کوم کتابونه ددې وړ دي چې وژباړل شي؟ / محمدالله آرين

په وروستیو کې له نورو ژبوپښتو ژبې ته د علمي نه خو افرادو پر ژوند د لیکل شویو کتابونو د ژباړې چار ډير تيز شوی

خپرندويه ټولنې ددې لپاره چې کتابونه يي ښه بازار ولري ژباړونکي او لیکوالان هڅوي چې داسې څه را وژباړي چې هرڅوک يي لوستلو ته وهڅيږي خو موږ مطالعه د ژوند د يوې برخې يا عادت په توګه نه بلکه اړتيا ته په کتو سره کوو د بیلګې ډول د وري له مياشتې محصل او زده کونکی پوهنتون او ښونځي ته ځي خو منظمه مطالعه نه کوي بلکه برعکس کله چې آزموينې را نيږدې کيږي کتاب يي په څنګ کې  نيولی وي او په دوو يا دریو ورځو کې غواړي د څلورو او نهو مياشتو تیر ويل شوي درسونه زده کړي چې دا نه يوازې آسانه کار نه دی بلکه سخت دی او په داسې وضعيت کې محصل د مطالعې د اصلي مطلب د اخیستو پر ځای تر ډيره خاص موضوعات يوازې د کاميابۍ د نمرو د تر لاسه کولو لپاره ميخانيک کوي، خپرندویه ټولنو او کتابتونو ته تلونکي ځوانان او د کتاب مينه وال هم هيڅکله هدفمنده مطالعه نه کوي او نه هم د هغو کتابونو ليست له ځان سره لري چې دی يی باید په يو کال، یوه میاشت يا يوه ربعه کې ولولي بس هسې ښار ته را چکر شي پر کتاب يي سترګې ولګيږي عنوان يي خوند ورکړي وايي خلي خو وروسته يي په اخيستو پيښمانه وي، فيسبوک ته ناست وي په ښکلي صحافت کې د کتاب له منځپانګې د څو وړو جملو له اعلان سره مخ شي نوم يي له ځان سره ولیکي کتاب واخلي خو په ورځني ژوند کې ترې هيڅکله هم ګټه نشي پورته کولای.

بله مهمه خبره داده چې موږ لا هم په دې نه پوهيږو چې پښتو ته کيدونکې ژباړې معياري دي کنه؟ په دې هم نه يو خبر چې ژباړل شوی کتاب او ددې کتاب موضوعات زموږ له ورځني ژوند سره سر خوري کنه؟ خو يوازې د جالب عنوان له امله يي اخلو او  نور ترې په ورځني ژوند کې هيڅ ډول ګټه نشو پورته کولای دا ډول کتابونه په لنډ وخت کې ډير ښه بازار لري خو په لویه کې به خلک له مطالعې هم زړه توري کړي ځکه بیا موږ د هر کتاب په اړه داسې فکر کوو چې د هغه پخواني کتاب په شان به يو شی وي نو….

منم چې نړۍ والې تجربې او په نړۍ کې د پرمختګ لپاره د بشریت هڅې د مطالعې، څيړنې او فکر وړ دي خو موږ باید پر هغو نړۍ والو تجربو ډير زيات کار وکړو چې لږ تر لږه زموږ په درد وخوري د هرې ټولنې تجربې او هڅې د هغې ټولنې په بريا کې ګټورې ثابيتيدای شي او موږ هغه وخت بريالي کيدای شو چې له خپلو تجربو په استفادې افغاني ټولنه له روان ناورینه وژغورو.

