په اسلام کې د ساينسي پوهې اړتيا او ارزښت

لېکنه : پوهنيار نذيرجان صدیقي

0 46

  داښکاره اومعلومه خبره ده دنړۍ پرمخ چې څومره تمدنونه رامېنځته شويدي ، که بنسټ يې آسماني اديان دي يادبشر په لاس جوړشوي نظامونه دي ، که چېري وليدل شي داسلام په شان يوه هم دانسان لپاره دتمدن اوفرهنګ ورونه نه دي پرانستلي، داسلام په شان هيڅ يوه دعلم او پوهې دزده کړې اولاسته راوړنې ،هڅونې اوارشادات نه دي لرلي .هو!همدا اسلامي تمدن دی، چې د بشريت دهوساينې لپاره يې مادي اومعنوي اصول پريښي دي تاسي وګورئ پوهې اوعلم ته د هڅونې داصل لومړنۍ بېلګه د قرانکريم دسپيڅلي کتاب هغه لومړني نازل شوي آيتونه دي چې متعال خدای (جل جلاله)په حر اغارکې خپل محبوب محمد(صلي الله عليه وسلم)پرې ونازاوه،چې علم حاصلول اوقلم ته يې پکې ډېرارزښت ورکړی .

ژباړه:

(۱)خپل هغه رب جل جلاله په نامه سره  قاري(لوستونکي)جوړشه چې (هرشی)يې پيداکړی دی.

(۲)چې انسان يې دتړلوشويو(پرنډو،منجمدو)وينوڅخه پيداکړي.

(۳)ته (په خلکوباندي قرانکريم)قرائت کړه په داسي حال کې چې ستارب جل جلاله دډېرزيات کرامت درلودونکي دي(چې پرهرڅه باندي بلاعوضه احسان کوي).

(۴)ستاهغه رب جل جلاله چې(انسان ته يې)په قلم سره ښودنه کړېده(اوبې  له قلمه يې هم ورته ښوودنه کړېده)

(۵)انسان ته يې(په قلم سره  او بې قلمه)هغه شيان ښودلي دي چې نوموړي ورباندي نه پوهېده.

پورتني مبارک آيتونه موږ ته دليک اولوست اهميت راپه ګوته کوي.

په بل ځاي کې متعال خداي (جل جلا له)علم له ايمان سره يوځای بيان کړي،ترڅووښي،چې علماء اوپوهان دنوروخلکوڅخه فضيلت لري.

 (سورت المجادله .،  ۱۱-آيت)

حتي چې رسول الله (صلي الله عليه وسلم)دعلم زده کوونکي دثواب په ګټلوکې دالله(جل جلاله)په لاره کې دمجاهد سيال ګڼلي دي.

دغه دعلم غوښتنې اوپوهې پلټنې روحيه وه چې ابوريحان البيروني(رح)دي ته هڅوي چې دمرګ پربسترکې هم غواړي خپل علم تکميل کړي.

په سورت البقره کې الله (جل جلاله)فرمايي چې ژباړه يې داسي ده.

الله (جل جلاله)آدم (عليه السلام)ته ټول نومونه وښوودل بيايې دنومونووالاشيان په پرښتوباندي(په بلاکېفه توګه)وړاندي کړه.تاسي وګورئ دلته وحدانيت،شريعت اوعقيده نه ده ياده شوې بلکي دټولوشيانونومونه يادشوي دي چې لدي څخه ساينس اوتخنيک مطلب دی.

آدم (عليه السلام)پرښتوته دهرشي بېل بېل نوم واخيست چې دايې نوم دی اودايې خاصيتونه دي.

سمدستي پرښتې پوه شوې چې ددغوشيانوداستعمال اوپه کاراچولودپاره زموږ څخه بغيريوه بل مخلوق ته ضرورت شته چې د ښواوبدودواړواستعداد ولري.

