د پښتو، دري او ترکي ژبو د ملکي نومځرو سپړنه او پرتلنه

ليکوال : تمهيد سيلاني  

0 39

                        

    ما په خپلې تېرې ليکنې کې د نومځرو په هکله خورا زيات او کره بحث کړی دی، دلته غواړم يوازې د پښتو ژبې په ملکي نومځرو يو څه رڼا واچوم. ملکي نومځري هغه نومځري دي، چې په جمله کې ملکيت ښيي يا هغه نومځري دي، چې په جمله کې مالک واقع کيږي. د پښتو ژبې په ډېرو ګرامرونو کې مې ولوستل چې ملکي نومځري يې په دوو برخو (خپلواک، منفصل او غښتلي او کمزوري، متصل او ناخپلواک) باندې وېښلي دي. که چېرې موږ د پښتو ژبې غښتليو نومځرو ته ښه ځير شو، نو اصلآ دغه نومځري  ځانګړي ملکي نومځري نه دي، چې بڼه او جوړښت يې له نورو نومځرو سره توپير ولري، بلکې برعکس دغه نومځري د ځينو فونيمونو او ځانګړو نومځرو له جوړښت څخه را منځته کيږي. کله چې موږ وايو: زما کتاب کور کې دی. په پورته جمله کې (زما )ملکي نومځری دی. چې د لومړي متکلم شخص لپاره کارول کيږي. د دغه نومځري جوړښت د ( ز ) له فونيم  او (ما) چې د زه اوښتی حالت دی جوړی شوی دی. نو ياد نومځري داسې نومځري نه دی، چې نوې بڼه او جوړښت ولري، بلکې يوازې د ځينو فونيمونو په نښلولو سره جوړيږي. موږ ددغو نومځرو يوه بنسټيزه برخه ( ما، تا، موږ، ده ، دې دوی … ) په ځانګړو نومځرو کې لرو، دلته د ملکي نومځرو د جوړښت لپاره يوازې د ( ز، س، د…) فونيمونه ورسره نښلو او ملکي نومځري جوړوي. نو بايد ووايم چې زما له آنده، نوموړو نومځرو ته د بڼې له مخې د غښتليو،خپلواک او منفصل نومونو کارول، د يادو نومځرو له جوړښتيزې بڼې، پېژندنې، او ترکيب سره په ټکر کې ده. هېره دې نه وي چې په دغه ليکنه کې، د پښتو، دري او ترکي ژبو ملکي نومځري لومړی سپړل شوي، ترڅو لوستونکي يې په توپير پوه شي او په کې يو له بل سره پرتله شوي دي.

  • د نومځرو سپړنه 

لومړی: پښتو ملکي نومځري

لومړی؛ غښتلي، خپلواک يا هم منفصل ملکي نومځري ( Strong possessive pronoun)

زما : د متکلم مذکر او مونث له پاره کارول کيږي. لکه: زما  کتاب راکړه، زما کور کابل کې دی.

زموږ : د متکلم مذکر او مونث جمع له پاره کارول کيږي. لکه : زموږ کتابونه راکړه، زموږ کور کابل کې دی.

ستا: د دويم  مفرد کس يا مخاطب مذکر او مونث له پاره کارول کيږي. لکه : ستا کتاب  چېرته دی؟ ستا قلم مات شو.

ستاس: د دويم جمع کس يا مخاطب مذکر او مونث له پاره کارول کيږي. لکه: ستاسو کور چېرته دی؟ ستاسو ورور احمد زما ملګری دی.

ددۀ: د درېيم مفرد مذکر له پاره کارول کيږي. لکه :ددۀ قلم راکړه، ددۀ کتاب زما په بکس کې دی.

د دې: د درېيم مفرد مونث له پاره کارول کيږي. لکه : ددې قلم راکړه، ددې کتاب زما په بکس کې  دی.

د دوی: د درېيم جمع مذکر و مونث له پاره کيږي. لکه : د دوی قلمونه راکړه، ددوی کتابونه  زما په بکس کې دي.

يادونه: پورته نومځري د لومړي او دويم شخص له پاره د مذکر او مونث له پاره يو ډول؛ خو د درېيم شخص په مورد کې د مذکر او مونث له پاره بېل دي.

غښتلي  نومځري په نحوي چاپيريال کې له مضافه مخکې راځي.

