نقد څه دی او منتقد څوک دی؟ / زبیر افغان

0 104

نقد و انتقاد که څه هم تر خپل منځ مفهومي توپير ارو مرو لري، اما تر یوه حده اوس پر یوه ځای کارېږي. منقد، منتقد او ناقد هم لکه د یوه باب چي وي داسي استعمالېږي. د یوه شي ښه او بد بیلولو ته نقد وايي، زرو ته له دې امله نقود ویل کېدل چي نقد(د خالص او ناخالص زرو بیلوالي) ته به وړاندي کېدل، د همدې کار لپاره پخوا یوه ډبره کارېده چي محک به يې بلله او د زرو کاروباریانو به نقود له هغې سره مښل چې سوچه والی يې ورته مالوم سي.

په ادبي نقد کي هم د یوه اثر سوچه والی له نا سوچه والي بیلېږي چې د هغه اثر ارزښت او قیمت مالوم کاندي.

د یوې عربي مقالې لیکوال شیرین احمد په خپله مقاله تعریف النقد کي کاږي چي د لغت له مخې نقد له دراهمو د اوسپينې جلاوالي ته ویل کېږي او د پلټنې و کشف په مانا هم راځي. دی لیکي چي اصطلاحا د یوه ادبي اثر تر لیکلو وروسته د هغه داسي ارزول دي چي ښه و ناښه يې سره بیل سي او د ټاکلو معیارونو له مخې يې مرتبه مالومه او هغه کټګورۍ ورته وټاکله سي چي دا اثر ورسره د مرتبې له پلوه مشابهت ولري. شیرین احمد خپله مقاله کې د دکتور بلیل عبد الکریم تعریف النقد کتاب د ریفرینس په توګه یاد کړی دی چي په (۲۰۱۲/ ۳/ ۲) کې چاپ سوی دی.

په یوه عربي سایټ کي د النقد- تعریفه-اهدافه-شروطه- مقاله کې د نقد لغوي مانا او تعریف داسي وړاندي کوي:

النقد في اللغه : هو بيان اوجه الحسن او العيب في شي من الاشياء التي يطلع عليها الشخص .
اما تعريفه ادبيا : فهو دراسة النصوص الادبيه من الناحيه الادبيه ليتم بذلك الكشف عما بها من الجمال والابداع 
فناخذ به , او العيوب والخلل ليتم اجتنابها وعدم الوقوع فيها وتصحيحها ليعتدل بذلك النص الادبي .

ژباړه: یوکس د یوه شي هغه ښيګڼې او بدګڼې چې دی پرې پوهېدلی په ښه ډول بیان کړي نو همدا د لغت له مخې نقد دی.

او ادبي تعریف يې دادی چې له ادبي اړخه د ادبي متونو داسي ارزونه ده چي ښکلا او ابتکار يې ښکاره سي او موږ يې پیروي وکړو، کمزروۍ و نیمګړتیاوې يې هم واضحې سي چي نور ځانونه ترې وساتي او ادبي متن د سمون لپاره تصحیح شي.

په عربي کتابونو او مقالو کي ما ولیدل چې دوی نقد؛ قدیم(پخواني) او حدیث(اوسني) ته وېشلی دی. له دې مالومېږي چې نقد یوه قدیمه اصطلاح ده چي د زمانې په هر پړاو کې به يې حتما نوي او بیل میتودونه خپل کړي وي. په پاس یاده سوې مقاله کې لیکوال د حسان بن ثابت پر قصیده د یوه عرب ناقد نابغه نقد راوړی دی چي د نقد مخینه په ثابتوي. د مثال لپاره يې یو بیت راوړی دی:

لنا الجفنات الغر يلمعن في الضحى,,, واسيافنا يقطرن من نجدة دما

زموږ روڼه پوښونه دي چي په سهار کي ځلېږي   او تورې مو له غیرته وينې څڅوي.

نابغه پرې خورا خوندور نقد کړی دی، په دې پاس بیت کې يې یو لنډکی مثال دی. د حسان (اسیافنا یقطرن) په اړه یې ویلي دي چي د اسیافنا پر ځای باید سیوفنا وای، ځکه لومړۍ کلیمه د جمعې قلتې ده او دویمه د جمعې کثرتې، همدا شان يې ویلي د (یقطرن) پر ځای باید یجرین ویل سوي وای، ځکه یجرین د وینو روانوالی او د مړو زیاتوالی ښيي چي د حسان هدف په دواړو ځایونو(اسیاف او یقطرن) کې د تورو او وینو زیاتوالی وو. مګر په کومو کلیمو چې حسان د ثابتولو هڅه کړې ده هغه رښتیا هم نیمګړې ده، ځکه جمعه قلته پر لیږو دلالت کوي او دلته کثرتې ته اړتیا وه، همداشان یقطرن د څڅولو مانا ور کوي چې د وینو یا مړو زیاتوب نه سي ښودلای.