په دنياکې چې څومره خوراکې اومادي شيان دي،ياڅومره ژبې دي اوياهغه څه چې په جيناياتو پوري ارتباط لري ددغه هرڅه علم الله(جل جلاله)آدم(عليه السلام)ته ورښودلی و.تاسي وګورئ دلومړي ځل لپاره تفکراواستدلال په ساينس کې ابراهيم(عليه السلام)رامنځته کړ.ابراهيم(عليه السلام)دالله(جلجلاله)څخه پوښتنه کوي چې اې ربه !ته مړي څنګه ژوندي کوېخدای (جل جلاله)په عملي شکل دمرغانو په قيصه کې اطمينان بښونکي ځواب ورکړ.هيڅ يوه ساينس پوه به داواضحه نکړي چې مړي څنګه ژوندي کېږي حال داچې الله(جل جلاله)ابراهيم(عليه السلام)ته په عملي شکل وروښوودل چې مړي څنګه ژوندي کېږي. ګرانولوستونکو! تاسي بايد له ياده ونه باسئ چې قرانکريم دساينس کتاب دی.

قرانکريم هرډول فن اوصنعت ته اشاره کړېده،هغه الله(جل جلا له)پوهېږي،چې په کوم وخت کې څه پېښېږي خپل کتاب يې داسي رالېږلی دی،چې په هروخت کې دګټې وړ دي دموندنواونوښتونوپه ترسره کېدلو سره انسانانوته دامعلومه شوه،چې داکتاب يو الهي کتاب دی.او دغو موندنو او نوښتونوته قرانکريم څه دپاسه(1400)کاله لادمخه اشاره کړېده.د موندنو او نوښتونو خبره ياده شوه،خپله د بشريت ستر لارښوود حضرت محمد(صلي الله عليه وسلم)نوښت  او موندنې ته ډېر خوشحاله کېده په دي اړه يې لږ وروسته يوه قيصه درته بيانوم.

حضرت محمد(صلي الله عليه وسلم)په هره موضوع کې زموږ لارښوود دی،موږته د دواړو نړيو د برياليتوبونو لاره راښيي. دالله (جل جلاله) رسول (صلي الله عليه وسلم)زموږدنېکمرغۍ په اړه فرمايي:

په نړۍ کې د دنيا لپاره داسي کار وکړه !لکه هيڅ  چې نه مرې او د اخرت لپاره داسي کار وکړه ! لکه سباچې مرې(له زانګو څخه ترقبره علم زده کړه )(د بې ګټې کار پر ځاي  دالله (جل جلاله) ذکر وکړئ  او ګټور علم زده کړئ). دا يو ريښتينی حقيقت دی چې دالله (جل جلاله) د رسول (صلي الله عليه وسلم) په وخت کې نه برېښنا وه  او نه ګازي څراغ،هغه مبارک به د خرما د پاڼو يا ښاخونو په سوځولو خپل کور رڼاکاوه او  په رڼاکې به يې خپل لمونځونه کول. يوه ورځ نبوي مسجد ته يو څراغ راوړل شو، چې تر هغو پوري  چا نه وو ليدلی لاندي به پکې تېل اچول کېدل او په مېنځ کې به يې يوه پلته ځوړنده وه، چې شاو خوا به ئې رڼا کاوه هرچابه په ډېرې حيرانتيا سره ور کتل ځکه چې تر هغه وخته پوري  هيچا داسي شی نه وو ليدلی څه وخت وروسته حضرت محمد(صلي الله عليه وسلم)جومات ته راغی او څراغ يې وليد نو په مبارکو شونډو يې موسکا خپره شوه او ويې پوښتل : داچاراوړی دی؟ اصحابو کرامو وويل: زموږ ورور تميم داري له شام څخه راوړی دی. تميم داري له حضرت محمد(ص) سره نږدي ناست وو دالله (جل جلاله) ستر پيغمبر رسول الله (صلي الله عليه وسلم) نور هم ور نږدي شو او ورته  ويې فرمايل: اې تميم داري!الله(جل جلاله) دي له تاسي څخه خوښ شي،لکه څنګه دي چې زموږ جوما ت روښانه کړ: همداسي به الله(جل جلاله) ستا روح او جسم روښانه کړي ، دڅراغ په رڼا کې يې خپل لمونځونه وکړل، کومه خوښي چې دغه څراغ خلکو ته وربښلې وه لاهماغسي يې دوام درلوده حضرت محمد(صلي الله عليه وسلم) دتميم داري څنګ ته ورغی او ورته ويې فرمايل: اې تميم داري!موږ دي دومره خوښ کړو که بله لور مې درلودله نو هرو مرو به مې در په نکاح کوله. حضرت محمد(صلي الله عليه وسلم) نه يوازي تميم داري ته مبارکې ور کړه بلکي ټول اسلامي امت يې نويو برسېرنو او نوښتونوته هڅولی لکه څرنګه چې په يوحديث شريف کې راغلي دي : 

((د انسانانو ترمنځ تر ټولو غوره هغه څوک دي، چې نورو انسانانوته ئې ګټه ورسېږي.))