دويم: کمزوري، ناخپلواک يا هم متصل ملکي نومځري (Weak possessive pronoun )

کمزوري ملکي نومځري هغه نومځري دي، چې په نحوي چاپيريال کې ملکيت يا اړوندوالی وښيي؛ خو په ځانګړي ډول کومه معنا ونه لېږدوي. دغو نومځرو ته متصل، نا خپلواک او کمزوري نومځري هم وايي. دغه نومځرو ته ځکه کمزوري نومځري وايي، چې لومړی: په يوازې توګه کومه معنا نه ورکوي…. دويم: په جمله کې خپل ثابت ځای نشي ساتلی… درېيم: په جمله کې د مفعول ځای نيسي او له مضاف څخه وروسته راځي،چې دا يې ځانګړنې هم دي.

  1. مې او مو: د لومړي مفرد او جمع متکلم شخص له پاره کارول کيږي. لکه : قلم مې راکړه، قلمونه مو واخلئ.
  2. دې او مو: د دويم مفرد او جمع مخاطب شخص له پاره کارول کيږي. لکه : قلم دې واخله، قلمونه مو واخلئ.
  3. يې او يې: د درېيم مفرد او جمع شخص لپاره کارول کيږي. لکه : قلم يې ورکړه، قلمونه يې ورکړه.

يادونه؛ نومځري په مفرد او جمع بڼه د مذکر او مونث له پاره يو ډول کارول کيږي. دا بايد له ياده ونه باسو چې دغه ملکي نومځري په يو نحوي چاپيريال کې تل له مضافه وروسته راځي.

دويم: په دري ژبه کې د ملکي نومځرو څېړنه

    د دري ژبې ژبپوهان د نومځرو د ډلبندۍ په هکله بېلابېل آندونه لري، پوهاند دوکتور محمد حسين يمين پخپل اثر (( دستور معاصر زبان پارسی دری )) کې نومځري په دريو برخو ( ځانکړي يا شخصي، مشترک او اشاري )وېشلي دي. ( يمين، حسين. دستور معاصر زبان پارسی دری  )

    پوهنوال ليلما شريفي يما پخپل اثر (( آواشناسی و صرف ) کې نومځري د معنا له مخې په پنځو برخو  ( ځانګړي، مشترک، اشاري، مبهم او پوښتنيز ) باندې وېشلي دي( شريفي يما، ليلما. آواشناسی و صرف )

    سيد مصطفی او محمد علي خير پخپل اثر (( دورۀ کامل دستور زبان فارسي)) کې نومځري په څلورو برخو( منفصل، متصل، اشاره او مشترک) وېشي( دورۀ کامل دستور زبان فارسی )

    علی اصغرفقيهی پخيل اثر (( دستور زبان فارسی )) کې په ټوليزه توګه نومځري په دوو برخو( منفصل او متصل ) باندې وېشي ( علي اصغر فقیهی: دستور زبان فارسی )

        غلام محسين کاشف پخپل اثر (( دستور زبان فارسي  )) کې نومځری په څلورو برخو( ضماير شخصیه، اضافیه، اسناديه او فعليه ) وېشلي دي.( غلام محسين کاشف: دستور زبان فارسی )

    احمد احمدي  پخپل اثر (( دستور زبان فارسی با صرف و نحو)) کې نومځري په ( شخصی، مشترک، اختصاصی، اشاره، پرسشی او  مبهم ) باندې وېشلي دي. (احمد احمدی: دستور زبان فارسی با صرف و نحو)

    داکتر پرویر ناتل خانلری پخپل اثر (( دستور زبان فارسی )) کې نومځري په ( شخصی، اشاری، مشترک او مبهم ) باندې وېشلي دي( خانلري: دستور زبان فارسی )

    ښاغلي پوهاند محمد رحيم الهام د دري ژبې نومځري په دوو برخو( ضماير آزاد و ضماير بسته )  وېشلي دي.چې وروسته يې خپلواک نومځري په پنځو برخو( شخصي، پرسشي، مشترک، مبهم و بسته )

    په پارسي ژبه کې پورته يادو ژبپوهانو نومځري په بېلابېلو ډولونو وېشلي دي، که چېرې د اوسني ګرامر ليکنې د مېتود او ګړنلارې له مخې نوموړي اثار ولوستل شي، نو تر ټولو مقدم اثار  د ښاغلي يمين، الهام او سعيدي صاحب دي. دوی خپل ګرامرونه د اوسني ګرامر ليکنې په مېتودولوژۍ سره برابر ليکلي دي. نو زه هم د يادو ليکوالو ګرامرونو ته لومړيتوب ورکوم او د همدغو اثارو له مخې خپله پرتلنه کوم. پورته ګرامرونه مې ښه په  غور سره ولوستل، ما په دغه اثارو کې په ځانګړې توګه ملکلي نومځري و نه موندل. په دغه ژبه کې هم يوازې ملکي روستاړي دي چې د نوم په پای کې نښلي او ملکيت جوړوي. ددې ترڅنګ په ترکيبونو کې د معرفې نښې په واسطه د اضافت حالت جوړيږي.

