پاکستاني رسنۍ: د افغان کرکټ لوبډلې پرمختګ پاکستان له پاره د خطر زنګ

0 437

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د یو ورځينو سیاليو په درجه بندۍ کې د افغانستان پرمختګ د پاکستان کرکټ لوبډلې له پاره د خطر زنګ دی.

افغان کرکټ لوبډلې د زمبابوې لوبډلې سره په یو ورځنۍ سیالیو کې له بریا وروسته د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې له ۱۲ مقام څخه ۱۰ مقام ته پرمختګ وکړ.

د کرکټ نړیواله شورا د ښه لوبو او بریاو پر اساس د کرکټ لوبډلو ته پرمختګ ورکوي او د دې له پاره یې د غوره لوبډلو لس لوړ مقامونه ټاکلي دي.

د پاکستاني رسنۍ «پي ټي وي سپورټ» اندېښنه دا ده، چې که افغان لوبډله په راتلونکو سیاليو کې هم ښه وځليږي نو لرې نه ده، چې پاکستان په نړیواله درجه بندۍ کې شاته پرېږدي.

د پاکستان لوبډله اوس مهال دکرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د ۱۰ غوره لوبډلو په منځ کې ۸ مقام لري.

افغان لوبډې ته له پاکستانه د مخکې تګ له پاره یواځې دوه پوړه پاتې دي.

د کرکټ په نړيواله درجه بندۍ کې اسټرالیا په لومړي، هندوستان په ۲، شمالي افریقا په ۳، نیوزیلینډ په ۴، سریلنکا په ۵ ، انګلینډ په ۶، بنګلدیش په ۷، پاکستان په ۸، ویسټ انډيز په ۹ او افغانستان په ۱۰ مقام ولاړ دي.

افغان لوبډلې په خپلې وروستۍ بریا سره په ۲۰۱۵ کال کې دوه سیالې لوبډلې زمبابوې او ایرلینډ شاتې پرېښودې.

وکتلی شي چې په راتلونکې کې افغان لوبډله د ۱۰ غوره لوبډلو په منځ کې کوم ځای د ځان له پاره ټاکي؟

سلام وطندار

Leave A Reply

Your email address will not be published.