دالله (جل جلاله) رسول (صلي الله عليه وسلم) به تل د انسانانو پام ګټورو شيانو او يو بل ته د ګټې رسولو لپاره اړاوه. د حضرت محمد(صلي الله عليه وسلم) هڅونې د مسلمانانو سره ملي وې چې علم زده کړي او نوي شيان رامنځ ته کړي د نړۍ د مدنيت  او د علم لار ښوونکې مخکښان او مشران شي، خوڅه موده کېږي چې دا کار برعکس يا سرچپه شوی دی، هغه شيان چې اروپا يانو له مسلمانانو زده کړي، هغوئ ته يې پرمختيا او پراختيا ورکړه او په دي توګه يې د نن ورځې د علم لوړې پوړۍ وهلي دي، خو مسلمانان په  اوسني عصر کې د علم او تخنيک څخه وروسته پاتي دي، چې دغه حالت زما په شمول د اسلامي نړۍ مبارز ځوانان سخت ځوروي اوترې کړېږو. مخکې مې يادونه وکړه چې قرانکريم د ساينس کتاب دی ريښتيا هم همداسي ده د قرانکريم د ځيني ايتونو په شرحه کې وينو چې نني نوښتونه او اختراعات د قرانکريم د لارښوونو په رڼا کې ترسره شوي دي قرانکريم دالله (جل جلاله) معجز کلام دی، او د ټول بشريت د لارښوونې لپاره رالېږلی شوی دی، او تر قيامته پوري به د ټولو بېلابېلو ټکنالوژيکې دورو او نورو ځواب ورکوونکی وي. موږ اوتاسي بايد داسي فکر  ونه کړو چې دا ټول نوښتونه او اختراعات د قرانکريم سره هيڅ تړاو نه لري. د هر شي په اړه په وړ او مناسبه اندازه بحث شوی دی. او انسانان چې هره علمي پلټنه کوي په قرانکريم کې يي  پيداکولای شي، قرانکريم له سره تر پايه يوه ستره معجزه ده چې ددغه ستر آسماني کتاب په ځينو آياتونو کې اتوم، نيوترون، تلويزون، برېښنا، الوتکې او نورو ورته اختراعاتو او نوښتونو ته اشاره شوې ده. د بېلګې په ډول په هواکې د سلېمان (عليه السلام) پرواز کول الوتکې ته اشاره شوې ده له موره د ړانده اولاد بيا بيناکول،د بدن دغړو لېږدولو يا بدلولو ته اشاره ده، په اور کې د ابراهيم (عليه السلام) نه سوځېدل اور ضدکاليو، اور وژونکو او يخچال ته اشاره ده . آيا د سليمان (عليه السلام) د لامبو وهونکو تابع پېريانو څخه  اوسني لامبوزن انسانان نه دي رامنځ ته شوي؟ آياد سليمان(عليه السلام) هدهد مرغه مو نه دی په ياد چې له لېري ځايونو به يې معلومات ورته راوړل له هغې څخه اوس روزل شوي سپيان را مينځ ته شوي. تاسي دسلېمان (عليه السلام) په حضورکې د سترګو په رپ کې د بلقيس د سينګارشوي تخت راوړلومعجزه وګورئ. 