په ډېرو ژبو کې يو ډول ملکيت د اضافي حالت په واسطه جوړيږي، چې دا برخه د هرې ژبې په نحوي چاپير ( ترکيبونو) کې تر مطالعې لاندې نيول کيږي. په دري ژبه کې هم اضافي حالت شته، چې په ترکيبونو يا عبارتونو کې د معرفې نښې په واسطه جوړيږي. خو په دې ليکنه کې زموږ بحث په ځانګړې توګه په ملکي نومځرو باندې دی… د  دري ژبې د ملکي نومځرو په برخه کې داسې ځانګړي ملکي نومځري نشته چې موږ يې د ملکي نومځرو په نوم ياد کړو، بلکې داسې روستاړي او نومځري شته چې د يوې کلمې په پای کې نښلي او ملکيت ښيي. دغو نومځرو ته ( ضمير های بسته يا تړلي يا هم مقيد نومځري) وايي. نوموړي نومځري په دريو برخو( ضمير های بسته تمليکي، ضمير های بسته مفعولي و ضمير های بسته فعلي ) باندې  وېشل کيږي،په يادو دريو نومځرو کې زموږ کار له ضمير های بسته تمليکي يا مقيده ملکي نومځرو سره دی. چې ځانته مفرد او جمع حالت هم لري. لومړی غواړم مقيده ملکي نومځري تعريف او وروسته يې بېلګې راوړم.

مقيده ملکي نومځري: هغه روستاړي دي، د يو نوم په پای کې نښلي او ملکيت ښيي. دغه روستاړي د يو ګړي او ډېرګړي بڼه هم لري. ( روش جديد در تحقيق در دستور زبان دری، الهام . صفحه :۱۱۲)

مفرد/ جمع

لومړی شخص مفرد مذکر او مونث ( م ) لکه : کتابم گم شد.

لومړی شخص جمع مذکر او مونث ( ئمان/ما) لکه : کتابمان گم شد.

دويم شخص  مفرد مذکر او مونث ( ت )لکه : کتابت گم شد.

دويم شخص جمع مذکر او مونث ( تان ) لکه : کتابتان گم شد.

درېيم شخص مفرد مذکر او مونث ( ش ) لکه : کتابش گم شد.

درېيم شخص جمع مذکر او مونث ( شان ) لکه : کتابشان گمشد.

که پورته روستاړو ته ځير شو، نو دغه روستاړي کله چې د نوم په پای کې ونښلي خپله معنا او ملکيت ثابتوي.

د ترکي ژبې ملکي نومځري

İyelik zamiri

İyelik ekinin ta kendisidir. Her dil bilgisi kitabı bunu zamir olarak almaz. İsim tamlamasında tamlayan kullanılmadığı takdirde tamlanandaki bu eklere iyelik zamirleri denir.

هغه روستاړي دي، چې د نوم او نومځرو پای کې نښلي او مکليت جوړوي. په ترکي ژبه ملکي روستاړي،د نومونو، نومځرو سره کارول کيږي. په لومړي سر کې غواړم هغه ملکي روستاړي در پېژنم چې له ځانګړي نومځري او نوم سره کارول کيږي.

Ben + im = Benim evim kabil’de زما کور کابل کې دی/ خانۀ من در  کابل است

Sen + in = senin evin kabil’de ستا کور کابل کې دی/ خانۀ تو در کابل است.

O + nun= onun evi kabil’de خانۀاو در کابل است .  د دۀ / د دې کور کابل کې دی.

Biz + im = bizim evimiz kabil’de خانۀ ما در کابل است. زموږ کور کابل کې دی/

Siz + in = sizin eviniz kabil’de ستاسو کور کابل کې دی/ خانۀ شما در کابل است.

Onlar + ın = onların evleri kabil’de د دوی کور کابل کې دی/ خانۀ ايشان در کاب است.