د یادې مقالې لیکوال وايي چي تر میلاد مخکي یونانیانو فني او ادبي نقدونه در لودل چي د (Kritikos) لفظ هغه مهال پر قن او ادب د حکم ور کولو په مانا وو. بیا د ۱۵۹۵ پر مهال ایټالیا کي د (Critica) کلیمه ظاهره سوه چي د اوولسمې پېړۍ په لومړیو کې فرانسه کې ډېره وکارېده. په اتلسه پېړۍ کې د نقد مفهوم ډېر پراخ سو او د هر عمل د ښه او ناښه په اړه نقد وکارېدی او د محمد کریم کواز له وینا سره سم په شلمه پېړۍ کې نقد حدیث په عربي ټاټوبي کې هم استعمال وموند.(البلاغه والنقد المصطلح النشأة التجدید مخ: ۵۸)

د نقد کلتور:

که موږ غواړو چي په ټولنه کي مو د نقد کلتور وغوږېږي نو لازمه ده چي لاندي ټکي به په نظر کي ساتو:

۱/ له نقده به هدف د چارو سمون وي؛

۲/ د مینې یا کینې له احساساتو به ځان ساتي یوه طرفه پریکړه یا خواخوږي به نه کوي؛

۳/ د اصلاح لپاره وړاندیزونه یا مناسبه حللار په ګوته کوي؛

۴/ د استدلال چمتو کول او سند و لاسوند موندل؛

۵/ د ارزیابي مهال به خپل برداشتونه پریکنده نه ګڼي، ځکه انسان د تېروتنې مجال هر وخت لري؛ خپل ځان او نقد به هم نقد او ارزیابي کوي؛

۶/ ځانګړي مثبتو او منفي اړخونو ته به يې بشپړه پاملرنه کوي؛

۷/ پر ټولنه حاکم رواجونو ته به خیال کوي، د لیکوال تګلارې ته به پام کوي چې څومره د دود تابع سوی دی او څونه يې بغاوت ترې کړی دی؟؛

۸/ او په نقدي روش به ښه پوره خبرتیا لري؛

۹/ نقد به واضح او روښانه وي، مبهم، مغلق او پيچلی به نه وي چي د پوهېدا لپاره يې بل مفسر ته اړتیا پيدا سي؛

۱۰/ نقد به ايدیالوژیک نه وي، په دې مانا چي منتقد به وار له مخه له ځان سره پریکړه نه وي کړې چي د خپلې ایدیالوژۍ له مخې یو اثر ناسم وبولي.

دا ټکي یوازي مو د نقد کلتور د پياوړتیا په خاطر ولیکل او که خبره نه اوږدېدای ځيني نور ټکي هم شته چي باید یاد سي اما دا مقاله يې د ذکر کولو توان نه لري. که یو منتقد دې ټکو ته پام وکړي، نو نقد به يې د ټولنې په ګټه وي، سالم نقد ټولنې ته فایدې لري او د خلګو له نقده بد نه کېږي بلکي د یوه ګټور شي په سترګه ورته ګوري چي د هر چا پر هر کار يې اهل او وړ کس کولای سي او دا يې په ټولنه کي د غوړېدا لامل کېږي.

نقد کول د ټولنې په ګټه تمامېږي له دې امله په پرمختللیو ټولنو کي نقد ډېر وي او هغوی د نقد کلتور منلی دی او د یوه ارزښت په سترګه ورته ګوري. اما وروسته پاته او جامده ټولنه کي نقد ډېر کم کېږي او د خلګو احساسات ور سره ملګري وي. زموږ په ټولنه کي د خلګو لوی نومونه هم د نقد مخه نیسي ځکه خلګ فکر کوي چي دا د هغه سپکاوی دی یا هم تر هغه بل څوک ښه نه پوهېږي له دې امله پر یوه مشهور شخص نقد یا هم پر یوه کتاب نقد کول ځيني وختونه د خلګو د منزوي کېدو سبب هم کېږي. د نقد منلو لپاره هم ځيني لاندي ټکي مهم دي چي د نقد مهال باید پام ورته وسي:

