ناول تشدد ختموي/ ژباړه: شفیق امیرزی

0 30

لیکواله: الیف شافاک/ شفق

ژباړه: شفیق امیرزی

زه د طلاق شوې ښځې یوازینی اولاد یم. زما مور زده کړې کړې وې. له غربي فرهنګ سره بلده وه. خو تر څنګ یې ما یوه بې سواده او د شرقي فکر خاونده نیا هم لرله. په فرانسه کې زږېدلې یم، خو چې د مور او پلار مې ګډ ژوند وروستي تمځای ته ورسېد، نو له خپلې مور سره ترکیې ته لاړم. زه چې له ستراتسبرګ راتلم عمر مې دومره ډېر نه و، خو ډېر وخت د خپل کوچني کور په اړه فکر کوم. هلته په فرانسه کې مې له ډېرو زده کوونکو سره، چې د ترکیې، فرانسې، الجزایر او لبنان وو، پېژندل. دوی د مارکسیست فیلسوف لویي آلتوسر اثار لوستل، د ویلادیمیر مایاکوفسکي پر شاعرۍ به غږېدل، نو ټول به د انقلاب په خیالونو کې ډوب شول.

له همدې ځایه د ترکیې انقرې ته راغلو او د خپلې نیا په کور کې مو واړول. دلته نو چاپېریال د فرانسې په څېر غربي نه و. دلته اسلامي چاپېریال و، واک د نارینه وو په لاس کې و او ټول له یوه مخه محافظه کار وو. هغه وخت په ۱۹۷۰مه لسیزه کې ترکیه له سخت تاوتریخوالي او کشمکش سره مخ وه. هره ورځ به چاودنه شوې وه، هره ورځ به نښته کېده، هره ورځ به انسانان وژل کېدل. پوهنتونونه، لیلیې او ډېر ځایونه له دې نښتو او کشمکشونو خوندي نه وو. خو له دې ټولو سره زما د نیا په کور کې خرافاتو حکم چلاوه. دلته په دم دعا د خلکو درملنه کېده، فالونه یې کتل کېدل او ډله ډله خلک به ورته راتلل. د همدې دوو مسئلو ترمنځ کشمکش زما په وجود کې زما د ټولو ناولونو خاکه ځای پر ځای کړې وه. په دې مانا چې د کیسو، فالونو، تصوف، د نیا په کور کې عرفان، د سیاست نړۍ، تضادونو، نابربرۍ او تبعیض زما په ذهن کې د ټولو ناولونو تصویر جوړ کړی او هلته یې کړکۍ پرانیستې دي.

ډېر ژر مې کتاب لوستل پیل کړل. زه د هغو کسانو له ډلې وم، چې له لوستلو نه ستړې کېدم، خو لیکل مې لا نه شوای کولی. ما په چپ لاس لیکل کول، په ښوونځي کې به ښوونکی تل راته غوسه کېده. یوه ورځ یې راته وویل، چې باید په ښي لاس لیکل وکړم او چپ لاس ورټم، هغه باید تبعید کړم او تر مېز لاندې یې د لیکلو پر مهال کلک ونیسم. همدلته مې د لومړي ځل لپاره د تبعید کلمه واورېده، همدا مې بیا په ژوند کې راته تر ټولو پېژندل شوې او اشنا کلمه وه.

ما د حیواناتو له کیسو کیسه لیکل پيل کړ. ما غوښتل لیکل وکړم، خو ان فکر مې یې هم نه و کړی، چې زه به لیکواله شم. زما په شاوخوا کې هېڅ لیکوال نه و، داسې څوک نه و، چې زه یې د ځان لپاره الګو یا سر لاری وټاکم. زه پخپل هېواد کې وم، خو شاوخوا خلکو ته مې تل (اشنا مسافر) ښکارېدم. داسې څوک چې د فرهنګونو، دودونو او ښارونو په منځ کې سرګردانه یم. ما یوه بل ځای ته ډېره سخته اړتیا لرله، باید له دې کشمکشونو تللې وای، خو نه کېده. کتابونه مې تر ټولو ښه ملګري شول او په کیسیو کې شته ځمکې او ښارونه زما وطن شو.

