طنز محمود /نظری

0 110

لقبونه سر چپه سول

د لته فاشیست دخلکو ښه چوپړ کوي

دخلکو کالي ایستل دلته اوس رهبر کوي

په دې دنیاکې هر شی سرچپه سوي  دي

سیاست وایي دټولوچوپړ تر ابده خر کوي

لږ د نورو په جیبو لاسونه واهه او منډه

پوه سړی  لږ پام په ډالي د خپل سرور کوي

له تنخواه  پرته بډي اخیستل هم په کار دي

دا کار دې دولت کې هر پست کې یوازې نر کوي

دلته دولت ځکه سر چپه او پچک دی

خدمت موږ ته یوازې  د دښمن نوکر کوي

هر متفکرچې پر اوږو او چکچکو دلته راسي

نورو ته ښه فکر موږ ته کولچه چکر کوي

سیاست هر وخت هر چیري په( ۵۲ )قطعو کیږي

زموږ سیاست هر وخت  زموږدوه جوکر کوي

د ښو خلکو کالي سپین او پاک موږ ته ښکاري

ډوبي پوهیږي چې څومره بوی  د هغو سپين نېکر کوي

د شورا ناکامه اوس ریاست ته لا هم وهي زورونه

دلته هر ې څوکۍ ته سر ماتول هر ازلي خم سر کوي

لیاقت زموږ په اشغال دولت کې په کار نه دی

پروفیسر دلته مجبوره د څوکۍ لپاره جنتر منتر کوي

عادي کارونه او لېړیواني هر څوک دلته کولای سي

لوړکارونه دلته یوازي سیاسي پوخ ډانسر کوي

خواره د د بډاي په غوړو وعدو باور مه کوه

هغه د ضعیف سره په هر کار کې هنر کوي

Comments
Loading...