ساديزم

هلال کريمي

0 39

په خپل ورځني ژوند کې به مو د ساديزم کلمه اورېدلی وي، ياهم د داسې يو شخص سره مخ شوي ياست چې په خپلو خبرو کې يې دا کلمه کارولې وي، په هر صورت د ساديزم کلمه د ټولنې عام وګړو ته تقريبآ نوې  کلمه ده او د ټولنې ډېر شمېر وګړي ورسره اشنا نه دي، خو بياهم د دې پديدې په اړه بحث او د خلکو خبراوی ځکه مهم دی چې له دې پدیدې سره په ورځني ژوند کې مخامخېدای شو ځکه چې د ټولنې وګړي يې په عملي ډول کاروي، پرته له دې چې د دې کلمې په ارزښت وپوهېږي، او ياهم دا پديده د يو ناوړه پديدې او رواني ناروغی په توګه ومني، په ټولنه کې شته شخصيت وژنې، فزيکې، پرته له کومې موخې، فزيکي، وژنې، او جنسي تېري د دې پديدې ښکاره بېلګې دي، د ساديزم کلمه  انګليسي ژبې sadism)) څخه مشتق ده چې په درى کې ورته ديګرازارى وايي او نور ځورولو په مانا دى، يا هم سادېزم، په رواني، جسمي او جنسي ډول د نورو ځورولو يا د نورو د ځورولو لېوالتيا ته وايي، چې ځوروونکی ترې د ضرر رسولو په حالت کې خوند اخلي، د ساديزم کلمې ته ځکه ساديزم وايي چې په ۱۸ پېړی کې د مارکي دوسا په نوم عالم غوښتل د دې ډول

افرادو شخصيي ځانګړنې بيان کړي، د ساديزم کلمه د (دوسا) څخه مشتق دی چې دوسا د همدې فرانسوي ليکوال تخلص وو، دوسا د دې افرادو د شخصيتي ځانګړنو په اړه وايي: دا افراد د نورو د تمسخر، تحقير او يا هم جنسي او جسمي ازار او اذيت څخه خوند اخلي او په ځينو مواردو کې تاوتريخجن او تېری کوونکي رفتارونه له ځانه څرګندوي، دا ناروغي د رواني ناروغيو تشخيصي او اماري کتاب DSM-3 کې چې د څو کاله وړاندې چاپ شوی وو، يوه ګډوډي ګڼل کېده مګر د همدې کتاب په بل چاي ( DSM-4) کې د شخصيتي ګډوډي په توګه وپېژندل شو، سره له دې چې دا ناروغي د نورو رواني ناروغيو په پرتله عام نه دی، مګر بياهم له بده مرغه د دې ناروغی نښه تر ډېره د ناروغانو سربېره په عام وګړو کې هم ليدل کېږي.

د دې پديدې عام او ورځني بېلګې:

الف:  د ملګرو ترمنځ:

 ډېری وخت ډېر خواږه ملګري په شکل د اشکالو هڅه کوي چې خپل مقابل لوری د ځان په وړاندې کم راولي، او په دې ډول د هغې تېروتنه ور په  ګوته کوي، د بېلګې په توګه ته په ښوونځي کې ناکام شوی يې، يا داچې تا له فلاني سره اړيکې لرلی، ياهم په کوچنيوالي کې دې داسې کوم کار کړی وو، دلته د فاعل موخه داوي چې مقابل لوری ځانته کم راولي او په دې ډول ځان د هغه په وړاندې ځواکمن او قوي ښکاره کړي، اوسمهال داپديده د نارينه په پرتله په ښځو کې ډېر ليدل کېږي، نجونې يو د بل په وړاندې د ځان غوره ګڼلو لپاره د مقابل لوري د سپکولو هڅه کوي، لکه د هغه يو ظاهري عيب د دې لپاره ورپه ګوته کوي چې دا ترې خوند واخلي.