۱/ د خپل ځان او اثر په اړه له منفي احساساتو او یوطرفه فکر څخه ځان ساتل؛

۲/ د نقد مهال د نورو رایو ته نظر کول؛

۳/ د خپلې سیلقې او لیدلوري  خلاف د نظرونو زغمل؛

۴/ له نقد څخه نه ډار؛

۵/ د کار مهال تېروتنه طبیعي ګنل؛

۶/ پر خپل نظر بیا فکر کولو ته چمتوالی در لودل؛

۷/ د سنتي او متحجرو افکارو خلاف له نويو زاويې فکر کول او له بشري افکارو پخواني ګردونه څنډل؛

دې نکتو ته پام کول د نقد منلو کلتور پياوړی کوي، هر ناقد باید د نقد مهال د دې خیال وساتي.

منتقد څوک دی؟

هغه څوک چي د نقد پر لازمونو روشو برلاسی وي هغه منتقد بلل کېږي. د برلاسۍ لپاره يې ځيني موارد شته چي هغه باید ځانګړی پام ورته وکړي؛ لکه:

۱/ د سالم نقد پر روش پوره برلاسي؛

۲/ هغه ځانګړنې او مشخصات به ورته مالوم وي چي په نقد کې ورته اړتیا وي؛

۳/ د ارزیابۍ مهال له کتابه د لیکوال مطلوب هغه مفهوم را ایستل چې یو عام لوستونکی يې نه سي اخیستلای؛

۴/ نورو ممکنه اراؤ ته پاملرنه کول چي شونې ده د متن په تګلاره او د لیکوال په فکر کې وي؛

۵/ منتقد باید د نوي فکر خاوند وي، یاني له نوې زاويې به ورته ګوري.

دا پنځه هغه عناصر دي چې د منتقد کار او دنده د نقد په اړه مشخصوي. د نقد په اړه لوی مشکل یکطرفه نقد دی، ځيني کسان چي د نقد مفهوم يې سم نه وي درک کړی نو د نقد مهال ځان بې پرې نه سي ساتلای او مسله ځني یوه لور ته کږه سي.

د هرې موضوع په اړه چي څوک نقد کوي نو باید په هغه فن کي متخصص وي، ځکه هر څوک نه شي کولای چې د یوه داسي فن مهمې نکتې را وباسې چې هغه کس ور سره د تخصص تر درجې بلدتیا نه لري او نه هم لوستونکي د هغه چا خبرو ته ډېره توجو کوي چې تر مهمو ټکو يې پر هسي عامه ځایونو خپل وخت ضایع کړی وي.

د نقد لپاره د یوې لیکنې داسي کتل لازمي دي چي ټول اړخونه په نظر کي ونیول سي. د لیکنې په پيغام ځان پوه کړي، دا وګوري چي لیکوال خپله خبره په سم ډول رسولې ده کنه؟ په لیکنه کي نوموړی څومره د خپلو همعصره یا هم پخوانو تر اغېز لاندي دی؟ که ناقد په موضوع کي د تخصص تر کچې پوهه ونه لري نو په دې ټولو اړخونو يې ځان نه سي پوه کولای او کله چي دا لومړي ګامونه څوک سم وانه خلي نو بیا وروسته ګامونه خو بیخي سم نه سي اخیستای. ځکه موږ ټینګار کوو چي نقد اسانه کار نه دی او هر څوک ناقد نه سي کېدای، دویم دا چي نقد یوازي عیب بیانول هم نه دي بلکي ښه او بد دواړه به بیانېږي له دې امله نو هر شی پوره دقت غواړي او دقت يې یوازي مسلکي شخص کولای سي.

د نقد ډولونه:

۱/ تاریخي نقد، دا نوعه خپله دوه ډولونو ته وېشل کېږي: الف: داخلي نقد، ب: خارجي نقد.

د نقد په دې ډول کي د اسنادو، سرچینو او تاریخي متونو له نقد سره تړاو لري، دوه ډوله پوښتنې پکې مطرح کېږي:

یو) سند، سرچینه یا هم کتاب څومره اصلي و واقعي دی او جعلي نه دی؟ دا سوال له داخلي نقد سره تړاو لري.

