منافقت او منافق

ساده حيدرخېل

0 53

نفاق عربي مصدر کلمه ده، د دوه مخۍ، مکر او ریا ماناوې لري، مقابله کلمه يې اتفاق/ وِفاق ده. منافقت/نفاق ته په اصطلاحي توګه نفسي ناروغي هم ويل کېږي، دليل يې دا دی، چې دوه مخي، ريا، مکر، ټګي او… نفسي ناروغۍ دي، چې د کينې يا بغض له امله پيدا کېږي. څوک چې نفاق لري هغه ته منافق وايي. په ديني اصطلاح کې نفاق پټ کفر ته ويل کېږي، حتی تر ظاهري کفر هم سخت بلل شوی. داځکه چې ښکاره جاره کافر، کافر خو وي خو ممکن دروغجن، رياکار، ټګ او… نه وي. ليکن څوک چې منافق وي مطلب داچې کافر خو دی خو خپل کفر پټوي، يعنې دروغ وايي، په ريښتيني توګه له زړه مسلمان نه وي، يوازې په خوله وايي، چې مسلمان دی او د مسلمانانو ځينې عملونه په دې خاطر کوي، چې خلک يې مسلمان وګڼي، چې دا هم د ريا يو ډول دی نو په دې اساس يې تر نورو عامو کفارو ژور جهنم ته اچوي. په ځينو فرهنګونو کې د منافق اصطلاحي مانا په صريح او قطعي ډول ملحد او کافر ليکل شوې. د نفاق او نَفَق کلمې ډېرې سره ورته دي، عجيبه دا ده، چې د نَفَق کلمې مانا په ځمکه کې داسې سوري/ تونل ته وايي چې دواړو يا څو لوريو ته وتلی وي لکه د موږک غار. خو زموږ خبره په منافقت او منافق روانه ده، که موږ د منافقينو لانديني دوه ډولونه وپېژنو نو بيا په اسانۍ سره د دوی ترمنځ مناسب توپير کولی شو.

الف‌- اعتقادي منافق: هغه منافق ته ويل کېږي، چې د عقيدې، باور او فکر له مخې منفاقت کوي، يعنې دی عقيد لري، چې پېغمبر(ص) پېغمبر نه دی، قرآن يې له ځانه جوړ کړی، پېغمبر(ص) مخکې له پېغمبرۍ بېسواده نه و حتمي يې د وخت مروجې زده‌کړې کړې، يا پر دې عقيده وي چې الله‌تعالی نشته او په هېڅ ډول دین عقيد نه لري، يا مشرک وي خو په ظاهره وايي چې مسلمان دی. دا ډول منافقين د پېغمبر(ص) په زمانه کې ډېر و.

ب‌- عملي منافق: هغه څوک دی، چې عقيده او باور يې سم وي، يعنې الله‌تعالی او پېغمبر(ص) مني خو د ځينو نورو لاملونو له امله په عمل کې منافقت کوي، مثلا د دندې، تجارت، عزت، واک، ټولنيزباور او… په خاطر داسې عملونه کوي لکه منافق خو په حقيقت کې يې عقيده د منافق نه وي.

په سپېڅلې قرآن کې د درېشپېتمې سورې (منافقون) د نزول شان پر يو صحابي (زيد بن ارقم(رض)) د منافقينو مشر (عبدالله بن اُبي بن سلول) لخوا د دوروغو ورتپل و.

که نصوص په ژوره توګه ولولو، د پخوانيو منافقينو تاريخ او د اوسنيو منافقينو کړنې په دقيق ډول وګورو نو د منافقينو لاندينۍ نښې به پکې ووینو:
۱- منافق دروغجن وي، يعنې په دې اعتقاد او شهادت کې دروغجن وي، چې حضرت محمد(ص) د الله(ج) رسول دی، په دې مانا چې په خوله يې مني خو په زړه نه.

۲- قسم‌خور وي؛ يعنې په خبرو کې زيات قسمونه د دې لپاره کوي، چې خپله باطله خبره يا خپل دروغ د قسمونو په زور پر نورو ومني.

۳- ژمنخور وي، يعنې په وعده وفا نه کوي.

