پنځګر(سپین/سیدمنتظرشاه هاشمي.


پنځګر(سپین)

لکه
څانګې
لاسونه يې
خپل ډډ ته تکيه کړي وو
ځواني يې خزان وه
يوې شډلې موسکا يې
پر خيرنو اننګو کرښې راښکلې
مخ يې شاته نه اړاوه
ډاډمن و
ته وا چې يو ځواکمن پښت يې تر شاپاته دی
يو څو نيمګړې غونډلې يې
پر شوڼدو ورغړېدې
لاسونه يې لکه ګلپاڼه وغوړول
په ورغوو کې تڼاکې يې…
زما د سترګو
د ترنده رڼوبېو پرخو
د بېوسېو پټغالی
چې ژوند پنځوي
هو، ما د خپل ولس يو هستوونکی پنځګر وليد

نوی ښار، کابل، ۲۰ جون ۲۰۱۷

Categories: ادب,ژبه,ژبه، فرهنګ، کلتور,شعرونه

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.