قرآن کریم د درناوي او  آدابو  څو بېلګې او مثالونه! / لنډیز او راټولونه: محمد خالد ملکزی

استاذ محمد عبدالعظیم زرقاني د معاصره علماؤ څخه یو پیاوړی لیکوال او تکړه عالم دی او د لیکوالۍ د فن ترڅنګ ېې د مصر د ازهر په پوهنتون کې  د تدریس دنده هم پر مخ وړې ده. نوموړي د قرآني علومو په اړه ډېری په زړه پوری لیکني کړيدي اود قرآن کریم د علومو په اړه ېې په خپل یو کتاب کې لیکلي دي: (1) قرآن کریم  هغه وروستی کتاب دی چې د هغه په واسطه د آسماني کتابونو لړۍ نوره پای ته ورسېده، دا کتاب په داسې یو وروستي پیغمبر (علیه السلام) باندی رانازل شویدی چې د هغه په واسطه د پیغمبرانو لړۍ پای ته ورسېده او د داسې یو وروستي دین لپاره دا کتاب غوره کړای شویدی چې د  هغه په واسطه د أدیانو(دینونو) لړۍ نوره پای ته رسېدلی ده.  واقعیت هم همداسی دی چې دا قرآن کریم  پر مونږ باندی د الله تعالی(جلت عظمته) د بې ساري نعمتونو او لورینو څخه هغه ستره لورینه ده چې په خورا اغېزمنه او خوږه لهجه مونږ د خیر، اخلاقو، علم، بریالیتوب، تدین او تمدن لوري ته رابلي، تر دې پوری چې أبو بكر محمد بن عبدالله بن العربي ویلي دي چې: په قرآن کریم کې 77450(اووه اویا زره څلور سوه او پنځوس) مختلف علوم راجمع کړای شویدي او څومره چې د قرآن کریم د کلماتو شمیره زیاته ده،همدومره ېې دعلومو کچه هم خورا لوړه ده. دا په ځغرده سره ویلای شو چې نن ورځ د نړۍ د ساینس او د ټکنالوژۍ پرمختګ قرآني علوم کم رنګه او پیکه کولی نشي، بلکه نور  هم د قرآن په څېر د یو پوهنیز(علمي) کتاب ډېر پټ حقیقتونه نړۍ ته  څرګندولی شي، (2) له هدې کبله دې کتاب ته سَیدُ الکُتُبْ یا (د ټولو کتابونو نه ښاغلی او محترم کتاب) ویل شویدي.

د تاریخ په اوږدو کې د قرآن کریم څخه پرته بل هیڅ  کتاب داسې نشي موندل کیدلی چې په اړه ېې زیات کتابونه، لیکنی  او څېړنې شوي وي  او که چیری دا کتاب د پخوانیو آسماني کتابونو سره پرتله کړو؛ نو جوته به شي چې: بل هیچ چا د الهي کتاب دومره درناوی، تعظیم او د ادب خیال نه دی ساتلی لکه څومره چې دې وروستي أمت ددې کتاب احترام کړیدی او د هغه د خوندیتوب لپاره ېې ټولی بشري هلی ځلی په کار اچولي دي، دا چې دې وروستي امت څه ډول  دقرآن احترام کړیدی، ددې خبری د لا ښه وضاحت لپاره د یو څو لنډو مثالونو یادونه کوو.

لومړی مثال: د دښمن خاوری ته ېې له ځان سره نه وړل: د قرآن  کریم د تکریم او درناوي په خاطر نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) مونږ د دې کار څخه منع کړي یو تر څو دښمن خاوری ته دا کتاب  له ځان سره یوسو، لکه چې د امام بخاري او مسلم(رحمهما الله) په یو روایت کې راغلي دي چې: ((كانَ يَنْهَى أنْ يُسافِرَ بِالْقُرآنِ إِلَى أَرْضِ الْعَدُوّ، مَخَافَةَ أنْ يَنَالَهُ الْعَدُوّ)). دا حدیث شریف د همدې معنا لري چې: که چیری یو مسلمان غواړي د دښمن خاوری ته سفر وکړي او  له خپل ځان سره  ددې وېره هم ولري چې هغوي به ددې کتاب توهین او سپکاوی وکړي؛ نو دا قدرمن کتاب دی له ځان سره هیڅکله هم  د دښمن خاورې ته له خپل ځان سره نه وړي.