انسانانو د دغې معجزې په ليدلو څېړنې پيل کړې ځکه چې الله (جل جلاله) انسانانو ته بېلګه ورکوي  او انسانان بيا پر هغو بېلګو څېړنې اوکار کوي الله (جل جلاله) هوا داسي پيداکړې چې د راډيو،تلويزيون او نوري څپې له يوه ځايه بل ځاي ته لېږدوي. انسانان بايد دغو لارو او کړنو ته پام او فکر وکړي او د ګټې اخيستلو لارې چارې ترې زده کړي. د وخت په تېرېدو سره  انسانانو له دغې معجزې څخه تيلګراف،تليفون،راډېو،تلويزيون او نور اختراع کړل الله (جل جلاله) په قرانکريم کې ټولو هغو بار وړونکو بېړيو، او انسان وړونکو  بېړيو او همدارنګه د نورو لېږدوونکو وسايلو چې په وچې او که په اوبو کې دي يادونه کړې ده. همدارنګه پوهېږو چې لومړنۍ بېړۍ نوح (عليه السلام) جوړه کړې ده چې د انعام سورت په (59) آيت کې د نقليه وسايلو په اړه ښکاره يادونه شوې ده. همدارنګه په بل ځاي کې الله (جل جلاله) فرمايې : 

ژباړه : او يوه (بله)نښانه د دوئ لپاره دا چې موږ د هغوئ نسل په ډکه شوې بېړۍ کې سپاره کړي او دوئ ته مو ددي په شان نور(هم) داسي شيان پيداکړي چې ورباندي سپرېږي ،دالله (جل جلاله) له وينا سره سم له ورته بېړيو څخه مطلب څه شی کېدای شي ،چې تاسي په هغه کې ناست وئ آيا هغه لېږدوونکې وسايل چې په ځمکه او هواکې انسانان له يوه ځايه بل ځاي ته لېږدوي نشي کېدای؟ لېږدوونکې  وسايل لکه :الوتکه ،اورګاډي،واړه ياغټ موټرونه،بېړۍ …

پوهانو پر همدي خبرې اتکا کړې او وايي چې: الله (جل جلاله)بار وړونکو بېړيو او انسان لېږدوونکو بيړيو او نورو لېږدوونکو وسايلو څخه، چې په هوا،وچې او اوبوکې په حرکت کې دي بحث کوي.د ځمکي د ګرد والي ،اتوم،بيا ژوندي کېدل(اصحاب کهف داستان يې ښه بېلګه ده) الوتل ،اتوم بم (د ابابېل د الوتونکو او ابرهه د لښکر قيصه) د موسي(عليه السلام)امساءچې  تيږه يې پرې ووهله (لدي څخه مطلب  تر ځمکه لاندي بې شمېره ذخيرې دي چې انسانانوته پکښې يوه نمونه  ده او ورته وايي چې هغه ډول ماشينونه جوړکړئ چې کلکې تيږې سورۍ کړي) د اوسپنې ويلي کول د داود(عليه  السلام)معجزه وه ،چې د نورو فلزاتو؛لکه مس،جست،طلااو نورو لپاره يوه بېلګه ده.قرآنکريم سپوږمۍ ته په تګ غږېدلی دی د يوه امريکايي پوه چې اډيسون نومېده په  1847زېږديز کال په اوهايوکې پيداشوی د خپل ژوند په موده کې يې تر(100)ډېرې اختراعګانې کړېدي د نوموړي پوه په اړه ويل کېږي، چې تر مرګ وروسته د هغه له المارۍ څخه د قرآنکريم د(نور)سورت ځيني آيتونه پيدا شوي دي لدي داسي انګېرل کېږي ؛چې اډيسون هم دګروپ د اختراع کولو لپاره قرآني لارښوونو ته پناه وړې او په پايله کې دګروپ (برقې څراغ)په جوړولو بريالی شوی دی.دي ته ورته نوري ډېري بېلګې شتون لري. علم په اسلام کې دپوهې ټولوديني او د نيوي ،نظري اوعلمي ،فرض کفايي او فرض عين برخو ته شامل دی خوپه دي شرط چې د ا پوهه او علم د دين  او دنيا د ښېګڼې لپاره وکارول شي ، د تمدن ستنې جوړي کړي او انسانيت ته پکښې د قدر په سترګه وکتل شي. د علم څخه د عمومي پوهې مطلب اخيستل او دغسي پراخه معنی ورکول؛ چې ديني او دنيوي برخو ته (علوموته )شاملېږي.په دي لاندي د لائلو سره بيانولای شو؛د اسلام سپېڅلي دين ،چې هرځای د علم يادولو او زده کړې ته انسان هڅولی دی،علم يې په ديني اودنيوي، نظري اوعملي قيدسره نه دی مقيد کړی بلکي علم يې بې قيده ذکرکړی.ترڅوهرې ګټورې پوهې ته شامل شي ،خومتاسئفانه ډېری داسي کسان زموږ اوستاسي په ټولنه کې شته ،چې هغوئ دساينس اوتکنالوژي مخالف دي او يوازي د دينې علم پر زده کړه باندي ټينګارکوي حال دا چې داسي کسان د قرآنکريم په اړه سم معلومات نلري((په دي اړه زما په تشريحي ابتدايي کېميا کتاب کې معلومات شته چې الله (جل جلاله)د طبعيت څېړنې ته څومره انسان هڅولی دی. دکتاب لومړۍ برخه مطالعه کړئ بيا به د ساينس په اړه پوره معلومات ترلاسه کړئ))د داسي کسانو قناعت به زما  په پورتنيو خبرو کې حاصل شوي وي بلکي د ساينس او تخنيک او دنيوي علومو زده کړه هم ډېره اړينه ده .چې په اړه به يې نور معلومات وروسته ترلاسه کړئ.