زه چې تېرو یادونو ته ورګرځم نو دوه احساسه مې هغه مهال هم لرل. یو د ډېرو لوستلو احساس او بل د ډېرو لیکلو احساس. په دې مانا چې ما په ځان کې د لوست او لیک تومنه لیدله. خو هغه مهال په ترکیه کې خشن او له تاوتریخوالي ډک ادبیات حاکم وو. ټولو د عثماني دور تاریخ لوست او کیسې هم تر ډېره همداسې وې. غوسه ناک او غیر انساني خلک د لیکوالانو کرکټرونه وو او د ښوونځي ډېری زده کوونکو یوازې د جګړه مارانو نومونه زده کړي وو. همدې ته فکرونو او خیالونو زه هم ډوب کړې وم. یو وخت مې وویل، راځه پر هغه څه له سره کتنه وکړم چې تر دې دمه ورباندې پوهېږم، نو لوستلو دې پرېکړې ته ورسولم، چې خپل زده کړي شیان باید هېر کړم. ما یو وخت د یوګوسلاویا د مشهور لیکوال ایوو آندریچ مشهور اثر (The Bridge on the Drina) ولوست. دغه کتاب فکرونو ته اړ کړم، چې خپل نشنلیستي فکرونه له سره وباسم او یا ورباندې بیا کتنه وکړم. همدې کتاب اړ کړم چې ووایم، کله مو خپلې کیسې د نورو له لیدلوري کتلې دي؟ کله مو خپلې پنځونې د نورو له نظره ارزولې دي؟ کله مو هغه څه د نورو د نظر په تله کې تللي چې تاسې ورباندې سخت باوري یی؟ دا هغه پوښتنه ده چې د نړۍ په هر ځای او هر وخت کې یې له ځانه وپوښتو. دا چې موږ ته هره کیسه جوړېږي مهمه نه ده، مهمې هغه پوښتنې دي چې باید په یاد مو وي.

ناولونه او کیسې مهمې دي، ځکه د نورو تجربې تر موږ را رسوي. موږ د نورو داسې کسانو له تجربو سره وصلوي چې هېڅ وخت مو لیدلي نه دي. داسې زمانو ته مو بیايي چې هېڅ وخت مو ژوند نه دی پکې کړی، داسې ځایونه راباندې ویني چې هيڅکله مو نه دي لیدلي. د ناول اهمیت یوازې په هغه کیسه کې نه دی، چې ورباندې چورلي، بلکې هغه چوپتیاوو هم اهمیت ورکړی، چې ناول یې د کشفولو وړتیا لري. موږ ناول لیکوال څک او فعال غوږونه لرو، موږ د موسیقۍ ژبې ته غوږ وو، موږ کلمات کاروو او هغه افسانې رانیسو چې په هوا کې ځوړندې دي. ددې تر څنګ په همدې کچه چوپتیا ته هم غوږ نیسو. په چوپتیا کې داسې شیان پیدا کولی شو، چې په غږونو کې یې نه شو پیدا کولی. په ټولنه کې ډېر داسې شیان دي چې په ټولنه کې یې په اړه خبرې نه شي کېدلی نو دا شیان په سکوت کې کشفېږي. موږ فرهنګي، سیاسي او جنسي ناویلې په همدې سکوت کې کشفوو.

د لیکوال دنده دا نه ده، چې پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړي. دا یې هم د دندې برخه نه ده، چې نورو ته نصیحتونه وکړي یا څه ورزده کړي. لیکوال باید د ژوند تلپاتې زده کوونکی وي. هغه هم داسې نه چې ښه تکړه زده کوونکی شي او ژر له دې ښوونځي فارغ شي، بلکې ارام ارام دې ژوند زده کړي، ساده پوښتنې دې کوي، وروسته وروسته دې دا پوښتنې سختې، بنسټیزې او قوي کړي. بیا یې دې حل لوستونکو ته پرېږدي په دې توګه به نو هر څوک خپل ځواب پیدا کړي. د هر لوستونکي تجربه بېله ده او له نورو سره توپير لري. دې مسئلې ته باید لیکوال پوره احترام ولري. ناول باید ازاده فضا وي، هلته باید ډول ډول غږونه واورېدل شي، ناویل شوي شیان وویل شي او توپېرونو ته درناوی وشي.

د ناول ژانر د ترکیې په فرهنګي تاریخ کې ځانګړی ځای لري. زموږ په تاریخ کې دا ژانر ځوان دی، خو له همغې لومړۍ ورځې د نوښتونو او مدرنیزم لپاره ښه وسیله ګڼل شوې ده. د لومړي ځل لپاره په ۱۹مه پېړۍ کې د عثماني خلافت پر مهال ناول ترکیې ته هم لاره وکړه. د هغه وخت لیکوالان د ناول پلرونه بلل کېږي. دغه لیکوالانو ځانونه بیا تر لوستونکو او خپلو متونو لوړ ګڼل. لوستونکو ته یې د خپلو اولادونو په سترګه کتل، دوی داسې ذهنیت خلکو ته ورکاوه، چې ګواکي ماشومان دي او لیکوالان باید نصحیت ورته وکړي. شخصیتونه به یې هم داسې په ناول کې ځای پر ځای کول چې د یوه لوی څېز استازیتوب وکړي. له همدې امله په ترکي ناولونو کې ژبې ته دومره پام نه دی شوی. دوی داسې انګیرله چې لوستونکي یې اولادونه دي نو باید د اولادونو لپاره تر خپلې وروستۍ وسې پورې ساده ژبه وکاروي.

