په ادبیاتو کې د حیواناتو یادونه

0 22

ښویالی محمد شفیق شرفزی_

په مختلفو انساني ټولنو کې د حیواناتو سره مختلف چلند کېږي او په مختلفو نومونو یې یادونه شوې، چې نه یواځې د معاشي او سماجي حالاتو پر بنا وي، بلکه په مذهبي اړخ کې یې هم د نظر وړ نقش لوبولی دی او د حیواناتو دغه  اظهار رویه په ادبي فنونو، کلتور او ثقافت کې هم لیدل کیدی شي.

په عربي ژبه کې انسان ته (الحیوان الناطق) یانې غږېدونکی حیوان هم ویل شوی، قرآن مجید کې په ۱۱۴ سورتونو څخه په پنځو سورتونو کې د (سورت البقره، سورت النحل، سورت النمل، سورت العنکبوت او سورت الفیل) یادونه شوې همداشان د میږی، اس، قچر، خر، سپي، خنزیر، مار او دې ته ورته د نورو حیواناتو او حشراتو نومونه راغلي دي.

دابن سینا هم د (الطیر) یانې پرندې په نوم یو تصوفي کتاب شته، چې پکې یې پرندې د علاماتو په طور د عالم الاروح د سفر ذکر کړی.

د انګلیسي ژبې یو ناول، چې (او‌ډیسې) نومیږي، د اردو ژبې ژباړه یې سلیم الرحمن کړې« جهان ګرد کې واپسي» په ۱۹۶۴ کال کې لیکلی دی.(اوډیسي) د یو بوډا او فقیر په بڼه په ناول کې څرګندیږي او په ناول کې مرکزي رول هم همدا لري، هغه چې کله له بیدیا نه د کور په طرف راځي نو ځوی یې پرې د یو فقیر ګمان کوي، خو ښځه یې ورته وایی چې دا ستا پلار دی، خو د هغه  یو زوړ سپی وي، سپی دومره زوړ وي، چې د مرګ په خو له کی وي. کله چې د سپي نظر په خپل خاوند ولږیږي سمدواره په کوښښونو کې شي، په ځمکه په لوڅو پوڅو کې وي او د دریدو کوښښ کوي تر څو د (اډیسي) غیږ ته ځان ورسوي او لوبې ورسره وکړي، مګر د هڅو سره سره بیرته په ځمکه ولیږي نو اوډیسیس یې په غیږ کې نیسي او ورته په ژړا کیږي. په ادبیاتو کې د یو سپي د وفادارۍ داسې ډیرې بیلګې شته چې د حیواناتو جذباتو او احساساتو په اړه یې یادولی شو.

د مشتاق احمد یوسفي په قول سره « موږ له حیواناتو سره کوم ښه سلوک نه کوو، هغه چې موږ یې د خوړلو لپاره ذبحه کوو» د رچرډ فولټز په کتاب، اینیملز ان اسلامیک ټریډیشن اینډ مسلم کلچرز، ۲۰۰۶ چې پکې د اسلامي عالم یو قصه بیان کړې، چې پکې د وخت خلیفه له امام  څخه پوښتي( الله تعالی ضرري مچۍ ولې پیداکړي؟) نو امام ځواب ورکوي ( زما په نظر ددې ځواب دادی چې د اقتدار خاوندانو ته پکار ده چې د دغه شان بې وسه حشراتو د بې وسئ احساس ځان کې پیدا کړي او لږ سوچ او فکر وکړي او د غرور له بامه راکوز شي).

یو بل کتاب چې د فرید الدین عطار (منطق الطیر۱۱۷۷) کې کښلي: د نړۍ پرندې سره کیني او فیصله کوي چې د وې  ته د یو بادشاه ضرورت دی، مګر هودهود اصرار کوي چې موجوده بادشاه سیمرغ دی چې اوچت په هوا الوتل او لرې سفر کولای شي، چې ډیر نور مرغان د داډول کړنو څخه انکار کوي نو همدا سیمرغ مو بادشاه دی او که څوک د بادشاهۍ شوق لري نو ورسره دې مسابقه ووهي بلاخره دیرش مرغان حاضر شي دوی چې کله ټاکلی مزل طی کړي نو سیمرغ ورته ووایی چې ستاسې د دیرشو کار زه په تنهایی سره کوم زکه زما نوم( ۳۰مرغ) یانی دیرش مرغان دی. نو دلته د مرغانو (حیواناتو) اړیکي د ادب سره د دوی د عقل او شعوري خبرې د ادبیاتو سره اړیکې ګڼلی شو.

همدا شان د کفترې د وفادارۍ او ریبارۍ نوم د عاشقۍ په درشل کې ډیر یادیږي او عاشقان یې تل په ټپو کې یادوي.

 په اتلسمه پېړۍ کې یو انګریز شاعر( جانکیټس) یو غزل چې ډیره مشهوره ده د (ode to a nightingale) یانی بلبلې ته غزل تر عنوان لاندې د یوې مرغۍ ستاینه یې کړې، هغه ته ځوانیمرګ شاعر هم وایې او دا ځکه چې هغه په ۲۱کلنۍ کې د توبرکلوز د ناروغۍ له امله مړشوی. د هغه مور په داسې حالت کې مړه شوې وه چې دې لا کوچنی وو، دده پالنه دده خپل پلار چې په هغه وخت کې د بادشاه د اسونو ساتونکی وو په غاړه وه نو( جانکیټس) به هم د خپل پلار سره په تبیله کې وو نو په همدې سبب به ورته ځینو ادیبانو او ملګرو د اسپې بچی وایه.

په لسمه پیړۍ کې په بصره کې د مسلمانو فلسوفانو یوه ډله وه چې په قاموسي ډول سره یی( دمالوماتو خزانه) لیکله په کوم کې چې طبعی او مابعدالطبیعاتي موضوعاتو مضامین کښل، په دې کتاب کې یې پنځوس مقالې لیکلې وې، چې یوه یې د( د پیریانو د بادشاهۍ په دربار کې د انسان په خلاف د حیوان مقدمه) وه. په دې مقاله کې د حیواناتو له اړخه د انساني رویی باندې تنقید شوی وو. د( اخوان الصفا) لیکنه د( حیواناتو مقدمه) تر عنوان لاندې یو حیرانوونکی شاهکار دی، چې زر کاله پخوا لیکل شوی، مګر اوس هم زښت ډیر لوستونکي لري او خورا په زړه پورې دی. دلچسپي یی په دې کې ده، چې حیوانات په انسانانو د هغوئ د ښه چلند په مقابل کې د انسانانو له لوري په ظلم تورن کېږي حیوانات ځینې حقایق وړاندې کوي او انسانان پکې تشې دعوې کوي، چې د انسانانو په دې سلوک سره حیوانات هم خپل سلوک او کردار بدلوي.

Comments
Loading...