عبدالهادي داوي (پرېشان)/ نورالرحمن امیري

0 898

عبدالهادي داوي پرېشان د عبدالاحد طبیب کندهاري زوی د (۱۳۱۳ هـ ق) کال د درېیمې خور(جمادي الاول) د میاشتې په څوارلسمه چې برابر دی له (۱۲۷۲ هـ ش او ۱۸۹۵ مېلادي) کلونو سره د کابل د باغ علي مردان په کوڅه کې زېږدلی دی ، په قوم داوي او د دویم مشروطیت غړی و. پلار یې له ممتازو طبیبانو څخه و چې د امیرعبدالرحمن په امر کابل ته راغی او د دربار په طبیبانو کې شامل شو.

عبدالهادي داوي په (۱۳۷۹ هـ ش) کال کې په حبیبیه ښوونځي کې شامل شو او تر (۱۲۹۰ هـ ش) پورې په همدې ښوونځي کې خپلې زده کړې وکړې. د ښوونځي دوو ښوونکو مولوي عبدالرب مرحوم او مولوي محمد سرور واصف دده روزنې ته خاصه پاملرنه کوله، همداراز د قاري عبدالله او ښاغلي ندیم خبرو چې په ښوونځي کې د پاړسي ژبې استادان ول په ښاغلي داوي کې یې ادبي ذوق را وپاراوه، مولوي محمد ظفر ، مولوي محمد حسین خان او مهاجرو هندي ښوونکو د هغه سیاسي او ټولنیز ذوق وپاله او اردو ژبه یې هم له دوی څخه زده کړه. داوي په څو ژبو بلد و: پښتو ، فارسي، اردو، ترکي، انګلیسي او روسي. روسي ژبه یې له (ویرانیکلاویج) څخه زده کړې وه. خو ښاغلي داوي لا خپلې زده کړې پای ته نه وې رسولې چې د مشروطیت پېښه رامنځته شوه او د هغه ښوونځي بنسټ ته یې سخت ټکان ورکړ، چې ورسره د هېواد د پوهنې اساس وه ، لږ و ډېر ودرېد، مګر بیا هم داوي خبل تحصیلي لاره ونیوله څه موده وروسته د پوهنې او ښوونځي اداره د امیرحبیب الله ځان مشر زوی سردار عنایت الله خان د نظارت لاندې شوه او د حبیبیې د ښوونځي وضیعت بېرته ښه شو، د (انجمن معارف) په نامه یوه ټولنه جوړه شوه او د حبیبې په ښوونځي کې یې د (تهیه) په نامه عالي ټولګی تشکیل کړ، چې ښاغلی داوي له خپل ملګرو سره په همدې ټولګي کې په تحصیل بوخت شو ، له دې وروسته عبدالهادي داوي په (۱۲۹۰ هـ ش) کال د محمود طرزي په غوښتنه د (سراج الاخبار افغانیه) په اداره کې مقرر شو.هلته دده ذوق لا زیات پالش وموند ، غربي او ترکي سره اشنا شو، ترکي ژبه یې له (علی آفندي) او عربي ژبه یې به محمود طرزي څخه زده کړه چې هغه وخت د کابل د حربي ښوونځي مدیر و. د اردو ، ترکي او عربي مطبوعاتو په مطالعه یې لاس پورې کړ، په لیکلو او ژورنالیستي چارو کې یې تجربه ورځ تر بلې زیاتېده او سیاسي شوق یې را وپارېد.

په دې وخت کې دده اجتماعي افکارو او ادبي میلانو له تصادفه داسې اشعار منځته راغلل چې هغه وخت یې ورته (واطنیه)او یا د ( واطنیت اشعار) ویل کېدل چې اوس یې  ملي اشعار بولي که څه هم هغه وخت دده ټولو اشعارو ته د نشر ضمینه برابره نه وه خو بیا هم دده ځینې اشعار خپرېدل.

