د ښځمنو د خبرلوڅۍ بنسټیز لامَل (مورولي)  ده

پوهاند دوکتور م.ا. زیار

0 78

                                                                                                                                                کابل- ۱مرغومی ۹۸

د ژب- ساپوهنې او  ژب- ټولنپوهنې  په رڼا کې

د ښځمنو د خبرلوڅۍ بنسټیز لامَل (مورولي)  ده

تر ورته سرلیک لاندې اغلې آمنې مایار دغه سکالوڅېړلې او یا له کوم انټرنېټي پاڼې، ویکېدیا، دیجيتال کتابتونه… راژباړلې.  هرګوره، ما د(ْښځې) پرځاي (ښځمنې)کارول ځکه  غوره  وبلل، چې کوشنیانې هم تر هلکانو ډېرې غږېږي!

داچې اغلې آمنې یې رواني او عاطفي یا  خلق وخوی لاملونه وړاندې کړي یاچې وایي، په خبرو کې یې عاطفه، احساس او مهرباني ډېره لیدل کېږي، لاملونه، نه بلکې  ځانګړتیاوې یاښېګڼې يې دي او د چا خبره د (لطیف جنس) ښکارندویي یې کوي. ځکه دا پرخپل وار پر لاملونو او دکونو دلیلونو ټیکاو لري؛ بیولوژیکي یا نېورولوجېستي دلیل یې چې ښځمنې د مغزو  پر کیڼه خوا سربېره  له ښۍ خوا هم کاراخلي او په دې توګه یې د خبرو برخه(تر نارینه وو) پراخه ده، هم له (ولې) سره مخامخېږي. ځکه دغه برخه چې فرانسی طبیب (بورکه) رابرسېره کړې او په همدې نامه (بورکه) نومول شوې او همدې کیڼې خواته  ورسره پتلیزه مانیزه برخه هم الماني بیولوجېست (ورنېکې) نومېرلې (تشخیص) کړې او د همده په نامه نومول شوې ده.نوداچې آمنه جانې د مغزو یا سر ښۍ خوا هم دښځمنو دخبرو پر اوېجه ورسرباري کړې،د بیولوجېستانو، د ژب-ساپوهانو او  ژب- ټولنپوهانو له خوا په کلکه ردېږي. پرځای یې دلیل (مورولي) راوړي، یانې د ښکاره يا پټتوان (بالقوه یا بالفعل) مور په توګه ورته اړتیا لري!

نوي پسرغښتي ( Post-structural)ژبني ساینس یا ساینتېفیکې ژبپوهنې زباده کړې چې کوشنی له ټولنیز چاپېریال سره سمه په ړومبیو ۴-۵کلو کې مورنۍ یا لومړنۍ ژبه د پېښو له لارې نیم اګاهانه زده کوي .  داسې چې له زېږېدا سره د مور یا تیمور (دایې) خولې ته ګوري او څه چې ترې اوري، د هغه د پېښو هڅه کوي، نو له دې کبله ورسره مور یا تیمور ډېره غږېږي، بې له دې چې پوه شي، هغه پرې پوهېږي یا نه. ناګاهانه ورته ګډه وي، که نه، ژبزدکړه یې هرو مرو ځنډنۍ کېږی او ورسره یې له وړکتونه تر پوهنتونه د ښوونې روزنې بهیر ترخپلو همزولو  روسته کېږې. داهم ازمایل شوې چې یوه کوشنۍ له زیاتې غږېدا سره تو کوشني ژبه ژر زدکوي، ځکه راتلونکې ته (مورکېږي)!

هسې خو له لویه سره پلرونه او د کورنۍ نور  نارینه غړي له کوشنیانو سره دومره نه غږېږي، او دا میندې  او نورې ښځینه غړې دي چې له ټولو هغو سره ډېرې غږېږي او په ژبزدکړه کې ورسره مرسته کوي.زموږه په روسته پاتې نرواکي ټولنه کې چې ډېرې کليوالې او ښارمېښتې  ښځمنې د کور څلوردېوالۍ دننه تېروي، د ډېرې خبرلوڅۍ له لامله نږه- زړه او کمپېښې پانګه او پښوييز (ګرامري) رغښتونه ښه ترا کاروي او خوندي یې ساتي، په داسې ترڅ کې چې پر وړاندې یې  نارینه ترکور بهر د پردیو ژبو تر اغېز لا ندې،ناسوچه پانګه او پښوييزې ښويېدنې ځایناستې کوي.