دوه) سند یا سرچینه تر کومې اندازې حقیقت بیانوي؟ په دې ځای د سند د واقعیت یا جعلیت پوښتنه مطرح نه ده، سوال دادی جي څومره له واقعیت څخه سمه پرده پورته کوي؟ مثلا: که د یو تاریخي کتاب چي سید رضا ته يې نسبت کېږي او د عاشورا په اړه يې لیکلی دی، ارزیابي کړو، نو دا دوه سواله پيدا کېږي:

الف: ایا واقعا هم دا کتاب د سید رضا دی، یا دا سند جعلي دی؟

ب: که ثابته سوه چي سند اصلي دی، بیا دا پوښتنه کېږي چي سید رضا د عاشورا له پيښي باوري و سهي روایت کړی دی او که يې تاریخي حقایق تحریف کړي دي؟

۲/ فني نقد چي صوري نقد او محتوايي نقد ته وېشل کېږي.

په صوري نقد کي د جملو پر شکل، جوړښت، اوډنې او د ژبې د میزان او اصولو پر رعایتولو بحث کېږي. د نقد په همدې نوعه کې  منطقي اصولو ته هم پام کېږي چي د قیاس مهال سمه نتیجه ګیري وکړي، دې ته باید متوجې وي چي له خاصو مقدماتو یوازي خاصه پایله اخیستی سي؛ ځکه نو استدلالي ترکیب د منطقي ګړدود د اصولو تابع وي.

۳/ اخلاقي نقد: په اخلاقي نقد کې د کتاب مطالب د اخلاقو په تله تلل کېږي، یاني دې ته کتل کېږي چي دې مطالبو د ټولنې اخلاقي چوکاټونه څومره په پام کي نیولي دي او کوم ځایونه يې سرغړونه ځني کړې ده؟، د ودې او ښه والي سبب يې کېږي او که بالعکس په ټولنه کې د اخلاقي موازینو د تزلزل لامل دي؟.

۴/ اجتماعي نقد: په اجتماعي نقد کي دوه موضوعاتو ته پاملرنه کېږي:

الف: د کتاب تالیف تر کومې اندازې له تولنیزو شرایطو متاثر دی او په څرنګه شرایطو کې لیکل سوی دی؟

ب: دا کتاب ټولنې ته څه پيغام لري او تر کومه حده اغېزناک دی؟

۵/ د روان شناسي نقد: په دې نقد کې د لیکوال باطني یا داخلي احوال ارزیابي کېږي، د کتاب په تدوین کي د هغه وړتیا، ذوق، تخیل او د ترکیب قدرت تر رازیابي لاندي نیول کېږي.

۶/ توصیفي نقد(طبیعي): دا نقد چي د طبیعي علومو پر روشونو متکي دی د طبیعي نقد نوم هم ور کول کېږي. دلته د مقدار او اعدادو په وسیله طبقه بندي کېږي، مبهم ځایونه يې واضح کېږي.

۷/ تطبیقي نقد: په دې ډول کې تر ارزیابي لاندي کتاب له نورو کتابونو سره چي پخوا یا نور ځایونه لیکل سوي حتا که په نورو ژبو هم وي پرتله کېږي او له دې زاويې نقد هم ور باندي کوي. له دې ډول نقد څخه د درسي کتابونو په اړه ډېر کار اخیستل کېږي چي د نورو ژبو یا ځایونو له کتابونو سره يې پرتله کړي او د نقد وړ ځایونه يې هغو کتابونو ته په کتو نقد کړي.

د نقد دوه نور ډولنه هم بیان شوي دي:

۱/تاثیري نقد:

دلته منتقد د منل شویو معیارونو او اصولو له مخې نقد نه کوي، بلکي د خپل شخصي میل او خواهشاتو پر بنا نقد کوي، منتقد په قانع کوونکو دلایلو پسي نه ځي او نه کولای سي چي لوستونکي قانع کړي ځکه هغه له لومړي سره معیارونه له پامه اچولي وي، هغه بیخي سطحي روان وي او یوازي خپل زړه تشول غواړي. د نقد دا نوعه په خورا ډېره وه اما چي علومو وده وکړه د دې ګراف هم ور سره راکم سو خو د نوچکیانو، متعصبو او هغه څوک چي شخصي عقدې کې سړوي شمار اوس هم کم نه دی او دوی بیا هم دا ډول سطحي نقدونه کوي.

