غوسه او سیاست/ احمد طارق کاکړ

0 49

غوسه د کرکي او تعصب مور ده. د بې شمارو ټولنیزو بدمرغیو لامل بې حده غوسه، غضب، خروښ او خشم وي. تجربه شوې چي غوسه د قتل، طلاق، قذف، سب او شتم او نورو بدبختیو سبب ګرځېدلای سي. د غوسې حالت ثابت او جامد شکل نلري؛ پدې معنی چي  یو نفر به د عادي غوسې تر سیوري لاندي راغلی وي، خو کېدای سي په خورا چټکتیا همدغه عادي غوسه په جنوني قهر واوړي.

د انسان د قهر په آخري مرحله کي لیونتوب وي، یا په بل عبارت، هغه سره مشابه وي. په نتیجه کي د انسان عقلي قوت فاقد سي او د ښو او بدو د توپیر کولو استعداد زوال ومومي. ډېر ځله په دغه حالت کي ترسره سوي اعمال د عمیق ندامت او ژور افسوس باعث وګرځي. حضرت علي رضي الله عنه وايي: «د غضب پیل جنون او پای یې پښېماني وي.»

له قرأني لیدلوري مؤمنان د نورو ځانګړتیاو په ځنک کي دا ځنګړتیا لري چي خپله غوسه کنټرولوي او خپله غوسه شړي («الکاظمین الغیظ»). بل ځای قرأن په اعلی ښکلا وایي: «وإذا ما غضبوا هم يغفرون».

کله چي انسان د غوسې په حالت کي نه یوازي خپله غوسه رټي او شړي بلکه علاوه پر دې خلګو ته بخښنه کوي، نو یقیناً نادر او ځانګړی صفت لري. دا ځکه چي د غوسې په وخت کي بخښنه کول ډېر پر سخت وي ځکه نفس د انتقام او شدید جواب غوښتنه کوي.

 د غوسې او خروښ خطر هغه وخت زړه کي وېره او ټولنه کي اور اچوي کله چي غضب او اقتدار مدغم سي. دا خبره دلته د دوو دلایلو له کبله کیږي: اولاً دا چي د خشم او خروښ په وخت کي تصمیم او پرېکړه د مذمومو عواطفو او تمایلاتو پر بنسټ ظهور مومي؛ ثانیاً دا چي د دغه راز فیصلو منفي اغېزه لږو انسانانو باندي نه، بلکه ډیرو انسانانو باندي پرېوزي.

له همدې کبله د سالمي رهبری د روزني یو مهم اصل باید دا وي چي د لیډرشیپ (قیادت) اینده نسل ته د خښم او غوسې سلبیت په ګوته کړي او د هغو له منځه وړولو عملي کړنلاره وروښوي. دغه  کړنلاره د دې کرښو د لیکوال په اند دوه اړخه لري:

 اول اړخ یې د شخصیت جوړوني یا سایکولوژي سره تړاو لري. «څنګه کولای سو غوسه په کنټرول کي ولرو؟ څنګه کولای سو چي مذمومو احساساتو ته اجازه ورنکړو چي د پرېکړو اصلي عامل وګرځي؟» دا هغه سؤالونه دي چي د کړنلاري لومړنۍ برخه یې باید جوابونه وړاندي کړي.

له نېکه مرغه مسلمانان پدې اړه ډېر غني اثار لکه دیني نصوص، د متقدمینو علماءو نظریات او دې عصر کي لیکل سوي کتابونه لري. د غوسې د مېنِیجْمِنټ د علمي رشتې او فن په اړه افغان او مسلمان لیکونکي باید هغو موجودو دیني نصوصو ته ځانګړې پاملرنه ولري. د بېلګي په توګه د اسلام پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و سلّم وایي: «زورور هغه ندی چي ښه غېږ باسي، بلکه زورور هغه څوک دی چي د غوسې په حالت کي ځان باندي حاکم وي.» یو ځل ابو دَرداء رضي الله عنه د رسول الله څخه د داسي عمل پوښتنه وکړه چي په هغه سره جنت ته داخلېدلای سي. په جواب کي رسول الله علیه الصلاة و السلام په نافع او جامع توګه وویل: «غوسه کېږه مه (لا تَغضب)».

 د کړنلاري دویم اړخ باید لیډرشيپ ته په ټولني کي د غوسې موجودیت او د هغې د شدت درجې، ځایونه، علل او خطرونه د روښانه کولو اسباب وښوي. کله چي رهبر پوه سي چي ټولنه کي چیري، ځنګه او ولي غوسه شتون لري نو کولای سی د هغه د ورکولو لپاره معقول عملي اقدامات وکړي. دغه راز اساب وړاندي کول د علوم اجتماعي په ډګر کي راتلای سي.

ځیني وخت، کله چي انسان د غوسې کولو څخه پرهېز وکړي، نو مقابل طرف ته په فوق العاده ډول حاضر جوابه پاته سي او ظریف جواب ورکړي. أفغان ادیب باز محمد عابد لیکي: «وايي چې الفت صاحب له دوه نورو همسيالو اديبانو سره په کلي کې چکرته وتي وو. هلته دوه خرو په خپلو کې سره غاړې ورکړې وې. يوه ورته ويلي وو چې الفت صاحب خره هم په خپلو منځو کې الفت لري. الفت صاحب يې په ځواب کې ويلي وو چې ”هو لکه زه چې ستاسې دواړو تر منځ يم“.»