الله (جل جلاله)په بل ځای کې فرمائي:

   (سورت طه،114آيت)

ژباړه:ووايه (اې محمده!)اې ربه زما ! زيات کړې ماله جهته د علمه.

په پورته آيت کريمه کې الله (جل جلاله)علم په ديني او دنيوي علم سره نه دی مقيد بلکي بې قيده يې بيان کړيدی چې ټولوګټورو علومو ته شاملېږي په دي لاندي آيت شريف کې الله (جل جلاله)فرمايي:

 سورت الانفال،60آيت)

ژباړه:اوتياروئ (اې مومنانو) لپاره (دجنګ) د دغو (ماتوونکودعهداومطلق کفاروڅومره چې توانېږي (جمع کولاي يې شئ) تاسي له قوت (اسباب د جنګ) او له روزل شويو، ساتل شويو آسونو (لپاره دجهاد) چې وېروئ تاسي په دغه (قوت اوتياري) سره دښمنان دالله(جل جلاله) او دښمنان ستاسي او نورکسان بې له دوئ ،چې نه پېژنۍ ،تاسي هغوئ الله(جل جلاله)عالم دي په (عداوت د) هغوئ او هر هغه څه چې نفقه کوئ (لګوي)تاسي له يوشي په لاره د الله(جل جلاله)کې (ترقي د دين) پوره (بدله د هغه) به درکړل شي تاسي ته حال داچې پر تاسي به ظلم و نه کړای شي(د ثواب په لږوالي او د عذاب په ډېروالي کې)دغه دکفارومقابلې ته ټولنه او افراد سمبالول په دوو(مادي اومعنوي )اړخونوکې مطلوب دي ځکه نوهرهغه علم چې ددي امادګۍ لپاره ضروري وي زده کړه يې پر مسلمانانو فرض کفايي ده لدي کبله د کېميا،رياضياتو، فزيک، اتوم، انرژي، برېښنا (ساينس اوتخنيک) او نورو علومو زده کړه په اسلامي ټولنه فرض کفايې ده اومسلمانان که په دي برخه کې بې غوري کوي او لازم تياري نه نيسي ټول ګنهګارېږي او په ګناه کې شاملېږي.((اودي ته توکل نه ويل کېږي چې بدون له جنګي او مادي اسبابو د جنګ په ميدان کې ولاړ وي او د خداي(جل جلاله)څخه نصرت او مرسته غواړي بلکي توکل په دي معنی چې په لازمو جنګي او مادي اسبابو ښه سمبال وي او بيا په داسي حال کې الله (جل جلاله) ته لاسونه پورته کړي او مرسته اونصرت ورڅخه و غواړي،رسول الله(صلي الله عليه وسلم)فرمايي:په خپلو ماشومانو درې شيان زده کړئ ، ۱- نښه ويشتل ۲-لامبووهل، ۳-په آس سپارلۍ کول(په آس سپرېدل)چې دغه درې شيان په جنګ کې پکارېږي او جنګ ته د مسلمانانو د تياري په هکله خبرداری دی)) ټول هغه آيتونه چې مسلمانان هڅوي ترڅو  د آسمانونو،ځمکو او نورو مخلوقاتو په اړه ژور فکر وکړي موږ ته دا راښيي چې پر مسلمانانو لازمه ده تر څو مختلف تجربوي علوم زده کړي. ځکه چې څومره مومن د کايناتو په راز باندي و پوهېږي په هاغه اندازه يې ايمان غښتلي کېږي، دا چې په پخوا زمانو کې د دښمن مقابله په تورو،نېزو،غشو،زغرو،آسونو ،اوښانو او نورو وسايلوسره کېدله،خو ولي نن ورځ د دغو اسبابو او وسايلو ځاي نورو وسايلو نيولی دی لکه :ټوپک ،طياره ،ټېنک ،اتوم بم ،توغنديو ،بمونو ،ماينونو،بې پيلوټه الوتکو،مزائيلو او نورو چې جوړل يې پر مسلمانانو فرض کفايي دي که يې و نه کړي ټول له يوې مخي ګنهګارېږي .او د الله (جل  جلاله)په وړاندي به مسئول وي.د اسلام مبارک دين په کوم ځانګړي قوم ،سيمې،وخت،ژبې او توکم پوري  نه دی تړلی.بلکي ټول انسانيت ،او جنيات د رسالت له لومړۍ شېبې څخه د قيامت تر ورځي د دي سپېڅلي دين له خوږو څخه خوند اخيستلی شي .دا چې اوس رسول الله (صلي الله عليه وسلم)زموږ اوستاسي تر منځ نشته نو الله تعالي دامسوليت د هغه امت سپارلی ،چې اسلام ته خلک را وبولي ، ديني او نورامت ته اړين علوم لکه :ساينس اوتکنالوژي هرقوم ته د هغوئ په ژبه ورسوي او د نورو له ژبو خپل قوم ته اړين توکي را وژباړي،خو متائسفانه د اسلامي ټولنې او په ځانګړي ډول زموږ د آفغاني ټولنې ډېر ځوانان په عيش عشرت ،فېشن،فېسبوک،سريالونو،فلمونو،ډرامو او نورو عبسياتو باندي بوخت دي او کوم مسئوليت چې د يوه ځوان په حيث په اسلامي ټولنه کې ورته متوجه دی هغه يې له پامه غورځولی دی چې دا حالت ما ډېر ځوروي.