    پورته نومځرو کې ملکي نومځري د ځانګړو نومځرو او روستاړو له ترکيب څخه منځته راغلي دي. هغه داچې (ben,sen,o, biz,siz, onlar ) ځانګړي نومځري دي او (im,in,nun,ın) روستاړي دي، چې د ځانګړو نومځرو په پای کې نښلي او ملکي نومځري جوړوي. لکه څنګه مو چې پورته يادونه وکړه، ملکي روستاړي د نوم په پای کې نښلي، هغه داچې د نوم جوړښت ته په کتو له نوم سره هم کارول کيږي او ملکيت جوړوي. لکه :

د لومړي شخص لپاره  دغه روستاړي کارول کيږي:(im,ım,um,üm  ) لکه : ev+im= evim  کور مې، خانۀ من.  نور روستاړي

يې هم د يوې کلمې د پای توري ته په کتو سره کارول کيږي.

د لومړي شخص جمع لپاره کارېدونکي روستاړي (mız,miz,muz,müz) نوموړي روستاړي د هرې کلمې  وروستي تورو ته کتو سره کارول کيږي. لکه ؛ kolumuz  لاس مو، دست مان يا دست ما….

د دويم شخص مذکر او مونث  لپاره کارېدونکي روستاړي (in, ın,un,ün)، لکه :  ev+ in= evin کوردې، خانۀ تو…

د دويم شخص جمع مذکر او مونث لپاره کارول کيږي. (niz,nız,nuz,nüz )، لکه : kolunuz لاس مو، دست شما…

د درېيم شخص مذکر او مونث لپاره کارېدونکي روستاړي( i,ı,u,ü )، لکه : kol+u=kolu لاس يې، دست او يا دستش…

د درېيم شخص جمع مذکر او مونث لپاره کارېدونکي روستاړي( ları,leri )، لکه : kolları  لاس يې، دست شان …

د ځينو نورو ژبو په شان دترکي ژبې ملکي روستاړي له اشاري نومځرو سره هم کارول کيږي چې ملکيت جوړوي. په ترکي ژبه کې اشاري نومځري دادي:

Bu دغه، اين

Bunlar دغو، اينها

Şu هغه مذکر او مونث، آن

Şunlar هغوی، آنها

O هاغه، آن

Onlar هاغو، انها

پورته اشاري نومځرو سره دغه (nun,ın…)ملکي روستاړي کارول کيږي، لکه: bu+ nun= bunun evi  دغه کور، اين خانه. همدارنګه له نورو نومځرو سره هم په همدې ډول کارول کيږي.

