رغښتوالې ته يوه ځغلنده بين الرشته يي کتنه

استاد اجمل ښکلى 

0 49

تر شلمې پېړۍ مخکې ژبني توکي بېل بېل مطالعه کېدل؛ خو سوسور په يوه سيستم کې مطالعه کړل او دا سيستم د نوموړي په اند د ژبنيو توکيو ترمنځ د اړيکو زېږنده دى. په دې ډول پر متقابلو جوړو سربېره د دوى ترمنځ اړيکه هم مهمه شوه او اړيکه هم يو عنصر او موجود وبلل شو. د سوسور په اند، د ژبنيو توکيو ترمنځ دا اړيکه د تقابل اړيکه ده. يعنې ژبنۍ نښه د يوه مصداق نومونه نه ده، ځکه چې سوسور له ژبې بهر فيزيکي نړۍ ته د ژبې په مطالعه کې اهميت نه ورکوي.

د سوسوري نظريې له مخې د ژبې په اړه پخوانى تصور سم نه دى. د ژبې په اړه پخوانى تصور د نومولو تصور و. د دې تصور له مخې ژبه د خپلو توکيو په مټ شيان او تصورات نوموي. که ځير شو، په دې نظريه کې شيان او تصورات له نومونو او کلمو خپلواک دي. سوسور هم د ژبني يوون دا ټوټه کېدا ومنله؛ خ له ژبنيو توکيو د تصوراتو پر بيل ګڼلو نظريې يې کاري ګوزار وکړ. د سوسور په اند:

A linguistic Sign is not a link between a thing and a name but between a concept and sound pattern.) نير، ۲۰۱۱، ۱۱۶)

په رغښتواله کې تصور په فيزيکي نړۍ کې له موجود څيز مختلف دى. د انسان په ذهن کې د قلم تصور کټ مټ هغه قلم نه دى، چې په فيزيکي نړۍ کې دى، بلکي له دې سره د ويناوال شخصي تمايلات او رواني جوړښت مل دى.

سوسور له دې سره دې ته لار پرانيزي چې ژبه يو رغښت دى؛ خو يو ناپېيلى نظام نه دى. د نوموړي هڅه دا وه، چې ژبه له انتزاعي حالته راوباسي او ساينسي يې کړي؛ خو د پوهانو په اند، چې ترې فلسفه شوه. ساينس پر تجربه ولاړ دى؛ خو فلسفه چې پر انتزاعي مفاهيمو بحث کوي، پر تجربه نه ده ولاړه. همدا لامل و، چې د رغښت ژبنۍ تيوري او ژبې نورو ټولنيزو علومو ته هم پښه وغزوله، ويتګنشتاين فلسفه د ژبي يو تخصصي تعامل وباله، رولان بارت ادب هم د يوه رغښتي نظام په توګه مطرح کړ، ياکوبسن ادب د ژبې په شپږو نقشونو کې يو نقش وباله او ليوي شتراوس په اسطوري روايتونو کې هم د سوسور د لانګ غوندې يو پټ رغښت وليد او په رغښتي وګړپوهنه(Structural Anthropology)کې يې پرې بحث وکړ.

د سوسور له خوا د ژبې له فلسفي کولو زموږ موخه دا ده، چې د سوسور په اند، چې په ژبنيو نښو کې د دال او مدلول ترمنځ د پخوانې تصور پرخلاف هېڅ ډول طبيعي اړيکه نشته. کور ته ولې کور وايو؟ د دې پوښتنې ځواب نشته؛ نو چې کله کوم علي يا بل ډول طبيعي اړيکه نشته؛ نو د دوى ترمنځ اړيکه خپلسرې ده. د طبيعي اړيکې له نشته چې د ژبنيو نښو د دال او مدلول ترمنځ کومه تشه پيدا شوه، سوسور هغه په فرهنګ ډکوي. د سوسور په اند، د ژبنيو نښو د دال او مدلول ترمنځ اړيکه پر ټولنيز قراداد ولاړه ده. د ژبي په اړه زموږ د تشريحي ژبپوهنې د تعريف د قرارداد کلمه د سوسور تر رغښتوالې رسېږي.