له همدې امله ما هېڅ وخت د خپلو مشرانو له ناولونو سره د نږدېوالي احساس نه دی کړی. د ناول لیکلو لپاره مې ددوی دود هم نه و خوښ. لیکوالان په دې لیکنو کې ځانونه د اقتدار خاوندان بولي. دغه دود د منځني ختیځ په لیکوالانو کې اوس هم حاکم دی، خو دا په لیکوالۍ کې ښه او زما د خوښې وړ دود نه دی.

ناول تر کیمیاګرۍ کم نه دی. ناول همدردي او یو زړه والی په مقاومت بدلوي. له همدې امله ناول اهمیت لري. ناول حاشیې د متن مرکز ته راولي. د دردمنو او بې ژبې خلکو غږ شي، ورک او ناپیدا شوي شیان پیدا او رابرسېره کوي. المانی فیلسوف والتر بنیامین وايي، لیکوال د خپلې انزوا په ګوښه کې خپلې تجربې له نورو سره شریکوي. والتر داسې مهال قلم چلاوه چې په المان کې د نازیانو ظلمونه پخپل اوج کې وو. دده په خبره د لیکوال دا دنده چې اطلاعات په حکمت بدل کړي او په دې توګه خلک په ورکو کې له ژوند کولو را وګرځوي.

بنیامین په دې باور و، چې که اطلاعات ډېر خپاره شي له خلکو لاره ورکېږي. موږ اوس د اطلاعاتو په نړۍ کې ژوند کوو. داسې اطلاعات چې که تر موږ نه وي را رسېدلې په اسانه یې په انټرنېټ کې پیدا کولی شو. موږ پوهه هم په انټرنېټ او خپلو کتابونو کې پیدا کولی شو، معلومات به ناسم وي خو موږ ژور فکر ته هڅوي، خو ددې ټولو په منځ کې څه چې موږ ورک کړي هغه (حکمت) دی. حکمت نه یوازې پوهه را نغاړي، بلکې همدردي او د یو بل احساسول هم پکې شته دي. حکمت هغه وخت رامنځ ته کېږي چې فرد اطلاعاتو ته له خپلې زاویې و نه ګوري، بلکې انعطاف ولري، خپل سیاسي هویت باندې ټینګار و نه کړي بلکې خپلو فردي غږونو او پژواک ته انعکاس ورکړي.

 ۲۰۱۶ کال په نړۍ کې د سختو پېښو کال و. تر دې وړاندې او وروسته هم پېښې شوې دي، داسې پېښې چې پر ډېرو خلکو اغېز لري. له همدې امله د بنیامین پر نظریاتو یو بل څه هم ورزیاتوو. موږ د اطلاعاتو تر ابشار لاندې ولاړ یو. سم او ناسم اطلاعات تر موږ را رسېږي او خپل تاثیرات لري. موږ د ناسمو اطلاعاتو له یوه توپان سره مخ یو. په شرق او غرب کې ټولې افراطي ډلې له دې ناسمو اطلاعاتو ګټه پورته کوي. ټول افراطیان که هغه د هر دین او مذهب وي هڅه کوي انسانیت له انسان لرې کړي. هم اسلامي بنسټپال او هم غربي نژادپال هڅه کوي انسانیت له انسان لرې کړي او افراطیت ته لمن وهي. له همدې امله د انسانانو مغزونه یو ډول وچ او خشن شوي دي، ذهنونه کلک او منجمد دي. د یوه تعصب پر وړاندې د بل تعصب کارول د حل لار نه ده. اریک هوفر وايي، د تعصب پر وړاندې باید منځلاريتوب ودروو. د خلکو تېر اېستونکي هڅه کوي د انسانیت د ورکولو ډول ووهي، ځکه دغه ډول وضعیت دوی ته د خپلو فعالیتونو زمینه برابروي. دوی د نژادپالنې، تبعیض او نور افراطیت زړي په همداسې یوه وضعیت کې ښه کرلی شي. دوی هڅه کوي خلک په دې باوري کړي چې کډوال حیواناتو ته ورته دي، تورپوستي تر نورو ټيټ دي، ښځې کم عقلې دي، مسلمانان یا یهودیان د باور وړ نه دي، دوی په همدې توګه هر ډول تاوتریخوالي ته چې وس یې ورسېږي لمن وهي.

