د طائف سفر او د رسول الله زغم / شرر ساپی

0 693

masjid nabawi

رسول الله-ﷺ-له زيد بن حارثه سره طائف ته ولاړ، په مکه کې مشرکانو ګواښلی و، که ي ېې ووينې وبه يې وژني، د عمروبن عمير زامنو ته ورغى، دوى درې وروڼه و: عبدياليل، عبد کلال او حبيب. کله چې ورسره کېناست، د خپل راتګ موخه يې ورته ښکاره کړه، ورته ويې ويل، هغه د رب العالمين رسول دى د اسلام دين يې ورته وړاندې کړ او د خپلې مرستې وړانديز يې ورته وکړ، يو تن يې وويل:
– زه د کعبې نه جامې وباسم، که ته الله موږ ته راليږلى يې.
بل ورته په ملنډه وويل:
– الله له تا پرته بل څوک ونه مونده چې ته يې راوليږلې؟
درېيم ورته وويل:
– په خداى که درسره هيڅکله خبرې وکړم، که ته په رښتیا د الله رسول يې لکه څنګه چې ته وايې، ته تر دې لوى ګواښ يې چې درسره خبرې وکړم، او که په الله درواغ وايې، بيا خو نه دي په کار چې درسره وغږېږم.
رسول الله-ﷺ-ترې پاڅېده او د ثقيف له غوره خلکو نهيلى شو، ووېرېده چې قوم به يې خبر شي چې ثقيفيانو هم نهيلى راولېږه، دعمرو بن عميرالثقفي بچو ته يې مخ راوګرځاوه، په ژړغوني غږ يې وويل:
– زما دا خبره درسره پټه وساتئ.
– زموږ له ښاره ووځه او د خپلې خاورې ژغورونکو ته ځان ورسوه.
رسول الله-ﷺ- له طائف نه مات زړه روان شو، سينه يې راتنګه شوې وه، د خواشينۍ غر يې په زړه پروت و، زيد بن حارثه هم سرټيټى او مات زړه روان شو، د ثقيف له مشرانو او مخورو لږ وړاندې نه وو تللى چې خپل غلامان او بېعقلان يې ولمسول، ورپسې شول، کنځلې يې ورته کولې او چېغې يې وهلې:
– د لات او عزا خدایي نه مني. بې دېنه دى.
خلک پرې راټول شول چې ويې زوروي. شکنجه يې کړي او زيد ترې خلک شړي، دا ورباندې ډېره سخته تمامه شوه، له مکې نه دې يو تن راشي او د دوى د خدايانو سپکاوی دې، د دوى په کورونو کې وکړي.
د لارې په اوږدو کې ورته دوه ډلې کېناستې، په لاسونو کې يې ډبرې راخيستې وې،کله چې په دوى تېريږي دوى به يې پښې په کاڼو ولي، زيد بن حارثه په نهيلۍ دواړو ليکو ته وکتل، د هغه د سترګو په اوږدو ناست دي.
رسول الله-ﷺ-مخکې روان دى او بېعقلان يې په تيږو باندې پښې ولي، زيد بن حارثه هڅه کوي چې په خپل ځان ورته سپر کړي، په سر يې وويشت، سرې وينې پرې راروانې شوې، له پښو نه يې هم وينې وبهېدې، د رسول الله-ﷺ-درد ورته د خپل درد نه سخت و.
د رسول الله-ﷺ-پڼې په وينو سرې شوې او د تيږو درد يې حس کړ، ډېر ستړى شو، په ځمکه کېناست، په مخ باندې يې د دردونو ژورې نښې راښکاره شوې، زيد احساسوي چې خوږ رسول به يې له ډېره غمه مړ شي، بېعقلان ورپسې راورسېدل، له ځايه يې را ولاړ کړ او بيا يې مخکې ټيل واهه چې روان شي.