دویم مثال: پر کافر د قرآن کریم نه پلورل: همداراز  دیني علماؤ په دې اړه دا هم ویلي دي چې: که چیری یو څوک دا قرآن په ډېران( کثافت داني) یا  قصداً په کوم چټل ځای کې وغورځوي؛ نو پوه دې شي چې په دې توهین آمیزه او سپک کار سره کافر شویدی. د قرآن کریم د احترام او درناوي په خاطر باندی په اسلام کې پر کافر او ذمي شخص باندی د قرآن خرڅول حرام ګرځول شوي دي.

درېیم مثال: آیتونو او حدیثونو ته حرکات ورکول: دا هم د قرآن کریم په درنښت او احترام کې شمېرل کیږي چې د قرآني آیاتونو د لیکلو پر مهال یو لیکوال له زیات احترام او دقت څخه کار واخلي او د حرکاتو( زور، زیر، پېښ) خیال ېې  وساتي  او همدا راز د حدیث شریف د سختو الفاظو د لیکلو پر مهال هم د حرکاتو خیال وساتي چې دا کار  د علماؤ له نظره مستحب دي ، تر څو عوام خلک ېې غلط ونه لولي.

څلورم مثال: د قرآن کریم د اخستلو لپاره له خپل ځایه ودرېدل: د قرآن کریم د درناوي او احترام په اړه امام النووي(رحمه الله) یوه په زړه پوری خبره ذکر کړیده او ویلي ېې دي چې: که چیری یو څوک غواړي تاته قرآن کریم در وړاندی کړی؛ نو دا مستحب دي چې د قرآن کریم  د اخستلو لپاره ته له خپل ځای څخه ودریږي او دا ځکه چې مونږ د علماؤ، مشرانو او مخورو خلکو سره د ستړي مه شي لپاره ودرېږو؛ نو د قرآن کریم د راخستلو لپاره خو ډېره غوره ده چې له خپل ځایه ورته پاڅېږو. (3) اوس به راشو د قرآنکریم آدابو ته چې دلته به ېې په مناسب لنډيز سره یادونه وکړو،، هیله ده چې د ستړیا احساس ونه کړئ او په روغ نیت دا مقاله را سره تر پایه پوری ولولئ.

د قرآن کریم څو مهم آداب:

حضرت عمربن عبدالعزیز چې د مسلمانانو یو عادل خلیفه تېر شویدی یو  ځل خپل زوي ویني چې په دیوال باندی د قرآن کریم آیاتونه لیکي؛ نو  ورته غصه کیږي او بیا ورته وايي چې: دا د قرآن کریم تکریم او درناوی نه دی چې ته ېې په دیوال باندی ولیکی.  همداراز حضرت مجاهد(رحمه الله) چې د مکې معظمې له مشهورو مفسرینو څخه ؤ، هغه مبارک تابعي دی چې د حضرت عبدالله بن عباس له مشهورو شاګردانو څخه هم تېر شویدی او  وايي: کله چې ته قرآن کریم لولی او پر تا خوب غلبه کوي او پرکالی درباندی راځي؛ نو قرآن لوستل تر هغې بس کړه چې کله له تا څخه ستا خوب بېرته ولاړ شي. همداراز امام نووي(رحمه الله)  په بل ځای کې ویلي دي چې: ټولو علماؤ په دې خبره باندی اتفاق کړی دی چې د قرآن کریم تعظیم او درناوی فرض دی. که چیری مونږ او تاسې مخکې له دې چې د قرآن کریم د آدابو په اړه یو څه ولولو، یو ځل خپلې افغاني ټولنې ته راشو او بیا د قرآن کریم سره د مسلمانانو تعامل وڅېړو؛ نو جوته به شي چې له بده مرغه نن د قرآن څخه یو لړ ناخبره خلک پخپل ورځیني ژوند کې د دې سپېڅلي کتاب سپکاوی کوي او لازم آداب ېې په پام کې نه نیسي او د قرآن کریم په اړه) (wrong conception یا غلط تصور لري، مثلا: پخپله به لوړ په چوکۍ باندی ناست وي، خو قرآن به ترېنه لاندی وي. همداراز ځینې خلک قرآن کریم د یو عادي کتاب په څېر په چپ لاس باندی اخلي. یو لړ نور بیا وینو  چې کله ویده کیږي؛ نو کوم لوري ته چې قرآن کریم وي، په ډېری بې باکۍ او بې غورۍ سره خپلې پښې د هماغه په لوري ورغځوي. قدرمنو لوستونکو! تاسې یوه شېبه تصور وکړئ چي که چیری ستاسی پر وړاندی یو ډېر محترم، ښاغلی او مشر شحص ناست وي؛ نو تاسی به دا نه خوښوۍ چې د هغه په لوري خپلې پښې وروغځوۍ؛ نو قرآن کریم  خو پر مونږ او تاسې باندی ډېر حق لري چې تعظیم او درناوی ېې وکړو. البته که داسې وي چې قرآن پورته په المارۍ کې لوړ پروت وي او یا ستا پښو ته نه وي پروت، بلکه ستا سره په څنګ کې پروت وي؛ نو په دې صورت کې پښې غزول څه ستونزه نه لري. همداراز په ډېری خواشینۍ سره باید ووایو چې: کله کله داسې هم لیدل کیږي چې یو لړ خلک هغه ورقې چې قرآني آیاتونه پکې لیکل شوي د دسترخوان په توګه ترینه استفاده کوي، د قرآن کریم سره دا ډول غیر مؤدبانه چلند په عمومي توګه سره په هغو خلکوکې زیات لیدل کیږي چې د قرآن کریم د آدابو څخه ناخبره وي؛ نو هیله ده چې زمونږ وروڼه او خویندې دا ډول ناخبره خلک پوه او د قرآن کریم آداب ورته بیان کړي،ځکه مخکې مو هم وویل چې: د قرآن کریم احترام د علماؤ په اتفاق سره فرض دی او  یو مؤمن مسلمان  ته نه ښايي چې د هغه د  یو کوچني آیت احتقار او سپکاوی وکړي، بلکه یو مسلمان باید د یو آیت داسې درناوی او تعظیم وکړي، لکه څرنګه چې د ټول  قرآن کریم درناوی  او احترام کوي.

