راشد خان د پښتنو سلګونه کاله زوړ تاريخ تازه کړ

0 277

په لومړي ځل راشد خان په کرکټ کې په یوه داسې بېټ لوبه وکړه، چې تر دې وړاندې په کرکټ کې پرې لوبه نه ده شوې.

راشد خان چې دا مهال په اسټراليا کې په بېګ باش سیالیو کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي، د تېرې يکشنبې په ورځ د ميلبورن رينيګاډز پر وړاندې په لوبه کې په يوه نوي بېټ باندې توپوهنه ترسره کړه، چې دا ډول بېټ تر دې مخکې په کرکټ کې نه دى ليدل شوی.

د کرکټ اسټراليا وېبپاڼې دغه بېټ ته د (The Camel) نوم ورکړى دى، يعنې (اوښ بېټ). راشد خان په دغه (اوښ بېټ) باندې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې پر وړاندې توپوهنه ترسره کړه او ٢٥ منډې يې وکړې. هغه په دغه لوبه کې همدا راز ٢ لوبغاړي هم وسوځول او کمې منډې يې ورکړې، چې اډلايډ سټرايکرز لوبډله يې بريا ته ورسوله او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

د (اوښ بېټ) تر شا اصل کيسه څه ده؟ ويل کېږي چې افغانان ډېر پخوا په اوښانو باندې اسټراليا ته تللي وو، راشد خان د همدې لپاره دغه بېټ رامخې ته کړى و، ترڅو د افغانانو او اسټراليا ترمنځ هغه پخوانۍ کيسې يو ځل بيا په اسټراليايانو کې را تازه کړي.

همداراز د هند بي پي ایل یا سوپرلیګ کې د راشد خان ټیم یا سنرایزرز حیدر آباد هم له راشد خانه د اوښ بېټ کارولو غوښتنه کړې ده. د اوښ بېټ ځانګړتيا دا ده چې شاتنۍ برخه کې لکه اوښ دوه کومي (وتلې ساحې) لري.

لنډه دا چې راشد خان د فرهنګ په برخه کې په دې یوه بېټ کارولو سره د اسټرالیا، افغانستان او پښتنو سلګونه کلونه پخوانی تاریخ بیا راتازه کړ او اسټرالیان یې ورته متوجه کړل.

Leave A Reply

Your email address will not be published.