عبدالهادي داوي په خپل ژوند کې ډېرې لوړې ژورې لیدلي دي او له یو لړ پېښو سره مخ شوی دی:

په (۱۲۹۶ هـ ش) کال کې چې د امیرحبیب الله خان د زېږدنې جشن و او امیر په خپله د جشن د څراغونو او (اینه بندان) په سیل په موټر کې ګرځېده د شور بازار په حدودو کې ، کوم چا د تفنچې ډزې ورباندې وکړې، ددې پېښې په متهمینو کې د عبدالرحمن لودین سره د کابل په شاهي ارګ کې اوه میاشتې بندي شو؛ دی په زندان کې وو چې پلار یې مړ شو ، کله چې امیرامان الله خان د سلطنت اعلان وکړ ، عبدالعادي داوي هم له بند څخه خوشې شو، د سراج الاخبار افغانیه چې په(امان افغان) اړول شوې و، چلوونکی وټاکل شو. په (۱۳۰۰هـ ش) کال کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د هند او اروپا د څانګې مدیر شو. دا وخت چې د افغانستان د خلکو هغه پرلپسې مبارزه چې د خپلې ملي خپلواکۍ د ژغورلو لپاره کوله  د بریالیتوب سرحد ته رسېدلې وه، انګرېزان مجبور شوي وو چې د افغانستان  خپلواکي په رسمیت و پېژني ، نو ځکه د افغانستان د حکومت یوه جرګه د محمود طرزي په مشرۍ    ( چې هغه وخت یې خارجه چارې د نظارت لاندې وې) د برتانوي هند (میسور) نومې ځای ته د انګرېزانو سره د خبرو اترو او د خپلواکۍ د تصدیق اخیستلو او تړون لپاره و لېږه چې داوي هم د هغې جرګې غړی و،  جرګه تر څلورو میاشتو خبرو اترو وروسته بېرته کابل ته راستنه شوه او داوي په (۱۳۰۱ هـ ش) کال کې د خارجه چارو دویم مشاور مقرر شو ، په (۱۳۰۲هـ ش) کال کې په لندن کې د وزیر مختار په توګه مقرر شو، په (۱۳۰۵ هـ ش) که یې له دغې وظیفې استعفا ورکړه او د تجارت وزیر مقرر شو دده د وزارت لا درې کاله نه و پوره شوي چې په هېواد کې د شقاو زوی اغتشاش جوړ کړ داوي یې اوه‌لس ورځې بندي کړ له بنده چې خلاص شو هندوستان ولاړ، که څه هم یو وار د سقاوي سلطې سره د مقابلې لپاره کندهار او له کندهاره د کلات تر شاجوی پورې راغلی چې وضیعت یې مناسب ونه لید بېرته هندوستان وګرځېد، لومړی ممبي او د اقتصادي ستونزو له امله کراچۍ ته ولاړ. او هلته یې د نورو افغاني ملګرو سره د افغانستان د مصالحو او ګټو لپاره سیاسي فعالیتونه او تبلیغاتو لاس پورې کړ. د همدې مقصد لپاره په لاهور کې په فارسي ژبه د (افغانستان) په نامه مجله خپروله او نورې مقالې یې هم ددط مطلب په خاطر د هندوستان ، انګلستان ، ایران او نورو مطبوعاتو ته لېږلې.

کله چې نادر شاه پاچا شو ، عبدالهادي داوي یې راوغوښت او په جرمني کې یې د افغانستان سفیر په توګه په دنده وګماره، درې کاله هلته و بیا د حج لپاره مکې معظمې ته ولاړ او له هغه ځایه کابل ته راغی، په (۱۳۱۱ هـ ش) کال کې ( د کابل ادبي انجمن)افتخاری غړی شو.

