افغانستان ـ ايرلنډ سبا وروستۍ ۵۰ اوریزه لوبه کوي

0 15

د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو د پنځوس اوریزو سیالیو په لړ کې سبا یکشنبه دواړه لوبډلې د وروستۍ ۵۰ اوریزې سیالۍ لپاره لوبغالي ته ښکته کېږي.
دا سیالۍ چې د هند په دېره دون ښار کې کېږي، د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو تر منځ به د ۵۰ اوریزې لوب‌لړۍ وروستۍ لوبه وي.
خو تر دې وړاندې د جمعې په ورځ د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د یو ورځنۍ لوب‌لړۍ په څلورمه لوبه کې افغانستان ایرلنډ ته په ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه.
د جمعې ورځې لوبه افغانستان پیل کړه او د ټولو لوبغاړیو تر سوځېدو وروسته یې په ۴۹،۱ اورنو کې سیالې لوبډلې ته د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه، خو د ایرلنډ لوبډلې په څه باندې ۳۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړیو له سوځېدو وروسته ایله ۱۱۴ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډله د پنځو لوبو په دې لړۍ کې تر اوسه د یو مقابل کې له دوو بریاوو سره مخکښه ده، خو د افغانستان او ایرلنډ لوبډلې به له دې پرته یوه ټېسټ لوبه هم وکړي.

Comments
Loading...