په ژبه کې داسې نښې هم شته، چې د دال او مدلول ترمنځ اړيکه يې طبيعي او مانيزه ده. مثلا: د اخ، وش او نور چې انساني احساساتو ته مستقيما ارجاع کوي يا ځينې مرکبې کلمې؛ خو د سوسور په اند، يو خو دا ډول کلمې محدودې دي، بل دا تر ژبنيو تعاملاتو ورورسته دې پړاو ته رارسېدلي دي.

د ټولنيز قرارداد مانا دا ده، چې خلکو ناشعوري د يوه مدلول لپاره د دال پر ټاکلو هوکړه کړې وي. ټولنه په فرهنګ ټولنه وي؛ نو د دال او مدلول ترمنځ اړيکه فرهنګي اساس لري او فرهنګ پر ژبه ولاړ وي، ځکه نو يو دال چې په يوه فرهنګ کې کوم مدلول ته اشاره کوي يا کومه مانا لري، په بل کې ترې مختلفه وي. په بله وينا، مدلول يا د مصداقونو ذهني تصورات له يوه فرهنګه بل ته توپير کوي. د سيوري له تصور سره چې د پښتنو کوم اسطوري کلچر او تمايلات تړلي دي، په اروپا کې نه دي.

کله چې ژبه فرهنګي شوه، سره له دې چې يو نظام شو، چې خپل قواعد او ګرامر لري. د دې مانا د پخواني تصور پرخلاف ده. يعنې انسان خبرې نه کوي، بلکې ژبه د انسان په خوله خبرې کوي. رغښتوالې په فرهنګ کې د ماډرنيزم د هيومانستي انسان مرکزيت له منځه يووړ. د انسان مرکزيت يوازې د توليدوونکي ويناوال په توګه په ژبه کې نه، بلکې په نورو علومو او ټول فرهنګ کې د رغښتوالې له خوا له ننګونې سره مخ شو او رغښتوالې په هر څه کې په رغښت پسې وګرځېده.

خو سوسور له انساني ټولنې او فرهنګ سره په تړاو کې د يوه مستقل نظام په توګه چې پر خپل ځان او پر خپل نظام يا تقابلي اړيکو تکيه ده، مطالعه کوي. د دې مانا دا شوه، چې انسان د غڼې غوندې ژبه جوړوي؛ خو د ځان د ښکېلولو لپاره يي جوړوي، ځکه هايدګر وايي، چې موږ په ژبه کې بنديان يو. پر همدې بنسټ انسان ناطق دى او دا يې امتياز دى. رولان بارت لکه څرنګه چې سوسور ژبه د يوه خپلواک رغښت په توګه مطالعه کړه، ادب د پنځګر له شخصيت بهر د خپلواک رغښت په توګه وځيره. په رغښتي ادبي تيوري کې د ادب مانا او ادبيت يا د بارت په وينا(Poetics) د ادب د خپل پټ داخلي نظام زېږنده دى، چې دا د شاعر له شخصيته ازاد دى. په دې نظريه کې له يوې خوا د بين المتنيت څرک وينو، چې يو متن هم له مانيز پلوه خپلواک نه وي، بلکې ادبي دودونه يو متن له بل سره نښلوي او د يوه متن پيغام پر تېرو ټولو متونو پورې تړلى وي او بلې خوا پکې يو کلي پټ رغښت وينو. هر متن د همدې کلي ادبي ماهيت يا رغښت ښکارندوى وي. کله چې موږ وايو، دا متن ادبي دى، ځکه چې ادبي ماهيت لري، يعنې استعاره، مجاز لري يا داسې نور اړخونه لري، چې د ده ژبه يې له عادي ژبې رابيله کړې او د فورماليستانو په وينا نااشنا کړې؛ نو په اصل کې موږ د ادب يو داخلي رغښت يا ادبي ګرامر او قاعده منو او په دې کې نو بيا پنځګر نه راداخلوو. د خوشال په غزلو او څلوريزو د خوشال له ښکېلتيا پرته ځکه پوهېږو، چې ادب خپل يو داخلي رغښت لري، ځکه نو رولان بارت د نېچه د (God was died) غوندې د پنځګر د مړينې اعلان کوي او د دې يو لامل دا هم دى، چې رغښت د ژوند د پيل و پاى د څرک لګولو په غبار کې نه ورکيږي.