لومړی ادب: د قرآن کریم د تلاوت نه پرېښودل: ډېر داسې خلک شته چې په ټوله شپه  او ورځ کې ېې یو ځل هم  قرآن کریم نه را اخلي، حتی میاشتې او کلونه به پرې تیر شوي وي خو له قرآن کریم څخه به ناخبره او مرور وي، په داسی حال کې چې صحابه کرامو به په بې ساري اخلاص سره په میاشت کې دوه ځل او ځینو به په یوه هفته کې ختم کاوه.  د قرآن کریم پرېښودل همدېته وايي چې په شپه او ورځ کې تلاوت ونشي، نه هم څو لحظې په غور سره واورېدل شي، عمل پری ونشي او حلال او حرامو ته ېې هیڅ توجه ونکړای شي، په ورځیني ژوند کې د قرآن پر ځای په نورو قوانینو باندی پرېکړی او فیصلي وشي. دا هم د قرآن  کریم په پرېښودلو کې راځي چې که قرآن کریم ولوستل شي، خو  فکر پکې ونشي او ځان پرې پوه نکړای شي؛ نو هیله ده چې قرآن کریم په بشپړ اخلاص او مینې سره ولوستل شي.

دویم ادب: له تلاوت څخه مخکې د خولی پاکول: په دې اړه نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي چې: ((طَهِّرُوا أفْوَاهَكم لِلقرآن)). ترجمه: تاسې د قرآن کریم لپاره خپلې خولی پاکی کړئ. دا حدیث صحیح حدیث دی او امام الباني(رحمه الله) د صحیحو حدیثونو  څخه ګڼلی دی. د امام مالک(رحمه الله) په اړه ویل کیږي:  نو موړي به چې هر کله د حدیثو تدریس کاوه؛ نو ښکلي عطر به ېې کارول، پاکی جامې به ېې پر تن کولی؛ نو څه فکر کوۍ چې د قرآن کریم د لوستلو لپاره به دا کارونه لازمي نه وي؟

درېیم ادب: په اوداسه او طهارت سره ېې لوستل: د قرآن کریم د تلاوت څخه وړاندی د پاکوالي خیال ساتل لازمي کار دی، خو د پورتنۍ خبری څخه هیڅکله هم زمونږ  هدف دا نه دی چې په لمدو لاسونو سره دې قرآن کریم راواخستل شي، بلکه ښايي چې لومړی دې لاسونه وچ کړای شي تر څو ورقی ېې تلف او ناپاکی نشي.

څلورم ادب: د قرآن کریم د تلاوت پر مهال په نور څه باندی ځان نه بوختول: همداراز حضرت عبدالله ابن عمر(رضي الله عنه) چې یو مشهورصحابي دی، هر کله به ېې چې قرآن کریم لوسته؛ نو تر هغې پوری به ېې خبری نه کولی تر څو پوری به ېې چې د قرآن کریم دلوستلو څخه ځان  نه ؤ وزګار کړی، خو اوس مونږ هم چای څښو او هم قرآن لولو او ځیې خو لا  پکې د کرکټ مسابقې په تلویزون کې هم ګوري او تلاوت هم کوي.

