالي خلګ د ځان او بچیانو د مړولو له مشکل سره مخامخ وي. بدوي ژوند د انساني ټولني طبیعي حالت وي. خلګ اضافه شیان نه لري. اضافه پانګه نه لري. کلیوالي ژوند د بنیادمانو په تکامل کي لومړی پړاو دئ. او لدې را وروسته، ښاري ژوند راځي (۹۳). ابن خلدون وايي چي ښاري خلګ عموما پخپلو ورځنیو محاورو کي بد کلمات استعمالوي، هغوی دا کار حتی د ښځو په حضور کي هم کوي (۹۴).

ابن خلدون وايي کلیوالي خلګ د ځان د دفاع لپاره دیوال او کلا نه لري. بلکي د ځان د ساتلو لپاره یوازي پر خپل ځان باندي تکیه کوي. کلیوالي خلګ با همته وي. کلیوالي خلګ د شپې په تېارو کي د سپو غپا ته پام کوي. خو ښاري خلګ پر حکومت، قانون، او پولیسو باندي تکیه کوي. د ښاري خلګو رزمي روحیه کمرنګه وي (۹۵).  په کلیوالي سیمو کي د خلګو د کنټرول لپاره یوازنی واک او صلاحیت د خان او ملک وي (۹۷).

ابن خلدون وايي په کلیوالي سیمو کي د خلګو عصبیه عموما پر وینه او پلرني رشته باندي راڅرخي. خلګ د یوه پلار بچیان وي، او اکثره په یوې قبیلې پوري تعلق لري. په کلیوالي سیمو کي د پلار او نیکه شجره ډیره مهمه وي (۹۸).

ابن خلدون باور لري چي صلح دوسته اقوام سیاسي ریاست نه سي کولای، ځکه سیاسي حاکمیت نظامي قوې ته اړتیا لري (۱۱۰).

ابن خلدون عقیده لري چي بدوي ژوند او تمدن دوه مخالف قطبونه دي. بدوي خلګ له تمدن سره ذاتي دوښمني لري (۱۱۸). بدوي خلګ فطرتا لوټ او تالان کوي. بدوي خلګ قانون نه مني. انارشي ئې خوښه وي (۱۱۹).  ابن خلدون وايي که چیري بدوي ژوند او نظام پر ښاري ژوند او نظام باندي غلبه وکړي، هغه ښارونه او تمدنونه سمدستي سقوط کوي (۱۱۸). ابن خلدون وايي چي بدوي خلګ په انارشي کي ژوند کول ازادي تلقي کوي. هغوی هیچا ته اطاعت نه کول ازادي ګڼي.

 

تمدن، ښار، عمران

ابن خلدون وايي چي په یوه ښار کي د سیاسي حاکمیت تر تثبیتېدو راوروسته ښاري ژوند، نظام، او تمدن جوړېږي. د ښارونو او تمدنونو جوړول وخت، پیسې، فرهنګ، او تجمل ته اړتیا لري. د ښارونو د پراخولو لپاره د نفوس ډیروالي ته ضرورت سته، څو ښارونه اباد سي. د سترو ښارونو او تمدنونو جوړول ډیر وخت، سیاسي ثبات، او پلان ته ضرورت لري (۲۶۳).  د ښارونو او تمدنونو جوړول د چاپیریال او محیطي شرایطو مطالعې ته هم ضرورت لري.  ابن خلدون باور لري چي ستر سیاسي نظامونه د سترو ښارونو ایجادولو ته ضرورت لري. ځکه په ښارونه کي د خلګو تمرکز زیاتېږي، تمدن ایجادېږي، او فرهنګ او هنر خلق کېږي. ستر حکومتونه ستر څلي او ودانۍ جوړوي. ځکه یوازي ستر طاقتونه کولای سي چي زیات خلګ استخدام کاندي، د ډیرو خلګو همکاري ترلاسه کړي، او زیاتي پیسې ولګوي (۲۶۵).  ښارونه د کلتور د روزلو مرکزونه وي. د نوي تمدن مرکز وي (۲۸۲).