محمد-ﷺ-روان دى او له دواړو خواو څخه يې په پښو باندې ويشته، رسول الله-ﷺ-له درده قدم نه شي پورته کولى، خو د بيعقلانو خنداګانو ټوله فضا نيولې ده، زيد بن حارثه د زمکې په مخ باندې زړه ته نيږدې انسان سره مرسته کوي چې راپورته يې کړي او د درد دغه لاره ووهي، لاره نه خلاصيږي او دوى چې کوم درد حس کوي، د انساني بشر له توانه پورته کار دی. بيا رسول الله-ﷺ-په زمکه ساه او تيګاه کېناست، زيد راوغورځېده، نېږدې وه چې بېهوشه شوى واى، بيا خلکو ورمنډې کړې، له مټو يې ونيوه، راپورته يې کړ او لارې ته يې سم کړ، څو يې پښې په تيږو وولي او وخاندي، د هغه سپيڅلې وينه په شګو کې تويږي او د سختو زړونو د خندا لامل کيږي.
دواړه روان دي، خنداګانې اوري. ته وا چې له ژورې کندې څخه راپورته کيږي، زمکه يې د پښو لاندې حيرانه ده اسمان حيران دى او وينو په زمکه څلور لارې کړي دي، د رسول الله -ﷺ-او زيد زړونه په دغه ښکاره ظلم راتنګ شول، د چا په خوا خاطر کې نه تېرېدله چې داسې سخت زړى قوم دې هم وي چې د بې ګناه او سپېڅلو شکنجه ورته يوه لوبه ښکاره شي چې دوى ترې خوند اخلي.
رسول الله-ﷺ-او مريې يې زيد بن حارثه دغه سپک عذاب وزغمه او د ظالمانو دغه دوه ليکې يې تر شا پرېښودې، زيد نور د ودرېدو توان نه درلود، په زمکه راوغورځېده، خو رسول الله-ﷺ-خپل سر راپورته کړ، وينې ترې بهيږي او په تندي يې خوله راماته ده. خپل رب ته وايي:
– يا الله، زه تاته له خپلې کمزورۍ بېوسۍ او د خلکو په سترګو کې د کم راتللو څخه ګيله کوم …. اى تر ټولو زيات رحم کونکيه (الله) ته د کمزورو پالونکى يې، ته زما پالونکى يې. ته ما چا ته پريږدې؟ داسې دښمن ته مې پريږدې چې په بده بڼه راسره مخ کيږي، او يا داسې دښمن ته چې زما چارې دې ورسپارلي دي؟ که ته پر ما غوسه نه يې کومه پروا نه لري، خو خدايه ستا بخښنه زما لپاره ډېره لويه او پراخه ده، زه ستا دمخ په هغه رڼا پورې پناه غواړم چې تيارې يې روښانه کړي دي او په هغې سره يې د دنيا او اخرت چارې سمې کړي چې پر ما غضب مه راښکته کوه، او مه راباندې په غوسه کېږه، ته بخښونکى يې تر دې چې خوښ شې، لتا پرته بل ځواک نه لرم.
د درد لاره د عتبه بن ربيعه او د هغه د ورورشېبه تر باغه خلاصه شوه، په باغ کې په ابوالقاسم د ثقيف بېعقلانو کاڼې راورول، دوى يې ننداره کوله، خو بیا يې پرې زړه وخوږيده، په ابوعبدالله دومره ظلم شوى چې د کاڼي په څېر زړونه يې نرم کړل، ډېر زيات ستړی شوی و، بېعقلانو به بيا له لاسه نيوه، لارې ته به يې سموو او پښې به يې ورته په کاڼو ويشتې او له دې نه به يې خوند اخيست، له خندا نه به په شاه لاړل، هغه به قدم پورته کاوه او بېرته به يې په وينو ايښوده. وينې ترې روانې وې چې د ثقيف زمکه خړوب کړي.
رسول الله-ﷺ-هڅه کوي چې خپل مريه راپاڅوي، کله چې زيد په هوش شو، دواړه باغ ته ورغلل، ساه او تيګاه دي، تر دې چې خلکو يې ستړيا اورېدله، کله چې يوې ونې ته ورسېدل، د سيوري لاندې يې کېناستل.
په ابوالقاسم د دواړو زړه وخوږېده. خپل مريه “عداس” راوغوښت، ورته يې وويل:
– د کورو “انګورو” يو څو زنګورکي واخله په دغه پليټ کې يې کېږده، بيا يې دغه سړي ته يوسه چې ترې ويې خوري.