۴- غيبتګر وي.

۵- په امانت کې خيانت کوي.

۶- له خلکو شرم کوي خو له الله‌تعالی يې نه کوي.

۷- ناوړه شکونه کوي.

۸- د امربالمعروف او نهي عن المنکر اپوټه وي. يعنې په نهي امر او په امر نهي کوي.

۹- د ايمان په حقیقت نه پوهېږي؛ کوم چې د ژبې اقرار او د زړه د تصديق په ترڅ کې په زړه کې د يو ډول کېف او په عمل کې د (اطمنان) په ډول څرګندېږي. خو داچې دوی د ژبې له اقرار سره مل د زړه تصديق نه لري نو له دغه کېف او اطمنانه بې برخې وي.

۱۰- په ظاهره د مسلمانۍ  دعوه او په پټه د کفر عادتونه او خويونه کوي.

۱۱- د قسمونو په زور د خپل منافقت د پټولو او د مسلمانانو د بې لارې کولو هڅه کوي.

۱۲- ظاهرې بڼه يې ښه، باطن يې خراب وي؛ لکه خراب‌چهارمغز چې ظاهراً روغ خو له ماتولو وروسته مالوم شي، چې خراب دی. يا لکه وچ لرګی چې دېوال ته درول شوی وي، ظاهراً ښکلی برېښي خو دننه ناروغۍ يا چېنجو وهلی وي، پرته له سوزولو د بلې ښمرې نه وي، دلته له ښمر څخه موخه ديني ښمر دی، چې منافق د دغه ښمر وړ نه وي او په سوزولو کې د جهنم اور ته اشاره ده، چې منافق به لکه وچ بېکاره لرګی ورواچول شي او د اور لمبې به لا غوړنجې وکړي.

۱۳- د خپل منافقت او درغليو له امله ډارېږي چې، له کومې پېښې سره مخامخ نه شي خو په ډاډمن ځای کې بيا هرڅه هرڅه وايي.

۱۴- د مومنانو دوښمن وي.

۱۵- حق او رڼا/پوهه ورته رسيدلې وي خو مخ ترې اړوي، يعنې د حق په مقابل کې د دې لپاره هېڅ په هېڅه دلايل تراشي، چې حق باطل او باطل حق ثابت کړي.

۱۶- متکبر وي

۱۷- د خير په کارونو کې بخيل خو د شهرت په برخه کې ډېرې خرڅې کوي.

۱۸- د دنيا مينه ورباندې غالبه وي.

۱۹- حريص وي.

۲۰- بې اخلاصه وي.

۲۱- ځان بې پروا ښيي.

۲۲- له خپلو بدو کړنو توبه نه وباسي، يعنې پرلپسې يې کوي.

۲۳- فاسق او سرغړوونکی وي.

۲۴- د الله تعالی او پېغر(ص) په اړه د دروغو نسبت او تمسخر کوي.

۲۵- چاپلوس او اوږدژبی وي.

۲۶- د دوی په حق کې حتی د پېغمبر(ص) د بښنې دعا او نه دعا کول داوړه يو شان ګڼل شوې.

۲۷- که خپلوان/ملګري يې له مومنانو سره خېر ښېګڼه کوي نو منع کوي يې.

۲۸- د رب او رازق د ربوبيت او رزق ورکولو له معرفته بې برخې وي.

۲۹- که څه خير صادقه کوي نو د الله‌تعالی لپاره يې نه کوي بلکې د بل مقصد لپاره يې کوي؛ د شهرت، په خلکو کې د عزت، د ځان يا د پيسو د ښودنې لپاره يې کوي، چې دا ریا ده او ريا د منافق د عملونو يوه برخه ده.
۳۰- منافق سره له دومره ډېرو نښو بيا هم د ځان پټ ساتلو هڅه کوي. د ځان پټ ساتلو په خاطر به د پېغمبر(ص) په زمانه کې حتی جهاد ته هم تلل، خو داچې دوی د مسلمانانو په بري باوري و نو جهاد ته د تګ يو مقصد يې د غنيمتونو، غلامانو او وينځو ترلاسه کول هم و.