په شلمه پيړۍ کې رغښتوال نقد تر نوې کره کتنې وروسته غالب نقد و. رولان بارت په خپل اثر S/Z کې د بالزاک پرسراسين(Sarrasine) د رغښتي کره کتنې د کوډونو له مخې بحث وکړ. رغښتي کره کتنه د يوه ژانر مثلا د کيسې د کلي داخلي رغښت په ظرف کې د يوې کيسې پر تخنيکې او نورو اړيکو بحث کوي.(Dosse, 1997, 73)

چې خبره رانه لرې لاړه نشي، بېرته د ژبې طرفدارۍ ته راګرځو: پخپله د تقابل شتون د ژبې له معصومې څېرې پرده پورته کوي. د هيګل په اند، بشري تاريخ د ډيالکټيک زېږنده دى. هر څيز يو تقابل لري. کله چې د شلمې پيړۍ په اويايمو کلونو کې ژاک درېدا د سوسور د رغښتوالې پر بنسټ Deconstruction تيوري رامنځته کړه او د غرب په فلسفه يې تطبيق کړه؛ نو ويې ويل، چې د لويديځ د فلسفې تاريخ وايي، چې هرې نظريې تل يوه اړخ ته پر بل ترجيح ورکړې. په لرغوني يونان کې نيکي پر بدۍ او ښکلا پر بدرنګۍ لومړيتوب لري. همداسې په فرهنګ کې په متضادو جوړو کې يوې ته پر بلې ارزښت ورکړل شوى: مثلا نر ته پر ښځه، آن رنګونه هم دا اړخ لري، سپين پر تور، رڼا پر تياره لومړيتوب لري او دا ځکه چې دا ارزښت ژبنى اساس لري. يعنې د ژبي په عادي سظح دا لومړيتوب او د ضد بې ارزښته ګڼل شته. د پوهانو په اند، آن هغه مهال چې ژبه موږ ته بېخي خنثى ښکاري، هم ناپېيلې نه وي، مثلا: په ” يخني مې کېږي” او “يخني ده” جملو کې هم په لومړۍ کې د ځان د ممتاز کولو مفهوم وينو.

که څه هم سوسور له تقابله پراخه مانا اخلي او يوازې تر تضاده يې نه محدودي. مثلا: که نر ځکه پېژنو چې ښځه پېژنو يا مور د پلار له مخې پېژنو؛ نو څوکۍ څنګه پېژنو؟ ځکه چې څوکۍ خو متضاده جوړه نه لري؛ نو څوکۍ ځکه پيژنو چې نه څوکۍ پېژنو. يعنې مېز، تخته، ټولګى يا کوټه، کور او نور پېژنو؛ خو د تقابل له پراخ مفهوم سره سره هم د ژبي پر رغښت يوازې تقابلي قانون نه دى حاکم او دا خبره د ماناپوهنې او کارونپوهنې په وروستيو پرمختګونو کې ثابته شوه. مثلا: په ژبه کې د تناسب يا قربت، د کل او جزاړيکه، د کارونې قاعده او د ټوليو يا سکيما قاعده هم حاکمه ده. دېوال له خونې سره د قربت له مخې پېژنو، ګوته له لاس او لاس له بدن سره د جز و کل د اړيکې له مخې پېژنو، کنډول د ښوروا لپاره د کارونې له مخې او باز د مرغانو د ټولۍ د يوه غړي په توګه پېژنو.

سورسور چې څرنګه ژبه په لانګ او پارول وېشي او لانګ د انسان په ذهن کې موجوده عمومي بالقوه ژبه يا ګرامر بولي، همداسې ژبنۍ نښې هم د پاڼې غوندې دوه مخه بولي، چې يوه يې غږيزه ټولګه او مادي اړخ دى، چې تلفظېږي، چي دال ورته وايي او بل يې مدلول دى، چې د انسان په ذهن کې د همدې دال تصور دى. په دې توګه ژبه د لانګ په بڼه د نښو ټولګه ده. په لانګ کې ټولې نښې له يو بل سره د متقابلو اړيکو په توګه موجودې دي او د ژبې سيستم يې جوړ کړى.