هغه ورځې مې د يو چينايي شتمن ژباړل شوی کتاب لوست په دې کتاب کې د داسې یو چا د ژوند رازونه سپړل شوي وو چې نه په افغانستان غوندې هیواد کې ژوند کوي او نه هم د عقايدو او کلتور تر درانه بار لاندې په بریاوو پسې ګرځي بلکه دا کتاب د داسې يو چاد ژوند کيسه وه چې ټول تمرکز يي پر دې وو چې باید پیسې وګټي خو په افغانستان کې چې تقريبا ۹۹ سلنه خلک يي مسلمانان دي ګټه وټه هم اصول لري د بیلګې په ډول دلته ډيره ګټه د اسلام د ميبن دين د ارشاداتو پر بنسټ غبن فاحش ده،سود يا ربا حرامه ده او ته چې په هرڅه کې پيسې ګټې باید عقیده او ټولنه په پام کې ونيسي. د نورې نړۍ ستره بريا په دې کې ده چې دوی دين او ورځنی ژوند سره بيل کړی دی خو زموږ په وطن کې دين او ورځنی ژوند سره بیلول ناشوني دي ځکه اسلام د يو ټول منلي دين په توګه پر سياست، اقتصاد،ورځني ژوند او… ډيرو نورو برخو باندې بحث کړی دی که موږ اقتصاد لولو پيل يي باید له بی بی خديجې راوکړو داسې پسې راشو او بیا چين ته ورسيږو… په افغانستان کې چې د جمعې په ورځ جومات ته ولاړ شې د امام خطابې ته کينې اسلام ترې پاتې وي يو ساعت په سياست، د سرچوک په اوازو او هسې خبرو کې نښتی وي خو په نوره نړۍ کې تاسو کله هم له کوم عقیدتي مرکزه د سياست غږ اوريدلی؟ دلته له جوماته د پاڅون،جګړې او افراطيت غږونه پورته کيږي خو په نوره نړۍ کې له داسې ځايونو يوازې او يوازې پر عقایدو بحث کيږي حتی زموږ په دې ګاونډيو اسلامي هیوادونو ایران او پاکستان کې يو ډول دين او سياست سره بیل شوي دي د بیلګې په ډول پاکستانی ملا افغانستان دارلحرب بولي،جهاد پکې فرض عين بولی خو په خپل هیواد کې فاحشه خانه روا بولی،له کفارو سره دوستي د اسلام قوت بولي او دې ورته په لسګونو نامشروع کړنو باندې سترګې پټوي، په ایران کې خلک د حکومت پر ضد يوازې يوه خبره هم نشي کړای خو برعکس په افغانستان کې يي د قومي، نژادي، ژبني او سمتي شرارت د ډيريدا او نفاق په خاطر لسګونو خبري آژانسونه، رسنۍ، ويبپاڼې، فيسبوک پاڼې او نورې ادارې جوړې کړي دي.

بل کتاب مې چې هغه ورځې ولوست د امریکا داوسني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د لور ايوانکا ټرامپ پر ژوند باندې لیکل شوی وو چې پښتو ته ژباړل شوی وو، دا کتاب د داسې يوې امريکايي پيغلې ژوند انځوروي چې نه يي لکه زموږ فرخنده تر درنو لغتو لاندې ساه ورکړې او نه يي لکه دا نورې پوزه، غوږونه او… غوڅ شوي دي، ايوانکا په داسې يوه ټولنه کې را لویه شوې چې موډلينګ يي کړی او پر خپل کار ویاړي، پلار يي د ايوانکا د ښايست صفت کوي اووايي چې زما خپله لور ډيره خوښيږي او ښکلې ده،ايوانکا په امریکا کې له هيڅ ډول ټولنيز محروميت سره مخ نه ده بلکه دې چې څه کړي دي د امریکايي ولس له تودهرکلي او چک چکو سره مخ شوې نو کله چې موږ غواړو افغان میرمنو ته جرأت ورکړو چې سياست وکړي، کار او ژوند ته مخه کړي، پيسې وګټي او په خپلو پښو ودريږي،زموږ په دې ننۍ ټولنه چې لږ تر لږه تر پخوا پکې يو څه تحمل ډير شوی دی څوک دا منلی شي چې يوه پيغله دې نيمه بربڼده راښکاره شي او د موډلې پيښې دې وکړي او موږ دې ورته چک چکې وکړو؟ څوک دا منلی شي چې يوه افغانه سياستواله دې د مجاهد، ملا، کيڼ اړخي او ښي اړخي له ډار پرته د زړه خبره په ښکاره وکړي؟ دلته خو نارينه چې د نرواکې ټولنې سرلاري هم دي له فکري پلوه په ډيرو خبرو کې احتياط کوي او يو ډول پټ ډاريږي. نو اوس پر دې سوچ په کار دی چې افغان ميرمنې به د ايوانکا له ژونده څه زده کړي؟ د ايوانکا له بريا به يوه افغانه پيغله څه کاپي کړای شي؟ دلته خو يوې مظلومې پيغلې« فرخندې» د خرافاتي ملا پر ضد غږ پورته کړ تر هغو چې حقیقت معلوميده زر تنه د نوموړې پر ستوني، مخ، ځان او پښو ور وختل تر هغه يي و وهله او په تيږو يي و ویشتله چې شهيده شوه. که فرض يي کړو يوې افغانې جرأت وکړ چې د ايوانکا له ژباړل شوي کتابه په اقتباس د هغې کوم کار کټ مټ راکاپي کړي او ترسره يي کړي پايله به یي څه وي؟ څومره به داسې کتابونه زموږ د مظلومو ښځو د ژوند په بدلون کې مثبت اغیز ولرلی شي؟