۳۱- له ايمان راوړلو وروسته د بېرته کافرېدلو له امله يې په زړه ټاپه لګول شوې وي، يعنې بېرته د ايمان راوړلو وړتيا يې له لاسه ورکړې وي.

پېغمبر(ص) يو صاحبي(رض) ته د منافقينو نومونه ښودلي و، که هغه صحابي(رض) به په کومه جنازه کې نه و نو ځينو نورو اصحابو کرام(رض) به هم په هغه جنازه ګې له ګډون کولو ځانونه ساتل.

کله چې د منافق د نفاق ناروغي ډېره شديده شي او له خلکو يې ډار ورک شي نو بيا لاندې نښې هم پکې څرګندېږي:
۳۲- په اسلام او مسلمانانو پسې په ښکاره ډول بدرد وايي.

۳۳- د مسلمانانو عيبونه او کمزورۍ لټوي او بيانوي.

۳۴- په اسلام او مسلمانانو پسې بد رد ويل او د مسلمانانو د عيبونو لټول په دې خاطر کوي، چې ځان په حقه، هوښيار، وړ او مسلمانان برعکس ثابت کړي او له دين څخه يې زړه توري کړي.

۳۵- په داسې انداز خبرې کوي، چې يوه خبره یا جمله يې څو ډوله مانا ورکوي.

منافق له منفي اړخونو/بدګڼو سره سره مثبت اړخونه/ښېګڼې هم لري خو له بده‌مرغه چې خپل مثبت اړخونه او وړتياوې هم د منفي کارونو او کړنو لپاره کاروي، چې په لاندې ډول يې د نمونې په توګه يادولی شو.

ډېری منافقين حيرانونکی فصاحت او خوږوالی لري ان تردې چې خلک يې په خبرو کې منطق او دليل ته حيران پاتې کېږي خو له دې کمالونو د مسلمانانو د تېرويستلو لپاره کار اخلي.

منافق چې د خپل کفر پټولو لپاره منافقت غوره کړی وي نو څرګنده خبره ده، چې د منافقت د پټولو لپاره به هم له هرې هغې لارې چارې ګټه اخلي، چې په ترڅ کې يې منافقت پټېدلی شي.

انسان د يو شمېر مادي او مانوي ګټو او ارزښتونو لکه کار/دنده، اقتصادي برم، ټولنيز باور او ټولنيز برم له لاسه د وتلو له ويرې او د ځينو نورو ارزښتونو لکه د نفس تربيه، ښه اخلاق او د نفسي او رواني اړينې روغتيا نه لرلو له امله تيار نه وي چې خپلې نيمګړتياوې ومني. سره له دې چې د نيمګړتياو په منلو او سمولو کې يې لا ډېر خير، ګټه، عزت او برم وي.

غوره او پوه انسان هغه دی، چې د نورو پر ځای په ځان کې نيمګړتياوې ولټوي او اصلاح يې کړي، البته که خپله پخپل ځان کې نيمګړتياوې او بدګڼې نه شي پيدا کولی نو له بل چا دې هيله وکړي، چې ور په ګوته يې کړي خو د ځان له سمولو دې درېغ نه کوي.

 په پيل کې مو وويل، چې منافقين پر دوه ډوله دي، يو اعتقادي او بل عملي. کوم کسان چې په ځان کې د منافق عملونه وويني خو عقيده يې د منافق نه وي نو د دا ډول کس په اړه تمه شته، چې د دغو عملونو بښنه ورته وشي خو که دويم ډول کس الله تعالی دې نه کړي په خپل اعتقادي منافقت کې ومړ د بښلو تمه ورته نشته.

       ساده حيدرخېل

                                                      ۲۱ جدي ۱۳۹۸

    حيدرآباد

ماخذونه:

۱- المنافقون سوره، دويم جلد، کابلی تفسير، پښتو.

۲- المنافقون سوره، قرآن پښتو ترجمه، ژباړن شېخ‌القرآن مولنا عبدالحق.

۳- المنافقون سوره، لسم جلد، معارف القرآن.

۴- الشيخ اردو‌لغت.

۵- فيروزالغات.

۶- فرهنگ‌عميد.

۷- فرهنگ دهخدا، انلاين.

Comments
Loading...