کله چې څوک خبرې کوي، په پارول کې د همدې اړيکو پر بنسټ نښې انتخابوي، ځکه چې که په ژبه کې سلبي يا متقابلې اړيکې نه وي، ژبه نشته. له سلبي اړيکي نه موخه دا ده، چې قلم ځکه قلم دى، چې کتابچه نه ده، کتاب نه دى، تخته نه ده او داسې نور ټول ژبني عناصر له ژبې سره دا د نفي اړيکه لري. کله چې موږ قلم ټاکو، نور ټولو غوراوي نفي کوو.

په دې ډول ژبه لکه د پياز غوندې پوړونه لري. په تل کې يې ساده غږونه دي، چې سره يوځاى کېږي، څپې جوړوي، څپې سره يوځاى کېږي، مورفيمونه جوړوي، چې مانيز واحدونه دي. مورفيمونه سره يوځاى کېږي، کلمې جوړوي، کلمې عبارتونه، عبارتونه غونډونه يا فقرې، فقرې سره يوځاى کېږي، جملي جوړوي او جملې متن جوړوي. دې ته په ژبپوهنه کې سلسله مراتب(Hierarchy) وايي او زموږ تشريحي ژبپوهنه د همدې رغښتي تيورۍ له مخې رامنځته شوې ده، چې د ژبې رغښت تشريح کوي.

دا لکه څرنګه چې فرث وايي، هر پوړ د بل پوړ رغوونکي توکي دي؛ خو دا توکي په خپلو کې هم له يو بل سره متقابلي اړيکې لري. يوازې کلمې نه دي، بلکې د غږپوهنې په سطحه هم دا قاعده وينو. مثلا: چ ځکه پېژنو،چې ب نه ده، س نه دى، ى نه دى؛ نو چ د يوې ژبې په غږيز نظام کې دننه د نورو غږونو په نفي کولو يا د متقابلو اړيکو له مخې د پېژندلو وړ ده. کله چي موږ يو غږ توليدوو، بل نفي کوو. کله چې ياکوبسن د غږونو پر وتوځو او طرز غږېږي؛ نو دا توپيرونه (Differences) د ژبنيو غږونو ترمنځ د متقابلو اړيکو له مخې راپېژني.

د سوسور په اند، کله چې څوک غږېږي او په پارول کې له ژبنيو توکيو استفاده کوي؛ نو په لانګ کې د ژبنيو توکيو ترمنځ د متقابلو اړيکو له مخې انتخاب کوي. دې انتخاب ته سوسور پاراډايم يا د ځايناستۍ محور وايي. بيا دا ژبني توکي له يو بل سره خوا په خوا په يوه جمله کې ايښودل کېږي، چې دې ته سينتاګم يا د خواناستۍ محور وايي او د رغښت له مخې ژبني توکي د فاعل، مفعول، فعل او نور نقشونه لوبوي او ګرامري همغږي ښيي:

افغانستان بهانده سيندونه لري.

پاسنۍ جمله له څلورو توکيو يا نښو جوړه ده. دا څلور واړه په لانګ کې له نورو ټولو مدلولونو سره د تقابل د اړيکې له مخې انتخاب شوي. ويناوال د ځايناستۍ په محور کې د ايران، تاجکستان، يمن او په داسې نورو بېشمېرو انتخابونو کې يوازي افغانستان انتخاب کړى او همداسې يې دا درې نور توکي هم درواخله. بيا يې دا د خواناستۍ په محور کې خوا په خوا سره ايښي او جمله يې جوړه کړې.

