کوچنیتوب

ژباړه : هدايت فريد

0 38
چې کوچنيتوب و، نو ژڼيتوب ( ځواني) يٶه هيله وه.چې ژڼى شوم، نو کوچنيتوب يٶ پېر ( زمانه) و.په کور کې به چې اوسېدم خپلواکي  به مې خٶښېده. نن خپلواک يم بيا هم کور ته د تللو بيړه (تلوار) وي.
کله مېلمستون (هوټل) ته تلل، پيزا او برګر خٶړل به مې خٶښ وو، نن کور ته راتلل، د انا او مور د لاسونو خوراک مې خٶښ دى.
په ښوٶنځي کې به مې ورسره جنګ و، نن يې په انټرنېټ کې پلټم. خٶښي په څه کې ده ؟ دا راته اوس پته ولګېده، چې کوچنيتوب څه و ؟ نن مې وننګېره.( محسوس کړ)
درېغه چې مو د ژٶند څو کلونه بدلولى شواى!
*کله به چې مو خپل لاس د خلکو نه په جامو کې پټاوه او خلکو ته به مو ويل چې وګوره، ما خپل لاس په جادو باندې ورک کړي (غايب کړى).
*په ښوٶنځي کې به چې کله د ور (دروازه) شاته پټ شٶلو، په دې پار چې څوک راشي او بٶ پرې وکړو.(وډار کړو)
*ځينې وخت به مو د سترګو ډرامه کٶله، تر څو څوک راشي او غېږ کې مو ونيسي بسترې ته مو يوسي.
*انګېرل به مو چې دا ځلانده سپوږمۍ زمونږ د بايسيکل شاته ولې پټه پټه روانه وي؟
*د زوکړې ورځ به مو يوازې ددې له کبله نمانځله چې څوک ډېرې ډالۍ راوړي.
*د   يخچال پورې کٶل مې ډېر يادېږي،ډېر په ورو به مو پورې کاوه تر څو وپوهېږو چې دننه روښنايي کله ۥګل کېږي.
بې اړنګه ( يقيناً) په کوچنيتوب کې به مو فکر کاوه، چې مونږ ولې نه ځوانېږو؟ او اوس دا فکر کٶو چې مونږ ځوانان ولې شوو؟
Comments
Loading...