  • د نومځرو پرتلنه 

لومړی د پښتو او ترکي ژبو د ملکي نومځرو پرتلنه کوم

  • ما چې کله د پښتو او ترکي ژبې ملکي نومځري ترڅېړنې لاندې ونيول، په دواړو ژبو کې ياد نومځري په ترکيبي بڼه جوړيږي. لکه : موږ په ترکي ژبه کې ځانګړي نومځري (ben/ biz, sen/ siz, o/ onlar  ) لرو، که چېرې موږ دغو نومځرو سره د نوموړې ژبې د ګرامري قواعدو له مخې د غه ( im,in,nun,ın  ) او نور روستاړي ونښلو نو ملکي نومځري ترې جوړيږي. لکه: ben+ im = benim دلته ( ben)  ځانکړی نومځری دی، چې د لومړي شخص لپاره کارول کيږي، کله چې ( im) روستاړی ورسره يوځای شي نو ملکي نومځری ترې جوړيږي. همدارنګه د دغه ته ورته کار په کولو سره موږ په پښتو ژبه کې هم ملکي نومځري جوړولی شو. لکه: موږ په ځانګړو نومځرو کې ( ما او تا ) د لومړي او دويم شخص ( زه او ته ) اوښتې بڼې لرو، کله چې  دغو نومځرو سره د ( ز او س ) فونيمونه ونښلو، نو ملکي نومځري ( زما او ستا ) چې د لومړي او دويم شخص لپاره کارول کيږي،ترې جوړيږي.د پښتو او ترکي ژبې د نومځرو په برخه کې دغه قاعده د دغو دواړو ژبو د ګرامرونو ورته والی او نږدې والی ښيي.
  • په پښتو ژبه کې موږ کمزوري ملکي نومځري لرو، چې  په يوازې توګه معنا نه ورکوي، بلکې په جملو کې له نومونو وروسته راځي  او خپله معنا څرګندوي. په ترکي ژبه کې هم دې ورته روستاړي شته چې په يوازې توګه کومه معنا نه ورکوي، بلکې نومونو پورې نښلي او ملکيت ثابتوي. لکه : موږ په پښتو ژبه کې وايو: قلم مې، دلته قلم نوم او مې کمزوری نومځری دی. چې مې په يوازې توګه کومه معنا نه ورکوي، خو کله چې له نوم سره يوځای شي، بيا معنا او ملکيت ښيي. دې ته ورته په ترکي ژبه کې هم داسې روستاړي لرو، لکه : baba+ sı = babası  دلته ( baba) پلار ته وايي چې يو نوم دی او ( sı) يو روستاړی دی، چې په يوازې توګه کومه معنا نه ورکوي، خو کله چې  نوم پورې ونښلي، بيا خپله معنا څرګندوي او ملکيت ( پلار يې ) جوړوي. د ترکي ژبې د نومځرو دغه قاعده د پښتو ژبې د نومځرو له قاعدې سره ورته والی او نږدې والی لري….
  • موږ په پښتو ژبه کې د درېيم ( نارينه او ښځينه ) کس  لپاره بېل بېل ( ددۀ او ددې ) نومځري لرو، خو په ترکي ژبه کې  برعکس د درېيم ( نارينه او ښځينه ) کس لپاره يو ( O + nun= onun)نومځری کارول کيږي. د ترکي ژبې دغه قاعده د پښتو ژبې د مونث او مذکر له قاعدو سره توپير لري او دغه کار د پښتو ګرامر په بشپړتوب دلالت کوي.
  • موږ په پښتو ژبه کې  د اضافت توری يا د ملکيت فونيم له اشاري نومځرو سره کارو، چې همدا کار په ترکي ژبه کې هم ترسره کيږي. لکه : موږ ( د ) د اشاري نومځرو ( دغه ، هغه هاغه … ) سره کارو، چې ملکيت ښيي. د بېلګې په توګه : ددغۀ هلک کتاب له ماسره دی. په دغه جمله کې ( د) د اضافت توری او دغه د اشاري نومځري دويم حالت دی. چې په دغه جمله کې ( ددغه ) د ملکي اشاري نومځري په توګه راغلی دی. دې ورته قاعده په ترکي ژبه کې هم کارول کيږي. لکه : bu+ nun= bunun evi  دلته (bu) اشاري نومځری دی، کله چې ورسره ملکي روستاړی ( nun)يوځای شي، نو ملکي اشاري نومځري ترې جوړيږي. د بېلګې په توګه : د bunun evi ددغه کور. د ترکي ژبې د نومځرو دغه قاعده د پښتوژبې سره ورته والی او نږدې والی لري….
  • د ترکي ژبې ملکي نومځري د پښتو ژبې پر خلاف د يو مځري لپاره څو روستاړي لري، چې دغه ورستاړي د يوې کلمې روستي توري ته په کتو تغير او ځانګړی روستاړی ورته غوره کيږي… د بېلګې په توګه : ( im,in,nun,ın) دغه روستاړي د يو نومځري لپاره کارول کيږي…. خو برعکس دا ډول قاعده په پښتو ژبه کې نشته او د يادو ژبو توپير په ګوته کوي.
  • موږ په پښتو ژبه کې ځانګړي او مشخص کمزوري نومځري لرو، مګر په ترکي ژبه کې د کلمو روستي تورو ته په کتو ډېر روستاړي لري….
  • موږ په پښتو ژبه کې ۸  خپلواک ( زما/ زموږ، ستا/ ستاسو، دده / ددوی، ددې/ ددوی ) او شپږ کمزوري ملکي نومځري لرو، خو برعکس په ترکي ژبه کې شپږ خپلواک (ben/ biz, sen/ siz, o/ onlar ) او تقريبآتر دولسو خوا وشا روستاړي لري.داچې د پښتو ژبې دوه خپلواک نومځري ډېر دي، لامل يې د درېيم شخص ښځينه لپاره په پښتو ژبه کې دځانګړي نومځري درلودل دي.

