په اسلام دعوت کې د کتاب مقام‎

مقام زبیر افغان

0 35

له شک پرته چې کتاب د انسانیت په رشد او پرمختګ کې خپل رول هر وخت ادا کړی دی، که څومره هم نن نويو عصري وسایلو پر مختګ کړی دی، خو د کتاب اهمیت نه یوازي کم شوی نه دی بلکې زیادت پکې راغلی دی.

د کتاب اهمیت ته په کتو د عالمیانو خالق هم په مختلفو وختونو کې له ګڼو نبیانو سره کتابونه او صحیفې د انسانانو د هدایت لپاره رالېږي دي. په ټولو انساني ټولنو کې د کتاب له اهمیت څخه څوک منکر نه دي او هره ټولنه د کتاب اهمیت مني اما ممکن په ځينو ټولنو کې يې اغېز زیات وي او په ځينو کې کم؛ خو دا هر څه د هغې ټولنې په ظرفیت پوري تړلي دي چې د یوې ټولنې ظرفیت څومر لوړ وي، هغومره د کتاب اهمیت هم هلته زیات وي.

مقدس کتابونه

د کتاب نوم په قران کریم کې هم ذکر شوی دی، قران کریم په مجموع کې څلور ستر کتابونه یاد کړي دي چې پر څلورو سترو رسولانو په مختلفو وختونو کې نازل شوي دي. دلته به د تیرو الهي کتابونو او قران کریم په اړه د قران کریم ځينې لارښوونې او هغه صفات را واخلم چې قران کریم ‌ذکر کړي دي څو د کتاب اهمیت په ښه ډول څرګند شي:

نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنْزَلَ التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ () مِنْ قَبْلُ هُدًى لِلنَّاسِ وَأَنْزَلَ الْفُرْقَانَ (ال عمران: ۳، ۴)

ژباړه: پر تا يې په حقه کتاب نازل کړی چې د مخکنیو تاییدونکی دی، او پخوا يې تورات و انجیل نازل کړي وو چې انسانانو ته لارښود او فرقان يې هم نازل کړی دی.

په دې ايت کې د پخوانو کتابونو لپاره د لارښود صفت ذکر شو، قران کریم يې په حقه نازل شوی ګڼلی دی چې مخکني کتابونه تاییدوي او د فرقان نوم يې ور کړی چې حق و باطل سره بیلوي.

إِنَّا أَنْزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ (المائده: ۴۴)

ژباړه: بېشکه موږ تورات نازل کړ چې په هغه کې هدایت او نور وو، نبیانو ورباندې فیصلې کولې.

دلته له هدایت سره د نور صفت ور اضافه شوی او دا هم ویل شوي چې د خلکو پريکړې نبیانو په همدې تورات کولې.

وَلَقَدْ جِئْنَاهُمْ بِكِتَابٍ فَصَّلْنَاهُ عَلَى عِلْمٍ هُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (الاعراف: ۵۲)

ژباړه: او یقینا موږ دوی ته کتاب ور کړی، د علم له مخې مو تفصیل پکې کړی وو، مومنانو وګړو ته لارښود او رحمت.

قران کریم د موسی علیه السلام کتاب هم د فرقان په نوم یاد کړی دی:

وَإِذْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَالْفُرْقَانَ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (البقره: ۵۳)

ژباړه: او هغه وخت چې موږ موسی ته کتاب او فرقان ور کړل چې ګوندي تاسو لار ومومئ.

اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُتَشَابِهًا مَثَانِيَ (الزمر: ۲۳)

ژباړه: الله د کتاب په بڼه تر تولو ښې خبرې نازلې کړې دي چې یو له بل سره مشابه او تکراري دي.

قران کریم د الله تر ټولو بهترې خبرې دي، د کتاب په بڼه دا خبرې یو د بل تایید کوي، نقض او تضاد پکې نه شته او دا لامل دی چې خبرې پکې تکرار راغلې دي، قضایاوې بیا-بیا راغلې دي خو د تضاد پر ځای مشابهت پکې دی چې د قران کریم پر حقانیت دلالت کوي.

وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِي هَذَا الْقُرْآنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ () قُرْآنًا عَرَبِيًّا غَيْرَ ذِي عِوَجٍ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ (الزمر: ۲۷، ۲۸)

ژباړه: او یقینا موږ په دې قران کې انسانانو ته(د هدایت لپاره) هر ډول مثال بیان کړی چې ښايي دوی پند واخلي. داسې قران چې په عربي ژبه دی، له هر ډول نقص(کوږوالی) څخه پاک دی ګوندي دوی ځان ساتنه اختیار کړي.

دا خو په قران کریم کې د کتاب په اړه لارښوونې وې، په دې اړه مناسبه بولم چې یو حدیث هم راوړم:

«إِنَّ اللَّهَ يَرْفَعُ بِهَذَا الْكِتَابِ أَقْوَامًا، وَيَضَعُ بِهِ آخَرِينَ» (ابن ماجه)

ژباړه: بېشکه الله په دې کتاب ځينې قومونه اوچتوي او نور بیا کښته کوي.

