کرېکټ؛ د وېسټ‌انډیز پر وړاندې د لوبغاړیو نوملړ خپور شو

0 40

کرېکټ بورډ د وېسټ‌انډیز پر وړاندې د نړیوالو شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لپاره د لوبغاړیو نوملړ خپور کړ.
د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په لوبډله کې د لوبډلمشر راشدخان په مشري اصغر افغان، حضرت‌الله ځاځی، رحمت‌شاه، جاوېد احمدي، افسر ځاځی، ګلبدین نایب، محمدنبي، نجیب‌الله ځدراڼ، کریم جنت، شرف‌الدین اشرف، ابراهیم ځدراڼ، یمین احمدزی، نویوالحق، اکرام علي‌خېل او مجیبالرحمان شامل دي.
کرېکټ بورډ وايي، دا یو ورځنۍ نړیوالې لوبې د راتلونکې نومبر میاشتې له شپږمې نېټې نه بیا د همدې میاشتې تر یوولسمې نېټې پورې د هند د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې پیلېږي.
کرېکټ بورډ په ورته وخت کې د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره هم د لوبډلمشر راشدخان په مشري لوبډله اعلان کړه چې اصغر افغان، حضرت‌الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، جاوېد احمدي، رحمان‌الله ګربز، ګلبدین ناېب، محمدنبي، نجیب‌الله ځدراڼ، کریم جنت، شرف‌الدین اشرف، فریداحمد ملک، یمین احمدزی، نویوالحق، سیداحمد شېرزاد او مجیب‌الرحمان شامل دي.
د کرېکټ بورډ د مالوماتو له‌ مخې، دا لوبې به د راتلونکې نومبر میاشتې له ۱۴مې بیا د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې د هندوستان د لکنو په ایکانا لوبغالي کې وشي.

Comments
Loading...