ما  سوچه پانګه اوپښویه له مور او مشرې خور ځنې زده کړې، په تېره له هغې راهېسې چې  له ځانګړې او بیاد (افغانستان ژبپوهنې اطلس پروژې) په رسمي چوکاټ کې) له ګړدود څېړنې سره بوختیا پیدا کړې، ډېره ارکاییکه او کمپېښې ګړدودي پانګه مې  له سپینسرو  ښځو څخه، سیده، او بیا  ناسیده، د پوښتنغاړي (انفارمېنټ) په وسیله ترلاسه کړې ده؛  او لا چې کله به پوښتنغاړی د یوې پوښتنې په ځواب کې  پاتې راغی، کورته به یې منډه کړه او له مور یا مېرمنې به يې وپوښتل.

د ۱۳۴۲ په پسرلي ول کې  چې د نیمژواندې دردي تیرو یا تیرایي ژبې د پاتشونو په لټه کې کوټ درې ته ولاړم،لومړی مې د ډواڼو دلوی کلي په یوه ګډه لویه اوجره کې له سپینږیروڅخه د شپې تر ناوخته یو شمېر وییونه، ځاینومونه، ټوکې ټکالې او متلونه یادښت کړل. پر سبا او بل سبا مې په میتراڼو کې د یو مخور په مټ له  داسې  دوو خو بوډیو  خویندو سره مخ کړم چې  مورنۍ تېرو یې لا پر یاد پاتې وه، څه له پاسه ګړۍ دوې مې ترې یو لړ وییونه فونیمیکي ولیکل او بیا مو راوهڅولې چې په خپلو منځو کې سره  په تیرو وغږېږي اوماهم غږنیونی (ټایپرېکاډر) ور ته چالان کړ. په دې ډول مې ترې یو څو سوه وییونه او نور ژبني توکي تر لاسه کړل. ماچې ترې دا لامل وپوښت چې په ټوله سیمه کې څنګه  یوازې دوی دواړو خویندو د پښتو تر څنګ مورنۍ ژبه لا نه ده هېره کړې، را غبرګه یې کړه: د (اودرامان) باچاهۍ کې موږ دواړې له کوره بهر له پښتنو یا پښتانه شو یو ماشومانو سره تر لوبو  راستنې شوې او په خبرو کې به مو یو نیم پښتو ټکی وکاراوه، مور و پلار به وګواښلو. له دې سره مو تر وسې وسې له خپلو تیرو ژبیو سره لوبې کولې او که به پر پښتنو ماشومانو واوښتو،  له پښتو ټکو په مو ډډه کوله، نو ځکه مو  د پښتو تر څنګ خپله  تیرو هم تراوسه ژوندۍ ساتلې ده!

له دې ټولو غریزی(رواني، عاطفي، لوښیزو) ځانګړتیاوو او بیا  د راخپل کړو کورنيو او ټولنیزو لارو چارو او سرښندنو سره سره د نارینه وو او په ځانګړې توګه د مېړونو لپاره د مېرمنو خبرلوڅي کله ناکله نازغموړه پرېوځي،  او  تر تاوتریخوالي او  ان خورا سختو پایلو ته یې رسوي!

هرګوره،  دابه د مېړونو ستره مېړانه وي چې له ټولو غریزي او کسبي ښېګڼو او کارندوییو په پار د خپلو مېرمنو ډېرې خبرې وزغملای شي او خپل ګډ ژوند او بیا د بچیانو ژوند ژواک او راتلونکې له کړکېچ سره مخامخ نه کړي. هرګوره، پر وړاندې یې مېرمنې هم پرخپل وار تر وس وسې د نرمښت او سازښت لاره راخپله کاندې!

Comments
Loading...