ب: په کورنۍ کې:

تاسې به د داسې حالتونو سره مخ شوي ياست چې ډېری ميندې يا پلرونه د نورو په وړاندې خپل اولادونه سپکوي او په دې ډول دوي ورپورې خاندي، په همدې ډول د ميلمنو په وړاندې د ښځې لخوا د خاوند او يا د خاوند لخوا د ښځې د کم راوستلو هڅه او د دې حالت څخه رواني خوند اخيستل د ساديزم ښکاره بېلګې  دي، په همدې ډول په يو شمېر کورنيو کې بيا دود داسې وي چې ټوله کورنۍ يو د بل په ملاتړ دا پديده د نورو په وړاندې څرګندوي پرته له دې چې پوه شي چې دا د ناروغی نښه ده، د بېلګې په توګه: د خپل کاکا ځامنو په يادولو سره د کورنۍ هر غړی د هغوی په وړاندې د هغوی يوه نيمګړتيا د هر چا لخوا بيانول، او دې ته خندل، يا هم سپک کتل او له دې څخه خوند اخيستل، چې دا په ټولنيز ډول د نورو ازارول دي چې ساديزم ګڼل کېږي.

ج: په اداره کې:

ډېری اداري کارکوونکي خپل اداري مقام ځانته امتياز ګني او د همدې په ګټنې سره نور خلک د مختلفو اړخونو څخه سپکوي، د بېلګې په ډول ترې  د تمثيل غوښتنه کوي او د خپل مقام له مخې فشار پرې اچوي، او ياهم اداري کارکوونکي په خپلو کې د يو نيمګړتياوې بيانوي او په ترتيب سره د هغه نيمګړتيا په بيانولو سره خوند  اخلي، په ټولنيزه اصطلاح کې دې ته ګپ لګول او ياهم د نورو پازابول بلل کېږي.

د: په ټولنه کې:

د خلکو د ټولنيز موقف سپکول او ياهم د يو چا د نه زغملو په بدل کې د هغه سپکاوي کوي که هغه په هر ډول وي خو د خپل اړتيا تر پوره کېدو پورې مقابل لوري په هر نوم سپکوي، د بېلګې په توګه: په تېرو ټاکنو کې د يو شمير کمپايني ډول کارکوونکو پورې د همجنسپالنې او ياهم د جنسي فقيرانو خطاب او دې کلمې ته لمن وهل يې ښه بېلګه ده.

د ساديزم کلمه يواځې دا نه ده چې شخص نور وځوروي په هر ډول چې وي د نورو په وړانډې د ترسره شويو  کړنو څخه ناروغ (فاعل) د رواني اړخه مشبوع کېدل ساديزم دي، د ساديزم مشخص لاملونه تراوسه په دقيق ډول مالوم نه دي، مګر بياهم څرګند لاملونه يې کورني او جنیټیکي لاملونه ګڼل شوي دي، دا ناروغي د ماشومتوب دورې د تېرېدو وروسته د نوی ځوانی پرمهال څرګندېږي او د جسمي ناروغيو اواعتياد سره هېح ډول اړيکه نه لري، د ساديزم ناروغي د ټولنيز ضد شخصيت  سره توپير لري او توپير يې په دې کې دی چې ټولنيز ضد شخصيت لرونکي افراد د نورو د ځورولو څخه خوند نه اخلي، مګر په ساديزم اخته کس په ټولنه کې د نورو د ځورولو څخه خوند اخلي.

د دې ناروغي د درملنې او مخنيوي په برخه کې رواني تحليلي، رفتاري او کورنۍ  درملنه تر نورو ډېره کارنده او اغېزمنې لارې دي، ياده دې وي چې د دې ناروغی درملنه د افردو د ځانګړنو په اساس هم کېږي، دا ځکه چې په دې ناروغی ټول اخته ناروغان د يو شان ځانګړنو لرونکي نه وي، په دې ډول ناروغانو کې تر ډېره ګډې ستونزې، ګوښه ګيري، پرځان د باور نشتون، او نه پاملرنه د عمده و ګډو ځانګړنو څخه ګڼل کېږي، په دې ډول ناروغانو کې د ټولنيز استرس کمښت د عام د سترس او خپګان کمښت سبب کېږي، دا راز ځينې وخت د دې ناورغی په درملنه کې د درمل څخه هم ګټه اخيستل کېږي، خو د درملو نا انډوله کارونه د ځان وژنې او يا هم د استرس د ډېر والي لامل کېږي، د دې ناروغی په پايله کې اخته کس د خپل کار او دندې په وړاندې د نه لېوالتیا او ياهم د فعاليت د کمېدو سبب کېږي، دا راز د وخت په تېرېدو سره د خپلو همنوعانو څخه لېريوالی اختياروي، چې د جنسي او جسمي اړخ په لرلو سره اخته کس د قانون سره هم مخ کولی شي.

Comments
Loading...