پنځم ادب:  په تعوذ او تسمیې ویلو سره ېې تلاوت پیلول

شپږم ادب:  په ښکلي آواز سره تلاوت کول: حضرت ابو موسی الأشعري(رضي الله عنه) د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) په زمانه کې د قرآن کریم د مشهورو وحی لیکونکو څخه ؤ ، ده به ویل چې: زما له دې کار څخه ډېره حیاء راځي چې پر ما ورځ تېره شي او زه یو ځل هم قرآن کریم را وانخلم او وې نه لولم. زمونږ په افغانی ټولنه کې یو لړ خلک داسې هم شته چې قرآن کریم ژر ژر لولي،  د تلاوت څخه نه خپله خوند اخلي او نه پری نور پوهیږي چې څه وايي، حال دا چې په تراویح او نورو لمونځونو کې ژر ژر ختمول ېې مطلوب نه دي، بلکه مطلوب دا دي چې  ښه ولوستل شي، ګرانو لوستونکو! تاسې ووايۍ چې: هغه تلاوت به مونږ ته څه فایده راورسوي چې ژر ژر او په خراب غږ ولوستل شي او زمونږ په زړه، اخلاقو او ورځیني ژوند کې هیڅ تغیر را نه ولي، په داسې حال کې چې قرآن کریم د تغیر او د بدلون کتاب دی، تاسې د حضرت عمر(رضي الله عنه) د ایمان راوړلو داستان ولولئ چې څه ډول همدې قرآن هغه ته ټکان ورکړ او د هغه په ژوند کې یو ستر او بنسټیز بدلون راوست.

اووم ادب: د قرآن کریم په سر باندی هیڅ شي نه کېښودل: ځینې خلک به تاسې هم لیدلی وي چې په ډېری بې باکۍ سره د قرآن کریم په سر باندی د انګلیسي، جغرافیی او  یا د کیسو کوم کتاب ږدي  چې دا سم کار نه دی، ځکه قرآن کریم د نړۍ د ټولو کتابونو څخه په علمي او معنوي او هر لحاظ ډېر محترم او لوړ کتاب دی.

اتم ادب:  له ضرورت پرته ېې پر ځمکه باندی نه کېښودل: غوره خو  به دا وي مونږ د یو عاقل انسان په توګه سره ددې کتاب درناوی وکړو او په لوړ ځای کې ېې کېږدو، لکه چوکۍ، میز، د میز روک او داسې نور.

نهم ادب: له ځان سره تشناب او یا کوم داسې ناپاکه ځای ته نه وړل:

لسم أدب:  د ورقو د زړېدو په حالت کې ېې دفن کول: که چیری ېې ورقې زړی شي او داسې حالت ته ورسیږي چې نور ورڅخه د تلاوت لپاره استفاده نشي کېدلی؛ نو غوره به دا وي چې په یوې پاکې خاورې کې ښخ کړای شي، شاید دا خبره د ځینو لپاره حیرانوونکي وي، خو د حیرانتیا خیره ځکه نه ده چې یو مړ انسان د همدې لپاره په ځمکه کې دفن کیږي تر څو ېې عزت وشي او حیوانات او یا کوم بل څوک ېې سپکاوی ونکړي؛ نو په همدې ډول د قرآن کریم عزت هم  لازمي دي.

یوولسم ادب: د اهل قرآن سره مینه درلودل: هغه علماء او خلک چې په رښتیا سره ېې قرآن کریم په خپل ژوند کې عملي کړی وي او د قرآن تر سیوری لاندی ژوند تېرول غواړي او یا  هغه خلکو چې حتې د همدې کتاب په خاطر ېې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي، ښايي چې مینه ورسره په زړه کې وپالل شي او په حق کې ېې د مغفرت او د بښنې دعاء وشي.

په پای کې په خورا عاجزۍ سره د مغفرت لپاره خپلې لپې پورته کوو او دعاء کوو چې لوی څښتن تعالی دې  د قرآن مینه زمونږ په زړونو کې پیدا او  په دې کتاب سره دی لوی پروردګار زمونږ هر راز ستونزې او اندېښنی ختمی کړي او په هیواد کې مو دې دا خونړۍ جګړې نوری پای ته ورسوي  او ټول اسلامي امت ته دې سوکاله او خوشحاله ژوند ور په برخه کړي. آمین.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 (1): مناهل العرفان في علوم القرآن/  12 صفحه

(2): الاتقان دویم جلد/ 1034صفحه

(3): التبیان /112  ــ 113 صفحه.

 (4): البرهان في علوم القرآن/ اول جلد/ 273 __ 276 صفحه

Categories: اسلام,دینې پلوشې

Pin It on Pinterest