په (۱۳۱۲ هـ ش) کال د محمد نادرشاه د عبدالخالق په ذرېعه چې په ارګ کې یې شاګردانو ته شهادتنامې توضېح کولې د توفنچې په ډزو ووژل شو، د هغه په تور عبدالهادي داوي بندي شو، دیارلس کاله په شاهي زندان کې له روحي او جسمي کړاوونو سره تېر کړل د (۱۳۲۵ هـ ش) کال د قوس په پنځه ویشتمه بېرته خلاص شو ، په (۱۳۲۷ هـ ش) کال د ظاهر شاه سرمنشي په توګه مقرر شو ، په (۱۳۲۸ هـ ش) کال په عالي شورا کې د          ده سبز د علاقې وکیل وټاکل شو، چې بیا د ملي شورا د وکیلانو له خوا د رییس په توګه انتخاب شو او یوه دوره یانې درې کاله د ملي سورا رییس پاتې شو.

په (۱۳۳۲ هـ ش) کال په مصر کې د افغانستان لوی سفیر او په (۱۳۳۴ هـ ش) کال په اندونوزیا کې د افغانستان مختار وزیر په توګه مقرر شو، څلور کاله  په دې وظیفه کې و، بیا کابل ته راغی ، څه موده په خپل کور کې  په لوستلو او لیکلو بوخت و، په (۱۳۴۴ هـ ش) کال د کابل د خلکو لخوا په مشرانو جرګه کې رییس وټاکل شو. یوه دوره(څلور کاله) په دغه دنده کې بوخت و، تر هغه چې وروسته د ژوند په پاتې کلونو کې په کور ناست و. د جسم نه زهیر و، مګر  ذهن او زړه یې بېدار و ، غوږونه یې کاڼه شوي وو ، ویل به یې: ښه دی چې ناخوالې نه اورم. مفاهمه به ورسره په لیک یا اشارو کېدله ، خو سترګې یې روښانه وې ، ظاهري او معنوي بصیرت یې په ځای و. همدا و چې په کال(۱۳۶۱ هـ ش) د اسد (۲۷ مه) چې د (۱۴۰۲ هـ ق) او د (۱۹۸۲ مېلادي) کال سره سمون خوري په خپل کور کابل کې مړ او جنازه یې د شهدای صالحین په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

اثار:

ښاغلی داوي د پښتو او فارسي ژبې له سابقه لرونکو او مشرانو لیکوالانو او شاعرانو له ډلې څخه دی . داوي صاحب په پښتو او پارسي کې پر مقالو سربېره تالیفات هم لري چې مشهور یې دادي:

۱ – زما رسول پاک: دا رساله له اردو څخه ژباړل شوې او په لاهور کې د (افغانستان ) د جرېدي د دادرې له خوا چاپ شوې .

۲- تجارت ما با س.س.س.ر: دا رساله په پاړسي ژبه غالباً هغه وخت چې د تجارت وزیر و ، په (۱۹۲۷ ع) کال زموږ د تجارت په باب د اتحاد جماهیر شوروي سره لیکل شوې او د (انیس) په مطبعه په کابل کې چاپ شوې ده.

۳- غیاصیه: په پښتو نظم یو کتاب دی چې په (۱۳۶۵ هـ ش) کال کې یې شروع کړی دی او د پښتو ژبې د ځینو لغتونو د بنسټ شرحه یې په پښتو نظم کړې ده.

۴ – لاله رېخته: دا د ډاکټر اقبال لاهوري د اردو اشعارو ژباړه ده په پارسي نظم.

۵ – ګلخانه یا مجموعه پرېشان: ښاغلی داوي لومړی ځان ته په اشعارو کې پرېشان تخلص ټاکلی و ، نو ځکه خپلو لومړنیو اشعارو د مجموعې نوم (مجموعه پرېشان) ایښی و، خو څنګه چې په دې مجموعه کې د نورو شاعرانو د نظمونو او نثرونو منتخبات شته ځکه یې ګلخانه وبلله.

۶ – نغمات : دا دده د اشعارو بله مجموعه ده.