عداس انګور راواخيستل، بيا يې د رسول الله-ﷺ-مخې ته کېښودل، ورته يې وويل:
– ويې خوره.
زيد لاس ور وغځاوه، کله چې رسول الله -ﷺ-لاس وروغځاوه، ويې ويل:
– بسم الله.
انګور يې خولې تکړل، عداس يې سترګو ته ځير شو، بيا يې وويل:
– په خداى که ددې سيمې خلک دغه خبره کوي.
رسول الله -ﷺ-ورته وويل:
– عداسه! ته د کوم هيواد يې؟ او په کوم دين يې؟
– زه نصراني يم، زه د نينوا اوسيدونکى يم.
– د نيک سړي يونس بن متی د کلي يې؟
عداس په وارخطايې وويل:
– ته يونس بن متی څه پيژنې؟ په خداى زه چې ترې راوتلم. لسو کسانو هم متی نه پېژنده، تا متی څه وپېژنداه؟ سره له دې چې ته نالوستى يې او په نالوسته ټولنه کې يې.
– هغه زما ورور دى، هغه نبي و اوزه هم نبي يم.
عداس ورټيټ شو، د رسول الله-ﷺ-سر لاسونه،او پښې يې ښکل کړې، زيد ورګوري او په سترګو کې يې له دغه اغيز نه اوښکې راخوټيږي.
د ربيعه زامنو عبته او شېبه وليدل چې عداس له ابوالقاسم سره څه کوي،يو بل ته يې مخ راو ګرځاوه او په تعجب يې وويل:
– مريه يې درته بې لارې کړ.
کله چې عداس راستون شو، دواړو ورته وويل:
– تباه شې عداسه! ولې دې ددغه سړي سر، پښې او لاسونه ښکل کړل.
– څه خبره ده چې محمد ته دې سجده وکړه، د هغه پښې دې ښکل کړې او دغه کار دې تر اوسه زموږ له يو تن سره نه دی کړی.
عداس په مخ کې ايمان ځلېده چې ويې ويل:
– وا مشره، د زمکې پر مخ له دې نه بل غوره شى نه شته، داسې يو څه يې راته وښودل چې له نبي پرته يې بل څوک نه شي ښولی.
– خوار شې عداسه له خپل دين څخه دې ونه ګرځوي.
– له خپل نصرانيت څخه دې وانه اړوي، دغه يو دوکه مار سړى دى، ستا دين د هغه له دين څخه غوره دى.
رسول الله-ﷺ-په طائف کې د ثقيف له غوره خلکو نهيلى شو، طائف يې د مکې په قصد پرېښود او ډېر خواشينى دى، زيد بن حارثه ورپسې وروسته روان دى، فکر کوي چې محبوب به يې څه کوي، مکيانو خو له مکې راوويست او په طائف کې له دغسې ناخوالو او شکنجو سره مخ شو.
دواړه چوپ روان دي، رسول الله -ﷺ-ژوره خواشيني احساسوي، د وحې له نازلېدو وروسته پوره لس کاله تېرشول خو په مکه کې دين خپور نه شو او نه يې قبيلو دعوت ته مثبت ځواب وواياست، طائف په بد شامت راوويست، له قوم نه يې وغوښتل چې دغه خبره يې پټه وساتي، څو د قرېشو مشرکانو ته دغه خبر ونه رسيږي او د رسول الله-ﷺ-پر وړاندې يې چلينجونه زيات نه شي، خو د خلف زامن عتبه او شېبه په خپل باغ کې وو، ټول هغه څه يې وليدل چې د طائف بېعقلانو د رسول الله -ﷺ-پر واړندې وکړل.
زيد پټ ډېر سخت درديږي، د ډبرو دردونه لا اوس هم حس کوي. خو نفسياتي دردونه يې له دې څو برابره زيات دي، دا خلک ولې هغه چا ته شکنجې ورکوي چې غواړي ړندې سترګې يې پرانيزي او له تيارو نه يې رڼا ته راوباسي؟ قرېش ورسره ولې تر دې بريده دښمني کوي چې له خپل کور نه يې راوويست؟ رسول الله-ﷺ-به بېرته مکې ته څنګه ننوځي چې دښمنانو يې ترې راشړلى دى؟
مکې ته د يوې شپې په مسافه د نخله ناو ته ورننوتل، رسول الله-ﷺ-د شپې په زړه کې لمونځ کوي، څو تنه پيريان پرې تېرشول، غوږ يې ورته کېښود، کله چې له لمانځه فارغ شو، هغوى خپل قوم ته ويرونکي ور وګرځېدل او هغوى يې خبرو ته مثبت ځواب وواياست.
