ولسمشر وايي، راشد خان هيچا ته نه ورکوو

0 138

وروسته له هغه چې هندیانو له خپل حکومت څخه وغوښتل چې راشد خان ته افتخاري تابیعت ورکړي، ولسمشر غني د دې غوښتنو په ځواب کې ویلي، راشد خان يوه ملي پانګه ده او هيچا ته يې نه ورکوي.

د هندوستان د سلګونو مینه‌والو د دې غوښتنو په ځواب کې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوراج په ټويټر کې ځواب ورکړی چې د تابعيت ورکولو دنده د دې نه، بلکې د کورنيو چارو وزارت کار دى.

خو ولسمشر غني بیا د دې غوښتنو په ځواب کې په خپل ټویټر ولیکل، راشد خان نړۍ ته د افغانانو د وړتياوو يادونه کړې، هغه د نړۍ او افغانستان د کريکټ يوه پانګه ده.

د حکومت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د راشد خان د تېرې شپې د لوبې ستاينه کړې او هغه يې فوق العاده ګڼلى دى.

Comments
Loading...