دا چې نن سبا اسلامي امت په کومو ناخوالو او کړاوونوکې شپې او ورځي سبا کوي .په زېرمو او شتمنيو باندي يې نورو پرديو خېټې اچولي دي په سياسي ،اقتصادي،اجتماعي او له هره پلوه محکوم دی او د غلامۍ په مړوند خوبونه کوي اصلي او اساسي لامل  يې دا دی چې له خپل سپېڅلي دين، مسئوليت او د نړۍ د ستر ساينس پوه حضرت محمد(صلي الله عليه وسلم)له ژوند او سيرت څخه ناخبره دی د بيان ،نسب او دعوا له مخي مسلمانان دي ،خو سياست،اقتصاد،راکړه ورکړه او اخلاق يې د شريعت مخالف دي او له شريعت څخه فاصله لري نو ځکه خو له  الهي نصرت او تائيد څخه بې برخې دي .دا پرمسلمانانو فرض ده چې اسلام د هرې سيمې او هر توکم لرونکوته ورسوي او هغه علوم(ساينس اوتخنيک)زده کړي چې مسلمانان پرې له سيالانو سره سيالي وکولی شي .دا فريضه پرته لدي چې دا دين دهغوئ په ژبه وژباړو او پرې پوه يې کړو او ياله نورو ژبو څخه خپلې ژبې ته څه را وژباړو بله چاره نشته چې دي موخې ته رسېدل په موږ فرض دي او دي موخې ته د نورو ژبو له يادولو او پر نورو ژبو د دين له ژباړې پرته نشو رسېدلي نو آيا له دې څخه په ډاګه نه ښکاري چې په هره ټولنه کې د محمدي امت په يوې ټولۍ د نورو ژبو يادول ((په دي شرط چې د اسلام د خدمت لپاره استعمال شي نه د نورو مقاصدو لپاره))او نورو ژبو ته زموږ د خپل سپېڅلي دين ژباړل فرض دي؟رسول الله(صلي الله عليه وسلم) فرمايي: ((که يو آيت مو هم زده وي نو زما له خوايي نورو ته ورسوئ))نوکله چې زموږ د نورو ژبه  زده نه وي او خپل معلومات و نه ژباړو نو د رسول الله(صلي الله عليه وسلم)دا امر  به څنګه پر ځاي کړو؟اصولي فقهي يوه قاعده ده((د يوه واجب کار د تر سره کولو لپاره،چې د کوم شي يا دکار تر سره کول شرط وي نو ددي شرط ترسره کول يې واجب دي )) هم ديني علوم او هم د اړتيا تر بريده ساينسي،تخنيکي،دنيوي يا بشري علوم پر هر نارينه او ښځينه باندي فرض دي له بده مرغه چې په اوسني عصرکې ډېر علوم (ساينس اوتخنيک )د نورو په ژبوکې دي نو دا پر مسلما نانو فرض دي چې نوموړي علوم خپلې ژبې ته را وژباړي.خو ډېر خوشحاله يم ځکه چې ډېر با احساسه خلک شته چې دي سپېڅلي کار ته يې ملا تړلې ده ډېر داسي کتابونه ژباړل شوي او ژباړل کېږي. الله(جل جلاله)موږته امر کړی چې د اسلام سپېڅلي دين ڼړيوال کړو.لارښوونې ،ګټې او ځانګړتياوي يې خلکو ته څرګندي اوښکاره کړو،نوتاسي خپله قضاوت وکړئ کله چې موږ  دا لارښوونې او ځانګړتياوي په نورو ژبو ونه ژباړو يا يې ځانته را ونه ژباړو نو څنګه به دين نړيوال او نورو ته ور وپېژنو.متائسفانه زموږ په ټولنه کې ډېری داسي عالمان شته چې سپوږمۍ ته د انسانانو له تګ سره سخت مخالف دي او ردوي  يې خو دوئ قرانکريم ژور ندی مطالعه کړی ملامت نه دي حال داچې څه د پاسه (1400)کاله د مخه قرانکريم سپوږمۍ ته په تګ غږېدلي استاد بديع الرمان چې په (1873)زېږديز کال په ترکيه کې زېږېدلی او په (1960) زېږديز کال کې مړشوی دی په خپل کتاب (Sozler) کې د تفسير  شريف يوه جمله را اخيستې او ليکلي يې دي [وګوره په خپله تياره ده (خپله رڼا له لمر نه اخلي )نه رڼالري او نه ژوند]، ناسا NASA))چې د امريکا د متحده ايالاتو د فضا او فضانوردۍ ملي اداره ده،هغوئ چې کله 1969))زېږديز کال د انسانانو په لاس جوړِې سپوږمکۍ په واسطه فضا (سپوږمۍ) ته لاړل کله چې بېرته ځمکې ته راغلل هغوئ وويل :لکه څرنګه چې په تفسيرشريف کې ليکل شوي و،کټ مټ هماغسي يعني هلته نه ژوند(حيات )و او نه نور و.