رسول الله -ﷺ-په نخله کې څو ورځې پاتې شو، زيد ورته وويل:
– بيا څنګه ورننوځې چې هغوى ترې راويستلى يې؟
– يا زيده. الله پاک به اساني راولي،الله د خپل دين مرسته کوي او په ټولو دينونو يې کاميابوي.
په الله باندې يې باور د خپل رسالت په سختو ورځو کې هم راکم نه شو، په دې باوري و چې الله به له دغه دين سره مرسته کوي او خپل نبي به کاميابوي. که په نخله کې څو ورځې پاتې شو، ددې په خاطر چې دغه ټپونه او دردونه چې د ثقيف د بېعقلانو له خوا ور رسېدلي لږ راښه شي. هغه به خپل قوم ته هرومرو ورځي، که راويستلى يې هم دی، خو د الله رسالت به ور رسوي، که داسې ونه کړي، بيا خو به د رسالت په رسولو کې پاتې راغلى وي او الله مه کړه هغه څوک چې يې د دغه کار لپاره غوره کړى دى، هغه دې پاتې راشي، او يا دې په دغه امانت رسولو کې کمزورى شي.
رسول الله -ﷺ-خپلې اوښې ته وخوت، مکې ته روان شو، زيد ورسره دى، خو په رسول الله -ﷺ-باندې د مکې له مشرکانو څخه ويريږي، د حرا سمڅې ته ورسېدل، رسول الله -ﷺ-له خپلې سپرلئ نه راکوز شو، بيا يې اخنس بن شريق ته يو څوک واستول چې پناه ورکړي. اخنس به نبي-ﷺ-ته ځان ډېر نيږدې نيږدې کاوه او مينه به يې ورسره ښکاره کوله، کله چې به رسول الله-ﷺ-ستون شو او دا به له مشرکانو سره کېناست، ابوالقاسم پسې به يې خوله خلاصه کړه. هغه سړى راستون شو چې محمد-ﷺ-په اخنس پسې استولى و، ويې ويل:
– اخنس عذر وړاندې کړ چې هغه تړون کې دى، او د تړون خلک چا ته پناه نه شي ورکولاى.
سهيل بن عمرو ته يې سړى واستاوه، هغه وويل:
– بني عامر، بني کعب ته پناه نه شي ورکولاى.
رسول الله-ﷺ-د قرېشو په مخورو کې فکر کاوه. چې مطعم بن عدي ورياد شو او له هاشميانو نه د محاصرې په لرې کولو کې يې او څاره ونډه ورياده شوه، د خزاعه يو تن يې ور واستاوه، ورته يې وويل:
– ((غواړم چې ستا د پناه سيورې ته کينم)).
خزاعي مطعم بن عدي ته ورسېد، ورته يې وويل:
– محمد غواړي چې پناه ورکړې.
مطعم بې له کوم ځنډه وويل:
– سمه ده.
خپل زامن او قوم يې راټول کړ. ورته يې وويل:
– وسلې راواخلئ او د بيت الله په رکنونو کې ودريږئ، ما محمد ته پناه ورکړې ده. رسول الله-ﷺ-مسجد الحرام ته ورننوت، مطعم بن عدي په خپله اوښه سپور و او چېغه يې کړې:
– وا قرېشو! خبردار، ما محمد ته پناه ورکړې. هيڅوک ورته څه ونه وايې.
رسول الله -ﷺ-رکن ته ورغى. دوه رکعته لمونځ يې ادا کړ، بيا خپل کور ته وګرځېده. مطعم او د هغه بچي وکښلې تورې ترې تاوېدل، له دښمنانو نه يې پناه ورکړې. که څه هم د الله دين يې نه دی منلی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.