ابن خلدون وايي چي ښارونه باید له زهرجنو محیطي امراضو څخه وساتل سي (۲۶۷). د ښارونو او تمدنونو په جوړولو کي هوا او اوبه زیات اهمیت لري. د خلګو او ښارونو نظافت او پاکي زیات رول لري. د ښارونو په جوړولو کي باید محیطي شرایطو ته پام وسي. ښارونه باید پاکي جاري اوبه ولري. د اوبو د ذخیره کولو سیسټم ولري. حمامونه او غسل خانې ولري.

ابن خلدون وايي چي د یوه حکومت لپاره ښارونه د مالیاتو د راغونډولو ستر مرکزونه وي. ابن خلدون وايي چي په ښاري ژوند او تمدن کي د خصوصي ملکیت ساتل او حفاظت سخت رول لري. د خلګو خصوصي ملکیت باید جدا وساتل سي. ابن خلدون وايي د شتمنو خلګو ځاني مصونیت زیات اهمیت لري. د ښار شتمنه طبقه باید حفاظت سي، او داسي مقامونه ورکړه سي چي د هغوی په درد وخوري (۲۸۲).

ابن خلدون وايي عموما په ښارونو کي متمدن او شتمن خلګ ژوند کوي. په ښارونو کي د ثروتمني طبقې موجودیت کاروبار او مالیات راجلبوي. ابن خلدون وايي چي د ټولو بدوي ټولنو نهايي هدف او آرمان ښاري کېدل وي. ښاري ژوند تجمل، اقتصادي رونق، او د ارام ژوند شرایط برابروي. ښه غذاوي، شیک کالي، فیشني شیان،عیش او تجمل ټول په ښارونو کي وي (۲۸۵).

ابن خلدون عقیده لري چي د ښاري ژوند امن، تجمل، او هوسا شرایط په خلګو کي ټمبلي او بې همتي تقویه کوي. د وخت په تېرېدو سره ښاریان کرار کرار فاسد سي، او اخلاقي معیاورنه ئې راټېټ سي.

ابن خلدون وايي کله چي حکومتونه پاخه وي، باثباته وي، هله په هیواد کي اقتصادي رونق وي، وده وي. خلګ په عیش او نوش کي ژوند کوي. مالیات ډیروي. حکومت کولای سي چي خپل مصارف پوره کړي.

ابن خلدون وايي د تمدن، تجارت، او عمومي ثروت د جګولو لپاره حکومت ته پکار ده چي په عامه خلګو او سکتور کي تولید او اقتصادي فعالیت زیات کاندي (۲۴۰).  هغه عقیده لري چي کله خلګ تجارت او کاروبار و نه کړي، تمدن او ښاري ژوند سقوط کوي. هر څه خوسا کېږي (۲۳۸-۲۳۹).

 

د ابن خلدون اقتصادي نظریات:

ابن خلدون وايي هر انسان غذا ته ضرورت لري. او هر انسان ځینو شیانو ته اړتیا لري.  د انساني ټولني اقتصادي کاروبار پر ګټه او فایدې باندي ولاړ دئ. فایده د بنیادمانو د ژوند او معاش لپاره ضروري ده. فایده د سرمايې په راغونډولو کي حیاتي اهمیت لري.

ابن خلدون وايي ګټه هغه ارزښت دئ چي د بنیادم په کار او انرژي باندي ایجاد سوی وي. ابن خلدون وايي چي کار ارزښت تولیدوي (۲۹۸). د ارزښت د خلقولو اصلي عامل انسان دئ (۳۰۳). زحمت فایده خلقوي. انسان ارزښت ایحادوي. انسان تمدن، ښار، او اقتصاد جوړوي. ابن خلدون وايي کله چي په ټولنه، تمدن، او ښار کي خلګ لږ سي، تمدن پیکه کېږي، او بالاخره سقوط کوي. کله چي بنیادمان له ښارونو څخه کوچ وکړي، هغه ښارونه سوکه سوکه مري، او په خرابه بدلېږي (۲۹۹).

ابن خلدون په اقتصاد او سیاست کي د عامه خلګو د خصوصي ملکیت د ساتلو جدي پلوي کوي. هغه وايي چي د حکومت یوه اساسي وظیفه دا ده چي د خلګو خصوصي ملکیت وساتي. د ثروتمن کسانو لپاره په ښار او جامعه کي د امن او ډاډ فضا برابره کاندي. د خلګو لپاره د پانګوني فرصت برابر کړي (۲۳۸). ابن خلدون  بل ځای اصرار کوي چي سرمایه داران بايد وساتل سي (۲۸۱).