لومړي فضانورد چې په فضا يعني په سپوږمۍ کې يې پل ايښي دي نيل ارمسټرنګ دی ،خپل لاسونه يې پور ته کړل او د الله (جل جلاله)ډېر شکريې اداء کړ هغه پوهېده چې انسانان په طبيعت کې د الهي جوړ شويوقوانينو په واسطه دي ځاي ته رسېدلی شي مخکې مې د ژباړې خبره يادوله خو خبره په سپوږمۍ کې شوه ،رسوالله (صلي الله عليه وسلم) د هغه وخت له حالاتو او شرائطو سره سم ژباړونکي درلودل،او اصحابو کرامو ته يې امر کړی و چې نورې ژبې زده کړي چې ښه بېلګه يې حضرت زيد د ثابت زوی دی. رسول الله (صلي الله عليه وسلم) ورته امر کړی وچې د هغه د ژباړن په توګه کار وکړي او د نورو ژبې په ځانګړې توګه سرياني ژبه زده کړي .رسول الله(صلي الله عليه وسلم) فرمايي چې ((من عرف اللغه قوم امن شرهم )) يعني څوک چې دکوم قوم ژبه زده کړي له شر څخه يې په  امن شو.خلکوته د دين رسول ،له نورو ژبو ګټور ديني معلومات او هم بشري معلومات خپلې ژبې او خلکو ته را وړل يوه ديني او ملي فريضه ده او ښکاره خبره ده بلنه هغه وخت ښه تر سره کېږي چې دين په نورو ژبو وژباړل شي په نصوصو کې راځي څوک چې چاته کومه ښه لاره،ښه کار او ښه وينا ور وښيي نو تر څو چې په دي وينا،کار او لار عمل کېږي ،نودی يې په اجرکې ور سره شريک دی.که له بلې ژبې څخه د طب ،ساينس او تکنالوژي يا کوم بل ګټورکتاب وژباړو؛ترڅوچې خلک ترې سالمه ګټه پورته کړي نوتر پايه به ددي خدمت اجر راکول کېږي.رسول الله ((صلي الله عليه وسلم))فرمايي: ((خيرالناس من ينفع الناس))