له دې حدیث څخه د قران کریم فضیلت معلومېږي چې د کتاب اهمیت په ګوته کوي.

صحیفې او حدیثي کتابونه

د سترو الهي کتابونو تر څنګ الله ځینو نبیانو ته صحائف هم ور کړي دي چې انسانانو ته لارښوونې پکې وي. قران کریم د ځینو انبیاؤ په اړه د صحائفو یادونه هم کړې ده:

وَكَتَبْنَا لَهُ فِي الْأَلْوَاحِ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ مَوْعِظَةً وَتَفْصِيلًا لِكُلِّ شَيْءٍ فَخُذْهَا بِقُوَّةٍ وَأْمُرْ قَوْمَكَ يَأْخُذُوا بِأَحْسَنِهَا (الاعراف: ۱۴۵)

ژباړه: او موږ ده ته په الواحو(صحائفو) کې د هر شي په اړه نصیحت او د هر شي په اړه تفصیل لیکلی وو؛ نو دا الواح ټینګ ونیسه او قوم دې امر کړ چې په ښه ډول عمل په وکړي.

د همدې الواحو په اړه یو بل ځای وايي:

وَلَمَّا سَكَتَ عَنْ مُوسَى الْغَضَبُ أَخَذَ الْأَلْوَاحَ وَفِي نُسْخَتِهَا هُدًى وَرَحْمَةٌ لِلَّذِينَ هُمْ لِرَبِّهِمْ يَرْهَبُونَ(الاعراف: ۱۵۴)

ژباړه: او کله چې له موسی څخه غوسه ولاړه الواح يې واخیستل او د هغو په نسخه کې هغو وګړو ته چې له خپله ربه ډارېږي هدایت او رحمت وو.

له دې جوتېږي چې صحائف هم د انساني هدایت لپاره وې، کله چې انسانان د الله په فرامینو عمل وکړي نو د رحمت سبب ورته کېږي او له دې امله الله پاک کتاب او صحائف هر ځای انسانانو ته رحمت بولي.

أَمْ لَمْ يُنَبَّأْ بِمَا فِي صُحُفِ مُوسَى () وَإِبْرَاهِيمَ الَّذِي وَفَّى (النجم: ۳۶، ۳۷)

ژباړه: او که دی په هغه څه نه دی خبر چې د موسی او هغه ابراهیم په صحیفو کې وو چې په خپلو خبرو يې عمل وکړ؟

له دې ثابته شوه چې د موسی علیه السلام تر څنګ د خورا زیاتو نبیانو جد او مقتدا ابراهیم علیه الصلاة و السلام ته هم صحیفې ور کړل شوې وې او په هغو کې ځينې احکام وو چې دلته د یوه سرکښ په اړه وايي، دی په هغه څه نه دی خبر چې د موسی او ابراهیم علیهما السلام په صحائفو کې راغلي وو؟

تر دې ور هاخوا بیا یوه بله کټګورۍ کتابونه د انبیاؤ هغه خبرې، ویناوې، فیصلې او عملي و تقریري اعمال دي چې د همدې کتابونو د احکامو او لارښونو د تعمیل پر مهال يې ترسره کوي او د نورو انسانانو په لاس لیکل کېږي. که څه هم دا کتابونه مستقیم انبیاء نه لیکي، اما د تقدس درجه يې له دې امله پر خپل ځای پاته ده چې دا هم نبیانو عمل یا قول دی او د دین و شریعت په تشریح کې يې ویلی یا کړی دی. له دې امله نو دا د شرعي احکامو دویمه سرچینه بلل کېږي چې خورا لویه برخه شرعي احکام ور پوري تړلي دي. قران کریم د الهي کتاب د تشريح په اړه رسول الله ته وايي:

وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ (النحل: ۴۴)

ژباړه: او موږ تاته ذکر نازل کړی چې خلکو ته هغه څه بیان کړې چې ورته نازل شوي او ښايي دوی فکر وکړي.

په دې ايت کې الله تعالی رسول الله ته امر وکړ چې خلکو ته د ذکر بیان وکړه. رسول الله چې په عمل کې څه بیان کړي، په قول يې هر شی بیان کړی یا هم تقریر، دا ټول هغه څه دي چې رسول الله ته د تبین امر شوی دی، یعني دا بیان دی، د قراني احکامو بیان رسول الله خلکو ته په عمل کړی دی، په قول يې ورته بیان کړی او په تقریر يې هم.

له دې امله چې قولي، فعلي او تقریري احادیث و سنت د شرعي احکامو تشریح وه، علماؤ هڅه وکړه چې د قران کریم په شان دا هم په کتابي شکل خوندي کړي چې د ابد لپاره نورو راتلونکي نسلونه د یوې شرعي سرچینې په توګه کار ترې واخلي. دادی د حدیثي کتابونو له لیکلو تر زر هم زیات کلونه تېرېږي، خو نن هم د امت په لاس کې دي او د مسایلو په حل کې ترې ګته اخلي.