د دري او ترکي ملکي نومځرو پرتلنه 

  • دري ژبه  د ترکي ژبې پر خلاف داسې ځانګړي ملکي نومځري نه لري چې د کلمې په پيل کې راشي او ملکيت وښيي،  بلکې شپږ ( م/ ما يا مان، ت/ تان، ش/ شان …) ملکي روستاړي لري، چې کله يو کلمې پورې ونښلي ملکيت جوړوي. د يادو ژبو دا ډول ځانګړې قاعدې د دوی ترمنځ توپير په ګوته کوي.
  • په ترکي ژبه کې د دري ژبې په شان داسې ملکي روستاړي شته چې کله د کلمې په پای کې ونښلي نو مکليت جوړوي. دبېلګې په توګه: موږ په دري ژبه کې ليکو: (( کتابم )) په دغه ترکيب کې ( م ) د لومړي شخص ملکي روستاړی دی. ترکي ژبه دې ته ورته ملکي روستاړي لري. لکه : baba+ m = babam په دغه ترکيب کې  baba پلار ته وايي، کله چې ورسره دm فونيم يوځای شي، نو (( پلار مې ) ترې جوړيږي. دغه ډول قاعده د دري او ترکي ژبې ورته والی ښي.
  • په ترکي ژبه کې د دري ژبې په شان د درېيم شخص مذکر او مونث لپاره يو نومځری کاروي، چې ياده قاعده هم ددغو ژبو ورته والی ښيي. دبېلګې په توګه : په دري ژبه کې ( ش/ شان ) هغه ملکي روستاړي دي، چې د درېيم مونث او مذکر لپاره کارول کيږي. لکه : کتابش کجاست. په ترکي ژبه کې هم ( O + nun= onun ) د درېيم مذکر او مونث لپاره کارول کيږي. لکه : onun evi يعنې د هغه کور….

د پښتو او دري يا فارسي ژبې د ملکي نومځرو پرتلنه  

  • پښتو ژبه د فارسي ژبې پر خلاف ځانګړي ملکي نومځري لري،چې د کلمې په پيل کې راځي او ملکيت ښيي…. خو په دري ژبه کې برعکس، يوازې څو ملکي روستاړي دي، چې کلمو په پای کې نښلي او ملکيت ښيي.
  • په پښتو ژبه کې د درېيم نارينه او ښځينه اشخاصو لپاره بېل بېل نومځري لري، چې په دري ژبه کې برعکس د درېيم نارينه او ښځينه اشخاصو لپاره يو نومځری کارول کيږي. د پښتو ژبې دغه ډول ګرامري قاعده له يوې خوا د يادې ژبې ګرامري قواعد پېچلي کوي، له بلې خوا ددغه ژبې د ګرامر بشپړتوب باندې دلالت کوي.

اخذ ليکونه:

  1. پښتو پښويه، پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار
  2. پښتو معاصر ګرامر، پوهاند صابر خويشکی
  3. پښتو ژبدود، محبوب شاه محبوب
  4. يمين، حسين. دستور معاصر زبان پارسی دری
  5. شريفي يما، ليلما. آواشناسی و صرف
  6. سيد مصطفی آرنګ، محمد علي خير.  دورۀ کامل دستور زبان فارسی
  7. علي اصغر فقيهي، دستور زبان فارسی
  8. احمد، احمدي. دستور زبان فارسی یا صرف و نحو
  9. غلام حسين کاشف، دستور زبان فارسی
  10. خانلري: دستور زبان فارسی
  11. الهام، محمد رحيم. روش جديد در تحقيق دستور زبان فارسي
  12. شکر ګزار، محمد رضا. دستور زبان جامع ترکی
  13. عبدی، مرتضی. خود آموز ترکی استانبولی
  14. https://l.facebook.com/l.php?u=https%3A%2F%2Fwww.google.com%2Furl%3Fsa%3Dt%26source%3Dweb%26rct%3Dj%26url%3Dhttps%253A%252F%252Fwww.turkedebiyati.org%252Fiyelik-aitlik-ekleri-nelerdir-ozellikleri%252F%26ved%3D2ahUKEwibs8PFyZTlAhVQbVAKHUCSANQQFjACegQIEBAM%26usg%3DAOvVaw29HCJeQAgipoIGcIM7Co2O%26fbclid%3DIwAR3UX7xfGOrwNbIhm2ygNKf8eYDhVWkgJ5gQ2ljpg3q54ouqKcSs7R8NsQs&h=AT27K_AxvtEKKeIALcos6wCefPDaX2lZrjTGWx7BjWImKJi_nTK9ppC0zPneomd7gvfUXgHGgEbuiOutRvs35VbnF5wm7yHu06Dl1R7SOokDjPaZL1UpTxS8yqA770G8Ups
Comments
Loading...