زمونږ دعاګانې ولې نه منل کېږي؟ / قاضی باران

له تابعي ابراهيم بن ادهم رضي الله عنه د بصرې بازار کې وګړو پوښتنه وکړه چې اي ابو اسحاقه زمونږ دعاګانو کې ولې اثر نشته حال چې خداى پاک جل جلاله فرمايي (ادعوني استجب لکم) دعا راته وکړئ وبه منل شي او غوښتنه به مو درکړل شي؟
هغه ورته وویل ځکه ستاسو زړونه مړه دي په دغه لس شيانو ..
1
خداى منى خو حق يې نه ادا کوى
2
قران لولى خو عمل پرې نه کوى
3
خپل پيغمر سره د مينې ادعا لرئ خو لار يې نه نيسى
4
شيطان سره د دښمنۍ ادعا لرى خو هرڅه ورسره منى
5
د جنت غوښتنه کوى خو عمل ورته نه کوى
6
له دوزخ څخه پناه غواړى خو زان ورڅخه نه ژغورى
7
مرګ حق ګڼى خو چمتوالى ورته نه نيسى
8
د نورو عيبونه نيسى خو خپل پرېږدى
9
د خداى پاک نعمتونه خورى خو شکر نه باسى
10
خپل مړي خښوى خو عبرت نه اخلى
نو دعاګانې به مو څنکه قبولې شي!؟

0