افغان اتلانو دویمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه په دوه منډو له سکاټلنډ وگټله

0 16

د ګلبدين نايب په مشرۍ افغان اتلانو د سکاټلنډ پر وړاندې په دویمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه کې بريا خپله کړه او سکاټلنډ لوبډلې ته يې په D/L Method سره په دوه منډو ماته ورکړه.
د افغانستان او سکاټلنډ دویمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه په ايډنبرا کې ترسره شوه. د لوبې پچه سکاټلنډ وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په ټاکلو ٥٠ اورونو کې سکاټلنډ د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٢٥ منډې وکړې. د سکاټلنډ له خوا کالم مکلويډ ١٠٠ او کيلي کوټزر ٧٩ منډې وکړې.
ګلبدين نايب ښه توپ اچوونه تر سره کړه او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز حميد حسن هم په توپ اچوونه کې وځلېده او دوه ويکټې يې ترلاسه کړې او افتاب عالم هم دوه لوبغاړي له ميدان وويستل.
د ياد هدف پوره کولو لپاره افغان اتلانو توپوهنه پيل کړه، د افغانستان لومړۍ ويکټه په ٢٨ منډو وسوځېده خو د دويمې ويکټې لپاره محمد شهزاد او رحمت شاه ښه ملګرتيا وکړه او د افغانستان منډې يې ١٢١ ته ورسولې.
افغانستان په ٤٤.٥ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٦٩ منډې کړې وې چې لوبه د باران له امله ودرېده خو وروسته د D/L Method له لارې افغانستان په دوه منډو سکاټلنډ مات او په دويمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه کې يې بريا خپله کړه.
د ښې توپوهنې ترسره کولو له امله رحمت شاه د لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
ياده دې وي چې د افغانستان او سکاټلنډ لومړۍ يو ورځنۍ نړيواله لوبه د اورښت له امله نه وه ترسره شوې او د دوه لوبو په لړۍ کې افغانستان د يوې لوبې په بريا سره ياده لړۍ په خپل نوم کړه.

Comments
Loading...