هیله مې داده چې موږ پښتو ته له نورو ژبو را ژباړل شوي کتابونه يوازې ددې لپاره نه چې ښه وپلورل شي ،خلک و وايي چې والله پلاني هم انګريزي کتاب ژباړلی دی او افرين دې وي پرې را وژباړو بلکه مهمه به دا وي چې موږ داسې څه را وژباړو چې موږ ته په ورځني ژوند کې په درد وخوري، د ژوند د بريا او هوساينې په ستړي مزل کې راسره مرسته وکړي او يا دا چې انګيزه راکړي څو موږ هم سم څه ولیکو. ددې پر ځای چې موږ د چينايي شتمن د پيسه دار کيدو کیسې را ژباړو ولې په چين کې د شوي پرمختګ پيلامه نه لټوو؟ ولې په چين کې د ميوو او سبزيجاتو د پروسس په تړاو لیکل شوي کتابونه نه را ژباړو؟ ولې دا نه را ژباړو چې چين څنګه بريا ته ورسید؟ که فکر کوئ چې دا يو فرد د چين په بريا کې اصلي مهره وه موږ غلط شوي يو… همداسې که غواړو د امريکايي ولس تجربې را انتقال کړو راځئ د امریکايي ولس د ژوند هغه برخه  را وژباړو چې دوی زموږ په شان په کورنیو او تپل شویو جګړو کې ښکيل وو، راځئ پر دې بحث وکړوچې څنګه دا ملت له کورنۍ جګړې را ووت او د نړۍ د يو پياوړي قدرت په توګه را ظاهر شو….د امریکا د بريا راز د بیل ګيتس ژوند دی، وايي بیل ګيتس ددې لپاره چې وخت يي ضايع نشي ټولې دريشانې يي يو رنګ ګنډيدلي څو ددې پر ځای چې په دې فکر وکړي چې کوم رنګ واغوندي ټولې باید يو رنګ وي چې په کومې ور پيښ شو هغه ژر واغوندي او ځان په خپل وخت دفتر او کار ته ورسوي.

خپل يو مثال درکوم، يو وخت مې زړه وکړ چې راشه ددې ماشومانو د ارواپوهنې په برخه کې ژباړې پيل وکړم تقريبا څلويښت مهمې مقالې مې له زیاتونې سره يو ځای وژباړلې او لس کټ مټ ژباړل شوې مقالې راته ددې وړ نه ښکاريدې چې نشر يي کړم ځکه په هغو کې مې چې زياتونه کړې وه علمي برخه مې له نورو مقالو را اخیستې وه او نور مې د افغان ماشومان د رواني ستونزو او ناخوالو په اړه پکې هغه څه ور ډير کړي وو چې تقريبا هره ورځ زموږ ماشومان ورسره مخ وي خو هغه مقالې چې کټ مټ مې ژباړلې وې نه يوازې راته د نشر وړ نه ښکاريدې بلکه پر دې هم افسوس وکړ چې ډيرې شپې مې په ويښه ورته تيرې کړې خو داده اوس يي د ډيرو لیکنو په شان باید د خپل کمپيوټر د ګډو وډو فولډر ته ورخطا کړم.