۷ – رجال وطن: په دې کتاب کې د ځینو نومیالیو کسانو پېژندګلوي راغلې ، چې ځېنې شاعران او لیکوالان او نور مشاهیر دي

د عبدالهادي داوي د شعر بېلګې:

چارګل

ناوې! څه ږدې په اوربل باندې قطار ګل

انسان کله سي کېدای په ډېر سینګار  ګل

خاموشي او اطاعت د خپل مېره کړه

تربیت د اولاد ښه دی تر خروار ګل

دا شعر یې د عبدالقادر خان خټک ددغه بیت په ځواب کې ویلی:

شګفته په باغ و داغ شول د بهـار ګـل

هم په بام هم په کوڅه هم په دیوار ګل

 

بېرندوکی زړه

د ښهرو میرمنې زموږ دي نـــــــازولې

په اعصابو غضــــلانو هــــــــم نتلـــــې

کار یې لږ،خوراک یې غوړ، هوایې بده

سستې پستې لويي سوې دي بې حـــــده

د شپې څه دي ، چې دي پرتې تمامه ورځ

بالښتونه یې پاســــــــــته لـــــکه اورېــــځ

کوچني زړونه یې هر دقیقه ریــــــــږدي

و اولاد ته دغه بیره میراث پرېـــــــږدي…

 

 

 

 

د غیاصي رسالې تمهید

پس لــــــــــــه حمد و تحیـــــــــــــــــات            اثنیـــــــــــــــه و وطیبـــــــــــــــــــــــات

پس له ډېـــــرو صلواتــــــــــــــــــــــــو            پــــر اشــــــــــــــرف د مخلوقاتــــــــــو

د ایــــــــــــــمان دعـــــــــــــــــــا کومه            د تمهیـــــــــــد وینــــــــا کومــــــــــــــه

زه لرمــــــــــه حدسیـــــــــــــــــــــــات            په لغاتـــــــــــــو کې ډېــــــر زیــــــــات

زه ډېــــــــــــــر نه یــــــــــــــمه طالب            پر مــــــــــا اوري ډېــــــــر مطــــــــالب

پلټنـــــــــــــــه د ريښــــــــــــــــــــــــــو           خصوصــــــــاً بیــــــــــــا د پښتـــــــــــــو

دئ عجیــــــــــــــب مشغولیــــــــــــــت          دئ په تــــــــــــېر زما ساعــــــــــــــــــت

کـــــــــــــــــورنۍ ژبــــــــــــه مې داده          مورنــــــــــــۍ ژبــــــــــــــــــــــه مې داده

زه یـــــــــــــې پــــــــــــــــېژنم خواص          ددې بحـــــــــــر یــــــــــم غــــــــــــواص

ولـــــــــــــــــــې خــــــپرې دا مرغلرې         حافظــــــــــــــــــــه کي لــــــري لـــــــري

اوس یــــــــــــــې نـــــــــــــظم جوړومه         منظـــــــــــــــمې یــــــــــــــې اوډمــــــــــه

په حمــــــــــــېل کـــــــې یې پـــــــــېيمه        خپــــــــــــله طبــــــــــع ازمې یـــــــــــــمه

هم مـــــــــــــــلت ته هدیــــــــــــــــه ده         هـــــم علــــــوم یــــې سو(غیاصــــــــــــه)

 

ماخذونه

۱ – باجوړی، بریالی؛ درسي لکچر نوټ

۲ – بېنوا، عبدالروف؛ اوسني لیکوال(بشپړ متن)؛ د علامه رشاد خپرندویه ټولنې-کندهار؛ (۱۳۸۸ ل) کال

۳ – وفا، محمد داوود؛ د اوسنیو لیکوالو تذکره

۴ – روهي، محمد صدیق؛ د پښتو ادبیاتو تاریخ، دویم ټوک، درېیم چاپ؛ دانش خپرندویه ټولنه؛ (۱۳۸۴ ل) کال

۵ – بېلابېل انټرنیټي ویبسایټونه

 

 

Comments
Loading...