ابن خلدون باور لري چي سیاسي مشران وظیفه لري چي د خلګو اقتصادي وضع ښه کاندي (۴۱). بل ځای کاږي چي د سیاسي قدرت لپاره اقتصادي طاقت ضروري دئ (۲۴۰).

ابن خلدون بل ځای وايي چي په حکومت کي  عالي رتبه سیاسي پوستونه د  لوړ پوړ چارواکو د شخصي ثروت او ملکیت له ډیرېدو سره زیاته مرسته وکوي. کله چي یوه ډله سیاسي حاکمیت ترلاسه کړي، خلګ د هغوی خدمت کوي. خلګ د هغوی مصارف تهیه کوي. عالي رتبه سیاسي پوستونه د ثروت د ذخیره کېدو سبب ګرځي. ابن خلدون باور لري چي هر څونه چي سیاسي مقام ستر او بانفوذه وي، په هماغه اندازه ئې اقتصادي ساحه پراخه وي، او د ثروت د راغونډولو امکانات پکي زیات وي (۳۰۴).

ابن خلدون تجارت داسي تعریفوي کاروبار او بزنس هغه اقتصادي کوښښ ته وايي چي ګټه ترلاسه سي، او سرمایه زیاته سي. مانا شیان ارزانه رانیول، او په ګران قیمت خرڅول دي. د دغه تجارتي فعالیت له لاري راغونډ سوي مبلغ ته ګټه وايي (۳۱۰).

ابن خلدون یو ځای کاږي یوه ورځ یوه باتجربه تاجر یوه ځوان ته چي غوښتل ئې په اینده کي تجارت وکړي د بزنس په باب داسي وویل: زه به تا ته تجارت په دوو ټکو کي خلاصه کړم. ارزانه سودا وکړه، او ګرانه ئې خرڅه کړه. همدا د تجارت اصلي مفهوم دئ. او همدا د خبري شیره ده (۳۱۰).

 

سیاسي اسلام او ابن خلدون:

ابن خلدون لیکي چي اسلام دیکتاتوري، بې عدالتي، او استبداد نه خوښوي (۱۵۵). هغه بل ځاي وايي چي اسلام عدالت او انصاف ترویجوي، او له مسلمانانو څخه غواړي چي د اسلام دفاع وکړي (۱۵۷). ابن خلدون وايي چي د اسلام په صدر کي خلیفه ګان هم دیني او هم دنیوي سیاسي مشران ول. ځکه د حضرت محمد مقام او سیاسي میراث همدا ایجابول. ابن خلدون وايي چي اسلام هیڅکله خلګ په انارشي کي نه پرې ږدي. د ابن خلدون په قول د  اسلام په صدر کي امت تل یو امام لاره (۱۵۷).

ابن خلدون وايي  څرنګه چي اسلامي اجماع پدې باور ده چي انساني ټولنه تل امامت او یا سیاسي ليدرشيپ ته اړتیا لري، نو بنا دا د ټولو بالغو او عاقلو مسلمانانو وظیفه ده چي د اسلامي ټولني د مشرتوب په انتخاباتو کي پوره برخه واخلي. ابن خلدون لیکي چي دا د ګردو مسلمانانو مذهبي وظیفه ده چي د قران او سنت سره سم د وخت د سیاسي امامت اطاعت وکړي. ځکه قران مجید امر کوي چي د خدای، رسول، او خپلو امرانو اطاعت وکړئ (۶۲).

ابن خلدون وايي چي په اسلام کي د سیاسي مشرتوب او امامت شرایط څلور دي. په بل عبارت، هر څوک چي د مسلمانانو مشرتوب او امامت غواړي باید دا څلور مخکني وړتیاوي ولري. اول، باید په اسلامي احکامو کي علم ولري. دوهم، ایمانداري او صداقت ولري. مشر باید رشتین وي. درېیم، یو مشر باید باکفایته وي. لټ او بېکاره نه وي. څلرم، د یو مشر صحت باید سالم وي. فزیکي او دماغي مشکلات و نه لري. او داسي فزیکي او رواني تکلیفونه و نه لري چي د هغه پر وظیفې باندي منفي اثر واچوي (۱۵۸).  ابن خلدون وايي چي په اسلام کي د خلیفه او سیاسي امام اساسي وظیفه دا ده چي د خلګو دنیا ور سمه کړي. د اقتصاد غم ئې ور وخوري (۱۵۵).