۲/ موضوعي نقد:

دا نقد له څېړنې او پلټنې سرچینه اخلي. ناقد خپل معین منهج نیولی وي او د هغو قواعدو پیروي کوي چي علماؤ پرې اتفاق کړی وي، په یوه وخت کې د خپل ذوق، عقل، فني او خپلې وړتیا پر بنسټ پریکړه کوي او خپل ځانګړي میلان ته نه تسليمېږي. خپله ادعا په دلایلو اوبراهینو ثابتوي او نقد يې مفصل او علتونه يې بیانوي. ناقد ادبي اثر ګوري، ټول اجزا يې تر نظر تېروي، ښه او کمزوري ځایونه په ګوته کوي، پر هر ځای باندي د دلیل له مخې حکم کوي بیا له جزي احکامو عامو ته راځي چي ادبي اثر پرې متکي وي او د نقد دا نوعه خورا زیات علم او مالوماتو ته اړتیا لري چي ناقد په ښه دقت تحلیل وکړي او له لیکوال سره مناقشه وکړي. همدارار باید تجربه ناکه ذوق ولري چي ښه او بد سره تفکیک کړي، فني وړتیا ولري چي له قواعدو سره سم يې پرتله وکړي، په دې نوعه کې د نقادانو نقدونه سره مشابه او نژدې وي او تر منځ يې بیخي کم اختلاف موندل کېدای شي او هغه هم د ذوقونو له امله ممکن وي.(مفهوم النقد وانواعه، د اسماعیل سعد، له مرسی الباحثین العرب ویبپاڼې)

د کتاب د نقد په اړه مطرح کېدونکې پوښتنې:

۱/ دا کوم کتاب دی؟

۲/ د څه لپاره دی؟ کوم اهداف را نغاړي؟

۳/ د چا لپاره دی؟

۴/ دا کتاب په کومو شرایطو کي لیکل سوی دی؟

۵/ د کتاب لیکوال څوک دی؟ د هغه احوال، افکار او روحیات څنګه دي؟

۶/ په کتاب کې د څومره معتبرو حقیقتونو په اړه بحث سوی دی او څونه علمي وزن لري؟

۷/ په کتاب کې د ژبې اصول تر لازمي بریده مرعات سوي دي؟

۸/ دې کتاب څه اغېزې در لودی؟

۹/ خلګو کتاب څومره خوښ کړی دی؟

۱۰/ ایا په کتاب کي نوي او ځانګړي څه هم شته؟

۱۱/ د کتاب مطالب تر کومه حده سره هماهنګه دي؟

۱۲/ د کتاب عنوانونه څومره له خپلو مطالبو سره اړیکه لري او څومره پرې منطبق کېږي؟

۱۳/ کتاب د روزمره ژوند د مسایلو په حل کي څومره مرسته کوي؟

۱۴/ تر کومه بریده په کتاب کي د پېژندل شویو غوره معیارونو پيروي شوې ده؟

۱۵/ کتاب له اخلاقي اصولو او معیارونو سره څومره سرخوري؟ ایا په کتاب کې نااخلاقي نکتې هم شته؟

د منتقد شرطونه:

منتقد باید دا لاندي ځانګړنې ولري:

۱/ د نقد وړتیا: منتقد که د نقد وړتیا ولري نو کولای شي چي هر شی په سمه پيمانه تول کړي، د هر کار غوره له ناغورو څخه بیل کړي.

۲/ علمي وړتیا: منتقد به هغه کارونه نقدوي چي د هغه د تخصص په ساحه کوي، د خپل تخصص په برخه کې هغه کولای شي په پوره باور یوه رایه ور کړي.

۳/ عدالت او انصاف: د منتقد خبرې به پوره شفافې او له خواهشاتو و تعصب څخه لیرې وې، یاني هغه به د علمي قواعدو په رڼا کې تعلیل او تفسیر کوي، خپل شخصي میلان او عواطف به پکې نه ځایوي، نه به بې ځایه د چا ستاینه کوي او نه به هم د یو چا ارزښت کموي.

۴/ ادب رعایتول: په نقد کې به نورو ته اذیت ور کول هدف نه وي په داسي الفاظو چي له ادبي چوکاټه بهر وي، فکر به نقدېږي نه دا چې مخالفانو ته اذیت په ورسول شي حتا که هغوی خطا هم وي.( د شیرین احمد له مقالې[تعریف النقد])

۲۰۱۸/ ۱۲/ ۳

Comments
Loading...