ما چې کله په دوهم پړاو کې د ماشوم د ارواپوهنې لړۍ پيلوله چې تقريبا ډيرې برخې يي زما په پاڼه کې خپرې شوي دي سمدستي به ژباړې ته نه کیناستم بلکه اول به مې اصلي مقاله لوستله وروسته به مې افغاني بیلګې ورته پيداکولې او په سبا يا بل سبا به مې ژباړه پيلوله او سمدستي به مې نشروله ځکه له مخکې ورته نيول شوې تابیا ډاډه کړی ووم چې ژباړل شوې مقاله تر زیاتونو وروسته ميندو او پلرونه ته د ماشوم روزنې په برخه کې يو څه ورکولای شي.

موږ د نورو د شتمن کيدا،د نورو له بريا او د نورو له پرمختګه هغه وخت درس اخیستلی شو چې افغاني رنګ او خوند پکې وي، ژباړه ډير آسانه کار نه دی د ژباړونکي ډيره انرژي ضایع کوي اوهیله مې داده چې موږ دا ستړې پر داسې اثارو تیره کړو چې لږتر لږه زموږ ولس ته پکې يو څه وي، ښه به دا وي ډير تمرکز پر علمي آثارو وشي ځکه پښتو ژبه  د علمي اثارو له داسې يوې تشې سره مخ ده چې د نړۍ بله هيڅ ژبه ورسره مخ نه ده، کله چې موږ د خپلې ژبې د لوستونکو علمي برخه پياوړې کړه او دوی ته مو انګيزه ورکړه بیا که د بريا او مخکې تګ لپاره نړۍ وال مثالونه هم ورکړې بې ګټې به نه وي خو چې زما ځوان د خوراک لپاره ډوډۍ ونلري د چينايي شتمن کيسه به يي څنګه شتمن کړي، چې زما خور او لور د زده کړو حق ونلري، د پوهنتون په ماحول کې له  جنسي زور زیاتي او نورو ستونزو سره مخ وي هغه به څنګه لکه ايوانکا موډله او يا سياستواله شي؟ آيا تاسو کله په پوهنتون کې د هغو ناخوالو په اړه چې نجونې او ځوانان ورسره مخ دي پلټنه کړې؟ آيا خبر ياست چې په پوهنتون کې داستاد په نوم د عقدو او غرايزو له تاوده چاوديدونکي څو تنه څنګه زموږ پرهیلو او ارمانونو لوبې کوي؟.

ذهنیت جوړونه هغه وخت ګټوره وي چې ټولنې ته پيچکاري کيدونکی فکر افغاني وي که موږ د نورو تجربې کټ مټ دلته تطبيق کول غواړو د فتواوو او ټاپو په وطن کې به د مخکې تګ پر ځای شاته تګ وکړو، ځکه دلته ډير داسې مبلغين شته دي چې زموږ د سمون پر ځای د بې لارې کيدو لپاره د شرارت په سنګر کې ناست دي او هره شيبه دې ته په تمه وي چې زه يا ته د روڼ اندي،ژباړن، ليکوال او… په توګه يوه خبره وکړو او دی مو پر وړاندې ودريږي اوځان ته سوژه پيدا کړي.

دلته د پرمختګ لپاره عامل شئ خو د پردیو او شريرو انسانانو د قلم او ژې لپاره سوژه نه.

يادونه: په دې لیکنه کې مې د کره کتنې له اصولو سره سم يوازې خپل نظر او انديښنې درسره شریکې کړې د عقدې، کينې يا ځان ښودنې خاص څه پکې نشته دي او د يو لوستونکي په توګه تقريبا لس هغه کتابونه چې عناوين يي ښکلي وو خو په منځ کې ماته هيڅ داسې څه رانکړل چې په ورځني ژوند کې ترې ګټه پورته کړم.

Categories: ادب,ژبه، فرهنګ، کلتور

Tags: ,

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.