ما ستا دمينې جګړه بايلوده

رفيع الله روشن

0 48

 

 

له هغې ورځې چې ستا د دنګ وجود سيوري ته له يوه ستړي مزل وروسته ناببره دمه شوم، د زړه او ذهن پر تړانګه مې ستا دیادونو کلابندي خوره ده ،هرڅه چې کوم په ماتولو يې نه توانېږم، په ژوند کې مې لا تراوسه د داسې حسين حُسن لرونکي مخلوق دومره ظلم نه و تجربه کړی،لا مې فکر هم نه و کړی چې ستا دمينې خواږه به دومره درانه وي چې هضمول يې سخت او له وجود څخه وتل يې ناشوني دي.

ای ،لامې هم ستا د خُتني عطرو په خوشبو د لړلې يخې فضا خواږه په دماغونو خواره دي او له ځانه سره مې اخلي.

داچې ستا د مينې له دې درانه استعمار څخه څنګه ځان ته نجات ورکړم،د خپل فکر او زړه د عشق له سلاکوټ څخه مې هر ډول سقيله او خفيفه سلاح ورباندې استعمال کړه خو هېڅ ځای يې ونه نيو،که چېرې ستا د دومره جبر په مقابل کې د تسليمۍ لاسونه اوچت کړم نو د کلابندۍ دماتولو تړون به راسره لاسلیک کړې؟

که چېرې ستا د مغرور زړه او ښکلي مخ په مقابل کې خپله عاجزي وښيم او ستاپه شخصي سيار زندان کې چې تل د انتقال وړ دی د زنداني کېدو وړانديز وکړم وبه منل شي؟

که هونو زه ستا د ښکلا او مينې د جنګ په مقابل کې مات یم او غواړم تر دې وروسته ستا د اوربل د تورو لوړو برجونو په منځ کې په عمري بند محکوم شم.

Comments
Loading...