ژباړه :ترټولوغوره شخص هغه څوک دی چې نورو خلکو ته يې ګټه ورسېږي.په اخرکې تر دي ټولواوږدو خبرو وروسته د خالق او پالونکي رب ( جل جلاله) په دربارکې خپل لاسونه لپه کوم او دعاکوم چې :اې زماربه !‍ٔ څومره يوه درنه اوله ارزښت څخه ډکه خزانه (قرانکريم )دي راکړی دی ،څومره نور پټ رازونه چې زموږ له سترګوڅخه پنا دي په دي ارزښتناکه خزانه کې به شتون لري ،اې زما خالقه  ! د قران صحيح پېژندنې توفيق زموږ دټولو په برخه کړې ،ترڅو چې ستا وحدانيت او خلقت نور هم خلکو ته ښکاره او څرګند شي ،اې زماخالقه !ترڅو چې دکائيناتو په راز باندي په صحيح توګه وپوهېږو.اې زما پالونکيه! ترڅوچې ستاد سپېڅلي دين حقانيت په صحيح توګه نړيوالو ته ښکاره کړو.ترڅو چې د حق او باطل په جنګ کې  صحيح اسلامي دعوتګران را څخه جوړشي، ترڅوچې ستا سپېڅلي دين تر ټولو لوړ او عالي مقام ته ورسېږي ،ترڅوچې اسلامي امت د دي قرن له بلاګانو او افتونو وژغورل شي ،ترڅوچې د اسلام هغه سپېڅلي برم بيا را ژوندي شي چې د ټول انسانيت عروج پکښې نغښتی وي هغه عروج چې ټول انسانيت ته نېکمرغي،بريا،پرمختګ ،مينه ،وحدت،اطمينان او پاکي وربښي.اې زماخالقه ربه !دغه خزانه د ډېرومنکرو وګړو او له اسلامي چوکاټه بې لاروشويوته د حقيقت موندنې وسيله وګرځوې ،ترڅوچې دغه ارزښتناکه خزانه مو د دنيا او اخيرت د سعادت او کاميابۍ وسيله وګرځي .ترڅو چې دا د غفلت په خوب ويده مسلمانان راويښ شي د علم او تخنيک د ترقۍ او پرمختګ لپاره زيار وباسي ،ترڅوچې د نړۍ د نورو وګړو سره همګام او غاړه غړۍ شي وروسته ورڅخه پاتي نشي،بلکي څو قدمه ور څخه مخکي شي ،اې پالونکېه ربه(جل جلاله) !ستا د حبيب حضرت محمد( صلي الله عليه وسلم) د قيامت په هغه سخته ورځ شفاعت اوحوض کوثر اوبه مې په نصيب کړې.

اې پالونکيه ربه (جل جلاله) !

زموږ زړونه ستا په الهي نور روښانه کړې.

آمين يارب العلمين !

Comments
Loading...