د ځان تشویق او استرس کمولو لارې

0 22

لیکنه او ژباړه:  ناصرخان شېرزی
هر انسان تر مودو وروسته په کاري او نورو ساحو کې له شته فعالیته ستړی کیږي.
کله کله دغه کاري ستړیا ددې سب کیږي چې یو انسان خپله دنده له لاسه ورکړي.
او بدبختانه داسي خواږې هم نشته چې تشویق دې کړي،ملګري هر څوک زیات لري خو د تشویق نظر ډیر کم درکولی شي.
نو کله چې په داسي حالت کې قرار ولرو ـ نو څه باید وکړو؟
راځئ د ځان تشویقولو او استرس کمولو اړوند یولس لارې درته ښایم، البته دغه معلومات ما د ځان او ستاسي لپاره ژباړلي دي.

هغه یولس مهمې خبرې دا دي:

۱-فکر وکړئ پخپله اداره کې کار مې بیا له سره پیل کړ.
۲-په خندونکي ویډیو یا خبرې کار پیل کړئ.
۳-په زوره زوره وخانده ان که خندا هم نه درځي .
۴-ځان مساژ کړئ،استرس کموي.
۵-اسانه کارونه لومړی پیل کړئ او کار په وړو حصو وویشه.
۶-یو ښایسته انځور مخامخ ولګوه لکه یوه منظره.
۷-همکارانو نه د اړتیا پرمهال د کار مرسته وغواړه.
۸-له شنه رنګه ځای که پارک او نور وي، ورځ کې ګټه اخله.
۹-یو ساعت کې پنځه دقیقې قدم ووهه.
۱۰-مثبت فکر او د تشویق شعارونه ځانته وټاکه او په لوړ غږ هغه ځان سره کله کله زمزمه کوه.
۱۱-د راتلونکو بریاوو په اړه په مناسب ځای کې تر لسو دقیقو خیال پلو کله کله ووهئ.

Comments
Loading...