له دې لوړ بیان څخه ثابته شوه چې کتاب د اسلامي دعوت په لار کې خورا لوی اغېز لري، همدې اغېز ته په کتو الله تعالی کتابونه نازل کړل، صحیفې يې راولېږلې او د امت لومړنیو پوهانو د حدیثو کتابونه ولیکل چې دادی د امت په رهبري کولو، رغولو، سمې لارې ته په هدایت کولو کې خپل مهم نقش لري او امت تر هر څه اول په شرعي و دیني احکامو کې همدې سرچینو ته رجوع کوي.

 په دعوت کې د کتاب اغېز

مخکې کې مو هم یادونه وکړه چې که کتاب اغېز نه در لودلای نو الله تعالی انسانانو ته د لارښوونې لپاره کتابونه نه نازلول.

د الهي کتابونو نازلېدل خپله ثابتوي چې اغېز يې زیات دی.که کتاب نه وای، نو له ادمه تر دې دمه راغلي اخبار او احوال به موږ ته په دونه خوندي ډول نه وای رسېدلي. موږ چې نن د تيرو نبیانو په احوالو خبر یو د همدې کتاب نقش دی، که د هغوی خبرې موږ ته رسېږي او موږ يې منو، ایمان پر راوړو دا هم د کتاب له امله دی، نو لازمه خبره ده چې کتاب له خورا زیات اغېز څخه برخمن دی چې په دیني او دنیوي لحاظ يې د انساني رشد په پر مخ وړلو کې ډېر مهم نقش له پامه نه شو اچولای.

موږ د خپلو اسلافو له اقوالو او احوالو خبر یو، دا هم د کتاب برکت دی، موږ ته د هغوی خبرې او اجتهادات رارسيدلي دي، دا هم د کتاب له رویه، د کتاب اغېز دی چې نن هم د هغوی پيغامونه ژوندي دي او خلکو ته د سمې لارې په ښودنه کې ترې کار اخیستل کېږي.

د اوس وخت پر اجتهاداتو او د مسلو پر حل د پخوانو علماؤ د فکر اثر حتما شته چې دا هم د کتاب اغېز ثابتوي.

د کتاب یو ښه والی دادی چې لوستونکی ورسره زیاتره وخت حساسیت نه پيدا کوي او نه هم مقابله ورسره کوي، کتاب یو خاموشه داعی دی چې په خپل وار هر وخت، هر ځای کې هر چا ته په خپلو موثرو کلمو او جملاتو پيغام رسوي، د خلکو پر زړو او اذهانو اغېز کوي او ممکن خپل پيغام ور باندي ومني.

د کتاب پیغام

د پيغام په رسولو کې کتاب له پخوا زمانو ډېر د ارزښت وړ وو او دی. کتاب په زیاتو وختونو کې تر مخامخ خبرو ډېر موثر وي، ځکه د کتاب د وړاندي کولو انداز له خبرو څخه فرق لري، په کتاب کې یو خاموش داعي خپل پيغام په ارام ډول، له هر ډول استثنا پرته، په ښو جملو، غوره انداز او داسې میتود وړاندي کوي چې مخاطب ورسره په جنجال نه اخته کېږي. لوستونکی یوازي د کتاب پيغام لولي او فکر پکې کوي، دلایل يې ګوري او تامل ته اړ کېږي، تګلاره يې ارزوي او تر اغېز لاندي يې راځي او بالاخره د کتاب پيغام ته تسلمېږي.

د کتاب یوه بله ځانګړنه داده چې هر وخت موجود وي، زموږ سره اوس هم داسې کتابونه شته چې لیکوالان يې خورا وختي مړه شوي دي، ان د رسول الله تر بعثت مخکې کتابونه هم موجود دي او د یونان د فلسفې او منطق کتابونه اوس هم په یوه بڼه موجود دي.

د زیاتره کتابونو پيغام عمومي وي، هر وخت ته رسېدای شي، عمر يې اوږد وي، له یوه قومه تر بله له یوې جغرافې تر بلې هيڅ سرحد نه پېژني، له دې امله د کتاب پيغام خورا مهم دی. یو عالم وايي، که څوک غواړي چې ونه مري، نو ګټور کتاب دې وليکي.

رښتیا هم د زرګونو کسانو نومونه موږ اوس داسې یادوو لکه همزولي چې مو وي او د ژوند په خورا زیاتو پيښو يې داسې خبر یو لکه زموږ د کلي چې وي، دا ولې؟ ځکه چې هغوی علماء وو، کتابونه يې ولیکل او انسانیت ته يې خدمت وکړ، د هغوی د کتاب پيغام موږ د هغوی پېژندلو ته وهڅولو.

۲۰۱۹/۱۲/۲۱

Comments
Loading...