افغانستان د غوراوي سیالیو په دوهم پړاو کې نن له ویسټ انډیز سره مخ کېږي

0 605

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام د غوراوي سیالیو په لړ کې  نن له ویسټ انډیز سره مخ کېږي.

ټاکل شوې ده چې دغه لوبه په زمبابوي کې د غوراوي سیالیو د شپږ غوره لوبډلو په چوکاټ کې ترسره شي.

د نړیوال جام د غوراوي سیالیو بل پړاو به د شپږو غورو لوبډلو ترمنځ ترسره شي چې په کې ویسټ انديز، ایرلنډ، متحده عربي امارت، زمابوي، سکاټلنډ، او افغانستان شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله د دوشنبې په ورځ د سکاټلنډ او زمبابوي ترڅنګ په «B» ګروپ کې د پنځو لوبډلو له ډلې څخه د نړیوال جام د غوراوي سیالیو بل پړاو «Super Six» لوبو ته لاره پیدا کړه.

افغانستان په «B» ګروپ کې د هانګ کانګ او نيپال په مقابل د غوره امتیازاتو په لرلو سره د نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې پاتې شو.

د نړیوال جام د غوراوي سیالیو په درجه بندي کې د افغانستان امتیازونه (پایڼتونه) ۰،۰۳۸ ښودل شوې ده په داسې حال کې چې نیپال -۰،۸۹۳ امتیازونه او هانګ کانګ -۱،۱۲۱ امتیازونه لري.

خامه پریس

Comments
Loading...