دا نو همغه ځای دی چې د ناول لیکوالان باید ګام اوچت کړي. لیکوالانو ته باید (موږ) او (دوی) کلمې بې تفاوته وي، بلکې انسانان ورته مهم وي. دوی ته باید د انسانانو ویلې او ناویلې خبرې مهمې وي. د لیکوال دنده د هغو انسانانو بیا جوړونه ده، چې انسانیت ترې اخیستل شوی دی. آشوویتز وايي، د عشق، مینې او سولې پر وړاندې ارو مرو باید جنګ او نفرت نه وي، بلکې بې حسي او بې تفاوتي هم ددوی پر وړاندې ډېر وخت درېږي.

تر حد ډېر اطلاعات د بې حسۍ سبب ګرځي. دغه ځای دی چې احساسول پرېږدو او دا کار راته بې ارزښته ښکاري. موږ که نور هېڅ و نه کړو، داسې خو کېږو چې احساساتو ته اهمیت ور نه کړو. په دې توګه نو خلک په بې روحه جسدونو بدلېږي او د خپلو توپيرونو له اړخه ډلبندي کېږي

د ناول ارزښت په دې کې هم دی، چې زموږ په شاوخوا کې د بې تفاوتۍ چاپېر شوی دېوال سوری کوي. ناولونه باید د اوبو د لوري پر خلاف لامبو وکړي او ددې مسئلې ارزښت تر بل هر وخت اوس ډېر دی.

موږ چې کله د خپل کاري مېز تر شا کینو نو کیسې لیکو. د لیکلو پر مهال له ځان سره یو ذهنیت هم لرو. هڅه کو ځان سانسور کړو او دا سانسور تر ډېره د تخلیق ملا ماتوي. دا سانسور زموږ د ذهن تر شا پټ دی او موږ کنټرولوي. زموږ د عصر په ډيری لیکوالانو کې د ځان سانسورول یو دود ګرځېدلی دی. دا سانسور تر ډېره له بهر نړۍ نه بلکې پخپله د لیکوالانو له ذهنه سرچینه اخلي. دا نو د ولسواکۍ او بیان د ازادۍ د زوال پیل دی. ارترو کاستلر په یوه ځای کې ویلي وو، چې ځانغوښتنه نه یوازې سیاستوال فاسدوي بلکې مدني ټولني هم زخمي کوي، خو کله د انسان ځانغوښتنه د ولسواکۍ او بیان د ازادۍ بقا ته ګټوره وي. د لیکوال بله دنده د حافظې وېښ ساتل دي. لیکوال باید په دې وخت کې چې د عامو تېر اېستل یو مهارت ګرځېدلی، جمعي حافظه وېښه وساتي. موږ باید دا هېر نه کړو چې تر دې مخکې څه شوي، د ملتپالنې، قبیله پالنې، ملي پالنې، انزواپالنې، افراطیت او وطنپالنې په وختونو کې خلک په څه ډول ژمنو تېر ایستل شوي دي. دوی کومې له تعصب ډکې ژمنې د خپل ځان د ژغورلو لپاره سمې ګڼلې وې.

ناولونه او کیسې مهمې دي. ځکه کیسې مرزونه او پولې له منځه وړي. موږ له یو بل سره تړي. کیسې موږ ته دا وړتیا راکوي چې تر نژادي، جنسي او طبقاتي پولو واوړو او دغه ډلبندۍ ټولې ماتې کړو. نننۍ نړۍ یوه وحشتناک پړاو ته ننوتې ده او لار له هر چا ورکه ده. خو له کومې نړۍ چې همدردي، انعطاف، خیالات او مینه کډه وکړي نو په دې کې شک نشته چې هغه نړۍ به تیاره او توره شي.  نو ځکه وایم، چې لیکل باید وشي. باید ناول او کیسې ولوستل شي او د خلکو په زړونو کې د نورو له لاسه جوړ شوي دیوالونه د همدې نالونو په زور و نړول شي. کیسه دا رسالت په ښه توګه ترسره کولی شي. ښه لیکوال هم هڅه کوي د انسانانو ترمنځ پولې و نړوي او نړۍ یو کلیتوب ته بوځي.

نوټ:

الیف شفق دا مطلب د اکتوبر په ۳مه لیکلی دی. الیف شفق په نړۍ کې له پېژندل شوو لیکوالانو ده. په ترکیه کې خورا نوم لري او دمګړی په مشیګان او اریزونا پوهنتونو کې تدریس کوي. هغه څو ناولونه لیکلي دي چې د خپلو دغه ناولونو په برکت یې نړیوال شهرت خپل کړی دی. مطلب اوږد دی خو ما دلته د لوستونکو علاقې ته په کتو لنډ کړی دی. دداسې ورځې په تمه یم چې موږ د اوږدو لیکنو د لوستلو حوصله پیدا کړو.

Comments
Loading...