این خلدون وايي چي اسلام پر خلګو امر کوي چي د ښو ملاتړ وکړي، او له بدو سره مجادله وکړي. هر مسلمان موظف دئ چي د شرارت سره مجادله وکړي. حق ووايي. د بدو سره په ژبه، قلم، او توره مبارزه وکړي.

ابن خلدون وايي اسلام شاهي او سلطنتي نظام نه خوښوي. اسلام سیاسي استبداد او د قدرت شهوت غندي. سیاسي تقوا ترویجوي. ابن خلدون وايي په اسلام کي سیاست پوره دخیل دئ.

ابن خلدون وايي حضرت محمد مدام د خپلو یارانو سره پر عمومي او خصوصي مسایلو باندي سلا مشوره کوله. ابن خلدون کاږي حضرت محمد مدام د ابوبکر سره سلا مشوره کوله، او همدا سبب وو چي ځینو اعرابو ابوبکر د حضرت محمد وزیر باله (۱۹۱).  ابن خلدون وايي څرنګه چي په اسلام کي د سیاسي لیډرشیپ مسله ډیره مهمه ده، نو بنا د حضرت محمد تر وفات وروسته د هغه یارانو ابوبکر په ګډه اجماع خپل امام او سیاسي مشر انتخاب کړ (۱۵۶).

ابن خلدون لیکي په اسلام کي بیعت د سیاسي وفادارۍ یو قرار داد دئ. دا سیاسي قرار داد د خلګو او سیاسي حاکم تر مینځ تړل کېږي. خلګ د سیاسي حاکم سره تعهد کوي چي اطاعت به ئې کوي. ابن خلدون وايي چي په بیعت کي خلګ لاسونه سره ورکوي، لکه په تجارتي په معاملو کي چي قول سره ورکوي.  ابن خلدون وايي بیعت امر کوي چي حاکم به د خلګو ګټي ساتي، د هغوی د اقتصاد غم به خوري، او هغوی به په مقابل کي د سیاسي مشر اطاعت به کوي (۱۶۶).

ابن خلدون کاږي چي اسلام مسلمانانو ته د ظالمو حاکمانو پر  ضد د قیام کولو سپارښت کړی دی. هغه وايي ډیرو مذهبي مشرانو د ظالمو حاکمانو پر ضد انقلابونه کړي دي (۲۷).

پای

د ابن خلدون مقدمه یو داسي سیاسي، فلسفي، او علمي اثر دئ چي پېړۍ پېړۍ کېږي د اجتماعي علومو مختلف شاګردان ئې مطالعه کوي، او نوي نوي شیان پکي پیدا کوي. د ابن خلدون د مقدمې اثرات بین المللي دي، او ښايي تر اسلامي جوامعو په نورو ټولنو کي زیات لوستونکي او پلویان ولري. ابن خلدون پخپل دې ابدي اثر کي کوښښ کړی کړئ چي د انساني ټولنو د ودي، انکشاف، او تکامل قاعده کشف کړي. په انساني ټولنه کي د اجتماعي تحولاتو عوامل او سببونه پیدا کړي، او د تاریخ د آینده سیر لپاره یو مسیر او جهت ترسیم کړي. او د مستقبل لپاره د تاریخ د سیر یو احتمالي تصور رسم کړي.  ابن خلدون غواړي چي تاریخ او اجتماعي تحولات انتقادي او تحلیلي مطالعه کړي. تاریخي حوادث او حرکت د عقل په تله کي وتلي، او یو عمومي درک ترې تر لاسه کړي. د ابن خلدون علمي ابتکار دا دئ چي اکثره نظریات ئې خپل دي. په اکثرو خبرو کي خپله استاد او مرجع دئ.

 

Ibn Khaldun: The Muqaddimah An introduction to History. Translated by Franz Rosenthal. Edited and abridged by N. J. Dawood. Princeton University Press. 1967.

Categories: بېلابیلې مقالې,د مسئول مدیر په خوښه