د ياکوبسن په اند، ادب له ژبې بهر نه دى، بلکې د ژبې په شپږو نقشونو کې يو نقش دى. يعنې ژبپوهنه او ادبپوهنه نه بېلېدونکي مسلکونه دي او کله چې پر ادب خبرې کوو، په اصل کې پر ژبه غږېږو، ځکه چې ادب ژبه ده. ادب د ژبې په همدې عادي رغښت کي ګوتې وهي او داسې ژبنۍ نښې خوا په خوا ږدي، چې د ژبې په عادي رغښت کې دود نه وي: مثلا: د استعارې په بڼه د شپې او استبداد ترمنځ اړيکه جوړوي او “د استبداد شپه” ترکيب جوړوي. د ياکوبسن په اند، استعاره د ځايناستي محور زيږنده ده او مجاز په خواناستي محور کې د حذف، ځکه نو شعر له واقعيت سره استعاري او نثر مجازي اړيکه لري. د ياکوبسن اشاره په هغه وخت کې په اروپا کې ريالستي کيسو او رومانتستي شعرونو ته وه. رياليزم له واقعيت سره د قربت او تناسب او رومانتسيزم استعاري اړيکه لري.

لکه څرنګه چې د شلمې پيړۍ په دويمه نيمايي کې وينو، چې د سوسور د ژبې د رغښت تيورۍ نورو علومو ته هم مخه وکړه او په ادب، اسطورو، فلسفه او نورو کې ترې استفاده وشو او دا ځکه چې د ليوي شتراوس په وينا، رغښت يوازې ژبنۍ موضوع نه ده، بلکې دا د بشر پر هره هڅه خپور دى او دا ځکه چې د ټولو بشري فعاليتونو په اساس کې د انسان ادراک دى او د انسان ادراک په اصل کې پر رغښت ولاړ دى. نوموړى دې ته روح يا Spirit وايي(بدايوني، ۲۰۱۱، ۶۹).  همدا لامل دى، چې معرفت سيستماتيک دى او انسان سيستم درک کولاى شي. همدا د سيستم خبره وه، چې رغښتوالې د نام چامسکي له لارې ادراکي علومو ته د انساني ادراک لار وښوده او د ژبي د نظام پر ځاى د انسان د ادراک مطالعه پيل شوه.

د سوسور رغښتواله که له يوې خوا نورو مسلکونو ته پراخه شوه او بين الرشته يي(Interdisciplinary) مطالعاتو ته يې لار پرانيسته او دا د علومو د پراختيا په لړ کې لوى ګام و؛ نو له بل پلوه يې د پسرغښتوالې په بڼه پوسټ ماډرنيزم ته هم لار پرانيسته او ژاک درېدا د سوسور د رغښت او ژبې پربنسټ د رغښت د تيورۍ مخالفت هم وکړ او موږ وينو، چې د سوسور په برکت ژبه د انتروپالوجۍ، بيالوژۍ، ادب، ارواپوهنې، تاريخ اوفلسفې په مباحثو کې دخيله شوه، بلکې شلمه پېړۍ د ژبپوهنې د راج پيړۍ ده.

سوسور د کلمو په سطحه د ژبني نظام يا رغښت خبره وکړه. ياکوبسن دا نظريه د فونولوژۍ، په تېره د فونټيکس په برخه کي پراخه کړه او نام چامسکي د نحوې په سطحه وکاروله. د جملو په اړه بحث د سوسور د وس کار نه و، نام چامسکي د “نحوي رغښتونه” د اثر په بڼه د ژور او برسير رغښت په زياتونه د سوسور له مېتود او تيورۍ نه استفاده وکړه او يو بل مهم کږلېچ يې په ژبپوهنه کې واخسيت، چې نړۍ يې د اوړوني-لېږندې نظريې په نامه پېژني.

ماخذ: 

۱- بدايوني، ضمير على. ۲۰۱۱. ليوي اسټراس کى بنيادى افکار. ساختيات: ايک تعارف. مرتب: نير، ناصر عباس. اسلام اباد: پورب اکادمى.

۲- نير، ناصر عباس. ۲۰۱۱. ساختيات اور ساختياتي تنقيد. ساختيات: ايک تعارف. مرتب: نير، ناصر عباس. اسلام اباد: پورب اکادمى.

3- Dosse, Francois. 1997. History of Structuralism. Translated by Deborah

Glassman. London: University of Minnesota Press

Comments
Loading...