د غوسې او سیاست تر منځ د  تړاو بحث یو ډېر جالب علمي بحث دی چي سیاست پوهانو لیکني ورباندي کړي دي. لکه څنګه چي څرګنده ده، په سیاست کي د خلګو د غوسې څخه یا ښه یا ناوړه استفاده کېدای سي. یو امریکايي سیاست پوه، برېډر، وایي چي غوسه خلګ د سیاسي فعالیت له لیدلوري «فعالوي». د خبري معنی دا ده چي غوسه د خلګو سیاسي فعالیت ډېروي.

 یو واکمن کولای سي (دغه کار ډېر ترسره سوی او کیږي) چي د دسیسې په مرسته په خلګو کي غوسه او خښم را وپاروي او دغه خښم په خشونت واړوي، یا د غوسې په پارولو سره د ټاکنو په وخت کي د وټ ورکونکو کچه لوړه کړي او خلګو ته په عوام ډوکه کونکي شکل وښوي چي ګویا دی یا د د حزب د احساستو را پارونکو ستونځو لپاره قوي، حل او فصل کونکي پلانونه او اسباب لري.

مخکي د لیډرشیپ خبره یاده سوه، نو یو سؤال به مطرح کړو: ایا بېهتره به نه وای چي د امریکا سیاسي واکمنانو د یولسم سپټمبر وروسته د خلګو د احساساتو څخه ناوړه استفاده نه وای کړې او د غوسې جواب یې په غوسې نه، بلکه په نرمي، صبر او د معقولو ګامونو په اخستلو سره ورکړای وای؟ امریکایي واکمنانو به د پخواني ولسمشر لینکلن د یوې جالبه قصې څخه استفاده کړې وای:

 ویل کیږي چي یو وخت د لینکلن د جنګ وزیر د یوه جنرال له خوا په واسطه بازی تورن سوی ؤ. وزیر وه لینکلن ته شکایت وکړ. لینکلن مشوره ورکړه چي مدعي جنرال ته دي لیک ولیکي او په لیک کي دي د اقتدار او ځواک د ادبیاتو څخه استفاده وکړي. کله چي وزیر خپل لیک لینکلن ته ښکاره کړ لینکلن د هغه د سختو، غاښماتونوکو ادبیاتو ستاینه وکړه او له وزیر څخه یې وپوښتل چي په دې خط به څه کوي؟ وزیر ورته وویل چي لیک به جنرال ته استوي. لینکلن وویل: «بخارۍ ته یې واچوه. کله چي ما یو خط د غوسې په حالت کي لیکلی وي نو زه همدغه کار کوم (بخارۍ ته یې اچوم). ښه لیک دئ او د لیکني په وخت کي وخت ښه درباندي تېر سو او تبیعت دي ښه سو. اوس یې وسوځه او بل ولیکه.» (یعني «بل، د ښو، معتدلو الفاظو لیک ولیکه».)

کله چي أفغانستان ته وګورو نو هلته واکمنان او جنګسالاران دغه منفي فن کښي خورا ماهر دي. هسي هم د افغانستان خلګ د جګړو او نورو دلیلونو له کبله ډېر احساساتي خلګ دي. کله واکمنان یا سیمیز جنګسالاران د خپل ټولنیز موقف (سیاسي قدرت) او کله د خپلو پانګو د حفظ لپاره خلګو کي «ناشیونالستیکي غوسه» را پاروي. د ملیتونو په منځ کي نفاق اچوي چي خلګ په دغه شکل مشغول وساتي او د توپ د خولې خوراک یې وګرځوي.

داسي نده چي د أفغانستان ملت فقط د دسیسو ښکار ګرځي: ډېر ځل په واقعي ډول ډول داسي سبب موجود وي چي هغه د غوسې باعث سي او موقع مساعده وي چي د غوسې معقول تظاهر وسي خو افغانان د غوسې جواب په بې کنټروله غوسه ورکړي. مظاهرې هرچیري کیږي خو په افغانستان کي وران کاران لاریون د سولیز شکل څخه وباسي او له خشونت ډک لاریون ځیني جوړ کړي: خلګ پکښي ټپیان او مړه سي او د خلګو وه اموالو ته تاوان ورسیږي. پولیس هم ډېر ځله د خلګو د غوسې په وخت کي په تظاهراتو کي منفي رول لوبوي او خوار خلګ د ډزو ښکار وګرځي، دا ځکه چي د عوامو د غوسې او خپلي غوسې په کنټرولو کي پولیس او اردو کافي تمرین نلري.

غوسه کېدل د انسان د تبیعت سره تړاو لري. دا خبره سمه ده. کله کله باید د خپلي غوسې تظاهر وسي، اما انداز او انډول مهم وي. د مثال په ډول، کله چي پلار یا مور خپل ماشوم ته د یوه ډېر بد عمل د ترسره کولو له کبله وخښمیژي نو د غوسې تظاهر یې باید په انډول کي وي. د غوسې سم تظاهر غایه نه، مګر یوه وسیله وي.

ارستو په دې هکله وایي: «هر څوک غوسه کېدلای سي؛ دا اسانه کار دی. خو د اصلي نفر سره، په مناسبه درجه، په مناسب وخت کي، د مناسب هدف لپاره او په مناسب ډول سره غوسه کېدل د هر چا په توان کي ندي.» نو ځکه باید له غوسې کولو څخه پرهېز وسي او د غوسې کنټرولو مهارت زده سي.

Comments
Loading...